پر کيمياوی سرو بنديز افغان بزګرو ته زيان رسوي

د امونيم نايتريت کيمياوي سرې په پلورنې او کارونې بنديز لګول شوی، ځکه په چاوديدونکو توکو کې کاريږي. خو باغ لرونکي وايي د هغوی ونې د غذايي توکو د نشتوالي له امله وچې شوې دي.

پر کيمياوی سرو بنديز افغان بزګرو ته زيان رسوي

د امونيم نايتريت کيمياوي سرې په پلورنې او کارونې بنديز لګول شوی، ځکه په چاوديدونکو توکو کې کاريږي. خو باغ لرونکي وايي د هغوی ونې د غذايي توکو د نشتوالي له امله وچې شوې دي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

د افغانستان په شمال ختيځ کې د کاپيسا ولايت کروندګر وايي د هغوی کرنيز محصولات له هغه راهيسې راټيټ شوي، چې حکومت په بمونوکې د کارېدنې له امله د کيماوي سرې پر کارونې بنديز لګولی.

ولسمشر حامد کرزي تېر کال له دې امله د امونيم نايتريت په واردولو او خرڅلاو د بنديز لارښوونه وکړه، چې نوموړی کيمياوي توکی د ياغيانو له خوا د سړک د غاړې د بمونو په جوړولو کې کاريږي.

د کاپيسا ولايت د تګاب د ولسوالۍ کروندګر وايي د کيمياوي سرې د نشتوالي له امله په کرنيزو محصولاتو کې ډېر کمښت راغلی دی. 

د اده زايي  د کلي اوسيدونکي،  نورآغا وويل: «هغه مهال چې مې [په باغ کې] امونيم نايتريت کاراوه، نو هرکال به مې ۴۲۰کيلوګرامه وچه الوبخار پلورله. پروسږکال د کيمياوي سرې له بنديز وروسته ما ۷۰کيلوګرامه تازه الوبخارا ټوله کړه، ځکه ميوه له پخېدو دمخه له ونو څخه راولوېده.»   

نوموړي کروندګر وويل، اوس په دې باور يم چې د افغانستان نړيوال متحدين «له موږ څخه غواړي د ژوند وسايل مو وپلورو او په جګړه کې ورګډ شو.»    

له هرو  لسو افغانانو څخه اته هغه يې په کرکيلې او يا مالدارۍ  بوخت دي، خو د پيړيو پيړيو وروسته پاتېوالي او اوږدو جګړو له امله د کر کيلې سکتور پخپل لومړني حالت پاتې دى او پر مختگ يي ندى کړى   آن هغه مهال چې د امونيم نايتريت د کارولو اجازه موجوده وه، د انسانانو په لاسونو کرکېله يوه ستونزمنه دنده وه. کروندګر يوازې په دې خوښ وو، چې ژوندي پاتې دي. 

د تګاب د ولسوالۍ يو سپين ږيري، چې ويې نه غوښتل ونومول شي، وويل،  د هغه د باغ د الوبخارا د ونو پاڼې ژيړې شوي او مېوه يې له وخته دمخه لويدلې ده. نوموړي د کيمياوي سرې بنديز  د کوکنارو بنديز ته ورته وباله. په دواړو حالتونو کې چارواکو ونشو کړای کوم متبادل کار روزګار رامنځته کړي. 

هغه وويل: «موږ د حکومت له امرونو څخه پوزې ته راغلي يو. يوه ورځ راته وايي کوکنار مه کرئ، چې د هغوی بهرنيو انډيوالانو ته زيان رسوي. بله ورځ وايي بيا دا [کيمياوي سره] و نه کاروئ، ځکه بهرنيو انډيوالانو ته يې زيان رسيږي. د مرستو ژمنې سرته رسيدلې نه دي... . ما ته همدا يو باغ راپاتې دی. هغه هم له حاصله لويدلی دی، ځکه د حکومت له بنديز راوروسته امونيم نايتريت نشته. بله متبادله سره هم نشته.»   

د غلو دانو کرونکي بزګران ورته ستونزې لري.

د کاپيسا اوسيدونکي، سيداجان وويل: «کله چې غنمو وږي وايستل، پاڼې مخ په ژيړېدو شوې. وږي هم ټول پوچ دي. ما هر کال له ځمکو څخه يوولس ټنه غنم اخيستل او پلورل مې. پروسږکال مې يوازې څلور ټنه ترلاسه کړل. اوس بايدد ځان لپاره نور په بيه واخلم.»  

سويلی اسيا ته د وچې مېوې صادرات د افغانستان د عوايدو عمده سرچينه جوړوي. د تګاب ولسوالۍ د وچې مېوې يو سوداګر، اکرام وايي، پخوا يې په کال کې درې ټنه وچه الوبخاراهند ته صادروله، خو سږکال يې يوازې يو ټن  صادره کړه. هغه وويل د توليد د ټيټې کچې لامل يوازې د راټولولو محدوديت نه دی، بلکې عمده پلورنکو ته د بيې زياتوالی يې هم يو لامل دی.

هغه وويل: «کله چې اندازه لږه وي، بيې پورته ځي... . دمګړۍ موږ زياته ګټه نه کوو.»     

د عمده پلورلو بيې د هادی په نامه يو بل سوداګر هم اړايستلی دی، چې سږکال پاکستان ته هيڅ انار صادر نه کړي.

هغه وويل: «د حاصلاتو د کچې په لوېدو بيې وختې. پروسږکال موږ دوه ټنه انار په ۵۰۰  ډالرو اخيستل، خو سږکال يې بيه  ۱۲۰۰ډالرو ته وخته، ځکه د بازار تقاضا زياته ده. ما پخپله له دې سوداګرۍ څخه لاس اخيستی دی.»        

په ګاونډي ولايت پروان کې د کرنې د انستيتوت استاد، عبدالودود وويل، زيات شمېر بزګران هغه ته راغلي او د ستونزې په اړه يې ورڅخه پوښتنې کړي دي.

هغه وويل: «لکه څنګه چې بزګران وايي، د ناروغۍ لامل ... د نايتروجن نشتوالی دی.»

عبدالودود وويل، که حکومت د امونيم نايتريت پر کارولو بنديز لګوي،  بايد دمخه يې ورته د بلې کيمياوي سرې چاره سنجولی وای.

د  تګاب کروندګر وايي څو څو ځلې يې د کرنې له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو نتيجه يې ورکړې نه ده. 

حکومتی چارواکي د موضوع په اړه روښانه دريځ نه لري.

د کاپيسا ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس، عبدالغني آی ډبليو پي آر ته  وويل، پر امونيم نايتريت بنديز د پام وړ کوم اغېز نه لري.

هغه وويل: «تر کومه ځايه چې ماته څرګنده ده ، د دې سرې نشتوالی د توليد پر کچې اغېز نه لري. زه د کروندګرو له ادعا سره موافق نه يم. کېدای شي لامل يې دا وی چې کرنيزو افاتو توليد راغورځولای وي.»     

هغه وويل، که چيرې  ناروغۍ وهلی بوټی د کرنې چارواکو ته وښودل شي، نو مرسته به  ورسره وشي ، خو د سرې په اړه د تاوان د ورکړې کومه پوښتنه نه رامنځته کېږي ، چې له خرڅلاو څخه وتلې ده.

هغه وويل: «د امونيم نايتريت کارونه منع شوې ده. موږ بايد امر پلی کړو.»     

د کرنې د وزارت يو وياند د مرستې د ورکولو خبره وکړه. 

د نوموړي وزارت وياند، مجيد قرار  وويل: «زموږ د کرنې چارواکي به د کروندګرو  حاصلاتو ته د رسيدلی زيان کچه وګوري. که چېرته يې د سرې د نشتوالي له امله حاصلاتو ته زيان رسيدلی وي، موږ چمتو يو کروندګرو ته تاوان ورکړو او د اړتيا مرسته ورسره وکړو.»         

هغه زياته کړه، دوه ډوله نورې سرې چمتو شوې دي او د امونيم نايتريت له امله رامنځته شوې تشه به ډکه کړي.

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists