پر ځمکو باندې د ملکيت دعواګانې ښايي په شمال کې وضعه ترينګلې کړي

د کندوز اوسيدونکي کندوز ته د کوچېدلو کورنيو د ملکيت حق تر پوښتنې لاندې نيسي، هغه چې غواړي د اوږدې مودې له لاسه وتلې شتمني بېرته تر لاسه کړي.

پر ځمکو باندې د ملکيت دعواګانې ښايي په شمال کې وضعه ترينګلې کړي

د کندوز اوسيدونکي کندوز ته د کوچېدلو کورنيو د ملکيت حق تر پوښتنې لاندې نيسي، هغه چې غواړي د اوږدې مودې له لاسه وتلې شتمني بېرته تر لاسه کړي.

.



د آبدان په دښتې او له تاجيکستان سره په پولې باندې د پرتو سيمو په شاوخوا کې تا ويلي ما ويلي (لفظې مشاجرې) په افغانستان کې د جګړو او له يو ځای څخه بل ځای ته د خلکو د کوچېدنې له امله د ځمکو د ملکيت ستونزه روښانه کوي.



دلته (کندوزته) راغلي کورنۍ پاکستان پولې ته پرتې د افغانستان له سهيلي سيمو څخه راغلي افغانان دي، چې وايي له لسګونو کلونو را په دې خوا يي په کندوز کې استوګنه درلوده. هغوی د ځمکې د ملکيت سندونه هم لري او يو نيم يي افغان ولسمشر، حامد کرزي لاسليک کړی دی.



ځايي خلک په حقيقت کې دا ځمکې د ځان بولي، سره له دې چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره اسناد په لاس کې نه لري. هغوی وايي، نويو راغليو کورنيو چارواکو ته په بډو ورکولو په اسانی سره د ځمکو د ملکيت سندونه لاس ته راوړي دي.



د کوچېدنې دا څپې په سهيلي ولايتونو کندهار او هلمند کې د پرله پسې تاوتريخوالي له امله رامنځته شوي دي. شمالي ولايت کندوز د کرکيلې وړ ځمکې لري او امنيت په کې ښه دی.



د آبدان په دښتې کې يو ځايي دولتي چارواکي حاجي ارسلان د ځمکو د ملکيت پر پېچلتيا باندې رڼا واچوله او ويي ويل، چې هم ځایی استوګن او هم يو شمېر راغلې کورنۍ قانوني خبرې کوي.



هغه وويل، 50 کاله وړاندې له نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته د حکومت د هڅونې له لارې کورنيو په راتګ پيل وکړ. يو شمېر کورنيو ګوزاره ونه کړای شوه او بېرته ولاړې خو نور يو شمېر يي دلته پاتې شوې.



د پاته شوو کورنيو له ډلې څخه يي يو شمېر کورنۍ د اتيايمو او نوي يمو کلنو جګړو په بهير کې د قومي ترنګلتيا له امله د سيمې پرېښودلو ته اړايستل شوې. ارسلان وايي، چې د هغوی ځمکې د هغو قوماندانانو لاسونو ته ورغلي، چې په هغه سيمه باندې يي کنترول درلود. هغوی دا ځمکې په نورو خلکو وپلورلې او هغوی په کې کورونه ودان کړل او کرکيله يي په کې پيل کړه. البته په دې معاملې کې د هيڅ ډول کاغذونو او سندونو راکړه ورکړه نه ده شوې.



کېدای شي کاغذونه په درغلی او چلوټۍ هم تر لاسه شي، له دې امله دا نه شي څرګنديدای، چې د راغلو کورنيو د ملکيت ځمکې کومې وې. آيا هغه يي په دې وروستيو لسو پنځلسو کلونو کې اخيستې وې او يا تر هغې هم پخوا يي تر لاسه کړې وې.



په پارلمان کې د کندوز د ولايت استازی حاجي محمد امين کاني وويل: ((په تېرو لسيزو کې په رښتيا هم له دې سيمې څخه د افغانستان نورو برخو ته خلک وکوچېدل، خو د اوسنۍ وضعې له امله دلته د خلکو راتګ زيات شوی او ښايي شمېر يي له اصلي هغې (د تللو کورنيو په پرتله) هم زيات وي. د کنترول د نشتوالي له امله څوک نه پوهيږي، چې څومره کورنۍ له دې ځای، په تېره بيا له آبدان دښتې، څخه په زوره شړل شوي وې.))



که د راغلو کورنيو د کوم يو شکايت سم وي، نو بايد هغه خلک له ځمکې څخه لاس په سر شي، چې اوس ورباندې استوګنه کوي.



د موضوع دا ډول حل به د ستونزو لامل شي. له سيمې سره بلد په پلازمينې کابل کې يو استوګن خبريال، نادر ترکمن ګوته څنډي، چې له دې امله به د ځايي استوګنو او له نورو ځايونو څخه راغلو کورنيو تر منځ وسله والې شخړې پيل شي.



هغه وويل: ((رښتينی خطر دادی، چې ځاي خلکو ته به پرته له دې چې د اوسېدو لپاره نورې ځمکې ورکړ شي اويا نوره مرسته ورسره وشي، د ځمکې د پرېښودو لارښوونه به ورته وشي. دا له خطر څخه ډکه لاره ده، ځکه د لسو زرو يا له هغې څخه د زياتو ځايي استوګنو برخليک به له ستونزو سره مخامخ شي.))



مرکزي حکومت له سيمې څخه زيات واټن لري او وسه يي هم نه رسيږي، نو داسې نه بريښي، چې په دې هکله کوم ګام پورته کړای شي. د آبدان د دښتې اوسيدونکي په خپله د کوم کار د کولو پر ځای د مرستې لپاره په چارواکو باندې زور اچوي.



د نوموړي خبريال په وينا د آبدان د دښتې په سلګونو اوسيدونکي د اګست د مياشتې په نيمايي کې کابل ته راغلل او لاريون يي پيل کړ او ((د (نوروولايتونو) ناقانونه ميشتېدنې ته د پای د ايښوولو)) نارې سورې يي وهلې. وروسته يي ددې چانس وموند، چې خپلې اندېښنې د چارواکو غوږونو ته ورسوې.



په سهيل کې د جګړې د دوام له امله د افغانستان په شمال کې نورو ولايتونو، لکه بلخ او شبرغان ته د ورته کوچېدنې رپوټونه هم غوږونو ته رسيږي.



(محمدطاهر د پراګ استوګن ژورنالست او خبريال دې او د منځنۍ اسيا او د افغانستان په چارو کې لوی لاس لري.)
Frontline Updates
Support local journalists