پر امنيتي پوستو د مخالفينو بريدونه

د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي پوليس ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو ته څېرمه مورچل نيسي.

پر امنيتي پوستو د مخالفينو بريدونه

د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي پوليس ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو ته څېرمه مورچل نيسي.

Wednesday, 30 March, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

د پلازمينې کابل شمال ختيځ ته پرتې د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي د حکومتي امنيتي پوځونو د څرګند او پراخ شتون له امله يې د پخوا په پرتله د مصؤنيت او خونديتوب احساس لږ شوى دى. ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو ته نژدې نوې جوړې شوې امنيتي پوستې د طالبانو د بريدونو موخه ګرځي او ولسي خلک د هغوى تر منځ په ډزو کې ښکېل کيږي.

ځايي اوسيدونکي وايي افغان امنيتي پوځونو ښوونځيو، روغتونونو او نورو عامه ودانيو ته څېرمه خپلې امنيتي پوستې جوړې کړي دي.

د اد ه زيو د کلي روغتيايي کلينيک ددې موضوع يوه بېلګه ده. خلک له شاوخوا او ګاونډو سيمو څخه  له  اوږده مزله وروسته دې کلينينک ته خپل ناروغان راولي. له هغه مهاله چې په تېر مني کې ددې  روغتيايي کلينيک په ١٥ مترۍ کې امنيتي پوسته جوړه شوه، اوس دلته ډېر لږ شمېر ناروغان راځي . خلک دې سيمې ته نه راځي:ځکه طالبانو لا له وړاندې پر امنيتي پوستې بريدونه کړي دي. 

په يو شمېر ځايونو کې د اده زيو د پوستې په څېر د ملي اردو او ملي پوليسو پرځاى د حکومت د يو نوي نوښت له مخې ځايي پوليس ګومارل شوي، چې په هېواد کې د کلو د خلکو له خوا د ځاني دفاع په موخه رامنځته شوي دي.   

د غاټول په نامه د اده زيو د کلي يوې مېرمنې وويل، د تېرې اوونۍ راهيسې يې دوه لمسيان ناروغ دي، خو کلينيک ته يې وړلاى نشي.  

هغې وويل: "هره شپه وايو سبا به ماشومان کلينيک ته وړو، خو  سبا بيا له دې ډاريږو چې د طالبانو او ملېشو تر منځ جګړه ونه نښلي او موږ ټپي نشو. نه پوهيږو څه وکړو."

د تګاب ولسوالۍ د عامې روغتيا مدير، حشمت امين يعقوبي وويل: "دا کار زموږ د ډاکترانو په مخکې هم لويه ستونزه ده. د جګړو له ډاره يې ډېرى دندو ته نه راځي."

هغه وويل: "هره ورځ دلته په راتګ په دې فکر کې نه يم چې بېرته به کورته ژوندى لاړ شم. هره شېبه ډاريږو،  چې طالبان به  بريد وکړي او موږ به په ډزو کې ښکېل شو."

څېرمه ښوونځى هم په خطر کې دى، ځکه له پوستې څخه مازې لس متره وړاندې پروت دى.

د شهيد عبدالغياث د ښوونځي ښوونکي، محفوظ وويل، که چېرته پوسته له دې ځايه ولاړه نشي، نو ښه به دا وي چې له دندې لاس په سر شم. 

هغه وويل، د ښوونځي شاوخوا د طالبانو او نړيوالو پوځونو تر منځ د جګړې ډګر دى.

هغه وويل: "کله چې راته څرګنده شي چې طالبان اوحکومتي يا بهرني پوځونه سيمې ته راغلي دي، نو هغه ورځ ښوونځى تړو. کورنۍ خپل ماشومان د مرګ ژوبلې له ډاره ښوونځي ته نه راپريږدي."

د تګاب ولسوالۍ د پوهنې مدير وويل،  د يو شمېر ښوونځيو له شاوخوا څخه امنيتي پوستې ليرې شوي دي، خو په يو شمېر نورو کې لا تر اوسه پاتې دي. په نتيجه کې د ښوونځي اداره کوونکي د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون خطرناکو سيمو ته نه ورځي.   

د قورغل د کلي د نجونو  دوو ښوونځيو ته څېرمه او په نورو هغو سيمو کې چې زياتره نښتې رامنځته کيږي، امنيتي پوستې پاتې دي.   .

يو بزګر د خپل اوولس کلن زوى، خالقيار کيسه وکړه، چې څنګه په ميراخېلو کې خپل ښوونځي ته څېرمه د حکومتي پوځونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ټپي شو.

شپږ مياشتې وروسته خالقيار د تخرګ په لکړو ګرځي.

نوموړي بزګر وويل: "زما زوى معيوب شو. هغه کښيناستى نشي. کاشکې په ښوونځي کې مې شامل کړى نه واى. وامې اورېدل چې د ميراخېلو ښوونځي شاوخوا امنيتي پوسته جوړيږي. زما په اند حکومت د ښوونې او روزنې مخالف دى. ځکه کله چې يوه پلا پوسته جوړه شي، نو د ښوونځي دروازې به وتړل شي."

عامه تاسيساتو ته څېرمه حکومتي پوستې طالبانو ته په لاس کې د بريد کولو پلمه ورکوي. سره له دې مخالفين ادعا کوي چې له ښوونځيو او کلينيکونو سره څه کار نه لري، خو د افغانستان په نور برخو کې پرې بريدونه کړي دي. 

په تګاب کې د طالبانو يو وياند وويل: "حکومتي او بهرني پوځونه پر موږ  تور پورې کوي چې ولسي خلک مو خپل ډال کړي دي، خو تاسو پخپلو سترګو ګورئ چې دا کار څوک کوي."

د کاپيسا د ولايتي شورا غړي، نجيب رحيمي دا تګلاره وغندله.

هغه وويل: "امنيتي چارواکو په دې اړه له موږ سره اړيکي نه دې نيولي. موږ په داسې ځايونو د حکومتي پوستو د شتون پلوي نه يو. دا کار د خدمت  پرځاى ولسي خلکو ته ډېر زيان رسوي."

د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس، عبدالواحد حکمت وويل، په پام کې لري چې د امنيتي پوستو اندېښنه له لوړ پوړو چارواکو سره شريکه کړي.

هغه وويل: "زه هرو مرو دا ستونزه هواروم. زه په ښوونځيو کې د پوځي تاسيساتو او امنيتي پوستو جوړول په کلکه غندم."

د [تګاب] د ولسوالۍ د عامې روغتيا مدير، يعقوبي وويل، چارواکو ورته ويلي پوستې به  د اوس وخت لپاره په خپلو خپلو ځايونو کې پاتې وي، خو په راتلونکي کې به نورو ځايونو ته وليږدول شي.

د [تګاب] ولسوالۍ د امنيي قوماندان پاچا ګل بختيار د خپلې تګلارې دفاع وکړه. هغه وايي، د اده زيو امنيتي پوسته د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت د چارواکو او نړيوالو پوځونو د ګډې پرېړېکړې له مخې جوړه شوې، ترڅو د سړک پرغاړو د طالبانو د مورچو د نيولو مخه ونيسي چې بريدونه کوي، موټرې ودروي او د هغې سپرلۍ  تښتوي.

هغه وويل: "اوس طالبان عمومي سړک  ته ددې امنيتي پوستو له امله نه راوځي. دا [امنيتي پوستې] به د يو څه وخت لپاره پاتې وي."   

د اده زيو يو ځايي اوسيدونکي، امين الله د يوې وروستۍ جګړې له امله د کلينيک په دېوال کې د ګوليو سوريو ته ګوته ونيوله

هغه وويل: "وګوره، دا کلينيک چې يو مهال يې د ناروغانو درملنه کوله، اوس پخپله ټپي دى."

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists