پخوانۍ افغان ملېشۍ بېرته له ياغيانو سره يوځاى شوې

په هرات کې په خپلو ژمنو کې د حکومت له پاتې راتګ وروسته جنګياليو خپله لاره بدله کړه.

پخوانۍ افغان ملېشۍ بېرته له ياغيانو سره يوځاى شوې

په هرات کې په خپلو ژمنو کې د حکومت له پاتې راتګ وروسته جنګياليو خپله لاره بدله کړه.

Taleban in Herat: many of those who've laid down their weapons are now back in insurgent ranks because they say the government has renaged on aid pledges.
Taleban in Herat: many of those who've laid down their weapons are now back in insurgent ranks because they say the government has renaged on aid pledges.

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، ضيا احمدى ليکنه

د افغانستان په لويديځ ولايت، هرات کې هغو ملېشو، چې د حکومت د بښنې او مرستو د تر لاسه کولو په وړاندې يې خپلې وسلې پر ځمکې ايښې وې، پخپلو ژمنو کې د حکومت له پاتې راتګ وروسته. بېرته له ياغيانو سره يوځاى شوې.

يو لوړپوړي امنيتي چارواکي آى ډبليو پي آر ته وويل، (حکومت ته) پروسږکال د تسليم شوو زرو تنو ملېشو شاوخوا نيمايي برخه اوس يو ځل بياد حکومت په وړاندې جنګيږي.

افغان حکومت او نړيوالې ټولنې، دواړو، طالبان او د هغوى متحدې وسله والې ډلې هڅولې وې چې وسلې پرځمکه کښيږدي او (حکومت ته) تسليم شي. دا موضوع د روان کال د جون په مياشت کې په کابل کې د ولسمشر حامدکرزي له خوا د "سولې" د مشورتي رابلل شوې "جرګې" مرکزي ټکى و.

هڅه شوې وه چې کوچنۍ وسله والې ډلې (پر ځمکې باندې د خپلو وسلو د ايښولو لپاره) راجلبې کړي. په وړاندې يې هغوى له قانوني پوښتنو او پلټنو څخه وژغوري، روزګار ورته چمتو کړي او په خپلو سيمو کې ورته د بيارغاونې پروژې جوړې کړي..

د اکتوبر په مياشت کې د نور ګل په نامه د يوې وسله والې شل کسيزې تسليم شوې ډلې قوماندان له آى ډبليو پي آر سره په تيليفوني مرکې کې وويل، له هغه سره د شوو ژمنو يوې هم د عمل جامه اغوستې.نه ده.

اته دېرش کلن نورګل په اصل کې د جمعيت اسلامي د تنظيم غړى و، چې په نوي يمو کلونو کې يې د افغانستان په شمال کې د طالبانو په وړاندې په جګړې کې ونډه اخيستې وه. مخکې تر دې چې له حکومت سره د يوځاى کېدو لپاره وهڅول شي، هغه خپله لاره بدله کړې وه او له خپل پخواني غليم، طالبانو سره يوځاى شوى و.

هغه وويل: "زموږ د تسليميدو په ورځ د ايټالويانو تر مشرۍ لاندې (د ولايتي بيارغاونې ډلې) موږ هر يو ته يوه بوجۍ وريژې، يو دبى غوړي او يو دانه ژمنى جاکت راکړ. هغوى دا د تلويزيون له لارې وښودل. دا کار موږ ته سپکاوى و، ځکه ښايي زياترو خلکو داسې انګيرلې وي چې ګوندې موږ مازې د وريژو او غوړيو لپاره جګړه کوله."

نورګل وويل، د هغه انډيوالان د افغان امنيتي کارکوونکو تر فشار لاندې وو، نه کومه دنده ور کړل شوه او نه د بيارغاونې کوم کار وليدل شو.

هغه وويل: "موږ په دې اند وو چې ګوندې يوخپلواک حکومت به لرو، خو (اوس) راته څرګنده شوه چې حکومت نه، بلکې بهرنيان برلاسي دي."

اوس هغه بېرته طالبانو ته اوښتى دى.

هغه وويل: "دا پلا به د وينې تر وروستي څاڅکي پورې د حکومت او بهرنيو نيواکګرو ځواکونو په وړاندې وجنګيږم."

څلوېښت کلن ارباب زمان ګل د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي ياغي ډلې يو قوماندان و چې له طالبانو سره يوځاى شوى و. نوموړى د روان کال د مى په مياشت کې له خپلو دېرشو تنو ملګرو سره د هرات ولايت پوليسو ته تسليم شو.

هغه هم بېرته جګړې ته لاس اچولى او پر حکومت يې د ژمنو د انکار پړه اچولې ده.

هغه وويل: "له هغه وروسته چې موږ تسليم شو او د حکومت له خوا راته د خونديتوب ليک راکړ شو، په لسو ورځو کې مې څلور تنه جنګيالي ووژل شول." هغه د وژنو تور پر "حکومتي عناصرو" پورې کوي.

زمان ګل وويل: "موږ ددې لپاره نه وو تسليم شوي چې حکومتي امنيتي پوځونه مو وځوروي يا شکنجه مو کړي، بلکې د سولې او امنيت د تامين په موخه مو دا کار کړى و. موږ غوښتل سيمه مو ودانه شي، موږ غوښتل روزګار راته وموندل شي او د کار زمينه راته چمتو شي. خو حکومت پر خپلو ټولو ژمنو سترګې پټې کړې."

نوموړي زياته کړه: "له دې امله مو بېرته شا کړه، خپلې وسلې مو وتړلې او يو ځل بيا مو له هغوى (حکومت) سره جګړه پيل کړه. که حکومت خپل درواغو ته دوام ورکړي، نه يوازې څوک به تسليم نشي، بلکې د مخالفينو شمېر به يې لاپسې زيات شي."

د ملا مصطفى په نامه د طالبانو يو پخوانى قوماندان، چې له خپلو پنځوسو جنګياليو سره حکومت ته تسليم شوى او د سولې له بهير سره يوځاى شوى، آى ډبليو پي آر ته وويل، تر اوسه يې وسله وال مخالفت نه دى پيل کړى، بلکې ګوته يې وڅنډله چې که حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړي نو جنګيالي به يې بېرته وسلو ته لاس کړي. .

چارواکي د بيا پخلاينې په بهير کې د ستونزو د شتون خبره مني. هغوى د سرچينو نشتوالي او د حکومتي بېلا بېلو موسسو متضادو لومړيتوبونو ته ګوته نيسي.

له جګړې څخه د ملېشو د لاس اخيستنې د هڅونې پروګرام په ٢٠٠٥ کال کې د سولې او پخلاينې د ملي خپلواک کميسون په مشرۍ پيل شو. د افغانستان په لويديځ کې د نوموړي پروګرام مشر، شريف مجددي وايي په تېرو پنځو کلونو کې په ټول هېواد کې له پنځو زرو څخه تراوو زرو پورې ياغيان د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.

هغه وويل، حکومت تسليم شوو ياغيانو ته د خونديتوب يو ليک ورکوي او د دندو او د هغوى په سيمو کې د بيارغاونې د پروګرامونو د جوړولو ژمنې ورسره کوي.

مجددي دا مني چې يو شمېر ياغيان د بودجوي خنډونو له امله بېرته اوښتي او د شوو ژمنو د يوې اندازې د سرته رسولو مخه يې نيولې ده.او همدارنګه د هغه په وينا د يو شمېر لوړپوړو چارواکو "نه حضور" ددې کار لامل سوى دى.

د هرات ولايت د امنيې قوماندان، محمد سليم احساس وويل د سولې له بهير سره يوځاى شوو ملېشو غير واقعبينانه تمې درلودې. هغوى بياودانول غوښتل، د کار غوښتنه يې کوله اوغوښتل يې بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي. دا ټول هرڅه يې په نژدې راتلونکې کې غوښتل.

د هرات په ولايت کې د سياوش په نامه سياسي شنونکي وويل هغه په دې اند دى چې د سولې له بهير سره زياتره يوځاى کېدونکي خلک د مخالفينو په ډلې کې نه، بلکې وسله وال جنايتکاران وو. کله چې پوه شي د جنايت له لارې څه نشي تر لاسه کولاى، نو د ملېشو په نامه حکومت ته ځانونه تسليموي. له تسليميدو ورسته بيا خپل جنايت ته مخه کوي. . .

د سياوش په وينا واقعي مخالفين خپله ايديالوژي لري، چې مازې د پيسو او يا څوکيو د ترلاسه کولو لپاره يې د غړو هڅول ګرانه خبره ده.

د لويديځ امنيتي زون يو لوړ پوړې چارواکي د هويت د نه څرګندولو په شرط خبرې کولې، وويل د تېر کال په بهير کې له زرو څخه زياتو وسله والو، خپلې وسلې پر ځمکه ايښي. اوس يې "پنځه سوه تنه بېرته د حکومت او نړيوالو پوځونو په وړاندې جنګيږي."

هغه وويل، هغو خلکوچې بېرته يې خپل (جګړه ييز) فعاليت له سره پيل کړى، د بادغيس ولايت د بالامرغاب او قادس او د هرات ولايت د کشک کهنه، ګذرې، ادرسکن او شينډنډ د ولسواليو اوسيدونکي دي.

نوموړى چارواکى د هغه چا په ډلې کې و، چې د ملي امنيت پر چارواکو يې تور پورې کاوه چې پخوانۍ ملېشې ځوروي او د پخلاينې د بهير په وړاندې يې مخالفت ته هڅوي.

سره له دې چې تسليم شوو ټولو وسله والو ته د خونديتوب ليک ورکړ شوى دى، خو له هغې سره سره يې نيولي او پلټنې يې ترې کړي دي.

د لويديځ امنيتي زون مشر، جنرال اکرام الدين ياور دا مني، استخبارتي ادارو په دې موخه پر پخوانيو ملېشو زور اچولى چې معلومات ترى لاس ته راوړي. هغه وويل کله ناکله ددې کار له امله ټوپک والا بېرته اوښتو ته اړ ايستل شوي دي.

هغه وويل: "هغه يو شمېر خلک چې د سولې له بهير سره يوځاى شوي وو، بېرته اوښتي ... او د افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو په وړاندې يې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي."

د هرات ولايت د ملي امنيت د ادارې يو کارکوونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډده وکړه، وويل، د ملي امنيت اداره له تسليم شوو (مخالفينو) څخه ځکه پلټنې کوي چې د هغوى ملګري وپېژني. هغه ټينګار وکړ چې څېړل شوي خلک نه ځورول شوي او نه هم بنديان شوي دي.

د شريف احمد په نامه يوې پخوانۍ ملېشې د تيليفوني مرکې له لارې وويل، د ملي امنيت ادارې د پوښتنو له امله بېرته ياغيانو ته ورغي. .

هغه وويل: "سره له دې چې ما خپلې ټولې وسلې حکومت ته تسليم کړې، خو له هغې سره سره د ملي امنيت د ادارې تر فشار لاندې وم. هغوى له ما نورې وسلې غوښتلې."

هغه وويل، کله چې ورته معلومه شوه دملي امنيت اداره يې نيسي، نو بېرته ياغيانو ته ورواوښت. 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists