پخوانى مجاهد له نويو مفکورو سره

د طالبانو د مرګ له ګواښ سره مخامخ پخوانى چريکي مشر روانو ټولټاکنوته ولاړدى.

پخوانى مجاهد له نويو مفکورو سره

د طالبانو د مرګ له ګواښ سره مخامخ پخوانى چريکي مشر روانو ټولټاکنوته ولاړدى.

سيد اسحق ګيلاني يو ژوندى پاتي شوى سياسيتوال دى، چې د شوروي يرغل په وړاندې جنګېدلى، د طالبانو د مرګ له ګواښ څخه بچ شوى او اوس يې ځان د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره کانديد کړى دى. هغه د ټولټاکنو بايلل منلي دي، خو لا تراوسه باوري دى، چې په هېواد کې زيات ملاتړي لري.


ګيلاني له يوې داسې کورنۍ سره تړاو لري، چې په افغاسنتان کې د قادريه طريقې د مخکښانو په توګه زيات نوم او درناوى لري. هغه لومړى د شوروي او بياد طالبانو په وړاندې د مخالفت له امله ښه مخينه لري.


هغه آى ډبليو پي آر ته وويل، د ٢٠٠١ کال په دسمبر کې د لنډمهالې ادارې له رامنځته کېدو راهيسې په افغانستان کې د پرمختګ د نشتوالي له امله مايوسه دى او وايي، چې لومړنۍ خوشبيني د لټۍ او ځاى په ځاى ودرېدنې احساس ونيوه. نوموړى وايي: "ما له دې امله ځان د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره کانديد کړ، چې هېواد له دې روان حالت څخه راوباسم. ؛


دا کانديد د طالبانو ضد ايتلاف د ٤٠ ډلو څخه د پاکستان په پېښور کې په ٢٠٠٢ کال کې د يو رامنځته شوې سياسي ډلې، د ملي پيوستون د غورځنګ، مشر دى، چې اوس په افغانستان کې يو رسمي ګوند دى.


ګيلاني وايي، د افغانستان د اغېزمنې ادارې په منظور بايد ټول قومونه او توکمونه په ګډه کار وکړي. هغه وايي: "افغانستان ملي پخلاينې ته اړتيا لري، د افغانستان خلک بايد يو تر بله نژدې شي او د متحد او يو افغانستان لپاره مذهبي تعصب له منځه يوسي، چې د بهرنيانو خوا ورته لمن وهل کيږي."


د ګيلاني مېرمن، فتانه، د ښځو د غير حکومتي موسسې مشري په غاړه لري، ګيلاني په عمومي ژوند، ښوونه او روزنه او په نور وټولو ساحو کې د ښـځو د برابرو حقونو غوښتنه او ملاتړ کوي. نوموړى وايي: "که يو څوک وړتيا لري، که نارينه وي يا ښځينه، بايد کار ورته وسپارل شي."


هغه د افغانستان د وسله وال ځواکونو د پرله پسې بېوسلې کولو پلوي دى او وايي، قانوني او پوځي فشار څخه به کار واخلي تر څو خلک دامرمنلو ته غاړه کېدي. نوموړى وايي، چې د اوس لپاره نړيوالو ځواکونو ته اړتيا شته، خو : "په راتلونکي حکومت کې، چې زموږ ملي اردو او ملي پوليس جوړ شي، نو له هغو څخه به وغواړو، چې له افغانستان څخه لاړ شي."


ګيلاني وايي، د افغانستان هرې سيمې ته په تګ د ځان د خونديتوب احساس کوي. خو ګيله کوي، چې د ټاکنو کمپاين نابرابره مبارزه ده.


هغه په غير مستقيمه توګه دا ومنله، چې د حامد کرزي له خوا به ماته وويني، زياتره له دې امله چې نوموړى له بهر، په تېره بيا د امريکا د متحده ايالتونو ملاتړ لري.


هغه وايي: "ټاکنې د يو شخص لپاره کيږي او هماغه به ګټونکى وي. دا د ټاکنو د بهير غيرعادلانه توب دى، چې زه ولايتونو ته په يو زوړ جيپ کې ځم، په داسې حال کې ولسمشر کرزى په څرخي الوتکې کې ځي. زه خپلې پيسې لګوم، په داسې حال کې د سرحدونو د چارو وزارت، واليان او ولسوالان دهغه لپاره کمپاين کوي... کله چې د يو سړي په لاس کې په دې اندازه امکانات موجود وي، هرو مرو به يو څه فشار وي."


خو ګيلاني وويل، مهمه داده، چې سړى اخلاقي برياليتوب وګټي: "زما په اند ګټونکى به هغه څوک وي، هرولايت ته چې لاړ شي، له دې پرته چې ګټونکى اوسي يا نه، د خلکو له تاوده هر کلي سره مخامخ شي او نارينه او ښځې د هغه درناوى وکړي."


د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مشر، عبدالکبير رنجبر ګيلاني ديو پرمختلونکي شخص په توګه ګوري. هغه وايي، د مذهبي څېرې په توګه د هغه درناوى به په ټاکنو کې کوم پرېکنډه رول ونه لوبوي. نوموړى زياتوي: "د هغه روحاني رول محدود دى. زياترو خلکو ته د مليتونوموضوع ډېره مهمه ده."


ګيلاني د قادريې طريقې د مشر، سيد علي ګيلاني زوى دى، چې په ١٩٦٤ کال کې ومړ. ګيلاني په ١٩٥٥ کال کې په کابل کې زېږېدلى دى او له لومړنيو زده کړو وروسته ايران ته لاړ او په ١٩٧٥ کال کې په قانون او سياسي علومو کې زده کړې تر سره کړه. هغه په ١٩٧٨ کا ل کې له کمونيستې کودتا وروسته له هېواده بهر شو او په پاکستان کې له مجاهدينو سره يوځاى شو او په ١٩٨٦ کال کې د شورويانو تروتلو پورې جګړې ته دوام ورکړ. لومړى هغه د محاذ ملي د تنظيم مشر و، چې د هغه د تره، پير سېد احمد ګيلاني له خوايې مشري کېده، خو په ١٩٨٤ کال کې يې له دې ډلې څخه له دې امله بېل شو، چې د هغوى ځينو غړيو د جهاد په نوم پيسې په خپلو شخصي کارونو لګولې.


له ١٩٩٢ کال وروسته ، چې مجاهدين واک ته ورسېدل، هغه له سياست مخ وګرځاوه، ځکه د مجاهدينو د وسله والو ځواکونو په ليکو کې يې ګډون او ونډې اخيستل نه غوښتل.


هغه مهال، چې طالبان واک ته ورسېدل، ګيلاني شپږ کاله په ډار او وېرې په پاکستان کې استوګنه درلوده، له دې امله چې طالبان يې د يوې بيانيې په ترځ کې غندلي و. اووه ځلې د طالبانو له خوا ګومارل شوي خلک د هغه خوا نيول شوي او بنديان شوي وو.


نوموړى وايي: "زموږ په ژوند کې ډېر ناوړه وخت د هغه شپږو کلونو پېر و، چې ما په خپل کور کې لکه د بندي په څېر شپې ورځې تېرولې." هغه وايي، چې لور يې ښوونځي ته له تګ منع کړې وه، ځکه د هغه ټوله کورنۍ ترګواښ لاندې وه: "په هغه لست کې چې طالبانو د خلکو د وژلو لپاره جوړ کړى و، زما او زما د مېرمنې، فتانې نوم په سر کې ليکل شوي وو."


اوس ګيلاني ته بېلابېله دښمني ورپه غاړه ده. لکه د نورو کانديدانو په څېر پر دېوالونو باندې د هغه د کمپاين کاغذونه څيرې کيږي. دهغه وياند، عبدالرحمن نثار په دې اند دى، چې دا ورانکاري د يو نفر کار نه دى، بلکې يوتنظيم شوى پلان دى. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "دوه اوونۍ دمخه زموږ خلکو ولېدل، چې د شپې له خوا پوليسو د ګيلاني پوسترونه څېرې کول. په ځينو ځايونو کې د قانوني پوسترونه د هغې دپاسه نښلول شوي و."


Frontline Updates
Support local journalists