پاکستاني کډوال په افغانستان کې د ښوونځيو په لټه کې

د شمالي وزيرستان ډله ييزو مهاجرتونو له ستونزو سره پر مخ حکومت يو نوی دروند پېټی ورزيات ک

پاکستاني کډوال په افغانستان کې د ښوونځيو په لټه کې

د شمالي وزيرستان ډله ييزو مهاجرتونو له ستونزو سره پر مخ حکومت يو نوی دروند پېټی ورزيات ک

IWPR
IWPR
Wednesday, 5 November, 2014

په افغانستان کې د احمدشاه ليکنه

پاکستاني کډوال، چې له ترهگرۍ سره د مبارزې له عملياتو څخه تښتيدلي او په روان اوړي کې يې په افغانستان کې پنا اخيستي، وايي، په لسگونه زره کوچنيان يې له زده کړو بې برخې شوي دي.  

د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ کمپاين د افغانستان گاونډيو ولايتونو ته د يو زيات شمېر بېځايه شوو کورنيو د ورتگ لامل شوی دی. 

يوازې د خوست ولايت د سپېرې، عليشېرو، تڼيو په ولسواليو او همدارنگه د خوست په مرکز کې څه دپاسه ٢٢٥٠٠ کډوالې کورنۍ اوسيږي.  

حکومت او ځايي اوسيدونکې زيار کاږي، څومره چې کولای شي، د [کډوالو] خدمت وکړي، خو د شمالي وزيرستان قومي مشر، مرسلين شاه مير وويل، کډوال د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندېښمن دي.  

نوموړي وويل: «[موږ ته بايد] ښوونځي جوړ شي او ښوونکي پکې وگورمارل شي، ترڅو اولادونه مو په  راتلونکې کې غميزه ونه گوري.» هغه زياته کړه، په خوست کې په لسگونه زره پاکستاني هلکان او نجونې زده کړې ته اړتيا لري.

د شمالي وزيرستان د ميرانشاه اوسيدونکي، هدايت الله وويل، بې ثباتۍ يې لا وړاندې په خپله سيمه کې د ماشومانو زده کړه له خنډ سره مخامخ کړې وه.   

هغه وويل: «موږ غواړو ښوونځي راته جوړ شي چې اولادونه مو روښانه راتلونکې ولري.»

د ښوونځي د منگ يو ماشوم، هارون وويل، د عمر تېر کلونه يې د جگړې له امله خوشې تېر شول او له افغان چارواکو څخه يې وغوښتل چې هغه او د نورو کډوالو اولادونو ته د زده کړې د دوام او پر مخ وړلو يوه لاره ومومي. 

هغه وويل: «زه په ميرانشاه کې په درېم ټولگي کې وم. هلته ښوونځي ته تلم، خو کله چې دلته راغلو، هيڅ شی نه و. آن يو قلم او کتاب نه لرم. غواړم په ښووځي کې لوست ولولم.»

د خوست ولايتي چارواکي وايي، له ستونزو خبر دي او هغه يې د خوست د والي، عبدالجبار نعيمي غوږونو ته رسولي دي.

د خوست د ولايتي شورا مشر، سيد کريم خاکسار وويل، ولسمشر احمدغني احمدزی [له دې ستونزې] خبر دی او په دې اړه يې اړوندو وزارتونو ته لارښوونه کړې ده. 

خاکسار زياته کړه: «د شمالي وزيرستان د کډوالو ټولې ستونزې به پر خپل مهال هوارې کړو.»

د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدران وويل، د کډوالو له کورنيو سره مرسته يو لومړيتوب دی.

د خوست د ښار په شل کيلومترۍ کې په پرتې ولسوالې گربزو کې يو کمپ دمخه جوړ شوی او شاوخوا درې زره کورنۍ پکې اوسيږي. څه دپاسه پنځوس تنه ښوونکي پکې ماشومانو ته د تدريس لپاره گومارل شوي. ځدران وويل، هيله من دی چې دوه زره تنه زده کوونکي به پکې په اتياوو ټولگيو کې زده کړه وکړای شي. 

نوموړي زياته کړه، د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو اداره، يو اين ايچ سي آر، په پام کې لري چې نورو ٥٦٠٠ تنو زده کوونکو ته ښوونځي جوړ  کړي او د نړيوالې پاملرنې موسسه هم د کډوالو لپاره يو لړ پروگرامونه تر لاس لاندې نيولي.

ځدران وويل: «موږ د ملگرو ملتونو له بېلابېلو ادارو سره په تماس کې يو. موږ [کډوالو ته] د زده کړې پروگرامونه ترلاس لاندې نيولي دي، که څه هم هغوی د خوست په بېلابېلو سيمو کې پراته دي.»

د خوست د زده کړې موسسې لا له پخوا څخه تر مورگو اوښتي. په دې ولايت کې ٣٤٤ ښوونځي شته چې ٦٠٠٠ تنه ښوونکي پکې شاوخوا ٢٧٠٠٠ هلکانو او ٩٠٠٠٠ تنه نجونو ته په تدريس بوخت دي. په پورته شمېر ښوونځيو کې يوازې ١٥٢ ښوونځي سمې ودانۍ لري. په پاتې نورو ښوونځيو کې زده کوونکي تر خېمو لاندې او يا ازاده هوا کې لوست لولي.   

د خوست د پوهنې رئيس، بخت نور بختيار وويل، د افغانستان د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې «موږ د اوو او اتلسو کلونو عمرونو تر منځ ٥٠٠٠٠ کوچنيان لرو چې بايد ټول ښوونځيو ته لاړ شي.»

بختيار وويل، همدارنگه په خوست کې په زرگونه کوچنيان شته چې د افغانستان له نور سيمو څخه دلته راغلي. نوموړي وويل، پاکستاني کوچنيان به له هغوی سره يوځای افغاني تعليمي نصاب لولي.

احمدشاه د خوست د پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

 

Frontline Updates
Support local journalists