پاکستاني چاراکي پر افغانانو په زوره پېژندپاڼې اخلي

پاکستاني چاراکي پر افغانانو په زوره پېژندپاڼې اخلي

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، اميد ديدار ليکنه                   

سره له دې چې صابر دافغانستان د کونړ ولايت اوسيدونکی دی، خو اوس يې پاکستانۍ پېژندپاڼه ترلاسه کړې ده.

هغه وايي له تېرو اتو کلونو راهيسې له پولې پورې غاړه د مردان په سيمه کې د يوه کارگر په توگه کار کوي او له دې پرته بله چاره نه لري چې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک وړاندې کړي. له هغه سره اوس هم افغاني پېژندپاڼه شته او پاکستاني هغه يې په بل نامه اخېستې ده.

د صابر د وينا له مخې پاکستاني چارواکي ډېر ژر هغه چاته پېژندپاڼه ورکوي چې افغاني تابعيت ولري. د هغه زياتره خپلوانو هم پاکستانۍ پېژندپاڼې اخيستي او له ستونزو پرته له پولې اوړي راوړي.

افغان لوري ته د پېژندپاڼو د وېش مسؤول چارواکی، فضل خالق انکار کوي چې گوندې پاکستانې پېژندپاڼې د افغانستان دننه خلکو ته ورکول کيږي. هغه ټينگار کوي چې يوازې پاکستانيان هغه ترلاسه کولای شي. 

خو په کونړ کې هم چارواکي او هم ځايي اوسيدونکي د هغه خبره نه مني.

دکونړ والي سيد فضل الله واحدي وايي ما اورېدلي چې پېژندپاڼې خلکو ته په سرحدي سيمو کې ورکول کيږي او ما د ولسوالۍ اداري مسؤول ته دنده ورکړي چې موضوع وڅيړي. 

د برکونړ د ولسوالۍ يو قومي مشر، ملک سيد احمد خان د پاکستانيو پېژندپاڼو د ورکړې پخلی کوي. هغه زياتوي، د هغه په اند  دا کار د دې لپاره کيږي چې په حقيقت کې [دا شخص] د هغه هېواد تابعيت لرونکی وگڼل شي.  

د کونړ دولايتي شورا غړی، نصرالله ساپی په دې باور دی چې د اسلام  آباد حکومت غواړي خپل لاس د کونړ تر سينده وغځوي.

هغه ادعا کوي ځايي مشرانو داسې گواښونه تر لاسه کړي چې پر خپلو خپلوانو په زوره پاکستانۍ پېژندپاڼې واخلي او د پولې هاخوا چارواکو له ځايي خلکو غوښتنه کړې چې په خپلوکورنو پاکستانی بيرغ وځړوي.

اميد ديدار په کونړ ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Pakistan, Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists