Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

پاکستاني طالبان مات شوي، خو ايل شوي نه دي

داسې بريښي چې د ياغيانوپه وړاندې امريکايي او پاکستاني فعالين لږ اغېز لري.
By Mike Kielty
.



ددې موضوع تر ټولو وروستى ثبوت د فبرورۍ پر درېمه هغه مهال رابرسېره شو، چې يوځانمرګي بريد کوونکي په شمال لويديځ پاکستان کې د نجونو ښوونځي ته څېرمه لږ ترلږه اووه تنه ووژل. درې تنه امريکايي سرتېري هم د وژل شوو په ډله کې وو چې د پاکستاني وسله والو ځواکونو د روزلو لپاره په سيمه کې ميشت وو.



په سيمه کې د پاکستان د طالبانو تحريک (Tehrik-e-Taleban-e-Pakistan, TTP) ترټولوفعالې ډلې د بريد پړه پرغاړه واخيسته او ويې ويل چې دا کار د متحده ايالتونو د بريدونو په بدل کې ترسره شوى دى.



په سيمه کې د اسلامي بنسټپالو په وړاندې امريکايي عمليات روان دي. د ٢٠١٠ کال د جنورۍ په مياشت کې د متحده ايالتونو يوې بې پېلوټه الوتکې د TTP مشر، حکيم الله محسود په نښه کړ. يو ځايي قومي مشر وويل چې محسود وژل شوى دى، خو TTP د هغه وژنه رد کړې ده.



له دې هڅو او په جنوبي وزيرستان کې د TTP په وړاندې د پاکستان د اردو عملياتو سره سره طالبان خپلو بريدونو ته دوام ورکوي اوکېداى شى نور هم لا پياوړي شوي وي.



د پاکستان د طالبانو تحريک د طالبانو د غورځنګ په نامه پېژندل شوى، خو TTP په پاکستان کې د طالبانو د ډلو استازيتوب نه کوي. په حقيقت کې د پاکستانيو طالبانو رښتينې هويت ناڅرګند دى.



طالبان په افغانستان کې د شوروي ترماتې وروسته راڅرګند شول. په پښتو ژبه کې طالبان "زده کوونکي" ته وايي. د طالبانو د ډلې غړي زياتره د افغانستان او پاکستان د پولو دواړو خواوو ته د پښتنو په توکم پورې اړه لري. هغوى د لومړي ځل لپاره د پاکستان تر ادارې لاندې قبايلي سيمو او افغانستان کې وده وموندله او پياوړي شول.



په ١٩٩٦ کا ل کې طالبانو له تنظيمي ډلو څخه جوړ افغاني حکومت راوپرځاوه او د کابل کنترول يې تر لاسه کړ. طالبانو سخت اسلامي حکومت رامنځته او د القاعدې په څېر بنسټپالې ډلې ورسره ملګرې شوې. په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو ترمشرۍ لاندې له بريد وروسته د طالبانو رژيم نسکور شو. طالبان ورک نشول او په دې وروستيو وختونو کې يې په افغانستان کې نړيوال پوځونه وننګول، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د طالبانو په واسطه بمي بريدونه لا روان دي.



دمګړۍ د پاکستان تر ادارې لاندې قبايلي سيمو کې بېلابېلې پوځي ډلې فعاليت کوي. TTP هلته موجود دي او لږ تر لږه د طالبانو دوه نورې عمده ډلې د ملا نذير او حفيظ ګل بهادر تر مشرۍ لاندې هم هلته فعالې دي.



په همدې ډول د طالبانو نوم نورې ډلې هم کاروي. د پاکستان د شمال لويديځ سرحدي ولايت، سوات په وادۍ کې د مولينا فضل الله ترمشرۍ لاندې پر زرګونه پښتنو ملېشو باندې د ٢٠٠٩ کال په اوړي کې پاکستاني پوځ بريد وکړ.



په سويل کې د پنجاب په سيمه کې د "لښکرجنګوي" او "سپاه صحابه پاکستان" په څېر ناپښتونه سني بنسټپالې ډلې د پنجاب د طالبانو په نامه ياديږي. هغوى [د پاکستان] سيکولر حکومت او په هېواد کې شيعه مسلمانان تر خپلو بريدونو لاندې نيسي.



دې ټولو ډلو ته د هغوى تر منځ د ګډې همکارۍ له امله د طالبانو نوم ورکړ شوى دى. په لندن او متحده ايالتونو کې د پاکستان پخوانۍ سفيرې، ډاکټر مليحه لودي وايي دا به ناسمه وي چې د پاکستان د ملېشو بېلا بېلې ډلې تر يونامه لاندې راوستل شي.



هغې وويل: "که چېرته ګواښونو ته وکتل شي، نو دا حقيت به جوت شي، چې په پاکستان کې په عمومي توګه د ملېشو د ډلو (نه يوازې د پاکستان طالبان) په څېر ډلې د مبدا، عقېدې، مقصد، ظرفيت، توکميز هويت او همدارنګه د هغوى د موخو او هڅونو له مخې سره بېلې، بېلې دي."



لودي، چې اوسمهال په واشنګټن ډي سي کې د "پوهانو لپاره د وډرو ويلسن په نړيوال مرکز" (Woodrow Wilson International Center for Scholars) کې کار کوي، وويل له دې ډلو سره بايد د يو واحد او يو ټوټه موجود پر ځاى له هغوى سره په ځانګړي ډول چال چلند وشي. نوموړې زياته کړه آن د هغوى يو شمېرخپل ځانونه طالبان نه بولي. دا لويديځ مطبوعات دي چې هغوى د طالبانو په نامه يادوي. "[هغوى] ميل لري، چې ډېر وښودل شي. د پنجاب طالبان د ملېشو د نورو ډلو لپاره يو لنډ نوم دى."



د پاکستان په قبايلي سيمو او شمال لويديځ سرحد کې فعاليت کوونکي ډلې د بېلا بېلو جنګياليو يو جوړښت (ترکيب) دى. د افغان د طالبانو په څېر د هغوى ډېرى پښتانه دي. په شمال لويدځو سرحدي سيمو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله د تګ راتګ لپاره اسانه ده. په دې توګه نوموړې ډلې خپلې هڅې همغږې کوي. داسې ناتاييد شوي رپوټونه هم شته چې د افغانستان د طالبانو د رژيم پخوانى مشر، ملا عمر او د القاعدې مشر، اسامه بن لادن دواړه پولې ته څېرمه په پاکستان کې پټ دي.



د شمال لويديځ ايالت مرکز، پېښور کې د پاکستان ډيلي ټايمز د ورځپاڼې مشر، اقبال خټک وويل، بهرنۍ ملېشې هم په سيمه کې د طالبانو په ليکو کې جنګيږي.



په دې بهرنيو جنګياليو کې د ازبکستان هېواد ملېشې هم شته. خټک، چې له ٢٠٠١ کال څخه را په دې خوا د طالبانو په اړه ليکنې کوي، دا هم وويل، عربان په سيمه کې جنګيږي، خو هغوى د طالبانو پرځاى له القاعدې سره کار کوي.



د طالبانو په ليکه کې د بېلا بېلو جنګياليو شمېر زرګونو ته رسيږي. د ٢٠٠٩ کال په دسمبر کې د بي بي سي خبريال، ايم الياس خان په شمالي وزيرستان کې د هغوى شمېره نژدې لس زره اټکل کړې وه. هغه دا رپوټ هم ورکړى و، چې په شمالي وزيرستان کې د حکيم الله محسود د اړوندې ملېشې د غړو شمېر له ١٥٠٠٠ څخه زيات اټکل شوى. دا يوازې د TTP مرکزونه دي.



د طالبانو د عملياتو څرنګوالى:



په افغانستان کې د نړيوالو پوځونو په وړاندې په جګړو کې طالبانو په زياتيدونکي توګه مؤثريت تر لاسه کړ. د سړک د غاړې بمونو اوځانمرګي بريدونو ياغيان له ٢٠٠١ څخه د راوروسته کلونو په پرتله، چې له واکه وغورځول شول، ډېر زيات خطرناک کړل.



د ٢٠١٠ کال په جنورۍ کې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انستيتوت د خپاره شوي رپوټ له مخې "په ترهګرو، ياغيانو او سيکتاريستانو پورې اړوندې ٢٥٨٦ پېښې د [پاکستان] په هېواد کې رامنځته شوي وې." ددې پېښو په پايله کې په ٢٠٠٩ کال کې ٣٠٢١ تنه وژل شوي دي. دا شمېر د مخکنيو کلونو په پرتله ٤٨ سلنۍ زياتوالى په ګوته کوي.



په پاکستان کې هغه مهال خونړۍ نښتې رامنځته شوې، چې پاکستاني پوځ د سوات او سويلي وزيرستان په څېر د ملېشو تر کنترول لاندې سيمو کې پرمختګ وکړ.



د اردو له پرمختګ دمخه سيمه د ياغيانو په لاس کې وه. په شمالي سرحدي ايالت کې د نجونو ښوونځي ته څېرمه په ځانمرګي بريد د متحده ايالتونو د درېو تنو سرتېرو وژل کېدل دا په ګوته کوي چې ملېشې پر نړيوالو پوځونو ځانمرګي بريدونه کوي. په قبايلي سيمو او شمال لويديځو سرحدي ايالتونو کې ملېشو د افغاني طالبانو په څېر د برمتې او تښتونې له يو بل تکتيک څخه هم کار اخيستى دى.



د ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کلونو ترمنځ د پېښور په شاوخوا سيمو کې د برتانوي خبريالې، ربيکا کانوي د وينا له مخې د پيسو لپاره برمته او تښتول د پيسو د لاسته راوړلو لپاره د دغو ډلو يوه عمده لار ده.



په نوموړې سيمه کې د برمتو شمېر زيات شوى. د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ په پيل کې د شمالي وزيرستان په يوه ښوونځي کې څلور سوه تنه زده کوونکي برمته شوي وو. د متحده ايالتونو يوه تبعه د بلوچستان ولايت د کويټې په ښار کې په فبرورۍ کې تښتول شوى و. د پاکستان د "ډان" ورځپاڼې په شمال لويديځ سرحدي ايالتونو کې يوازې په ٢٠٠٨ کال کې د "پيسو لپاره د برمتې" د ١٤٧ پېښو رپوت خپور کړى و.



د ٢٠٠٩ د فبرورۍ په مياشت کې د "پيوتر ستانزي" په نامه يو پولنډي انجينير د TTP د اړوندو ياغيانو له خوا له تښتونې وروسته ووژل شو.



د کانوې د وينا له مخې د نوموړو ډلو د مالي بقا او پايښت بله لاره د نړيوال تمويل لار ده. هغه ګومان کوي چې طالبانو "زياته اندازه نغدې پيسې" په افغانستان او پاکستان دواړو کې له بهرنيو مرسته کوونکو څخه تر لاسه کړي دي. دا منابع لا تر اوسه څرګندې نه دي.



داسې لاسوندي (شواهد) شته چې د شمال لويديځ سرحدي سيمو، القاعدې او نورو ډلو تر منځ، چې جنايتونه يې سرته رسولي دي، ګډه همکاري وجود لري. لودي د ٢٠٠٨ کال په سپتمبر کې د اسلام آباد پر ماريوټ هوټل بمي بريد ددې خبرې يوه بېلګه وګڼله. لږ تر لږه ٥٣ تنه هغه مهال ووژل شول چې يوې لارۍ د هغه هوټل په وړاندې وچاودېده. وروسته د پاکستان حکومت د بريد پړه له القاعدې سره پر تړلې سني ډلې "لښکر جنګوي" واچوله.



د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په مياشت کې د "ټايمز آف لندن" د ورځپاڼې يو خپاره شوي رپوټ يوې بېنومه استخباراتي سرچينې ته ګوته ونيوه چې په اند يې "د جنوبي پنجاب له ٥٠٠٠ څخه تر ٨٠٠٠ پورې ملېشې په افغانستان او وزيرستان کې جنګيږي."



سربېره پر دې داسې بريښي چې TTP خپل بريدونه قبايلي سيمو او شمال لويديځو سرحدي ايالتونو څخه بهر سرته رسوي. د دسمبر په ٣٠ د پاکستان جنوب ته د کراچۍ په ښار کې په يو ځانمرګي بريدکې ٤٣ تنه ووژل شول. د نوموړي جنايت پړه TTP پر غاړه واخيسته. ددې بريد موخه په ښار کې لاريون کوونکي شيعه ګان وو.



په همدې توګه TTP په جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ په وړاندې هم جنګيږي او کېداى شي د نړيوالوپوځونو په وړاندې له افغاني طالبانو سره هم مرسته وکړي.



د بغاوت لاملونه:



په پاکستان کې د ملېشو د ډلو د شهرت او پياوړتيا ترشا يو لړ پېچلي عوامل او فکتورونه پراته دي.



لويديځو مبصرينو څرګنده کړې چې په پاکستان کې مدرسې له طالبانو سره د پام وړ مرسته کوي. خو بېوزلي، سياسي ګوښه توب او په ځانګړي ډول په قبايلي سيمو او شمال لويديځو سرحدي ايالتونو کې د پاکستاني حکومت او قانون محدود نفوذ عمده لاملونه دي.



زيات شمېر افغان طالبانو په پاکستاني مدرسو کې وخت تېر کړى دى.



د براډ فورډ په پوهنتون کې د پاکستان د امنيت د څېړلو د څانګې د رئيس، پروفيسور شاون ګريګوري وويل چې له ٢٠٠١ کال راوروسته د مدرسو د شمېر زياتوالى ددې لامل شو، چې د پاکستاني طالبانو پياوړتيا "د پام وړ وده" ومومي.



کانوي وويل د پاکستان په شمال کې په قبايلي سيمو او د سويل په ليرې پرتې سيمې، کراچۍ په شاوخوا کې وهابي مدرسو د ملېشو د ډلو له پراختيا سره مرسته کړې ده. وهابيزم د اسلام محافظه کاره بڼه ده، چې په سعودي عربستان کې برلاسى دى.



نوموړي وويل، ديني مدرسې د وړيا ډوډۍ او استوګنځي د چمتو کولو له لارې ددې سيمو بېوزلي زده کوونکي ځانته جذبوي. هغې وويل: "ددې مالي مرستو له امله زده کوونکي له مدرسو سره مينه ښيي، چې د قران زده کړه تر ټولو پکې ارزښتمنه ده اوطالبان ترې خپل پلويان او ځانمرګي بريد کوونکي تر لاسه کوي."



په پاکستان کې د مدرسو کره شمېره څرګنده نه ده. په ٢٠٠٨ کال کې د پاکستان د نيوز انټرنيشنل ليکوالې، کاملې حيات رپوټ ورکړى و، چې په ١٩٤٧ کال کې د مدرسو شمېر ١٨٩ وو، په داسې حال چې تر ٢٠٠٨ يې شمېر ٤٠٠٠٠ ته لوړ شو. د يو شمېر نورو د اټکل له مخې يې شمېر د ١٥٠٠٠ او ٢٠٠٠٠ تر منځ دى.



سربېره پر دې له طالباني کېدو سره د مدرسو په سهم او ونډه کې اختلاف شته.



د پاکستان د ډيلي ټايمز ورځپانې د ٢٠١٠ کال په جنورۍ کې رپوټ ورکړى و، چې د پاکستان د ديوبند د مدرسې جنرال سکرټر، مولينا حنيف جالندهري وويل مدرسې د بهرنيو رسنيو د پروپاګند قرباني شوي دي او پاکستاني حکومت ددې پروپاګند پر بنسټ عمل کوي. ديو بندي غورځنګ د اسلام يوه بله محافظه کاره بڼه ده، چې د لومړي ځل لپاره په نولسمه پېړۍ کې د هندوستان په شمال کې پيل شو.



لودي وويل يو شمېر مدرسو خپل زده کوونکي راديکال کړي دي، خو دا ددې معنا نه لري چې ټولې همداسې دي. هغې وويل: "دا مهمه ده تر څو د مدرسو ټول سيستم په دې حقيقت ونه پوښول شي، چې يو شمېر يې راديکال رول لوبولاى دى."



لودي وويل، د مدرسو په شمېر کې بې خړته زياتوالى په ١٩٧٩ کال کې له هغه وروسته رامنځته شو، چې امريکايانو او سعودي عربستان په افغانستان کې د شورويانو په وړاندې د جګړو لپاره د مجاهدينو د پيداکولو په موخه له هغوى سره مرستې پيل کړې.



هغې زياته کړه، چې د پنجاب د ملېشو د ډلو مشرتابه د مدرسو پر ځاى په پوهنتونونو او تخنيکي انستيتوتونو کې زده کړې وې. ددې موسسو په مرسته پلي سرتيري له دې مدرسو څخه راووتل.



په وروستيو کلونو کې د پاکستان د حکومت له خوا پرله پسې هڅې وشوي، خو اغېز يې د پام وړ نه و.



نيوز انټرنيشنل د ٢٠٠٩ کال په جولاى کې رپوټ ورکړى و، د پاکستان د مدرسو تعليمي بورد، چې په ٢٠٠١ کال کې د مدرسو د عصري کولو په موخه د پخواني جمهور رئيس، پرويز مشرف له خوا جوړ شوى و، "لا تر اوسه نتيجه نه ده ورکړې."



داسې بريښي چې له غښتلي مرکزي حکومت پرته به يو شمېر مدرسې د خپلو زده کوونکو راديکال کولو ته دوام ورکوي. د پاکستان د حکومت د يوې نوې لارې په توګه د ٢٠١٠ کال د جنورۍ په وروستيو کې موافقه وشوه، چې د مدرسو د څارنې په موخه د "مدرسو د تنظيم يوه نوې اداره" رامنځته کړي .



د طالبانو ماتول (پرځول):



پر مدرسو د حکومت له ظاهرا محدود اغېز څخه داسې بريښي چې په قبايلي سيمو او شمال لويديځو سرحدي ايالتونو کې هغومره کنترول نشته. ددې ادعا تر ټولو څرګند بېلګه د ٢٠٠٩ کال په اپرېل کې هغه مهال په سوات کې رابرسېره شوه، چې حکومت طالبانو ته د شرعي قانون د پلي کولو اجازه ورکړه. ددې پاليسۍ د ناسموالي له امله د پاکستان پوځ د ٢٠٠٩ د مى په مياشت کې د سوات وادۍ ته ورننوت. د طالبانو په سلګونه ملېشې ووژل شوې يا ونيول شوې، په داسې حال کې چې له دوو مليونو څخه زيات خلک له خپلو کورنو څخه وتلوته اړ شول.



له دې څخه جوتيږي، د پاکستان حکومت غواړي چې د پاکستان په سياسي سيستم کې نوموړې سيمې ورننباسي. د ٢٠١٠ کال د جنورۍ په وروستيو کې د ولايتي شورا د يو نوي استازي د ټاکلو لپاره ټاکنې وشوې. ړومبنى استازى طالبانو وژلى و.



يو شمېر څرګند بدلونونه په قبايلي سيمو کې تر سترګو کيږي. په ٢٠٠٩ کال کې يو قانون تصويب شوى و او سياسي ګوندونو ته يې اجازه ورکړې وه، چې په دې قبايلي سيموکې کار وکړي او د ٢٠١٣ کال په پارلمان کې د هغوى استازيتوب وکړي. په اکونومست کې د ٢٠٠٩کال د دسمبر د نېټې رپوټ په ګوته کړې چې د سويلي وزيرستان پراختيايي بودجه ١٥ برابره زياته شوې او هلته به د قبايلي پوليسو يو ځواک رامنځته شي.



داوباما اداره د طالبان په وړاندې هم د سياسي او پوځي ستراتيژۍ په لټه کې ده. دې جګړې ته د پاک – افغان د تياتر د يوې برخې په سترګه کتل کيږي.



امريکايانو پاکستان ته په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې مرستې د کال ٥ .١ مليارډو ډالرو ته لوړې کړې او د سياسي سيستم د ريفورم غږ يې کړى دى. په عين وخت کې يې پر پاکستان خپلو بريدونو ته دوام ورکړى دى، چې د جارج بوش د ولسمشرۍ پر مهال پيل شوې وې. له دې پرله پسې بريدونو څخه جوتيږي، چې امريکايان يوازې د پاکستاني پوځونو له خوا د طالبانو پرماتولو شکمن دي.



امريکايانو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو په رسمي توګه څه نه دي ويلي، خو د بي بي سي د راديو د وينا له مخې يوازې د متحده ايالتونو پوځ او سي آى اى په سيمه کې د داسې بريدونو توانايي لري.



دا بريدونه د پاکستان د حکومت له نيوکو سره سره دوام لري،. داسې انګيرنې هم شته چې په پا کستاني ولس کې امريکايي ضد احساسات مخ په زياتېدو دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، شاه محمود قريشي په ٢٠٠٩ کال کې اخباروالاوو ته ويلي و، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتونکو بريدونه مخالفت راپاروي او کېداى شي د پاکستان د کاواکه کېدو لامل شي.



امريکايي او برتانوي سرتيري هم د پاکستان د سرحدي قول اردوګانو په روزلو کې بوخت دي. دا پوځ له افغانستان سره پر پوله ګزمې کوي. درې تنه امريکايي سرتيري چې د فبرورۍ په مياشت کې په ځانمرګي بريد کې وژل شوي وو، ددې روزنيز مرکزغړي وو.



پاکستانى ولس د امريکايي نفوذ درناوى نه کوي. د ٢٠٠٩ کال د جولاى او اګست په مياشتو کې د جمهوري غوښتونکو نړيوال انيستيتوت له خوا د يوې ترسره شوې سروې له مخې جوته شوه چې يوازې ١٨ سلنۍ پاکستانيان د بنسټپالۍ په وړاندې دمتحده ايالتونو د مرستې ملاتړ کوي.



پاکستاني اردو هم پروسږکال د سوات د وادۍ په څېر لوى بريدونه ترسره کړل. د ٢٠٠٩ کال د اګست په مياشت کې په سويلي وزيرستان کې د TTP مشر، بيت الله محسود د متحده ايالتونو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې ووژل شو او پاکستاني اردو هلته په اکتوبر کې پر طالبانو بريدونه وکړل.



دخټک د وينا له مخې د طالبانو وده ددغه راز بريدونو له لارې چيک کېداى شي. هغه وويل: "اردو پر هغوى سخت ګوزارونه کوي او طالبانو د پام وړ ځمکه اردو ته وبايلله."



خو د طالبانو زور لا تر اوسه اوبه شوى نه دى. د TTP مشر او د بيت الله مسحود يو خپلوان ، حکيم الله محسود په يوې ويديو کې له يو ځان مرګې بريد کوونکي سره يو ځاى څرګند شو، چې په افغانستان کې يې د دسمبر په ٣٠ د سي آى اى اووه تنه اجينټان او يو اردنى وواژه.



د براډفورډ د پوهنتون پروفيسور، ګريګوري وويل چې په سويلي وزيرستان کې د TTP پر مرکز باندې د پوځي بريد عکس العملونه راوپارول. کېداشى شي اردو يو شمېر ملېشې وژلې وي، خو زيات شمېر نورو يې ځايونه پريښي دي. سربېره پر دې ګريګوري په دې باور دى، چې بريدونو په سيمه کې د محسود د قومي ډلې مخالفت ته راوپارولې.



له پاکستاني اردو سره جګړه له يوې خوا او له طالبانو سره له بلې خوا د هغو دوو تر منځ محرمانه اړيکې برسېره کوي.



پاکستان د هغو څو هېوادونو په ډلې کې و، چې د ٢٠٠١ کال يرغل دمخه کلونو کې يې په کابل کې د طالبانو رژيم په رسميت پېژندلى و. ګريګوري ادعا کوي، چې د پاکستاني چارواکو په کتار کې يو شمېر عناصرو د ٢٠٠٢ کال راوروسته له افغان طالبانو سره مرستې کړي دي او وايي چې دا مرسته په همداسې دوام مومي، ځکه اسلام آباد ډاريږي، که متحده ايالتونه ووځي، په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي حکومت به ډېر ژر د هندوستان تر اغېز لاندې راشي.



ګريګوري وويل په سويلي وزيرستان کې د TTP په وړاندې د پاکستاني اردو د يرغل په مهال په شمالي وزيرستان کې د ملا نذير او بهادر تر مشرۍ لاندې د طالبانو پر ډلو بريدونه ونه کړل.



هغه وويل: "ترکومه چې زه پوهيږم او ماته پته ده، د پاکستان اردو د طالبانو د دغو دوو پاکستاني ډلو سره د نه بريد په تړون موافقه کړې او دا تړون د ملا عمر په منځګړتوب تر سره شوى و." نوموړي دا هم وويل، کېداى شي (ملا) عمر د نذير او بهادر ډلې ته ويلي وي چې خپل ټول پام په افغانستان کې د متحده ايالتونو ماتې ته واړوي.



پرويز مشرف په ٢٠٠٧ کال کې د پاکستان د ولسمشرۍ پرمهال انکار کړى و، چې د پاکستان بدنامه استخباراتي اداره، آى ايس آى، له طالبانو سره همکاري کوي، خو په دې يې اقرار کړى و چې کېداى شي د آى ايس آى پخوانيو افسرانو دا کار کړى وي.



آى ډبليو پي آر ونه کړاى شول د پاکستان د اردو غبرګون تر لاسه کړي، خو لودي دا ادعاګانې ردې کړې. هغې وويل، د لويديځو شنونکو له خوا له افغاني طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ تورونه ددې لپاره وو، چې "په افغانستان کې پر خپلې اشتباه" خاورې واړوي.