ټولنيزه روحيه مخ په مړاوي کېدو ده

له ګاونډي سره د ګاونډي د لاس ورکولو زوړ او لرغونی دود د اوږدو کلونو د جګړو او تريخ اقتصادي حالت له امله له پامه غورځېدلی دی.

ټولنيزه روحيه مخ په مړاوي کېدو ده

له ګاونډي سره د ګاونډي د لاس ورکولو زوړ او لرغونی دود د اوږدو کلونو د جګړو او تريخ اقتصادي حالت له امله له پامه غورځېدلی دی.

Friday, 18 November, 2005

په افغانانو کې د ټولګټو پروژو د جوړولو لپاره د اشر د کار يو ډېر غښتلی دود موجود و. خلک به راټولېدل او په ګډه به يې جوماتونه جوړول، د کلې حجره به يې ودانوله، د اوبو سربند به يې جوړولو، يا به يې پلونه جوړول او يا به يې د اشر په نورو ګارونو کې په ګډه ونډه اخيستله.


سره له دې، چې د هغې د له منځه تللو سره څوک يوه خوله (موافق) نه دي، خو بيا هم زيات شمېرخلک ډاريږي، چې ګوندې دا دود ښايي يوازې د تېر مهال خبره شي.


يو شمېر خلک و ايي، چې له شل کلنو جګړو څخه وروسته ګاونډيانو يو پر بل باندې باور له لاسه ورکړی او بدګومانه شوي دي. يو شمېر نور بيا دغيرحکومتي موسسو په شتون پړه اچوي، چې د ټولنيزو پروژو کار په خپل لاس کې اخلي. خو نور خلک بيا په دې اند دي، چې په هېواد کې د برلاسو اقتصادي ستونزو له امله خلک زياتره د کار په وړاندې د پيسو غوښتنه کوي.


د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنځي استاد، احمد عمر حميد وايي: ((هغه مهال چې شورويانو په 1358 کال کې بريد وکړ، زرګونه خلک له هېواد څخه تېښتې ته اړشول او بهر کډوال شول. هغه خلک چې ونه کوچېدل او (په خپل هېواد کې) پاتې شول، له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان شول. له دې امله دا د کومې حيرانيتا خبره نه ده، چې يوشمېر دودونه او رواجونه ددې مودې په اوږدو کې مړه شول.))


د وردګو اوسېدونکی، 56 کلن عبدالرحيم جان په دې باور دی، چې د تېرو جګړو پر مهال په خلکو کې د ملګرتيا روحيه له منځه تللې ده. نوموړی وايي: ((هغوی د شتو او پيسو په عبادت لاس پورې کړ. د خپلې خوښې کارکولو ته يې شاواړوله. د هغوی نغدې پيسې په کار وې.))


عبدالرحيم د 1327 کال يوې پېښې ته ګوته ونيوله، چې هغه مهال هغه دلسو کلونو په منګ و. هغه مهال د کلي په منځ کې يو پول سيلاو وړی و او يو هلک اوبو پسې اخيستی او ډوب کړی و.


عبدالرحيم وويل: ((پول بازار ته د ورتګ يوازينۍ لار وه. خلک د خواړو د اخيستلو لپاره هلته تلل. ټولو هغو خلکو مټې ونغاړلې، چې د کار توان يې درلود. هغوی کرۍ ورځ کار وکړ او د تېرېدو يوه موقتي لاره يې جوړه کړه. دا د انډيوالۍ او ډله ييز کار يوه رښتنيې ښکارندويي وه. خو اوس هرڅه سره اوښتي دي. ملګرتيا او ورورولي له منځه تللې. اوس هرڅوک د پيسو لپاره کار کوي.))


د کابل ولايت د پغمان د ولسوالۍ اوسېدونکی، 62 کلن روحاني ماما په دې اند دی، چې مرستندويو موسسو خلک لټ او تيارخواره اموخته کړل. هغه وايي: ((هغه مهال چې غيرحکومتي او نورې خيريه موسسې راغلې، د ځايي خلکو په ګټه يې ډېرې ګټورې پروژې تر لاس لاندې ونيولې. اوس که له يو چا څخه په اشر کې د ګډون غوښتنه وکړې، نو وبه وايي، موږ ولې دا کار وکړو؟ پرېږده، چې بهرنيان يې وکړي.))


محمد اصف صميم، د افغاني کډوالو لپاره د ډنمارک د کمېټې د پاکو اوبو د څانګې يو کارکوونکی وايي، چې هغه د خپل لاس لاندې پروژو په سرته رسولو کې د اشر کار ته خلک هڅول. هغه وايي: ((زما په اند موږ اشر په افغاني ټولنه کې ځواکمن کړی دی. لږ تر لږه د فزيکې کار په سلو کې څلوېښت برخه د ځايي خلکو په مرسته سرته رسېدلې او په سلو کې نور پاتې اويا يې د موسسې له خوا پلې شوې ده. موږ په دې باور يو، چې د ځايي خلکو ګډون ډېر ارزښت لري. که يوه څا کينو او يا د اوبو يو ډنډ جوړوو، نو په کار کې د ګډون له امله خلکو ته دا معلوميږي، چې په هغې څومره پيسې لګېدلي او په څومره زيار سرته رسېدلی دی. که څه شی په خپلو لاسونو جوړ کړې، نو وروسته ورباندې پام هم کوې، چې خراب نه شي.))


صميم وايي، کله ناکله خلکو په ځايي پروژو کې له فزيکي کار څخه پرته نوره مرسته هم کوله. هغه وايي: ((د لوګر ولايت د څرخ په ولسوالۍ کې خلکو د څاګانو د کنلو له پروګرام سره د شپږو زرو ډالرو په شاوخوا کې نغدې پيسې هم مرسته کړې.))


پخوا دوه ډوله اشر موجود و. يو، د عمومي کار پروګرام، چې د کليو ټولو خلکو کې به په کې ونډه اخيسته. هغه به د يو ښوونځي او يا يو سړک جوړول و. دويم، د يو شخصي کار اشر، چې هر چا به له خپلو ګاونډيانو سره مرسته کوله. که چا به کور جوړولو، نو ترکاڼ او خټګر به له نورو کليوالو سره يوځای د کور په جوړولوکې اشر کېدل او کوربه به ورته يوازې د ډوډۍ او څښاک خدمت کولو.


زياتره به ځايي ډمانو د ډول په وهلو د اشر په هکله خلک خبرول. که چېرته به کار سخت او اوږد و، نو د کار پر مهال به ډول وهل کېدو تر څو د کارکوونکو ساعت تېر شي.


که اشر به د واده او يا د کوم خيرات لپاره تر سره کېده، نو ډم به د ټولو ګډون کوونکو لپاره ډوډۍ پخوله.


په زيار او خوارۍ د پيسو تر لاسه کول ښايي دا ټولنيزه روحيه مړه کړي.


د پاملرنې د خيريه موسسې يو کارکوونکی، 44 کلن عبدالله وايي: ((خلک نه غواړي د اقتصادي ناوړه حالت له امله د خپلې خوښې په کارونو (اشر) کې ګډون وکړي. اوس زياتره د اشر کارونه د کليو د پراختيا د وزارت له خوا پلي کيږي.))


درې دېرش کلن غلام فاروق په دې اند دی، چې په بهر کې کار ښايې دافغانانو له خوا د خپلې خوښې پر کار باندې اغېزه کړې وي. هغه وايي: ((په زرګونو خلک چې نورو هېوادونو ته د کار لپاره تللي دي، هره ورځ يې له سهاره تر ماښامه کار کړی دی. هغوی يوه ګړۍ هم بېکاره نه ده تېره کړې. له دې امله د حيرانتيا خبره نه ده، چې که هغوی دلته د خوشې په خوشې (دهيڅ لپاره) کار لپاره زړه ښه نه کړي.))


د کابل ښاروالۍ د چاپېريال د پاک ساتنې رئيس، غلام محمد نورستاني دا خبره مني، چې دا يو اقتصادي اختيار دی. هر څوک د يوې مړۍ ډوډۍ د موندلو په هڅه کې دی. په اشر باندې د ورځې د تېرولو پرځای يو سړی کولای شي کا روکړي او پيسې تر لاسه کړي. هغه وايي: ((له کړاوونو دمخه د ښار د چاپېريال د پاک ساتنې په سلو کې د کار پنځوس برخه د جمعې په ورځو داشر له لارې تر سره کېده، خو اوس دا کار يوازې په سلو کې پنځو ته راټيټ شوی دی.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists