Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

يو هېواد، دوې نړۍ

کلي او بانډې په داسې يو هېوادکې له ښارونو سره لږ ورته والى لري، چې په دې ورځو کې لويديځې پرمختيايي هڅې له ښارونو څخه بهر په چټکۍ روانې دي.
By Hasina Suliman

د علي خان کلى له کابل ښار څخه يوازې دېرش کيلومتره لېرې پروت دى، خو سره له دې هم بيا يوه بله نړۍ ده. په داسې حال کې چې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د دووکلونو په بهيرکې په ښاري ژوند کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي، خوپه کليوالي ژوند، په تېره بيا د ښځو په هغې، لا بېوزلتوب او دودونو هماغسې منګولو ښخې کړي دي.


د عليخان د کلي د ښځو ژوند، لکه څنګه چې پېړۍ پېړۍ دمخه و، اوس هم هماغسې دى؛ هغوى مالونه څروي، کوچ غونډوي او پنير او قروت جوړوي. هغوى د سون لرګي راټولوي او له خپلو سړيو سره په کرکيله کې مرسته کوي، غنم غوبلوي او څارويو ته واښه کوي.


(هلته) کورونه عموما له خټو جوړ شوي او غولي يي خام دي. خلک په ژمې کې د ځان د تودولو لپاره سندلۍ ږدي، چې زياتره په کې غوشيان سوځوي. د شپې له خوا بړستن توده او تر ې لاندې د کورنيو غړي يو د بل تر څنګ وېده کيږي.


ښځې په انګړ کې پخلى کوي او د شپې په تياره کې د خونو د رڼا کولو لپاره تيلي څراغونه لګوي.


په زياترو کورونو کې لمر يوازې له دريمڅو څخه کوټو ته ننوزي. د کوټو په کونجونو کې ټيمي بکسونه ايښي او څادرۍ او په خامک ګنډل شوې جامې په کې ساتل کيږي.


نوي کلن حاجي الفت شاه ددغه راز کورونو يو مشر دى. هغه خپلې عينکې له سترګو ليرې، قرآن کريم يوې خواته ږدي او د هغه چال چلن په هکله خبرې کوي، چې په هغه ځاى کې د ښځو په وړاندې شته. هغه وايي: "په دې کلي کې به د ٢٨ تنو په شاوخوا کې نجونې وي، جې هېڅکله هم له کوره وتلي نه دي." نوموړى د حکومت هغه پروګرام ته ګوته نيسي، چې ښځو ته اجازه ورکوي، له عکس پرته د رايي ورکولو کارت تر لاسه کړي او وايي: "موږ هېڅکله خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوو، د ولسمشرۍ لپاره په راتلونکو ټولو ټاکنو کې ونډه واخلي، آن که د رايي اچونې په کارت د عکس نښلولو ته هم اړتيا نه وي." يو زيات شمېر زاړه پال په دې باور دي، چې د ښځو څېره بايد بېګانه خلک ونه ګوري.


د دوو اولادونو مور، شپاړس کلنه بيګم، د حاجي الفت شاه په کورکې اوسيږي. هغه که ډوډۍ پخوي، چاى دموي او يا د کور نور کار کوي، نو خپل اته مياشتنى ماشوم يي په خوا پورې نيولى وي. هغه مهال چې بېګم د خپل ژوند په هکله خوله وازوي او خبرې کوي، نو د سندلۍ لوګىيي سترګي سوځوي ، اوښکې ترې څاڅي او وايي: "موږ له دې ژوند سره اشنا يو."


اتلس کلنه صابره، چې هغه هم په دې کور کې اوسيږي، ورته خبرې کوي. هغه د راديو او يا تلويزيون د ليدلو اجازه نه لري. نوموړې وايي: "زموږ نارينه وايي، چې هغه (د تلويزيون ليدل) ګناه او په اسلام کې ناروا دي"


آن که په هغه کلي کې ښوونځى هم واى،نو ځوانو نجونو ته به اجازه نه واى چې هغې ته تللى واى. د کلي يو اوسيدونکى ٦٠ کلن محمد علم وايي: "که د نجونو لپاره ښوونځى جوړ شي، نو کېداى شي، چې له اوو څخه تر دولس کلونو پورې نجونې ورته لاړې شي، خو له دغه عمر څخه پورته نجونې هغې ته د ورتګ اجازه نه لري." دلته ښځې په ځانګړې توګه د کابل له ژوند سره نابلدې دي.


حفيظه سجاد او د هغې خاوند عصمت، دواړه ډاکټران دي. هغوى د کابل پوهنتون د استادانو د استوګنې د يو بلاک د څلورم پوړ په يو درې کوټيز اپارتمان کې له خپل يوولس کلن ځوى او ديارلس کلنې لور سره اوسيږي. د هغوى ژوند ښه دى، فرنيچر او ښه کور لري. په دېوالونو يي د هندي فلمونو د لوبغاړو عکسونه ځړولي دي. ماشومان ځانونه په کور کې د کرم بورد په لوبو بوختوي.


حفيظه د ښځينه ناروغيو ډاکټره ده. د کار پرمهال خپل سر په دستمال پوښوي، خو له هغې سره سره سينګار هم کوي. هغه د سهار له اتو څخه د مازيګر تر څلورو بجو پورې په روغتون کې کار کوي.


د هغې خاوند د هغې له کار څخه خوښ دى.نوموړى وايي: "که يوې ښځې زده کړې کړې وي او آزادي ولري، نوددې حق لري، چې له خپلې ازادۍ ګټه واخلي (او) له کور څخه بهر د کار کولو حق وساتي." نوموړى زياتوي: "زه غواړم مېرمن مې له ټولنې سره اړيکې ولري او هغوى ته کار وکړي؛ ځکه ... (دا کار) به په خلکو کې بدلون راولي. هغې لوړې زده کړې کړې دي او خپله پوهه بايد په رغنده توګه وکاروي." د هغوى کورنۍ شتمنه ده او د کور د کا رلپاره يي يوه مېرمنه ګومارلې ده. د هغې لپاره يي ټولې اسانتياوې چمتو کړې، لک د برښنا جارو، د کاليو پرېمنځلو ماشين او نور. د هغوى لور فهيمه پتلون او څرمينه کورتۍ اغوندي. په کور کې په کمپيوتر کا رکوي او انګليسي ژبه وايي.


خو ها خوا د علي خان په کلي کې کوچنيان کرۍ ورځ توپ ډنډه کوي او خپله ورځ په پنډوسکو تېروي. ماښام چې کورونو ته راشي، نو په نغريو کې د اور د لمبو ننداره کوي.


په هېواد کې هېڅکله هم د کليو، بانډو او ښارونوتر منځ واټن دومره پراخ نه و.