يو له پښتنو قومندانانو څخه د جرگى سره شلون کړى

په کابل کى د IWPR/MAI د ژورنالستانود روزيزه ډلى ليکنه

يو له پښتنو قومندانانو څخه د جرگى سره شلون کړى

په کابل کى د IWPR/MAI د ژورنالستانود روزيزه ډلى ليکنه

Monday, 21 February, 2005

باچاه خان ځدران چى د پخواني باچا کلک ملاتړى دى، پداسى حال کى له طالبانو سره وجنګيده چى د امريکا د بمبارۍ په نتيجه کى طالبان نسکور شول. د هغه ورور د بن په خبرو کى چى د دسامبر په مياشت کى تر سره شو د باچا د يوى ډلى په توګه ګډون درلود او د کرزي په لنډمهاله اداره کى د اقوامو ، قبيلو او د سرحداتو د وزير په توګه وټاکل شو.

د جون په نهمه نيټه، د لويي جرګى له پيل څخه يوه ورځ وړاندى، ځدران يوه خبري کنفرانس ته ويلي وو چى ظاهرشاه د دولت د مشرتابه لپاره يواځينى د باور وړ کانديد دى، او که چيرى انتخاب نه شي تشدد به لاپسى زيات شي.

بله ورځ ظاهرشاه اعلان وکړ چى هغه نه غواړي سياسي رول ولوبوي او درى ورځى وروسته لويي جرګى کرزى د دولت د ريس په توګه انتخاب کړ.

پلاوي وايي اوس ځدران په مخفي ډول بيرته خوست ته تللى.

ځدران د لنډمهالى ادارى په لومړيو ورځو کى د کرزي له خوا د پکتيا د والي په توګه انتخاب شوى وو، خو د هغه د وروستيو مياشتو ګامونو ټول کسان د کرزي په ګډون دى ته اړ کړل چى ترى مخ واړوي، آن نخوانى باچا چى دى يي سخت ملاتړى دى.

هغه مهال چى يوى سيمه اييزى شورا د والي په توګه د هغه د تقرر مخالفت وکړ ، جګړه پيل شوه او د راپورونو سره سم په لس ګونو کسان ووژل شول. وروسته د باچا خان سره د مخالفت په وړاندى تاج محمد وردک د پکتيا والي شو.

�د دغى جګړى پر مهال هغه پر ګرديز راکټونه وورول، او د راپورونو سره سم ٢٥ تنه ووژل شول. آن کرزي ورته ګواښ وکړ چى د دفاع د وزارت ځواکونه به وليږي، خو ځدران پخپله په څواب کى وويل چى د کرزي چپنه به ترى وباسي.

د هغه د سيمى استازو وويل، که چيرى دوى پوهيداى چى هغه له لويي جرګى وځي نو دوى به له جرګى سره شلون کړى واى.

غرنې ببرکزې ځدران د خوست د نادرشاه د ولسوالۍ استازى وايي که چيرى باچا خان موږ ته ويلي واى ډير استازي به تر اوسه تللي واى. د باچا خان راتلونکى تياره بريښي.

خوست په هغو سيمو کى موقعيت لرى چى د امريکا قواوى د اوسامه بن لادين او القاعده لټون کوي . ځدران يو له سيمه اييوه قومندانانو څخه دى چى په دى وروستيو مياشتو کى يي د القاعده سره د مقابلى له پاره ورته نوى اسلحه ورکړ شوى ده.

د امريکا استازي زلمي خليل زاد د IWPR د يوى پوښتنى په ځواب کى تيره اوونۍ وويل : موږ له قومندانانو څخه د القاعده او د طالبانو د بقاياو د له منځه وړلو له پاره کار اخلو او له هموى امله د هغو ملاتړ کوو.

د راپورونو په وينا ظاهرشاه هم د ځدران له اعمالو خوښ نه دى . د هغه زوم سردارولي ويلي باچا له پاچاه خان ځدران سره هيڅ ډول سياسي يا شخصي اړيکى نه لري. د افغانستان ډير مشهور پوځي مشران په لويه جرګه کى ګډون لري چى په کى اسماعيل خان، جنرال دوستم او دشمالي ټلوالى مشران هم په کى دي خو ځدران لومړى سيمه اييز قومندان دى چى له دغه بهير څخه وتلى.

څارونکي وايي: داسى ښکاري چى کرزى هڅه کوي پوځي قومندانانو ته په لومړي ګام کى په يوه موثر حکومت کى د افغانستان د يووالي له پاره په خپل حکومت کى وزارتونه او يا هم نورى لوړى دندى ورکړي.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists