يوشخصې تلويزيوني چينل له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی

حکومت يو شخصي تلويزيوني ستيشن له دوديزو ارزښتنونو څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

يوشخصې تلويزيوني چينل له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی

حکومت يو شخصي تلويزيوني ستيشن له دوديزو ارزښتنونو څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

((غيراسلامي)) مواد يې نندارې ته وړاندې کول.



نوموړې جريمه د بېلابېلو دولتي ارګانونو د استازو په ګډون او د اطلاعاتو او فرهنګ او توريزم د ويز په مشرۍ د يو کميسون له خوا ولګول شوه.



نوموړی کميسون چې له يو کال راهيسې جوړ شوی، د هېواد د مطبوعاتو د قانون د پلي کولو او د ورځپاڼو او د راديو او تلويزيونونو د خپرونو په هکله د خلکو شکايتونو ته د رسېدلو دنده لري.



د مطبوعاتو قانون له اسلامي شريعت سره په تضاد کې په خپرونو باندې بنديز لګوي.



د اطلاعاتو، فرهنګ او توريزم د وزرات مرستيال، سيداقا حسين سانچارکي، چې په افغان تلويزون باندې د جرېمې د لګولو په مهال حاضر و، وويل، د مطبوعاتو د کميسون غړيو په کابل کې د دولتي او نادولتي ټولو پنځو تلويزونونو له رئيسانو سره غونډه کړې وه، ترڅو د هغو موادو خپرول ودروي، چې له سپېڅلي قران او افغاني کلتور سره مخالف وي.



سانچارکي وويل، له يادونې سره سره افغان تلويزيون د هغو موادو خپرولو ته دوام ورکړ، چې د مطبوعاتو له قانون سره يې مخالفت درلود.



نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ د مطبوعاتود آزادۍ ساتندويان يو، خو د ټولنې په وړاندې هم مسووليت لرو، ترڅو مو ځوان نسل په تاوتريخوالي او عياشۍ بېلارې نه شي.))



د افغان تلويزيون رئيس، احمدشاه افغانزي، وويل، هغه د جرېمې په لګولو خپه او ستومانه دی. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((زه لا تراوسه نه پوهيږم، چې ولې (موږ) جريمه شوي يو او نه پوهيږم، چې پيسې (جريمه) چاته ورکړم.))



دغه تلويزيون په يوې خپرې شوې بيانې کې ويل شوي: ((افغان تلويزيون ددې پرېکړې له امله خپه دی، چې د هغې په غياب کې نيول شوې. موږ هغه غير عادلانه بولو. افغان تلويزون تل خپلې خپرونې د اساسي قانون او مطبوعاتو د قانون له روحيې سره سمې پر مخ وړي دي.))



سانچارکي د نوموړي تلويزون د بيانيې متن نه مني. هغه وايي: ((کميسون افغانزي ته دوه ځلې بلنه ورکړه او د هغه په وړاندې يې له شکايتونو څخه ورته وويل. موږ هغه نمونې هم وښوولې، چې د هغه تلويزون خپرې کړې وې او هغه دا ومنله چې هغه د افغاني ټولنې د ارزښتونو مخالفې وې او ژمنه يې وکړه، چې بيا به نه تکراريږي.))



افغان تلويزون په کابل کې د شخصي څلورو تلويزونونو څخه يو دی او له 2004 کال راهيسې يې په خپرونو پيل کړی دی. هغه د خپرونو محدودې ساحې لري، له پلازمېنې بهر نه ليدل کيږي او آن په کابل کې يې هر کور نه شي ليدل کېدای.



افغان تلويزون خپلې څلرويشت ساعته خپرونې موسيقۍ او فلمونو ته ځانګړې کړي، چې خبري سروېس نه لري او يوازې د ګوتو په شمېر تحليلي پروګرامونه لري.



په لومړۍ کتنې کې داسې نه بريښي، چې ګوندې افغان تلويزيون دې د شخصي تلويزونونو په ليکې کې تر نورو زيات بهر تللی وي. د طلوع تلويزون چې په هېواد کې تر ټولو مشهور تلويزون دی، له هغه مهاله، چې د 2004 کال د اکتوبر په مياشت کې يې خپرونې پيل کړې د زياتو اختلافونو مرکز دی.



د آريانا په نوم يو بل شخصي تلويزيون د تېر کال په وروستيو کې په خپرونو پيل کړی دی، هغه هم فلمونه او موسيقي خپروي، چې يو شمېر يې د لېدو نه وړ بولي. سانچارکي وايي، توپير دادی، چې آريانا او طلوع تر يوي اندازې د ځانې سانسور په اړه موافقه کړې ده.



سانچارکي وايي: ((طلوع او آريانا خپل دفترونه په ستيشن کې جوړ کړي، ترڅو خپلې خپرونې سانسور او کنترول کړي.))



د آريانا تلويزیون د خبري سرويس غړي، علي ياور سليمي وويل، د آريانا د سانسور څانګه له حکومت څخه په جلا ډول رامنځته شوې، ترڅو ددې ډاډ تر لاسه کړي، چې د آريانا خپرونې له اسلامي کلتور او ارزښتونو سره په تضاد کې نه وي.



هغه وويل: ((موږ تل د خپلو خپرونو د کنترول لپاره يوه څانګه لرو. دا څانګه د حکومت د فشار له امله نه ده رامنځته شوې.))



د طلوع تلويزيون په موضوع باندې له څه ويلو څحه ډډه وکړه. په هر ډول هغې په دې وروستيو وختونو کې د تلويزيون په پردې باندې د پاروونکو فلمونو او موسيقۍ خپرول لږ کړي دي.



د افغاني ازادو خبريالانو د ټولنې مشر او د نوموړي کميسون يو غړي، رحيم الله سمندر د افغان تلويزون له جريمه کولو څخه دفاع وکړه. د سمندر د وينا له مخې د مطبوعاتو د قانون د 33 مادې پر بنسټ که چېرته شخصي تلويزيونونه د قانون مخالف عمل وکړي، نو له جريمې سره مخامخ کيږي.



نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((زه په دې خوشحاله نه يم، چې افغان تلويزيون جريمه شوی. په افغانستان کې مطبوعات اوس له خپلې نوې آزادۍ سره اشنا کيږي. که يو مطبوعاتي موسسه تړل کيږي، نو دا به يو درنه څپېړه وي. له دې امله د جرېمې ورکول ترټولو ښه لاره ده. دا په ټوله نړۍ کې پېښيږي.))



د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په موسيقۍ او فلم دواړو باندې بنديز لګول شوی و. آن عکس اخيستل منع و. هغه مهال چې بنديزونه ليرې شول، يو شمېر مطبوعاتو رسنيو وازمويله، چې څه شی د منلو او زغملو وړ دي.



آن نن ورځ هغه مواد، چې په نړيوالې کچې برابر وي، لکه د ښځو نڅا يا لوڅې يا نرۍ جامې، يا په فلم کې نارينه او ښځې يو د بل ښکلول، د نه ليدو وړ (ناروا) بلل کيږي.



يو شمېر کابل ښاريانو د کميسون د پرېکړې هرکلی کړی دی او هيله يي کړې، چې دا به د نورو خپرونو لپاره د عبرت يو درس وي، ترڅو د افغاني دود درناوی وکړي.



شپږ دېرش کلن عطا محمد وايي: ((د تلويزيون شخصي ستيشنونه هڅه کوي، ترڅو افغاني کلتور په بهرني کلتور واړوي. زه د اطلاعاتو، کلتور او توريزم له وزارت څخه هيله لرم، ترڅو دا ستيشنونه وتړي.))



يو شمېر نور په دې اند دي، چې دا کار د مطبوعاتو د آزادۍ د راټيټولو په وړاندې يو ګام دی.



د 29 کلن حبيب الله د وينا له مخې ((د اطلاعاتو، کلتور او توريزم وزارت په دې پرېکړې سره يو ځل بيا نړۍ ته وښوده، چې په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي نه شته او د طالبانو کلتور لا تر اوسه حاکم دی.))
Frontline Updates
Support local journalists