ياغيان ټولټاکنې تر سيورې لاندې راولي

داسې بريښي چې زياتره رايه ورکوونکي به د طالبانو د غچ له ډاره د رايو مرکزونو ته لاړ نشي.

ياغيان ټولټاکنې تر سيورې لاندې راولي

داسې بريښي چې زياتره رايه ورکوونکي به د طالبانو د غچ له ډاره د رايو مرکزونو ته لاړ نشي.

.



نوموړي آى ډبليو پي آر ته وويل: "هغوى وويل دهغه چا ګوتې به ورپرې کړي چې په ټولټاکنو کې يې ګډون وکړ."



د رايې ورکولو په ورځ له رايه ورکوونکو څخه غوښتل کيږي، چې د رايې د پاڼې د ترلاسه کولو لپاره خپله ګوته د رنګ په بوتل کې غوټه کړي. د ګوتې رنګ څو ورځې پاتې کيږي او مخالفينو ته دا ثبوت په لاس ورکوي چې د هغوى له امر څخه سرغړونه شوې ده.



عبدالوهاب وويل: "مخالفينو د څو مياشتو راهيسې د ټولټاکنود ګډوډولو ګواښونه کړي دي. موږ پرې غوږونه ډېر نه دي ګرولي. موږ په دې اند وو چې د رايې ورکولو لپاره به ښارته لاړ شو. خو د لومړي ځل لپاره يې دا راز ګواښونه وکړل."



هرات په دې وروستيو وختونو کې د ولايت په ختيځو برخو لکه ګذرې، پښتون زرغون، انجيل او کرخ کې د يو لړ مخالفو وسله والو ډلو د حضور شاهد و.



ځايي اوسيدونکي ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ته له ټولټاکنو يوازې څو ورځې دمخه ډاريږي چې ياغيان به هغوى د رايې د ورکولو له حق څخه بې برخې کړي.



په دې وروستيو کې د هرات والي، محمديوسف نورستاني رسنيو ته ويلي و، چې د هرات په ختيځو برخو کې د رايې ورکولو په سلو کې شل مرکزونه د وسله والو مخالفينو له ګواښونو سره مخامخ دي.



د ګذرې اوسيدونکي غلام محبوب وويل: "زه غواړم [په ټولټاکنو کې] ګډون وکړم. خو ټوپک والا زور لري. څه چې وغواړي هغه کولاى شي."



ځايي اوسيدونکي وايي، مخالفين کولاى شي ترخپل لاس لاندې سيمو کې د کمپاين مخه ونيسي. يو کروندګر، ٤٥ کلن احمدشاه آى ډبليو پي آر ته وويل: "دلته د کمپاين لپاره هيڅوک هم نه دي راغلي. پوسترونه نشته، آن نه پوهيږم چا ځانونه کانديد کړي دي."



احمدشاه دې ته خوشبين نه دى چې ګوندې رايې ورکول به کوم بدلون راولي.



هغه وويل: "تر ټولو لومړى، ډاډمن نه يم چې څوک به دلته زما په کلي کې د رايو صندوق کښينږدي. که چا کيښود، څوک به رايه ور نه کړي. دويم، په دې ډاډمن يم هرڅوک چې ولسمشر شو، وضعه به تر پخوا ناوړه شي. څه چې امريکا غواړي هغه کيږي. نو ولې موږ ته زحمت راکوي؟"



د هرات د امنيې د قوماندانۍ وياند، نورخان نيکزاد آى ډبليو پي آر ته وويل ګواښونه هسې يوه مبالغه ده.



هغه وويل: "موږ د ټاکنو د امنيت د ډاډمنولو لپاره ډېرې هڅې کړي دي. د رايې ورکول به په يوې خوندي او امنې فضا کې ترسره شي. ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ته نوماندي له ستونزو پرته ټولو ولسواليو ته تللاى شي."



يو شمېر رايه ورکوونکي وايي چې د ټاکنو په بهير لږ ډاډ لري او د هغه څه لپاره د خطر د منلو په اړه زړه نازړه دي چې له يوې پېچلې نندارې پرته بل څه نه دي.



د ګذرې د ولسوالۍ يو قومي مشر محمد اسلم وويل: "هرڅوک په دې پوهيږي، چې د افغانستان ولسمشر له وخته ټاکل شوى دى. خو موږ په مخالفينو ډاروي. موږ نه پوهيږو چې څه به پېښ شي. له دېرشو څخه زيات کلونه کيږي، چې د جګړې په اور کې سوځو. زموږ ژوند تباه شوى دى."



په ګاونډي ولايت فراه کې وضعه تر ډېره بريده همداسې ده. د خاک سفيد، بالابلوک، پشت رود او بکوا په څلورو ولسواليو کې مخالفينو خلک ترهولي چې د "کفارو" له ټولټاکنو څخه لرې پاتې شي.



د عبدالسلام په نامه د خاک سفيد د ولسوالۍ يو استوګن وويل: "وسله وال طالبان هره ورځ زموږ کلي ته راځي او خلکو ته وايي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې ونډه وانخلي. پرون څلور ډک موټره زموږ جومات ته راغلل او خلکو ته يې وويل چې که د رايې اچولو لپاره لاړل نو طالبان به د هغوى رنګ شوې ګوته ورپرې کړي. همد ارا ز ٥٠ زره افغانۍ نغدي جريمه به پرې ولګوي. په دې توګه موږ د رايو د ورکولو لپاره هيڅ لار نه لرو."



طالبانو په فراه کې په ښکاره، د هغوى په اصطلاح، د ټاکنو ضد کميسون جوړ کړى دى. د پشت رود د څانګې مشر، ملا عبيدالله آى ډبليو پي آر ته وويل د هغه سړي به په ټول ولايت کې د خلکو د رايې د ورکولو مخه ونيسي.



هغه وويل: "دا يو امريکايي بهير دى. که هرچا په کې ګډون وکړ هغه کافر دى. که چا د رايې ورکولو هڅه وکړه موږ به يې ووژنو."



ملا عبيدالله وويل طالبان به په څو لارو د ټاکنو بهير ګډوډ کړي. لومړى، خلکو ته دګواښونو او د رايو ورکولو په مرکزونو باندې د بريدونو له لارې، دويم د ټولټاکنو د خپلواک کميسون د کارکوونکو او د ټاکنو د څارونکو د تښتولو له لارې.



هغه وويل: "موږ به هغه چا ته سزا وکړو چې په دې بهير کې لوړ دريځ لري."



د فراه والي، روح الامين د طالبانو ادعا ردې کړې.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "د دښمنانو دا ادعاګانې پوچې او بې معنا دي. په راتلونکو څو ورځو کې به موږ لوى عمليات پيل کړو او په دې توګه به ناامنې ولسوالۍ پاکې کړو. د ټاکنو په ورځ به امنيت ډېر ښه وي او هرڅوک به د رايو ورکولو وسه ولري."



هغوى وايي، خو خلک له ټاکنو څخه د وروسته ورځو په اړه اندېښنه لري. امنيتي ځواکونه به لاړ شي او طالبان به بېرته راوګرځي. د هغه چا ګوتې چې په رنګ وي نو له غچ سره به مخامخ شي.



د محمد ابراهيم په نامه د خاک سفيد يو اوسيدونکي وويل: "زموږ په کلي کې ټول خلک يو بل پېژني. هغوى به طالبانو ته رپوټ ورکړي او رنګ به د څو ورځو لپاره له ګوتو څخه لاړ نشي. زه به رايه ور نه کړم. "



د هرات د ګذرې په ولسوالۍ کې ځايي زورځواکى، غلام يحيى اکبري د ټاکنو په وړاندې خپل دريځ نرم کړى دى په دې شرط چې رايه ورکوونکي خپلې رايې عبدالله عبدالله ته ورکړي. عبدالله په ټاکنو کې د ولسمشر لوى سيال او ولسمشرۍ ته پر نوماندې، حامد کرزي باندې په پيسو برلاسى دى.



د سياوشان د کلي شاوخواته اوس يو څو پوسترونه لګېدلي دي. هغه ټول د عبدالله دي. يو کليوال آى ډبليو پي آر ته وويل چې د قوماندان سړيو هغه ته په کمپاين لاس پورې کړى دى.



يو کليوال چې د نوم له ښوولو ډارېده، وويل: "وسله وال خلکو ته وايي چې عبدالله ته رايه ورکړي."



د پوسترونو لګول هرات ته د عبدالله له سفر سره جوخت پيل شول چې يحيى يې په نوم ياد کړ او هغه يې "رښتينى مجاهد" وباله.



د فراه په ښار کې وضعه تر هغه نوره هم خرابه ده. د طالبانو يو قوماندان د خپل يو زاړه انډيوال او وسله په لاس ورور، ملا سلام راکټي ته کمپاين کوي.



راکټي چې د شورويانو د يرغل پر مهال پر راکټ باندې د نښې د سمې ويشتلو له امله په راکټي مشهور شوى دى، د طالبانو د حکومت يو لوړپوړى غړى و. هغه وسله پرځمکه ايښي او اوس د پارلمان غړى دى. راکټي اوس د ولسمشرۍ نوماندى دى او د ګلستان د ولسوالۍ يو طالب قوماندان، صوفي سادات پتېلې چې له هغه سره کومک وکړي.



سادات وويل: "راکټي يو لوى مجاهد و او دى. زه د هغه لپاره کمپاين کوم، چې ګټونکى شي."



د سادات د کمپاين د وينا مفکوره يو څه جلا ته اړتيا لري.



هغه وويل: "زه خلکو ته وايم چې لاړ شي او راکټي ته رايه ورکړي. که نه نو سزا به ورکړم."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists