Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

وچکالۍ د افغانستان شمالي سيمې ځپلې دي

په شمالي ولايتونو کې د اوږدې مودې لپاره د باران د نه کېدو له امله بزګران خپل څاروي پلوري او نورو سيمو ته مخه کوي.
By IWPR Afghanistan
.



د چنګاښ (سرطان) د مياشتې په اتمه نېټه د 200 کورنيو په شاوخوا کې لومړنۍ جوپه د بادغيس له ولايت څخه څه ناڅه دوه سوه کيلومتره وړاندې د سمنګانو ولايت ته راغله. د هغوی وروستی تمځای د کندوز ولايت دی، چېرته چې به د آمو د درياب د اوبو په تمه نور هم شمال ختيځ لور ته وکوچيږي.



د نوموړو ولايتونو د خلکو دا ډله ييزه کوچېدنه د يوې لويې ستونزې نښه ده، چې د هېواد د نورو برخو په پرتله هوارې ځمکې لري او د افغانستان په شمال کې يو شمېر ولايتونه اغېزمنوي. په نوموړو ولايتونو کې کرنيزې ځمکې او څړځايونه د سږکال د پسرلني باران د نه اورېدو له امله سخت ځپل شوي دي.



د سمنګان ولايت چارواکي وايي، هغوی هڅه کوي له دې کورنيو سره مرستې وکړای شي، ځکه د هغوی خپل ولايت هم وچکالۍ ځپلی دی. د سمنګانو ولايت يو شمېر بزګرې کورنۍ د کوچېدو په حال کې دي.



د بادغيس له ولايت څخه راغلو کورنيو د وچکالۍ له امله خپل څاروي او حاصلات له لاسه ورکړي دي او په دې تمه د سمنګانو ولايت ته راغلي، ترڅو خپلو پاتې څارويو ته د څښلو اوبو ورکړای شي.



د نظر ګل په نوم يو کوچېدلي سړی له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره په يوې نرۍ خيمې کې اوسيږي، چې لمر او تودوښه په اسانۍ ورننوزي. هغوی له دې وروسته کوچېدنې ته اړ شوي، چې کرونده يي وچه او څاروي يي له تندې مړه شول.



نظرګل آی ډبليو پي آر ته وويل: ((زموږ په ولايت کې د سختې وچکالۍ له امله اوبه نه شته. که يو څو ورځې نو رهم هلته پاتې شوی وای، نو ماشومان به مې له تندې مړه شوی وای.))



هغه وويل، په داسې حال کې چې د هغه زياتره خپلوانو د سهيل په لور پاکستان يا د لوېديځ په لور ايران ته مخه کړې، هغه پخپله ختيځ لور ته کوچېدلی دی.



د سمنګانو والي عبدالحق شفق وويل، د هغه اداره له نويو راغلو کورنيو سره، د ځايي خلکو له خوا له مرستو پرته، نورې زېرمې نه لري.



شفق د وچکالۍ له امله د ځايي خلکو د خطر په اړه هم اندېښنه وښوده.



هغه وويل: ((همدا اوس په سمنګانو کې له 20 زرو څخه زياتې کورنۍ د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.))



نوموړي والي وويل، له کور او کليو څخه د خلکو د وتلو او کوچېدو د مخنيوي په اړه لازم ګامونه پورته شوي دي. هغه وويل، د سمنګانو د ولايت د کليو د پراختيا او بيارغاونې د رياست د اوبو ټانکرونه هغو کليو ته اوبه رسوي، چې چينې او څاګانې په کې وچې شوي دي. نوموړي زياته کړه، د نوموړو ټانکرونو شمېر لږ دی او نه شي کولای په څړ ځايونو کې څارويو ته اوبه ورسوي.



د نوموړي ولايت يو شمېر بزګرې کورنۍ له وړاندې څخه د کوچيدو په حال کې دي. د زلمې په نوم يو سړی له آی ډبليو پي آر سره د مرکې پرمهال له خپلې يوولس کسيزې کورنۍ سره د کوچېدو په حال کې و.



هغه وويل: ((زما ټوله کرونده له منځه تللې. تر اوسه له ما سره چا مرسته نه ده کړې. اوس د هغه ځاي په نيت روان شوی يم، چې د څکلو اوبه ولري. زموږ ټولې چينې او څاګانې وچې شوي، له دې امله کوچېدوته اړ شوي ياستو. که کوچ ونه کړو نو بايد کرۍ ورځ په اوبو پسې وګرځو اوپه پای کې به د خوراک لپاره څه ونه لرو.))



د سمنګانو ولايت مرکز د ايبکو ښار په لومړې نظر کې د څارويو يو بازار ته پاتې کيږي، چې بزګرانو خپل مالونه ورته د خرڅلاو لپاره راوړي دي.



د زيات شمېر څارويو پلورل هم ښه خبره نه ده. بزګران خپل ټول څاروي، چې د ساتلو توان يي لري، خرڅلو لپاره راوړي او ځانونه ترې خلاصوي، چې ښايي له يوې تيارې راتلونکې سره مخامخ شي.



شفق وويل: ((د څارويو څښتنان خپل څاروي د اوبو د نشتوالي له امله په نيمه بيه پلوري.))



د ګلبلدين په نوم يو بزګر وويل: ((ما 140 دانې پسونه په نيمه بيه وپلورل. نوموړې پيسې مې آن د يو کال لپاره نه بس کيږي. نه پوهيږم له هغې وروسته به څه کوم.))



د شمال په نورو پرتو سيمو کې خلک ورته ستونزې لري.



د سمنګانو لويديځ ته پروت د بلخ په ولايت کې د کريم په نوم يو بزګر وويل، چې څنګه يي خپله کرونده اوحاصلات ټول له لاسه ورکړل او اوس د خپلو څارويو له لارې تر هغه پورې خپل ژوند مخکې وړي، چې شوني وي.



هغه وويل: ((د کال له پيل څخه مې 200پسونه مړه شول. څړځايونه وچ شوي دي. خو موږ هڅه کوو خپل څاروي تر مني پورې وساتو. د ژمي په راتګ به ډېره ستوزمنه وي، چې هغوی وساتلای شو.))



د بلخ لويديځ ته پروت د جوزجان د ولايت د کرنې رئيس، عبدالرشيد وويل: ((زموږ له راټولو شو

معلوماتو څخه په ډاګه شوې، چې وچکالی د غنمو د کروندې په سلو کې نوي برخه له منځه وړي او په دې سيمې کې يي د کروندګرو لپاره ژوند ستونزمن کړی دی. ))



عبدالرشيد وويل، په ولايت کې له اغېزمنو شويو خلکو سره د مرستې امکانات نه شته او له نړيوالې

ټولنې يي د مرستې غوښتنه وکړه.



هغه وويل: ((زه ډاريږم، چې زموږ کروندګر به بهرنيو هېوادونو ته مخه وکړي.))



په کابل کې د کرنې وزارت له ستونزې خبر دی او هڅه کوي د يو بيړني پروګرام له لارې دې ستونزې ته غبرګون وښيي.



د کرنې د وزارت معين، غلام مصطفی آی ډبليو پي آر ته وويل: ((وچکالي په ټولو ولايتونو کې ليدل کيږي، خو د افغانستان په شمال کې د اندېښنې وړ ده.))



نوموړي زياته کړه: ((د کرنې او کليو د پراختيا او بيا رغاونې وزارتونو پتېلې ده، ترڅو خوراکي توکي او د څښاک اوبه وچکالۍ ځپلو خلکو ته چمتو کړي. ... د پلان له مخې به حکومت له اغېزمنو شويو کورنيو سره د غنمو او اوبو د وړلو د لوښو په ګډون ټولې (لازمې) مرستې وکړي. نوموړی پروګرام په پام کې لري، ترڅو د خلکو د ډله ييزې کوچېدنې مخه ونيسي.))



د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې څانګه (FAO) ګوته څنډلې، چې د لازمو مرستو له تر سره کېدا دمخه بايد د وچکالۍ او اړتيا اندازه ولګول شي.



د افغانستان په شمال کې د FAO د څانګې مشر، مير شفيع الدين ميرزاد وويل، د هغه موسسه د کرنې له وزارت او نړيوال خوراکي پروګرام سره په ګډه کار کوي، ترڅو د وضعې او حالت ارزونه وکړي.



د 1998 او 2001 کلونو وچکالۍ د ارزونې لپاره د درېو موسسو له خوا ترسره شوې يوې سروې ته په ګوتې نيولو ميرزاد وويل: ((موږ په دې وروسيتو کې د ګډې مرستې نوموړې ډله بيا جوړه کړه. موږ لګيا يو ګورو چې د هېواد له کومې برخی څخه سروې پيل کړو.))



هغه زياته کړه: ((تر هغه چې سروې نه وي شوي، د خواړو اړتيا ځانته نه شو معلومولای. له سروې دمخه

د هر راز مرستې ېش به اغېزمن و نه اوسي. تر هغه چې سروې بشپړه شوې نه وي، نه د مرستې او نه د وچکالۍ داندازې په هکله څه ويلای شو.))



تر هغه چې په پلازمينې کې د سروې او ارزونې په هکله خبرې روانې وي، بزګران به د خپل ژوند د پايښت لپاره د افغانستان شمال ته په کوچېدلو او په قصابانو باندې د خپلو رمو پلورلو ته دوام ورکوي.