وسله والې ډلې سياست ته مخه کوي

د جنرال دوستم ډله د روان کال په وروستيو کې تر ټول ټاکنو دمخه خپل ځان له سره سمبالوي.

وسله والې ډلې سياست ته مخه کوي

د جنرال دوستم ډله د روان کال په وروستيو کې تر ټول ټاکنو دمخه خپل ځان له سره سمبالوي.

Wednesday, 16 November, 2005

د روان کال د مارچ د مياشتې په وروستيو کې د افغانستان په شمال کې پياوړي ډلې ملاتړي د مزارشريف د ښار په يو هوټل کې راغونډ شول، چې په سپتمبر کې تر ټول ټاکنو دمخه خپله پوځې ډله په سياسي ډلې واړوي.


د دووزرو تنوشاوخوا خلک د افغانستان د جنبش ملي اسلامي د ځوانانو په کنګرې کې ګډون کړى و، هغه چې په شما ل کې له دو غښتليو ډلو څخه يوه ده.


د جنبش مشر، جنرال عبدالرشيد دوستم په خپله پرانستونکې وينا کې، چې د هغه د وياند له خوا ولوستل شوه، خپل ملاتړي يو سياسي کمپاين ته وهڅول او غوښتنه يي ترې وکړه، چې د رايي ورکولولپاره خپل نومونه وليکي.


د دوستم وياند، فيض الله ذکي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې له ټول هېواد څخه د ښځو په ګډون ځوانانو له اتو سوو څخه زياتواستازو په دې غونډې کې ګډون کړى وو. د غونډې په پاى کې له بهر څخه راستنو شويو دريو تنو مشهورو افغاني سندرغاړو يو کنسرت هم ورکړ، چې د غونډې د برخوالو د خوښۍ سبب شو.


ذکي وويل: "دا غونډه به په راتلونکو ټول ټاکنو ډېره ستره اغېزه وکړي. هغه زياته کړه، د هغه تنظيم به له پوځي ډلې څخه يو سياسي سازمان ته د اوښتلو په منظور نورې غونډې هم راوبلي."


د جنبش له سره دځان د سمبالولو هڅه او همدارنګه د ځوانانو، زړه نازړه رايه ورکوونکو او ښځو د هڅولو په هکله د هغوى پرېکړه ښايي ددې ټکي څرګنده بېلګه وي، چې دافغانستان پخواني جګړه ماران اوس غواړي په سياسي ډګر کې ځانته د پښې د کېښودو ځاى ومومي.


د طالبانو د رانسکورېدو په وړاندې د متحده ايالتونو يو مهم انډېوال، ازبک توکمى جنرال دوستم، دافغانستان د ډېرو پخو او مشهورو جنګ سالارانو په ډله کې دى. نوي اساسي قانون په راتلونکو ټول تاکنو کې د وسله والو ډلو د استازو د نومولو مخه ډب کړې ده.


اوس مهال د جنبش پلويان وايي، هغوى د کرزي ملاتړ او د ټول ټاکنو لپاره د نوم په ليکلو ټينګار کوي. خو ښکاري، چې دا ډله په مزار شريف کې اتمه پوځي قول اردو او په زرګونه سرتيري او وسلې لري، خپل ځانونه راتلونکو ټول ټاکنو لپاره د خلکو سترګو ته ځان نژدې کوي.


د جنبش تنظيم په دې وروستيو کې په خپلې يوې خپرونې کې د ګوند ديو لوړ پوړي چارواکې له خوا"د جنبش ملي افغانستان نوره يوه پوځي ډله نه ده، بلکې يو سياسي ګوند دي" تر سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې ده.


د ځوانانو په کنګره کې وينا والو، چې له اتلسو څخه تر دېرشو کلنو ځوانانو په کې ګډون کړى وو، د طالبانو رانسکورېدو ، وروستي تصويب شوي اساسي قانون او راتلونکو ټول ټاکنو ته پام اړولى وو، خود خپل سيال جمعيت اسلامي تر منځ شخړو ته يي ګوته ونه نيوه، چې تر پروسږکال مني پورې په کې يو زيات شمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړى و.


دوستم په خپله وينا کې ځوانان د طالبانو په وړاندې له جنبش سره د مرستو له امله وستايل او زياته يي کړه، چې ښايي د هغوى له مرستې پرته دغه بنسټ پاله رژيم له پښو نه واى غورځول شواى.


نجيب الله سليمي، چې په دې غونډه کې د ځوانانو د ټولنې مشر وټاکل شو، دا خبره ومنله او غبرګه يي کړه، چې: "موږ حق لرو د ولسمشرۍ لپاره په ټولو ټاکنو کې ونډه واخلو او خپل راتلونکى ولسمشر وټاکو؛ ځکه زموږ ځوانان د دښمنانو په وړاندې جنګېدلي او په هغې کې ګډون زموږ لپاره وياړدى."


سليمي وويل، چې د ځوانانو ټولنه د حامد کرزي او د امريکا تر مشرۍ لاندې ائيتلافي فوځونو ملاتړ کوي. هغه وويل: "موږ د جنرال دوستم ملاتړ کوو؛ ځکه هغه زموږملي مشر دى او په جګړو کې يو غښتلى شخص دى."


ذکي د وروستي تصويب شوي اساسي قانون ستاينه وکړه او هغه يي د حکومت يو مهم محور وباله. هغه وويل: "زموږ استازو د اساسي قانون په غونډو کې هر راز هاند او هڅه وکړه ، چې حکومت دلږه کيو ازبکانو ژبه په رسميت وپېژني. د اد موکراسۍ ښکارندويي کوي."


نوموړى د افغانستان راتلونکو ټول ټاکنو ته ګوته ونيوه او ويي ويل، چې افغاني ځوانان "يو دروند مسووليت په غاړه" لري. ذکي وويل: "جنبش له ځوانانو څخه غواړي، چې په ټولو ټاکنو کې په ښه ډول ګډون وکړي. هغه له ځوانانو غواړي چې رښتينو او او وړ خلکو ته رايي ورکړي."


د ګوند دمشرانو له خبرو وروسته د ځوانانو د ټولنې غړيو لاسونه پړکول او شعارونه يي ورکول: "ژوندى دې وي په افغانستان کې ملي يووالى!" او "ژوندى دې وي جنبش!"


د ځوانانو ټولنه، لس کاله دمخه، دنوموړې ډلې له جوړېدو يوکال وروسته جوړه شوه. چارواکو وويل، چې دا ګوند په ټول افغانستان کې د ٥٢ زرو تنو په شاوخوا کې غړي او کارکوونکي لري. هغوى وويل، چې د خلکو د ملاتړد ترلاسه کولو لپاره جنبش ځوانانو ته د کمپيوتر، هنرونو، ساينس او ژبې کورسونه په وړياتوګه جوړ کړي دي. هغوى زياته کړه، چې د هغوې ډلې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو او کمپيوتر کورسونه هم جوړ کړي دي. په سلګونو ښځو په کنګرې کې ګډون کړى او څو تنو يي د غونډې له بهير څخه ويدويي فلمونه هم واخستل. ذکي وايي: " ښځې زموږ په ټولنې اساسي اغېز لري. زموږ اصلي هدف د ښځو د ژوند د حالت ښه کول دى. جنبش د نورو ډلو په پرتله ښځو ته زياته پاملرنه کوي. موږ دا کار ددې لپاره کوو، چې ښځې زموږ د ټولنې نيمايي برخه جوړوي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists