ورزشکاران د لوبو له پاره د چانس غوښتونکي دي

افغانان له نوى ټولنى يا شورا څخه هيله لري چى د دوى له پاره د سيالۍ هغه امکان ور برابر کړي چى ورته شديده اړتيا ليدل کيږي.

ورزشکاران د لوبو له پاره د چانس غوښتونکي دي

افغانان له نوى ټولنى يا شورا څخه هيله لري چى د دوى له پاره د سيالۍ هغه امکان ور برابر کړي چى ورته شديده اړتيا ليدل کيږي.

د افغانستان ورزشکاران چى د بوديجى او مالي امکاناتو د نشتوالي او په نړيوالو مسابقو کى د کمزوره سياليو له امله سخت ځوريدلي ، پريکړه يي کړى چى له حکومت څخه ځان جلا او د ځان له پاره خپلواکه ټولنه جوړه کړي.


په تيرو ٦٠ کلونو کى ټولى لوبى په دغه هيواد کى د اولمپيک د ملي کميټى له خوا کنترول شوي دي. د دغى ادارى غړيتوب د طالبانو د پنځه کلنى واکمنۍ پر مهال د اولمپيک د غورځنګ له خوا ځنډول شوى و او دا ځکه چى د طالبانو رژيم ښځو ته په لوبو کى د سيالۍ اجازه نه ورکوله. سخت دريزه طالب مليشى دغه راز ټينګار کوه چى ټول نارينه لوبغاړي دى ږيره ولري او اوږد پطلون دى واغوندي.


د طالبانو د ړنګيدو له يوه کال څخه د زياتى مودى وروسته د هيواد ورزشکاران هڅه کوي چى د لوبو نړيوال ډګر ته ور ودانګي. خو د ٢٣ کلونو د پرله پسى جګړى وروسته چى د هيواد ډيره برخه يي په کنډوالى بدله او اقتصاد يي تباه کړ، دوى ځان په يوه داسى حالت کى وموند چى د بياجوړونى له پاره د مرستو د کتار په وروستۍ برخه کى ولاړ وي.


لوبغاړي د اولمپيک ملي کميټه په دى تورنوي چى ويي نه شو کولى د سپورت له پاره آن ډيرى لږى يا اصغري مرستى تر لاسه کړي، او دا چى هر څه پخپله خوښه تر سره کوي، همدارنګه سپورتي لوبډلى د لوبغاړو د استعداد او توان پر ځاى د پيژندګلويو پر بنسټ ټاکنى کوي. د فټبال په دا وروستي لوى سيمه ايز ټورنمنټ کى چى د آسيايي جام سيالي وه ملي غاړى خپلى ټولى لوبى وبايللى او ٣٠ ګولونه پرى ووهل شول.


د اولمپيک په ملي کميټه کى د جودو د ملي فدراسيون مشر روزونکي ذکريا د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل په تيرو پنځو کلونو کى ټولو افغان لوبغاړو خپل لګښت له خپل جيب څخه ورکړي. او د دى کار دليل دا دى چى د سپورت اداره د واکمنو په لاس کى ده. تر هغى چى لوبى د حکومت تر کنترول لاندى وي دا شونى نه ده چى ورزش ته به وده ورکړ شي.


سيد رحمان يورش چى هره ورځ ٥٠٠ لوبغاړو ته د مارشل آرټس په برخه کى په خپل شخصي کلب کى روزنه ورکوي وايي: د اولمپيک ملي کميټه د نړيوالو سياليو له پاره د لوبغاړو انتخاب ته چندانى پام نه کوي او پايله دا چى کمزوري اجرائات تل کمزوري وي.


ګام اخيستو ته مجبوره شويو يو شمير وتليو افغان ورزشکارانو تير کال د افغاني ورزشکارانو د ملي ټولنى په نامه يوه اتحاديه جوړه کړه ، او دوى ادعا کوي چى د لومړي ځل له پاره د کمونستانو د پير راهيسته چى واکمني يي په ١٩٨٩ کى پاى ته ورسيده او ځينى ښځى هم پکښى وي د ١٥٠٠ نارينه ورزشکارانو استازيتوب کوي.


د اولمپيک ملي کميټى د دغه ګام د نه تائيد پر ځاى د هغى ملاتړ وکړ ، ښايي داسى نظر به يي فرض کړى وي چى له نورو ورزشي سازمانونو څخه د لا زياتو مرستو له پاره د دوى غږ به د افغانستان د خوار حکومت له غږ څخه زياتى مالي مرستى جلب او برابرى کړي.


که څه هم د افغاني ورزشکارانو د ملي اتحاديي سکرتر غلام جيلاني غروب چى همدارنګه د اولمپيک د ملي کميټى د نشراتو مشر هم دى دا ومنله چى د دغى اتحاديي د ٧ مياشتو موجوديت راهيسته هيڅ مرستى نه دي شوي.


هغه وويل لږ تر لږه يو مليون ډالرو ته اړتيا ده چى ژر تر ژره د ځوانو ورزشکارانو روزنه د هيواد په لر او بر کى پيل شي تر څو دوى وکولى ځان له نړيوالو معيارونو سره برابر کړي.


د اولمپيک د ملي کميټى مشر محمد انور جګدلک ، چى يو پخوانى غيږ نيوونکى دى او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په برتانيا کى و وويل: د دوى اداره نيت لري چى په راتلونکي مياشت کى په مشرتابه کى بدلون راولي.


خو هغه دا خبره رد کړه چى ګنى د هغه اداره د افغاني ورزشکارانو په ملاتړ کى پاتى راغلى او زياته يي کړه په داسى يوه لنډه موده کى (د طالبانو له نسکوريدو وروسته) زموږ له پاره ممکنه نه ده چى د هيواد د ښځينه او نارينه ورزشکارانو ټولو غوښتنى پوره کړو.


د واليبال يوه وتلي روزونکي عبدالحميد صوفي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د افغانستان د لوبو د ډګر يو شمير وتلي شخصيتونه په دى باور دي چى د نوى اتحاديي جوړيدل پر سم لور سم ګام دى. د يوى خپلواکى او غيرحکومتي ورزشي ټولنى جوړول د نارينه او ښځو دواړو له پاره د ټولو ورزشکارانو اعتماد تر لاسه کولى او له بهر څخه مرستى راجلبولى شي.


د نوى ټولنى جوړيدل د هغو افغان ورزشي ادارو له ګامونو سره مصادف دي چى له بهر څخه د مالي او مسلکي مرستو غوښتونکي دي.


فټبال په هيواد کى تر ټولو مشهوره لوبه ده، د هيواد د بزکشي ملي لوبه چى د پولو يا نيزه بازي يو ډول دى او د توپ پر ځاى له يوه خوسي څخه کار اخيستل کيږي چى سر يي ترى جلا شوى وي، يوازى د هغو آس سوارانو له خوا تر سره کيږي چى کافي مهارت لري او د ګڼ شمير خلکو لخوا يي ننداره کيږي. افغاني فټبال د برتانيا د فټبال ټولنى ملاتړ تر لاسه کړى ، چى څه پيسى او سامان آلات يي هم د مرستى په توګه ورکړي چى په افغانستان کى د فټبال ملي ليګ تاسيس کړي.


د دغه پروګرام چى موخه يي دا ده له افغانستان سره مرسته وشي تر څو د ٢٠٠٦ کال د نړيوال جام له پاره چى په جرمني کى به تر سره کيږي د داخليدو وړتيا پيدا کړي او په تاريخ کي د لومړي ځل له پاره يي د برتانيا د لومړي وزير ټوني بلير ملاتړ تر لاسه کړى.


د دغى لوبى له پاره هيجان هغه مهال شهرت تر لاسه کړ چى د افغانستان او د ٥٠٠٠ ګڼ مليتيز نړيوال ځواک تر منځ په کابل کى لوبه په تير مني تر سره شوه او د ليدونکو شمير يي ٢٥٠٠٠ ته ورسيد چى ٢٠٠٠٠ يي د پلازمينى يه سټډيوم کى و چى په دغه سټيډيم کى يو مهال طالبانو زندانيان وژل.


د کرکيټ لوبى هم وروسته له هغى شهرت موندلى چى مهاجر له پاکستان څخه چى په جلا وطنۍ کى اوسيدل د دغى لوبى له پاره يي مينه له ځانه سره راوړى. اوس د دغى لوبى مينه وال غوښتنه کوي چى دوى ته ضروري سامان، روزونکي او د دواړو هيوادونو تر منځ په هيواد او له هيواد څخه بهر د لوبو د سيالۍ امکان برابر کړي.


کرکيټ يو له ډيرو لږو لوبو څخه و چى طالبانو ورته اجازه ورکوله، او دا ځکه چى ډيرو يي په پاکستان کى زده کړه کړى وه. که څه هم بهر ته سفرونه محدود و ځکه ډيرو هيوادونو د افغاني لوبغاړو د ږيرو د درلودو مخالفت کوه.


محمد منير مهربان په کابل کى خپلواک ژورنالست دى.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists