ودونه په زړه پورې بوختيا ده

په هوټلونو کې د ودونو د لمانځلو ګرانې مېلمستياوې لويه ستونزه جوړه شوې او د يو شمېر خلکو لپاره له دې لارې واده په زياته بيه او لګښت تماميږي.

ودونه په زړه پورې بوختيا ده

په هوټلونو کې د ودونو د لمانځلو ګرانې مېلمستياوې لويه ستونزه جوړه شوې او د يو شمېر خلکو لپاره له دې لارې واده په زياته بيه او لګښت تماميږي.

ځوان ٢٢ کلن زوم خړ رنګه دريشي په تن د کابل ښار د يو سينګارځي د وره مخې ته ولاړ دى او د خپلې ناوې د راوتلو انتظار وباسي.


د سينګارپه خونه کې دننه ښځې دهغه ناوې سينګاروي، سپينې جامې يي وراغوستي او مخ يي په يوې پردې پټ کړى دى. هغوى د ناوې په مخ خپل وروستى سينګار پاى ته رسوي، مخ او وروځې يي جوړوي.


زوم په اندېښنه کې ډوب دى. هغه د خپل واده په فکر کې نه دى. دهغه واده د کابل ښار په يو لوى هوټل کې لمانځي، چې يوازې د همدې موخې لپاره ودان شوى دى. د هغې سالون ډېر لوى او بيې يي ډېرې اوچتې دي.


د مېلمنو لپاره د خواړو او د هغوى د وخت د ښه تېرېدو لپاره د ساز د ډلې په چمتو کولو زوم په زرګونه ډالره په پور اخيستي دي. هغه وايي: "سره له دې چې نن زما د واده او خوښۍ ورځ ده، خو زه په دې چورت کې يم، چې څنګه به دا پور بېرته خلاصوم."


د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو وروسته، د ودونو د لمانځلو لويي او ګران بيه مېلمستياوې مخ په زياتېدو دي.


يوازې په پلازمېنې کې ٣٤ هوټلونه جوړ شوي دي. د يو لوى هوټل څښتن وويل: "په تېرو دووکلونو کې د هغو خلکو په شمېر کې زياتوالى راغلى، چې غواړي خپل ودونه په هوټلونو کې ولمانځي."


د عادي افغانانو لپاره په ګران بيه هوټلونو کې په لکونو افغانيو لګښت ددې مانا ورکوي، چې د واده خپل نوى ژوند په پور پيل کړي.


دا ځوان زوم، چې نه يي غوښتل ونومول شي، بايد درې زره ډالره د واده په مراسمو ولګوي. ددې تر څنګ هغه بايد په کور کې نور مراسم هم ونيسي، چې د هغې د وينا له مخې به پرې دوه زره ډالره ولګيږي.


د واده د مراسمو له لګښت برسېره زوم يا د هغه پلار بايد ګاڼه، جوړې (جامې) او نور چمتو کړي، چې د واده له مراسمو دمخه، د هغې په بهير او له هغې وروسته کارول کيږي. دا ټول د هرچا له وسې پوره نه دي.


د کابل پوهنتون يو ٢٧ کلن اداري کارکوونکي وويل: "ماته څوک پور نه راکوي او (خسر مې) راته وايي، دا د هغه د لور ارمان دى، چې په هوټل کې واده وکړي.


يو بل ٢٧ کلن ځوان، نقيب الله چې د خير خانې مېنې په آريا هوټل کې د ودونو مراسم نيسي او په هغې پورې اړوند نور کارونه سرته رسوي، وايي د هغه کار وبار مخ په ښه کېدو دى.


د هوټل لومړي پوړ په سرو، ژيړو او شنو څراغونو ښکلى شوى او تر خواوشا يي د ګلانو پلورونکو او عکس اخيستونکو دوکانونه پراته دي.


دوه کاله وړاندې هغه د ودونو د لمانځلو لپاره ددې هوټل درې پوړه د مياشتې په دوه زره ډالره په کرايه اخيستي و. له هغې راوروسته د هغه کاروبار مخ په ودې و. اوس د هغه په هوټل کې شل تنه کار کوي او ويل يي چې په تېرکا ل کې هغه ١٣٠ زره ډالره پيسې ګټلې وې.


هغه وايي، ډېر زيات ودونه د پسرلي او منې تر منځ کيږي، چې شمېر يي يوازې دهغه په هوټل کې د مياشتې ٤٠ او ٥٠ ته رسيږي. په دې هوټلو کې يوازې د کابل ښار اوسيدونکي ودونه کوي، خو کله ناکله د ګاونډيو ولايتونو اوسيدونکي هم په هوټلونو کې ودونه نيسي.


په هوټلونو کې له نور لګښت پرته د زوم کورنۍ مېلمنو ته ډوډۍ برابروي. نقيب الله وايي، زياتره کورنۍ د ټاکلې بيې خواړه (مينو) خوښوي ، چې د سړي په سر د ٢٠٠ څخه ٣٠٠ پورې افغانيو بيه لري.


درې دېرش کلن شېرزاد په دې وروستيو وختونو کې خپل د واده مراسم په يوهوټل کې ولمانځل او د ٧٠٠ په شاوخوا کې مېلمانه يي ورته رابللي و. هغه وايي په دې کار پښېمانه نه دى. نوموړى زياتوي: "زه رښتيا هم ډېر خوشحاله يم، چې په واده مې ٢٤٠٠ ډالره ولګول. ځوانان په خپل ژوند کې يوازې دخوښۍ همدا شېبه لري او بايد پيسې ولګوي."


خو د يو شمېر نورو لپاره د دومره پيسو لګول ممکن نه دي. زلمى نومى، يو ټکسي چلوونکى د مياشتې د ١٤٠ ډالرو په شاوخوا کې پيسې ګټي. هغه د خپلې کونډې مور په ګډون د کورنۍ پنځو غړيو ته د ژوند اړتياوې چمتو کوي. يوازې اتيا ډالره د مياشتې د کور کرايه ورکوي.


زلمى وايي، کله يي که مور کوم کور ته د مرکې لپاره ورشي، نو د شخصي کور د درلودلو، زما د زده کړو او په هوټل کې د واده د کولو په ګډون ورڅخه راز راز پوښتنې کيږي. پر دې برسېره دناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ څخه ولور غواړي، چې څه ناڅه څلورپنڅه زره ډالره کيږي. زلمى وايي: "زه د کور کرايه ورکړم، خپلې کورنۍ ته خواړه پيدا کړم او که واده وکړم؟ زه غوره بولم، چې له يوې کونډې سره واده وکړم، نه له يوې ځوانۍ نجلۍ سره." ځکه د کونډې په واده دومره پيسې نه لګيږي.


هغه وايي، د طالبانو په وخت کې ژوند آسانه و. ځکه په هوټلونو کې ودونه نه و او له دې امله زياتې پيسې نه لګېدې. نوموړى زياتوي: "هيڅوک د اسلام پروا نه کوي. په هوټلونو کې ودونه د خلکو تر منځ په سيالۍ اوښتي دي."


د طالبانو پر مهال لوى ودونه منع و. ځينې ديني عالمان همدا اوس هم د ودونو په بېځايه لګښت نېوکې کوي. د کابل ولايت د ده سبز د ولسوالۍ يو ديني عالم، مولوي شيخ زاده وايي، چې د شريعت له مخې که يوڅوک خپله لور (او خور) په پيسو يا ځمکې خرڅه کړي، نو دا شتمني به ورته په آخرت کې اور شي. هغه وايي: "دا (د خور او لور خرڅول) د اسلام او شريعت سره مخالف کار دى او پاک خداى هغه خلک نه خوښوي، چې پيسې بېځايه لګوي. هغوى د خداى له امرڅخه غاړه غړوي."


Frontline Updates
Support local journalists