وارو ويلي کېدو په زرګونه خلک بېکوره کړل

د سخت ژمي له تېريدو ورسته کليوالي سيمې سيلابونه لاندې کړي دي.

وارو ويلي کېدو په زرګونه خلک بېکوره کړل

د سخت ژمي له تېريدو ورسته کليوالي سيمې سيلابونه لاندې کړي دي.

Friday, 18 November, 2005

په تېرو شپږو کلونوکې د سختې واورې د ويلي کېدو له امله په روان پسرلي کې د سيلابونو د راوتلو له امله 14 تنه مړه شوي او په زر ګونو تنه نور بېکوره شوي او د افغانستان د سيلابونو د مخنيوي غړند پروګرام يې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.


له اوسني ناتار دمخه د ولسشمر حامد کرزي له خوا د يو جوړ شوي بيړني کميسون د وينا له مخې لږ تر لږه د هېواد له 34 ولايتونو څخه 19 هغه يې د سختو سيلابونو له خطر سره مخامخ دي.


کميسون ته له ملي بودجې او بهرنيو مرستو څخه يوولس عشاريه څلور ميلونه ډالره بېل شوي دي. د افغانستان ونډه چې شپږ عشاريه دوه ميلونه ډالره کيږي، د امو سيند غاړو مورګو د انجينري کارونو لپاره ځانګړې شوې، چې افغانستان او د مرکزي اسيا هېوادونه سره بېلوي.


مرستندويه موسسې اوسمهال په ټول هېواد کې د شړيو، خوراکي موادو، درملو او استوګنځايونو په چمتو کولو بوخت دي، چې خلک په کې د سختو سيلابونو د راوتلو له امله له خپلو کورنو څخه تېښتې ته اړ شوي دي.


دامو سيند، چې د پامير له لوړو څوکو څخه رابهيږي، سږکال يې د 168 زرو هکتارو په شاوخوا کې ځمکه ډوبه کړې او کښتت او باغونه يې له يوې مخې له ځان سره وړي دي.


د کرنې وزير عبيدالله رامين په دې وروستيو وختونو کې د بخ ولايتي چارواکو ته وويل، چې د سيند غاړې او مورګې پخول 12 کاله وخت او 240 ميونه ډالره لګښت غواړي. هر کال دا سيند درې سوه زره خلک ګواښوي، چې په ټيټو سيمو کي اوسيږي.


د تېر کال د کب د مياشتې په 28 هلمند سيند د ارزګان په ولايت کې پراخې سيمې تر اوبو لاندې کړې. د روان کال د وري د مياشتې په اتمه د غزني د ښار په شمال کې د سلطان بند مات شو، شپږ تنه يي مړه او په سهيل کې د ښار تر 30 کېلومترۍ پورې يې د سيلاب اوبه خورې کړې.


په عين وخت کې شمال ته د سلطان د بند په 40 کېلومترۍ کې، د وردګو په ولايت کې د چک د اوبو بند، چې د سلطان د بند په پرتله زيات پراخ دی، په سوونو تنه اوسېدونکي د سيلاب له ګواښ سره مخامخ کړل. د چک په بند کې، چې د کابل د سهيل لويديځ په 90 واټن کې پروت دی، انجينران لګيا دي، تر څو له بند څخه د زياتې اوبو د وتلو لاره د هغه مورۍ په موندلو پرانيزي، چې د وچکالۍ په تېرو شپږو کلونو کې بنده شوې وه.


شپېته کلن غلام سخي، چې کور يې له بند څخه څه ناڅه د 200 مترو په واټن کې پروت دی، وايي، د اتيا کورنيو په شاوخوا کې خلک بېرته خپلوکورونو ته د ستنېدو په اړه زړه نازړه دي. هغه وايي، بند ته څېرمه په زرګونو هکتاره پرته کرنيزه ځمکه سږکال له کرنې پاتې شوه.


په عين وخت کې د چک د لومړني ښوونځي لوست هم له ځنډ سره مخامخ شوی دی، چې تېر کال د دوو سوو زرو ډالرو په لګښت د ملګرو ملتونو په مرسته ودان شوی او اوس د اوبو د کچې د لوړېدو له امله کوږ او له خطر سره مخامخ شوی دی.


Frontline Updates
Support local journalists