واده يا د يوى ګرانى بيى ورکول

د ګڼ شمير ځوانو افغانانو ژوند د هغو کورنيو لخوا تباه او برباد شويدى چى د واده د ولور دپاره د زښتو زياتو پيسو غوښتنه کوي.

واده يا د يوى ګرانى بيى ورکول

د ګڼ شمير ځوانو افغانانو ژوند د هغو کورنيو لخوا تباه او برباد شويدى چى د واده د ولور دپاره د زښتو زياتو پيسو غوښتنه کوي.

نجيبى معروف د خپل واده په ورځ ځان وواژه، په داسى حال کى چى د هغى د کورنۍ غړي او زوم د واده د مراسمو د پيل په انتظار او طمع وه. دى نه غوښتل چى د هغه سپين ږيري او عمر خوړلي سړي سره واده وکړي چى کورنۍ ئى ورته غوره کړى وو او له همدى امله ئى زهر وخوړل.


شپاړس کلنى نجيبى د ځان وژنى په يوه ليک کى خپل پلار ته ليکلي وو: زه نه غواړم چى زما دوى خويندى د پيسو له پاره قرباني شي او ستاسو څخه زما وروستۍ غوښتنه دا ده چى لطفاً زما د دوو خويندو ودونه د هغه چا سره ور وکړى چى د هغوى زړه غواړي او لطفاً د هغوى سره زما په شان چلند مه کوۍ.


د نجيبى پلار باشى عبدل د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: ما د فراه د ولايت د يوه سپين ږيري سړي څخه ديش زره پاکستانى کلدارى (پنځه سوه امريکائى ډالر) د خپلى لور د واده د ولور دپاره اخستى وى. هغه زياته کړه: لور مى زما په انتخاب خوښه نه وه او د واده ورځ ئى د غم په ورځ بدله کړه.


اکثره وخت د واده ولور دپاره د زياتو پيسو د غوښتلو له امله دا ډول غمجنى پيښى رامنځ ته کيږي. د زياتو پيسو د ولور غوښتل يوازى د ناوى د بدبختى سبب نه کيږي، بلکى د زوم او د هغه د کورنى د پور او نااميدىۍ سبب هم کيږي.


ولور د افغاني ټولنى يوه عنعنوى او دوديزه برخه ده خو ولور د مهرمعجل څخه بيل دى. مهر د نکاح پر مهال ناوى ته ورکول کيږي او د يوى دخيرى په توګه ساتل کيږي چى د طلاق او يا احيانا د زوم د مړينى په صورت کى د ناوى د ژوندانه د لګښت دپاره ورکول کيږي. خو د افغانستان د سخت اقتصادي حالت او د ډيرو کورنيو د خرابو اقتصادى شرايطو له امله خلک د خپلو لوڼو د ودولو دپاره د زوم څخه د زښتو زياتو پيسو طمع کوي. دمثال په ډول که يو سړى ښايسته لور ولرى، او هر څوک زياتى پيسى ورکړي ور ودوي يي، که څه هم دا واده د لور ئى خوښ وي او يا نه وي.


واکمن په دى ټينګار کوي چى پلرونو او ميندو ته د اضافه پيسو ورکول يو غير اسلامي کار دى. خو د سترى محکمى د سوداګرۍ د څانګى رئيس سيد عبدالرزاق وائى: که ناوى د اضافه پيسو په هکله موافقه وکړي، نو بيا دا يو روا کار دى.


په داسى حال کى چى چارواکي د ولور د زياتو پيسو په هکله ډيره مداخله نه کوي، نو له همدى امله افغاني ځوانان ډير زغم ګالي.


شل کلنه شکيبا چى د يوه کلن ماشوم مور ده، غوښتل يي چى د خپل ماشومتوب د ملګرى فريدون سره واده وکړي، خو د هغى پلار تر هغه وخته پورى ددى کار مخالفت کاوه، تر څو چى فريدون او د هغه کورنۍ ور ته نژدى شپږ زره ډالره ورکړل.


شکيبا او فريدون په خوشحالى سره واده وکړ ، خو فريدون يو لوى او بد راز پټ ساته. نوموړي د خپل ولور دپاره دومره زياتى پيسى په پور اخستى وى چى په افغانستان کى د هغه د معلمۍ د دريو کلنود معاش سره برابرى وى او اوس ئى د ادا کولو توان نه درلود. نوموړي د خپل واده څخه يوازى اووه مياشتى وروسته ځان وواژه.


شکيبا وويل: زما خاوند د هغو خلکو لخوا چى پور يي ځينى اخستى وه تهديدکيده او هم ئى سپکاوى کيده، نوبلاخره هغه ځان د ريل ګاډى څخه په را غوځولو سره وواژه.


هغى زياته کړه: خو زما د خاوند اصلى قاتل زما خپل پلار دى، ولى چى که هغه د دا ډول زياتو پيسو د غوښتلو ټينګار کړى نه واى، نو زما خاوند به هيڅکله ځان وژلاى نه واى. هغى زياته کړه: زه د فريدون د ځان وژنى وروسته د خپل پلار کور ته ورغلى نه يم او هيڅکله به بيا ور نه شم.


د کابل د بګراميو (٢٩) کلن بزګر سراج الدين اوس سخت ارمان کوي چى بايد واده ئى نه واى کړى. نوموړي وويل: ما د خپل ولور د پيسو د ورکولو دپاره پور واخست او خپل پټى مى په تظمين کى ورکړ او خپل خسر ته مى (١٦٠) ميلون افغانى (څلور زره ډالر) د وريجو، غوښو، د سونګ د لرګيو، کاليو او خوږو سره يو ځاى ورکړى.


نوموړي زياته کړه: زه دومره عايد نه لرم چى همدا د ولور پور بيرته ادا کړم او اوس د بل چا په پټى کى د پور د ادا کولو دپاره کار کوم. هغه وويل: پيسى انسان رانيولاى نه شى او کورنى بايد په دا ډول خپلى لوڼى خرڅى نه کړي.


خو يو زيات شمير افغانان او په تيره بيا هغه چى کورنى ئى لويي دي، استدلال کوي چى ولور د دوى د کورنى د بوديجى يوه مهمه برخه ده.


د لوګر د ولايت موټر چلوونکى اختر محمد چى د څلورو لوڼو او دريو زامنو پلار دى، وويل: زه بايد د خپلو لوڼو د ولور زياتى پيسى واخلم، تر څو وکړاى شم د خپلو زامنو په ودونو زياتى پيسى ولګوم.


نوموړي زياته کړه: که څوک غواړى چى کوژده وکړي، نو بايد د ولور هغه پيسى چى د نجلى د پلار لخوا ټاکل شويدى، ورکړي. هغه وويل: هغه ښځى چى بي له ولور له پيسو څخه واده کيږي، عزت ئى لږ وي. نوموړى زياته کړه: هر څوک چى د ولور پيسى ورکولاى نه شى، نو بيا بايد د واده کولو فکر و نه کړي.


محمد نسيم شفق د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists