هندوان ډاريږي، چې په اساسي قانون کې د هغوى بشپړو حقوقو ته پام نه دى اړول شوى

په کابل کې د آى ډبليو پى آر خبريال شهاب الدين تره خېل ليکنه

هندوان ډاريږي، چې په اساسي قانون کې د هغوى بشپړو حقوقو ته پام نه دى اړول شوى

په کابل کې د آى ډبليو پى آر خبريال شهاب الدين تره خېل ليکنه

هندوان او سکهان چې يو مهال يو ه لويه ټولنه وه، اوس يي شمېر رالوېدلى او يوازې يو څو زرو تنو ته رسيږي. پر کور پاتې شوو هندوانو او سکهانو هڅه کړې، چې د سخت دريزه طالبانو له رانسکورېدو راپه دې خوا خپل ځينې حقونه تر لاسه کړي او د نوي اساسي قاون پراختيا ته په دې هيله ناست دي، چې په هغې کې به د سيمه ييزو غيرمسلمانانو په وړاندې د زغم غوښتنه وکړي.


په لويي جرګې کې د هندوانو او سکهانو د پرګنو استازي چرانګ سنګه وويل، "دريمه ماده يوازې اسلام ته د درناوي په هکله خبرې کوي او د نورو دينونو يادونه نه کوي." هغه د اساسي قانون په دې مادې نيوکه کوي او وايي چې د ولسمشرۍ د څوکې لپاره د مسلمانۍ شرط تبعيض په ګوته کوي. هغه وايي "موږ هم افغانان يو. زموږ پلرونه افغانان وو. نوولې موږ په راتلونکې کې د ولسمشرۍ حق ونه لرو؟"


په مسودې کې اسلام ددولتي دين په توګه ياد شوى، سره له دې چې مذهبي لږه کيو ته د خپلو مذهبي مراسمو داجرا آزادي ورکړ شوې ده.


هندوان او سکهان له پېړيو پېړيو راهيسې په افغانستان کې اوسيږي. سره له دې چې په دې وروستيو کلونوکې د اوږدې جګړې او همدارنګه د تبعيض له امله د هغوى شمېره راټيټه شوې ده دهغوى په وړاندې ناسم چال چلن دطالبانو د حکومت پرمهال خورا پورته تللى و، چې هندوانو او سکهانو ته يي د ځانګړو جامو د اغوستلو پرېکړه کړې وه.


اوس چې نوى قانون تر بحث لاندې دى، د سکهانو استازى اوتارسنګه مذهبي لږه کيو ته د ځانګړو احکامو نشتوالى د اندېښنې وړ بولي. هغه وايي: "په١٧مادې د زده کړې، لوړوزده کړو او مذهبې زده کړو پر پراختيا ټينګار کړى دى، خو زموږ درمسال په کې نه دى ياد شوى. دا ددې ښه بېلګه ده چې زموږ حقونه په پام کې نه دي نيول شوي."


د هندوانو او سکهانو دټولنې دريم استازې انارکلي هنريار ٣٥ مادې ته ګوته ونيوه ، چې په کې ويل شوي، سياسي ګوندونه د اسلام له روحيي سره مخالف نه شي جوړېداى. هغه وايي سياسي ګوندونه بايد په هر حالت کې د هېڅ کوم يو دين اومذهب سره مخالف نه وي.


هغه مسلمانان چې په کابل کې د هندوانو په ګاونډ کې اوسيږي هم د لږه کيو د مذهبي حقوقو غوښتنه کوي، چې له هغوى سره يي اړيکې هومره ښې شي، لکه پخوا چې وې.


حاجي سردار وايي: "موږ دلته له هندوانو سره ګډ ژونددرلود، خو په هېواد کې د کورنۍ جګړې له امله زموږ او هغوى تر منځ لوى واټن پيدا شوى. د هغوى دې بايد هماغسې درناوى وشي، لکه چې د پلرونو اونيکونو يي کېده."


زينبه هم د هندوانو ګاونډۍ ده. هغه وايي چې د ولسمشر نجيب الله دحکومت په مهال، مذهبي لږه کيو له هماغه حقوقو څخه په بشپړ ډول ګټه اخيسته، چې نوروافغانانو ترې اخيسته. اوس بايد هغوى ته هغه حقونه بېرته ورکړاى شي. هغه زياتوي: "په افغانستان کې د منځمهالې ادارې په رامنځته کېدو هندوانو د نوى ژوند دپيل کېدو خوبونه ليدل. نوى اساسي قانون بايد دهغوى هيلې په اوبو لاهونه کړي."


رويل سنګه،. چې دتلويزيون له لارې يي د لويي جرګې غونډې ليدلي دي، لويه موضوع د اساسي قانون تصويب دى. هغه وايي: "زه له چارواکو او د خلکو له استازو څخه غوښتنه کوم، چې وخت دې له لاسه نه ورکوي. کله چې اساسي قانون تصويب شو، نو هر هېوادوال به، که هندو وي يا مسلمان، وکړاى شي، په پوره رښتينولۍ خپل هېواد ته خدمت وکړي."


Frontline Updates
Support local journalists