هلمند په ځانمرګي بريد کې وژل شوی خپل سياستوال خاورو ته سپاري

په داسې حال کې چې د بغلان په ځانمرګي بريد کې د پارلمان پنځه وژل شوي غړي په کابل کې خاورته وسپارل شول، شپږم وژل شوی غړی، انجينر عبدالمتين د هغه په پلرنې ټاټوبي کې خاور ته وسپارل شو.

هلمند په ځانمرګي بريد کې وژل شوی خپل سياستوال خاورو ته سپاري

په داسې حال کې چې د بغلان په ځانمرګي بريد کې د پارلمان پنځه وژل شوي غړي په کابل کې خاورته وسپارل شول، شپږم وژل شوی غړی، انجينر عبدالمتين د هغه په پلرنې ټاټوبي کې خاور ته وسپارل شو.

. دلته په سلګونه خلک خاورو ته د انجنير عبدالمتين د مړي د سپارلو د مراسمو لپاره راغلي و. عبدالمتين د افغانستان په ولسي جرګې کې د هلمند ولايت استنازی و ، چې تېره اوونۍ د هېواد په شمال کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو.



متين او د پارلمان نور پنځه غړي د يو زيات شمېر نورو خلکو په ډلې کې د نومبر د مياشتې د شپږمې نېټې په بريد کې ووژل شول. پلټنې لا روانې دي او له لومړنيو څېړنو داسې څرګنديږي، چې د بغلان د بورې له فابرېکې څخه د لېدنې پر مهال يو ځانمرګي بريد کوونکي د ښوونځيو له زده کوونکو سره د راغلو ميلمنو د روغبړ په وخت کې ځان والوزلو.



د مرګ او ژوبلې سمه شمېره ښايي هيڅ په لاس را نه شي، خو دولتي چارواکي د وژل شوو خلکو شمېره 60 او د ژوبل شوو هغو 150 تنه څرګندوي. دا بريد په 2001 کال کې د طالبانو له سقوط وروسته تر ټولو ستر بريد ګڼل کيږي.



له شک پرته طالبان د داسې پېښو پړه ډېره ژر په خپلې غاړې اخلي، خو هغوی په دې پېښې کې د لاس لرل رد کړل. د هېواد په سهيل کې د طالبانو وياند، قاري يوسف آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه ددې بريد غندنه کوي او له قربانيانو سره خواخوږي څرګندوي.



يو شمېر خلک ددې پېښې پړه د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې په حزب اسلامي اچوي، چې په بغلان کې د ځواک پياوړی مرکز لري. د حزب اسلامي يو وياند ددې ناورين تر شا لاس لرل رد کړل.



يو شمېر نور بيا په دې اند دي، چې مرکزي حکومت ددې چاودنې په سرته رسولو غوښتل له مخالف سياستوال، مصطفی کاظمي څخه ځان بېغمه کړي. کاظمي چې د وژل شوو خلکو په ډلې کې و، له سياسي ډلو څخه د جوړې شوې مخالفې متحدې ملي جبهې وياند و. متحده جبهه د ولسمشر حامد کرزي د حکومت مخالفه سياسي ډله ده.



نور خلک بيا په دې ګروهه دي، چې ښايي پخپله متحده ملي جبهه د چاودنې تر شا وي، ځکه د رپوټونو له مخې نوموړې جبهه له زيات خپلمنځي ګړ بړ سره لاس او ګرېوان ده.



په داسې حال کې چې شنونکي په تا ويلو، ما ويلو بوخت دي، د وژل شوو خلکو کورنۍ خپل مړي خاورو ته سپاري.



ولسمشر حامد کرزي درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ او د پارلمان نوي جوړېدونکي ودانۍ ته څېرمه يي په رسمي مراسمو د پارلمان وژل شوي غړي خاورو ته وسپارل. د پارلمان د شپږو وژل شوو غړو له ډلې څخه پنځه هغه يي د نومبر په اتمه نېټه د ټينګو امنيتي ګامونو لاندې د ماڼۍ مخې ته خاورو ته وسپارل.



خو د هلمند د ولايت استازی، انجينير عبدالمتين په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو. د ولسمشر د شخصي تيلفون په ګډون د کابل له خوا له زياتو فشارونو سره سره د هغه خپلوانو په بل ځای کې خاورو ته د هغه د مړي له سپارلو سره موافقه ونه کړه.



لومړی داسې پلان شوې وه، چې د عبدالمتين مړی به د جنازې د مراسمو لپاره په الوتکې کې هلمند ته ولېږدول شي اوبيا به بېرته کابل ته راوړل شي، ترڅو له خپلو نوروملګرو سره يوځای خاورو ته وسپارل شي. د نومبر په اتمه د هغه جنازه په يوې پوځي څرخي الوتکې کې هلمند ته راوړل شوه او د زيات شمېر خلکو له خوا بدرګه شوه.



خو کله چې جنازه هلمند ته راوړل شوه د متين کورنۍ د هغې بېرته لېږدول ونه منل او جنازه يي بست کلا ته ولېږدوله.



په جنازې پسې په روانو خلکو کې د هلمند د والي، اسد الله وفا او له نورو ولايتونو څخه د راغلو ميلمنو په ګډون، پوځي ګاډي و، چې پنځه کيلومتره وړاندې پروت د بست کلا کلي ته له ګټو او ډبروڅخه ډک سړک باندې روان و. په هرو شلو مترو کې وسله والو پوليسو سيمه څارله.



والي په بست کلا کې تم شو او جنازه له کاروان سره په يوې تنګې لارې کې د ارغنداب او هلمند سيندونو د يوځای کېدو په ځای کې يو کلي ته يوړل شوه. له نوموړي کلې څخه د ساندو او نارو سورو غږونه له ورايه اورېدل کيدل.



کله چې د متين جنازه کور ته يوړل شوه يو زړه مېرمن، چې له سر څخه تر پښو پورې يي تورې جامې اغوستې وې، په جنازې ورولوېده. نارې يي وهلې : "الله، او زما زويه، چا ووژلې؟ ولې زه له تا ترمخه مړه نه شوم؟ الله، الله."



د متين مېرمنه چې وېښتان يي ببر، جامې يي شلېدلې او بېحاله وه، د تابوت د خواوشا خلکو لاسونه يي نيولي او په ساندو يي ويل: "خدای دې هغه چاته جزا ورکړې، چې دا کار يي کړی دی! انجينير به هېڅکله بېا را نشي."



د مړي پلار، حاجي ملک محمد اکا ډېر بوډا و او پخپله په لار نه شوو تللای. هغه بل چا تابوت ته يوړ. هغه ژړل او په سختۍ يي خبرې له خولې راوتې. هغه په شونډو وويل: "زما زويه، ما درته ويلي و، چې بېرته هلته مه ځه. اوس څه کولای شو؟"



د متين مور، چې اوس د زوی له تابوت وړاندې ناسته ده، سوکان په ځمکه وهي او حکومت ته ښکنځلې کوي.



هغې چېغې وهلې: "زما زويه، چا ووژلې؟ کرزيه، خدای دې همداسې غم په کور راوله! که حکومت نه شی کولای، نو و لې د خلکو زامن وژنې؟"



د کورنۍ يو شمېر غړي يي په دې اند دي، چې مړی بايد بېرته کابل ته واستول شي. د انجنير عبدالمتين اتلس کلن زوی، عبدالقسيم وايي، چې پلار يي بايد د پارلمان له نور غړو سره يوځای ښخ شي.



هغه وويل: "زه نه غواړم پلار مې دلته ښخ شي. سره له دې چې دا زما د نيکونو تاټوبی دی، خو شاوخوا داسې خلک شته، چې ما مې د خپل پلار په قبر باندې ګومبزې جوړولو ته نه پرېږدي."



هلمند د طالبانو د بغاوت مرکز دی او حکومتي څېرې معمولا تر بريد لاندې راځي.



د متين وراره، انجينير عبدالمنان هم غوښتل، چې جنازه بېرته کابل ته ولېږدول شي.



هغه وويل: "زما تره ښه سړی و او تل يي د سولې لپاره کار کاو. زه نه غواړم، چې دلته خاورو ته وسپارل شي. ښايي طالبان د هغه قبر والوزوي."



خو د متين ورور، ګل اغا باور چې د جنازي په مراسمو کې د ګډون لپاره له برتانيې څخه راغلی و، په هلمند کې د خپل ورور د مړي په ښخولو ټينګار کاو.



هغه وپوښتل: "زموږ ټوله کورنۍ دلته ده او کولای شي دلته د هغه روح ته دعا وکړي. په کابل کې څوک لرو؟"



د بغلان بريد ته په ملي کچې غبرګون وښودل شو. ملي متحدي جبهې د چاودنې د پېچلتيا پړه په حکومت باندې اچولې ده، په داسې حال کې چې يو شمېر نورو ددې کار پړه په هغه چا اچولې ده، چې د مرکزي واکمنۍ د غړنده کولو هڅه کوي.



د هېواد شمالي ولايت، کندوز څخه د پارلمان استازې، شکريې پيکان احمدي وويل: "که دا د حکومت کار نه وي، نو ولې هته له پلاوي سره حکومتي چارواکي نه و؟ د هغوی نه شتون په پېښې کې د حکومت ښکېليتا په ګوته کوي."



د افغانستان پخواني ولسشمر او د ملي متحديې جبهې وتلی غړی، برهان الدين رباني په غندلو کې پټه خوله و. هغه وويل: "ددې بريد په هکله مهم ټکی د امنيتي چارواکو کمزوري څرګندوي. حکومت بايد دهغوی امنيت نيولای وای، خو په دې اړه يي هيڅ فکر نه و کړی."



په پارلمان کې د کندهار ولايت استازي، خالد پښتون پړه بيا په طالبانو ورواچوله.



هغه وويل: "هغه خلک د افغانستان او هېواد په ضد دي، چې وايي حکومت د بغلان په بريد کې لاس درلود. دا د ملت په ماتولو کې د هغوی د پلان لومړنی ګام دی. زه ډاډمن يم، چې دا بريد د طالبانو له خوا ترسره شوی دی. کله چې زياته مرګ او ژوبله رامنځته شي، نوهغوی تل خپل لاس لرل ردوي."



له کابل څخه رپوټونه په ګوته کوي، ملي متحده جبهه هڅه کوي، چې ښار د حکومت په وړاندې راپاڅوي. په پلازمينې کې د ښوونې او روزنې د يو شمېر چارواکو د وينا له مخې د جبهې غړي ښوونځيو ته تللي او له ښوونکو او زده کوونکو څخه يي غوښتنه کړې چې لاريونونه وکړي.



پارلمان د بغلان د والي، د هغه ولايت د امنيې د قوماندان، د ملي امنيت د مسوول او نور چارواکو د ګوښه کېدو غږ کړی دی.



په هلمند کې غم او ماتم شخصي او شديد و.



د پارلمان يو غړي، محبوب ګرمسيري وويل: "دا د ټول هلمند لپاره يوه ستره ضايعه ده. متين په ولايت کې په هر چا ګران و."



د متين ورور د ژړا په حالت کې وويل: "ما هغه ته هره پلا ويل، چې لندن ته به يي راولم. ما هغه ته وويل، چې وژل کيږې. خو هغه نه تللو. زه داسې انګېرم، چې ګوندې چا مې ښی لاس پرې کړی وي."
Frontline Updates
Support local journalists