هلمند: هرې خوا ته ستونزې

طالبان ښايي يوازينۍ او آن تر ټولو ناوړه ستونزه نه وي، چې هلمند ورسره مخامخ دی.

هلمند: هرې خوا ته ستونزې

طالبان ښايي يوازينۍ او آن تر ټولو ناوړه ستونزه نه وي، چې هلمند ورسره مخامخ دی.

. طالبان د زياتو ځايي استوګنو پر اند په سيمې کې نظم تامين او بسيا کوي.



د هلمند ولايت چارواکو تېره اوونۍ د لويي لارې 35 ساتونکي پوليس د وسه والو غلاوو په تور بنديان کړل. د ادعا له مخې نوموړې ډلې د لښکرګاه او کندهار ترمنځ د موټرو سپرلۍ لوڅولې او پيسې يي ترې شکولې.



يو تورن د نوم د نه اخيستلو په شرط آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ له موټرو څخه پيسې اخيستې. موږ له هر کوچني موټر څخه له لسو څخه تر 30 او له لويو موټرو څحه تر زرو افغانيو پورې اخيستې. موږته خپل قوماندان اجازه راکړې وه. موږ پيسې ټولولې او خپل قوماندان ته مو ورکولې او هغه بيا وروسته وېشلې."



د پوليسو جنايي آمر، محمد اسمعيل آی ډبليو پي آر ته وويل، نوموړي قوماندانان تر اوسه نيول شوي نه دي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "دې غلو له يو ټانکر څخه د تيلو په يو شخصي ستيشن باندې تېل پلورل. کله چې موږ ته د هغې په باره کې خبر راغی، موږ لاړو او هغوی ټول مو بنديان کړل. خو قوماندانان ... وتښتېدل."



د هلمند والي اسدالله وفا په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل: "موږ غواړو له دې خاينينو څخه ځانونه بېغمه کړو. موږ غواړو خلکو ته ښه امنيت راولو."



داسې ښکاري چې دا يوه سخته جګړه ده. د هلمند ولايت چې د تېر کال راهيسې د بهرنيو پوځونو او ياغيانو د سختو جګړو شاهد و، د انارشۍ او ګډوډۍ له خطر سره مخامخ دی.



خلک له تېرې مياشتې راهيسې له مخ په ناوړه کيدونکي امنيتي حالت څخه سرونه ټکوي. هره ورځ د ترهګرۍ او ډار يوه نوې څپه رامنځته کيږي، خلک برمته کيږې، بمي چاودنې کيږي ، غلا او شوکې کيږي. په داسې حال کې چې بغاوت ددې ټولو ناکراريو ترشا دی، خو هلمنديان نه غواړي ددې ټولو هغو پړه پر طالبانو واچوي.



تر ټولو تريخ حقيت دادی، چې يو شمېر تيري کوونکي دولتي يونفورم لري، خو د ناقانونۍ څپې خلک د طالبانو ملاتړ ته راکاږي، چې د ځايي استوګنو په وينا به سيمې ته د بدمرغۍ پر ځای نظم راستون کړي.



په لښکرګاه کې د خدايداد په نوم يو زده کوونکي وويل: "زه به ډېر خوښ شم، که طالبان بېرته راشي. امنيت ډېر خراب دی. زه دلته په ښا رکې ښوونځي ته ځم، خو وضعه ورځ په ورځ خرابيږي. زه ډاريږم، چې کومه ورځ برمته نه شم اويا راڅخه څوک موټرسايکل غلا نه کړي. که طالبان بېرته راشي، هرڅوک به خپلې شتمنۍ ولري. که وضعه همداسې دوام وکړي، خلک به د طالبانو ملاتړ وکړي."



خدايداد خوشې په خوشې نه ډاريږي. د جون د مياشتې په سر کې د لښکرګاه د ګاونډ په صافيان کې يو ځوان ووژل شو. خلک وايي غلو دهغه د موټرسايکل د اخيستلو هڅه کوله. موټرسايکل د لښکرګاه په تنګو تروشو لاروکوڅو کې د ترانسپورت يوه عادي وسيله ده.



ددې پېښې ښکار شوی ځوان، 22 کلن احسان الله و، چې د ماښام د اته نيمو بجو په شاوخوا کې پرې کورته د تګ پر مهال ډزې وشوې.



د هغه تره، حاجي بسم الله وويل: "هغه له کور څخه يوازې 500 متره وړاندې و. دوو تنو غوښتل له هغه څخه موټرسايکل واخلي. په هغه يي شپږ ډزې وکړې. کله چې خلک راټول شول، هغوی وتښتېدل."



د حاجي بسم الله د وينا له مخې حکومت د پېښې د عاملينو د لټولو هڅه نه کوي.



هغه وويل: "طالبانو زما وراره نه دی وژلی. زه سل په سل کې ډاډمن يم، چې هغه جنايتکارانو وژلی دی."



زياترو هلمنديانو ته د "جنايتکار" کلمه له حکومتي چارواکو سره تړلي برېښي.



د جولای په مياشت کې د نيول شوو پوليسو په څېر زياتره يونيفورم لرونکي چارواکي په شوکو او يا د خلکو په وړاندې په نورو لاسوهنو تورن دي.



د صافيانو د کلي يو تن اوسيدونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل:"ټوله ناامني د حکومت له لوري راځي. هغوی د شپې له خوا له موږ غلاوې کوي او د ورځې له خوا يونيفورم اغوندي."



په لښکرګاه کې د يوې وتلې ښځينه ډاکټرې په ورور، سيدشاه باندې هم د جون د مياشتې په سر کې بريد وشو. عيني شاهدانو وويل، څلورو تنو هغه په زوره په موټر کې خېژولو خو هغه ځان ټينګ کړی و. هغوی څو څو ځلې هغه په چاړه ووهلو او بيا وتښتېدل. سيدشاه روغتون ته يوړل شو او له درملنې وروسته ښه شو.



يو هټيوال چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، وويل د بريد کوونکو په ډلې کې يو تن د پوليسو يونيفورم اغوستی و.



د جون د مياشتې په سر کې د الله نظر او منصور په نوم دوه تنه ځوانان هم تښتول شوي و. يو ليک د الله نظر پلا ر ته استول شوی او ورته يي ليکلي و، چې "هلکان په الهي عدالت وروسېدل."



مړي ورنه کړل شو او کورنۍ يي تر اوسه د هغوی د ژوند په هکله خپله هيله له لاسه ورکړې نه ده. زيات شمېر خلک داسې انګيري، چې هلکان طالبانو وړي او له بهرنيو ځواکونو سره د تړاو له امله يي وژلي دي. په ليک کې په منصور د "جاسوس" تور لګول شوی و او طالبان د داسې خلکو سر پرې کوي. يو شمېر نور په دې اند و، چې د پېښې تر شا عادي جنايتکارانو لاس درلود.



په هلمند کې د برتانوي پوځونو وياند، ډګروال چارلي مايو آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه ددې دوو تنو د برمته کولو په اړه معلومات نه لري. خو هغه وويل، چې په عمومي توګه وضعه ډېره بده نه ده.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زما په اند په تېره مياشت کې امنيتي وضعه ښه وه. پوليس او د افغان ملي اردو سرتېرې د خلکو مرستې ته اړتيا لري."



د امنيت آمر، محمد عيسی افتخاري وضعه داسې وارزوله: "د امنيتي وضعې د خرابېدلو تر شا د کمزوری اقتصاد، خراب کلتوري حالت او د خلکو او حکومت تر منځ د ګډې مرستې نه موجوديت په څېر يو شمېر فکتورونه وجود لري. خو اصلي عامل دادی، چې حکومتي ارګانونه يو له بل سره همکاري نه کوي. خلک په يو ناکرار چاپېريال کې ژوند کوي."



افتخاري دا ومنله چې وضعه د څو اوونيو راهيسې نوره هم پسې ناوړه شوې ده او په يو شمېر پېښو کې يي د پوليس لاس لرل ومنل. هغه وويل: "په پوليسو کې ستونزې شته. د يو شمېر پېښو تر شا د پوليسو لاس دی او موږ هغه ګورو. داسې يو شمېرخلک شته، چې د پوليسو جامې اغوندي او په ترهګرو فعاليتونو کې ښکېل دي. هغوی نه روزل شوي او نه مسلکي دي. هغوی خپلې دندې د اغېز (نفوذ) له لارې ترلاسه کړي دي."



نوموړي زياته کړه، کوکنار، د نيشه يي توکو قاچاق او د ليک لوست نشتوالی د بې امنۍ ستر لاملونه دي. هغه وويل: "زياتره جنايتونه د نيشه يي توکو قاچاق وړونکو له خوا ترسره کيږي، چې له طالبانو سره مرسته کوي. هغوی د افغانستان دښمنان دي او نه غواړي چې امنيتی حالت ښه شي. په دې توګه کارونه نورهم پسې خرابوي."



د هلمند ولايت د نړۍ د کوکنارو کرونده ده او د نړۍ د اړتيا وړ نيژدې نيم اپين توليدوي. زيات شمېر څارونکي د امنيت د خرابېدلو پړه د نيشه يي توکو په قاچاق وړونکو او د طالبانو او قاچاق وړونکو ترمنځ په اړيکو اچوي. هغوی خپله جګړه د نيشه يي توکو د خرڅلاو له لارې پر مخ وړي.



طالبان په خپل وار د مخ په ودې ستونزو پړه په بهرنيو پوځونو او د هغوی په شريکبانډو اچوي.



لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان وويل: "د افغانستان دښمنان څرګند دي. هغوی بهرنيان، ملي اردو، دهغوی نور انډيوالان او حکومتي متحدين دي."



هغه وويل: "کله چې دا بهرنيان زموږ خاورې ته راغلي دي، جنايتونه، وژنې او هرڅه زيات شوي دي.غله او جنايتکاران پخپله په حکومت کې دي. که هغوی څوک بندي کوي، بله ورځ يي بېرته خوشې کوي. ځکه بډې اخلي."



هغه زياته کړه، طالبانو خپل فعاليتونه دې خلکو ته مخامخ کړي دي. نوموړي وويل: "موږ نه غواړو خپلو هېوادوالو ته زيان ورسوو. موږ زيات شمېر جنايتکارانو ته سزا ورکړې ده. موږ په پوليسو باندې بريدونه کړي او د سړک په غاړو کې مو ورته بمونه ايښي دي. حکومت پوهيږي، چې څوک طالب دی او څوک نه دی. خو موږ ته څه نه شي ويلای. هغوی ولسي خلک ځوروي او پيسې ترې اخلي. هغوې ډېر کمزوري دي."



د ناتو تر ملاتړ لاندې د ملي اردو سرتېري په تېرو څو اوونيو کې د يو څو وتلو قوماندانانو په ګډون د زيات شمېر طالبانو د وژلو ادعا کوي. له بده مرغه هغوی زيات شمېر ولسي خلک هم وژلي، چې عمومي وضعه يي نوره هم پسې ناوړه کړې ده.



دا رښتيا ده، چې په دې وروستيو اوونيو کې طالبانو اردو او پوليسو ته زياته درنده مرګ او ژوبله اړولې ده. د جون د مياشتې په منځ کې د پوليسو د افسرانو څخه يو ډک موټر په کابل کې وچاود، 35 تنه يي مړه او نور زيات يي ټپيان کړل. د رسمي سرچينو د وينا له مخې په هلمند کې يوازې په دوو تېرومياشتو کې 40 تنه سرتيري مړه او له اوياوو زيات ټپيان شوي دي.



په هلمند کې وضعه په ډېره چټکۍ مخ په خرابېدو ده. پروسږکال وضعه له پرتله ييزې کرارۍ څخه نژدې د ناتار خواته روانه ده.



ذبيح الله وويل: "يو کال دمخه په نادعلي کې وضعه ډېره ښه وه. وژنې او تښتونې نه وې، ښوونځي پرانيتسي و. خو له کله راهيسې چې طالبان راغلي، وضعه خرابه شوې، خلک ترهور او وارخطا دي. هغوی هرجنايت ته دروازه پرانيسته. اوس ښوونځي تړلي دي، غلاوې ډېرې شوې دي. خلک نه پوهيږي، چې څه وکړي."



وحيدالله په لښکرګاه کې انګليسي کورسونه لوستل. خو ورته له ګواښونو رسيدلو وروسته يي پرېښودل. هغه وويل: "زه د ولسوالۍ له مرکز ها خوا نه شم تللای. ډېر ډارېږم. هر ځای وژونکي او غله دي. ما ويل که لوست ته دوام ورکړم، څوک به مې ووژني، نو ځکه مې پرېښود."



د هلمند په شمال کې د طالبانو تر کنترول لاندې پرتې ولسوالۍ، واشېر څخه لښکرګاه ته راغلی يو زده کوونکی، عبدالکريم په ورته ډول بدبينه و.



نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې هغوی په واشېر کې ښوونځي ته اور واچاو، زه د لوست لپاره دلته راغلم. ما يوه کوټه په کرايه نيولې او يوه کوچنۍ هټۍ لرم، چې لګښت پرې پوره کړم. انګليسي کورسونه هم لولم. ماته د طالبانو ګواښ راورسېد. که څه هم فراغت ته مې يوه مياشت پاتې ده، خو لوست بايد ودروم. زما پلار راته وويل، چې کوکنار به وپلوري او مابه د زده کړو لپاره پاکستان ته وليږي. چارواکي دلته امينت نه شي راوستلای. هغوی خپلې دندې سرته نه رسوي. هغوی پخپله جنايتونه کوي. که چېرته کوم جنايتکار ونيسي، بله ورځ يي خوشې کوي."



نجونې او ښځې په ځانګړې ډول له وضعې اغېزمنې شوې دي. په هلمند کې چې د کلتورله پلوه زياتره ښځې په کورنو کې بندې دي، خو د وضعې خرابوالي د هغوی هغه لږه لاس ته راوړې ازادي هم له منځه وړې ده.



يوې ځوانې نجلۍ، نوريې وويل: "څه ناڅه يوکال کيږي، چې زموږکورنۍ له پاکستان څخه راستنه شوې ده. امنيتي حالت ډېر ښه و. موږ په سولې کې ژوند کاو. زه په پنځم ټولګي کې يم. خو اوس مې پلار ښوونځي ته نه پرېږدي. هغه وايي وضعه ښه نه ده. آن زموږ د کور ماشومان بهر ته د لوبو لپاره نه شي تللای."



پروانه زړوره ده. هغه وايي: "زه په نهم ټولګي کې يم. ښوونځی مو له کور څخه ډېر وړاندې دی. ورور مې د ښوونځي تر دروازې رسوي. خلکو راته د مرګ ګواښونه کړي. په لښکرګاه کې امنيت ښه و، خو که نن له خپل کور څخه چېرته لاړ شو، خلک راځي او مالونه مو غلا کوي. که زر ځلې راته ګواښونه وکړي، زه به خپلې زده کړې ته دوام ورکړم. ښوونځي ته به ځم. "
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists