هلمند د کوکنارو د تر ټولو زيات حاصل په درشل کې

د ولايتي چارواکو په وينا به 2007 کال د هلمند جګړې ځپلي ولايت د اپينو تر ټولو زيات توليدوونکی کال وي

هلمند د کوکنارو د تر ټولو زيات حاصل په درشل کې

د ولايتي چارواکو په وينا به 2007 کال د هلمند جګړې ځپلي ولايت د اپينو تر ټولو زيات توليدوونکی کال وي

Monday, 15 February, 2010
. د ولايت دننه حکومتي سرچينې وايي، چې د اپينو د سږکال توليدات به آن د 2006 کال تر توليداتو پښه واړوي. د ځايي خلکو په وينا له کابل څخه د کوکنارو د پټيو د اړولو لپاره راليږل شوې ډلې د کوکنارو له اړولو دمخه له وسله وال مقاومت سره ليدنه کتنه کوي.



د هلمند ولايت د کرنې رئيس انجنير غلام نبي وايي: "سږکال د تېر کال په پرتله په دوه هومره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي. حکومت له کروندګرو سره وړ مرسته نه ده کړې. له دې امله يي زيات کوکنار کرلي دي."



هلمند د هېواد له سهيلي ناکرارو سميو څخه يوه سيمه ده، چې مخ پرزياتيدونکي تاوتريخوالي حکومت ته دا ستونزمنه کړې ده، ترڅو د کوکنارو د له منځه وړلو يو اغېزمن کمپاين پلی کړي. کروندګر د اغيزمنو متقابلو مرستو د نشتوالي او همدارنګه د طالبانو د ملاتړ له امله د کوکنارو په کرکيله کې زياتوالی راولي.



نوموړي وويل: "د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې ډېر زيات کوکنار کرل شوي دي."



د دسمبر په مياشت کې د امريکا د متحده ايالتونو حکومت د اټکل له مخې د افغانستان د اپيمو د 2006 کال ټول توليد د 2005 کال د توليد په پرتله په سلو کې 26 زيات و. په داسې حال چې د نيشه توکو او جنايتونو لپاره د ملګرو ملتونو (UNODC) څانګې د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان د اپيمو د توليد په سروې کې په سلو کې د 49 زيات توليد وړاند وينه کړې وه.



د هلمند برلاسی رول په هېواد کې د اپيمو د توليد لپاره د کارول شوې کروندې له اندازې څخه ښه جوت دی. د UNODC رپوټ اټکل کړی و، چې په دې ولايت کې د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله په 2006 کال په سلو کې 42 کرونده کارول شوې وه. په هلمند کې د کوکنارو کرونده په بېسارې توګه پراخيږي. پروسږنۍ کرونده د 2005 کال په پرتله دوه نيم هومره زياته وه.



که چېرته دا اټکلونه سم وخيژي، نو 2007کال به په هلمند کې تر ټولو لوی کال وي. غلام نبي وويل، په 2005 کال کې د 35 زره هکټاره په پرتله سږکال په 60 زره هکټاره کرونده کې کوکنارکرل شوي و. هغه وويل، د هلمند ولايت د کرنې رياست يوازې راجستر شوې کرونده په پام کې نيولې ده. کروندګر په نورو سيمو، دښتو او غرونو کې هم کوکنا رکري، چې د هغه په شمېرنه کې يي يادونه شوې نه ده.



د UNODC د 2006 کال په اټکل شوي 69 زره هکټاره کرونده کې د دښتو کرل شوي ځمکې هم راغلي دي. په 2007کال کې د ټولې کرل شوې ځمکې اټکل له چا سره نه شته.



دا شمېرنې په ځانګړې توګه هغه ستونزې هم په ګوته کوي، چې د افغانستان حکومت د برتانيې او امريکا په سخاوتمندانه ملاتړ له نيشه يي توکو سره د مبارزې له لارې راوړې شوي. نوموړو دواړو هېوادونو په ګډه له افغانستان سره د پوليسو او قضا د بيارغاولو، د بديل معيشت د پلي کولو او د هغې په پاتې راتلو کې د هغو کروندګرو د کروندو د اړولو په ګډون، چې په کرلو يي ټينګار کوي، د دوو ملياردو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده، ترڅو پرې له دې ستونزې ځان بېغمه کړي.



کروندګر وايي، هغه بله کومه چاره نه لري



لږ تر لږه کروندګرو په هلمند کې له دې کروندې څخه د لاس اخيستنې د هڅونو په وړاندې مقاومت کړی دی.



لښکرګاه ته څېرمه د مارجې د ولسوالۍ يو کروندګر، حاجي رحمت الله وويل: "زه نو څه شی وکرم؟ زه بايد خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړم. که بل کوم کار وای، نو هيڅکله به مې هم کوکنار نه وای کرلای. خو د سابو د کرلو له لارې پيسې نه شم ګټلای، بل کوم روزګار هم نه شته. فابريکې نه شته. موږ آن د اور ډبلي نه شو جوړولای."



د کوکنارو د له منځه وړلو يو شمېر برتانوي او امريکايي ماهرين په پټه وايي، چې د هلمند کروندګر کوکنار له نيستۍ څخه نه کري، بلکې د ګټې لپاره يي کري. خو رحمت الله ټينګارکوي، چې هغه يوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دا کار کوي.



هغه وويل: "موږ کوکنار کرو او د نيشه يي توکو قاچاقچيان يي له موږ څخه اخلي. موږ هغه په ارزانه بيه پلورو. هغوی يي بيا له پولې ها خوا پاکستان ته اړوي. هغوی زموږ په پرتله دوه هومره ګټه کوي."



دا خبره د UNODC په رپوټ کې هم راغلې، چې زياته ګټه د نيشه يي توکو په لويو قاچاق وړونکو پورې تړلو خلکو ته رسيږي. د رپوټ له مخې زياتره کروندګر له دې حاصل څخه هغومره څه نه تر لاسه کولای.



د مارجې يو بل کروندګر شکايت وکړ او ويي ويل: "زه ايکې دوه جريبه ځمکه لرم. زه په هغې کې 20 کيلو خشخاش شيندم. له هغې څخه راته يوازې سل زره افغانۍ په لاس راځي، چې نه شم کولای خپلې کورنۍ ته پرې په مړه ګېډه ډوډۍ ورسوم."



حکومت ژمنه کړې وه، چې خلکو ته به د بديل معيشت زمينه چمتوکوي، خو چارواکي او کرونګر دواړه لا دې معيشت ته سترګې په لار دي.



د نادعلي د ولسوالۍ اوسيدونکي، جمعه خان وويل: "حکومت موږ ته وايي، چې کوکنار مه کرئ، خو کومه مرسته راسره نه کوي. هغوی له موږ سره د زعفرانو د تخم ژمنه وکړه، خو تر اوسه يي نه دي راکړي. که هغوی موږ ته وايي، چې پنبه يا سابه وکرو، نو بايد د بازار په موندلو کې راسره هم مرسته وکړي."



د کرنې رئيس دا مني، چې د کوکنارو له کرلو څخه د کروندګرو د اړولو په وړاندې حکومت ډېره لږه مرسته کوي.



هغه وويل: "پروسږکال مو 17 زرو کورنيو ته تخم او سره ورکړه. دا بس نه و. سږکال به 582 ټنه تخم ووېشو."



کروندګر شکايت کوي، چې د هلمند په وچ اقليم کې سابه او غنم زياتې اوبه غواړي. داسې کوم بازار هم نه شته، چې له دې حاصلاتو څخه ښه ګټه لاس ته راشي.



لښکرګاه ته څېرمه د 30 جريبو ځمکې يو خاوند وويل: "که سابه وکرم، نو آن بېرته به راته خپلې پيسې هم پوره نه کړي. له دې امله ټول خلک کوکنارکري."



د PR د کمپيان پاتې راتګ



د نيشه يي توکو په وړاندې د مبارزې يو محور هم کروندګرو ته د معلوماتو چمتو کول دي. په دې کمپاين کې په دې ټکې ټينګار کيږي، چې وويل شي د اسلام د دين له مخې د کوکنارو کرکيله حرامه ده. په هلمند کې حکومتي چارواکو د ديني عالمانو څخه په دې هکله د مرستې غوښتنه کړې ده، تر څو په خپل دينې اغېز د خلکو په منځ کې دا خبره په پراخه توګه خپره کړي.



په ځينو ځايونو کې په دې خبرې غوږ نه دی ګرول شوی. حکومت پلوو ملايانو ددې پيغام په خپرولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی، خو د ديني عالمانو نور بيا په دې هکله دومره همکاري نه کوي.



يو ملا چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "کوکنار د سهيل غبرګون دی. بهرنيان شراب جوړوي او نورې نړۍ ته يي صادروي. موږ کوکنار لرو. هغوی زموږ خلک وژني او بيا موږ ته وايي، چې کوکنار ونه کرو. موږ به د هغوی امر ونه ومنو. موږ به د هغوی مريان نه شو."



آن هغه شمېر خلک، چې د اسلام د دين له مخې د کوکنارو حراموالی مني، خو بهانه ورته هم پيدا کوي. جمعه خان وويل: "زه پوهيږم، چې هغه حرام دي، خو زه هم بايد خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړم."



د کوکنارو د زياتې کرکيلې په اړه لويه اندېښنه د هغې له ګټې څخه د طالب جنګياليو تغذيه ده. د طالبانو مشران دا نه مني، چې ګوندې هغوی دې خلک د کوکنارو کرلو ته اړ باسي. هغوی دا خبره هم ردوي، چې د کوکنارو د کرلو په هکله د کوکنارو له قاچاق وړونکو څخه د هغوی د حمايت په بدل کې پيسې اخلي.



د ناوې په ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان وويل: "موږ کروندګرو ته نه وايو، چې کوکنار وکري. دا په هر کروندګر پورې اړه لري. موږ له کوم قاچاق وړونکو څخه هم پيسې نه اخلو. د نيشه يي توکو لېږدوونکي د خلکو او ولس غليمان دي. هغوی زموږ غليمان دي. "



خو طالبان له دې څخه انکار نه کوي، چې هغوی د کوکنارو د کروندګرو ملاتړي دي. په دې هکله قوي شواهد شته او هغه دا چې دا طالبان دي، چې د نيشه يي توکو د له منځه وړلو په وړاندې د مبارزې مخه نيسي.



د کوکنارو په له منځه وړونکو ډلو باندې بريدونه

د فبرورۍ د مياشتې لومړۍ اوونۍ د نيشه يي توکو په له منځه وړونکو باندې د بريدونو پرله پسې شاهده وه.



د نادعلي د ولسوالۍ يو کروندګر، رحمت الله وويل: "هغه مهال چې د کوکنارو ضد پوليس راورسيدل، نو زما له کور څخه يو کيلومتر وړاندې يي واړول. هلته به تل نښتې وې. زما په اند دا طالبان و. کرونګر دومره غښتلي نه دي، چې له پوليسو سره دې وجنګيږي."



يو بل کروندګر تاييد کړه، چې ځايي خلک هم په نښتو کې لاس درلود. "کله چې پوليس راورسېدل، نو يو شمېر ځايي خلکو هم ورسره لاس يو کړ. زه په دې خوشحاله يم. کله چې ټول خلک په جګړو کې بوخت شي، نو زه به په ډېره کرارۍ خپل کوکنار وکرلای شم."



هرڅوک چې جګړه کوي، کوي به يي، خو ګټه يي طالبانو ته رسيږي.



د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان وويل: "زياتره بريدونه ځايي خلک کوي. طالبان له هغوی سره مرسته کوي. دا د خلکو د باور د لاس ته راوړلو لپاره طالبانو ته ښه فرصت ورکوي. موږ کولای شو، خپل جهاد ته دوام ورکړو او ځايي خلک کولای شي، خپلې کروندې وساتي. زموږ طالبان چمتو دي د هلمند هر ځای ته لاړ شي، تر څو له کروندګرو سره د کوکنارو د اړلو د مخه نيوونکو په وړاندې جګړې کې مرسته وکړي."



له نيشه يي توکو سره د مبارزې په وړاندې د کورنيو چارو مرستيال، جنرال داود داود د وينا له مخې په هلمند کې د 500 تنو په شاوخوا کې پوليس ځای په ځای شوي دي، چې له پلازمينې څخه د کوکنارو په اړولو کې د مرستې لپاره هلته استول شوي دي.



داود وويل: "بريدونه يوه عادي خبره ده. دا د طالبانو يا د حکومت د نورو دښمنانو کار دی."



نوموړي زياته کړه، که اړتيا ورته وليدل شوه، نو د کورنيو چارو وزارت به هلته نور ځواک هم وليږي.



پروسږکال د پوليسو تر منځ د زيات فساد د شتون له امله د کوکنارو د اړولو په وړاندې کمپاين له ناکامۍ سره مخامخ شو.



د هلمند ولايت د نيشه يي توکو سره د مبارزې رئيس، عبدالمنان وويل: "بډای کروندګر د بډو ورکولو له لارې د (کوکنارو) داړولو مخه نيسي، په داسې حال کې چې بېوزلي کروندګر بيا دا کار نه شي کولای."



په کابل کې د نيشه يي توکو په وړاندې د مبارزې چارواکي هيله من دي، چې سيمو ته د نا استوګنو پوليسو د استولو له لارې به ښه پايلې تر لاسه کړي.



د ولسمشر وياند، کريم رحيمي وويل: "د کوکنارو له منځه وړل اسانه خبره نه ده. ښايي خلک زيات غبرګون وښايي،خو موږ به ورته غوږ ونه نيسو. موږ جدي يو. موږ به له ټولو لارو چارو څخه ګټه واخلو، ترڅو له هېواد څخه کوکنار ورک کړو."



له نيشه يي توکو سره د مبارزې د وزارت وياند، سيد اعظم وويل، حکومت سږکال د کوکنارو په کروندو باندې د درملو د شيندلو خبره له منځ څخه وايسته، خو که چيرته په بل فصل کې هم کوکنار وکرل شو، نو بيا به په هغې له سره غور کړي.



بازارونه تر مورګو رسيدلي دي



حاصلات په هغه اندازه زيات شوي، چې بازارونه تر مورګو رسيدلي دي. د UNODC د وينا له مخې د اپينو د تېر کال حاصلات د نړی د تقاضا له کچې څخه په سلو کې دېرش زيات و.



په حاصلاتو کې نور زياتوالی به خامو موادو د بيې د ټيټوالي لامل شي.



له دې امله د نيشه يي توکو يو شمېر قاچاق وړونکي د کوکنارو د کرلو په وړاندې د مبارزې پلويان دي.



په لښکر ګاه کې يو قاچاق وړونکي وويل: "که د کوکنارو اړول بريالي شي، نو زه به ډېر خوشحال شم. ما يوه زياته اندازه اپين زېرمه کړي دي. که چېرته هغوی کوکنار وانه اړوي، نو ډاريږم چې بيې به راوليږي."



عادي خلک د کوکنارو د کرلود لنډې مودې د ګټو هرکلې کوي او هغه زيان ته پام نه اړوي، چې ښايي په راتلونکې کې يي رامنځته کړي.



په لښکرګاه کې يو هټيوال وويل: "هيله من يم، د کوکنار فصل ښه وي. که حکومت کوکنار واړوي، نو خلکو ته به پيسې په لاس ورنه شي او له امله به يې زه څه شی ونه شم پلورلای."



يو ناواده ځوان هم د کوکنارو په ګټې کې خپله مينه څرګنده کړه. هغه وويل: "پخوا به ناواده ځوانان ايران او پاکستان ته تلل، چې پيسې وګټې او واده وکړي. نو کله به چې راستانه شول، نو زاړه شوی به وو. اوس د کوکنارو د کرکيلې له لارې پيسې ګټو او نورو ځايونو ته د تګ اړتيا راته نه پاتې کيږي."



يوه ډله خلک په دې پوهيږي، چې کوکنار څومره د هغوی په ژوند باندې ناوړه اغېز کوي او هغه په نيشه يي توکو باندې د مخ په زياتيدونکو افغانانو روږدي کېدل دي.



څلور شپېته کلن راز محمد وويل: "کله به مې چې (د) کوکنارو (غوزې) وهلې، نو د اپينو شيره به مې په ګوتو تويېده. ما به هغه څکله. د وخت په تېريدو به مې د هغې زياته اندازه خوړه. همدارنګه د چرسو په څکولو مې هم پيل وکړ. اوس زما خپلوان په ما شرميږي. هر سړي ته زما پيغام دادی، چې چرس مه څکوئ او هيڅکله هم د کوکنارو په کروندو کې کار مه کوئ."
Frontline Updates
Support local journalists