هلمند او د اوړي د موسم جگړه

.ملېشې په تمه دې چې د نړيوالو پوځونو د شتون د کمېدو له امله له امنيتي تشې څخه گټه پورته کړي

هلمند او د اوړي د موسم جگړه

.ملېشې په تمه دې چې د نړيوالو پوځونو د شتون د کمېدو له امله له امنيتي تشې څخه گټه پورته کړي

په هلمند  کې د آی ډبليو پي آرتر روزنې لاندېخبريال، گل احمد احسان ليکنه 

د طالبانو د اوړي د موسم جگړه توده شوې او ياغيان د ناتو د ځواکونو له وتلو څخه دمخه د افغان امنيتي ځواکونو دفاعي وس ازمايي.

سويلي ولايت، هلمند تر ځانگړی پام لاندې دی، ځکه طالبان هلته هر بری د يو ستر تبليغاتي کمپاين په توگه کارولای شي.

د هلمند والي، محمدنعيم وويل: "په زياترو سيمو کې امنيتي مسؤوليت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی، طالبانو ته ويل شوي چې برياليتوب ته نژدې دي او کولای شي افغان ځواکونه له ماتې سره مخامخ کړي. خو دا هسې بابيزې خبرې دي، ځکه حکومتي ځواکونه د طالبانو په پرتله زيات ځواکمن او مورال يې خورا لوړ دی."

نعيم زياته کړه، طالبانو په پنځو ولسواليو کې بريدونه سرته ورسول او په ځانگړي ډول يې په سنگين کې سخته جگړه وکړه. هلته جگړه تر يوې اوونۍ پورې روانه وه، ياغيانو هڅه کوله د سنگين او کجکي تر منځ د نوي سړک د ودانولو کار بند کړي.

والي وويل: "طالبانتل هڅه کوى چې  د هېواد د بيارغاولو د کار مخه ونيسي."

تاوتريخوالي د ولايت مرکز، لښکرگاه پورې ورسېد او طالبانو پر ښار راکټونه واورول.

د عتيق الله اميرخېل په نامه يو پوځي شنونکي او د اردو پخواني جنرال وويل، په هلمند کې د وروستيو کلونو په سختو جگړو کې به هر راز بری د ياغيانو مورال ډېر لوړ کړي.

هغه وويل: " هلمند کې  امريکايي ، بريتانوي او افغان ځواکونه ډېرپراته وو که دهلمند هره برخه طالبان نيسى نو پدې مانا چې دوى کولاى شي امريکايان ، انگريزان او افغان ځواکونوته ماتى ورکړي او دخپلو جنگياليو مورال قوى کړي ))."

د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي وويل: "د پاکستان يو شمېر ځانگړې کړۍ او طالبان داسې اوازې خپروي چې بهرني پوځونه لا له وړاندې وتلي ... او افغان ځواکونه دفاعي وس نه لري. همدارنگه د [پاکستان د] ديني مدرسو زده کوونکو ته وايي چې افغانستان ته هندي سرتيري راغلي دي، هغوی بايد د هندوانو په وړاندې جهاد وکړي. دې ورته کيسې د يوه او بل په خولو کې ددې لپاره گرځي راگرځي، چې د طالبانو جگړه ييز معنويات لوړ کړي."

صديقي په ټينگار وويل، چې طالبانو په هلمند کې په اصل کې ماتې خوړلې.

نوموړي خپلې خبرې په دې ټکي پای ته ورسولې: "زه د هلمند خلکو ته ډاډ ورکوم چې وضع د خرابېدو خواته روانه نه ده. دا مازې د طالبانو له لوري يوه رواني جگړه ده."

له بيا بيا غوښتنو سره سره د طالبانو وياند د وضعې په اړه له مرکې کولو غاړه وغړوله.

د اوړي د موسم جگړو د پلازمېنې په گډون د هېواد نورې برخې هم اغېزمنې کړي دي. د می د مياشتې په ٢٤نيټه  طالب جنگياليو د کډوالۍ د نړيوالې موسسې پر مرکزي دفتر بريد وکړ، دوه تنه ولسي خلک او يو تن پوليس يې ووژل او د سړک پر سر جگړه يې لاس پورې کړ. پنځه ورځې وروسته په جلال آباد کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې پر نماينده گۍ بريد وشو او يو ساتونکی يې ووژل شو. 

په هلمند کې يو سياسي شنونکي او د مدني ټولنې فعال، حزب الله خاموش وويل، د طالبانو مشرتابه غوښتل افغان امنيتي ځواکونو ته د مسؤوليت د لېږد له هرې راولاړې شوې تشې، په تېره بيا د څارنې د تجهيزاتو، لکه بې پيلوټه الوتکو او اورني ځواک له نشتوالي څخه گټه واخلي. د راتلونکي کال تر پايه به د ناتو گڼ شمېر سرتېري [له هېواده] ووځي.

هلمند د څو پرله پسې کلونو راهيسې له پاکستان سره د اوږدې غځېدلې پولې له امله تر ځانگړي فشار لاندې دی.

د دفاع وزارت وياند، جنرال ظاهرعظيمي په دې وروستيو کې خبريالانو ته وويل، پاکستاني ديني مدرسو خپل گڼ شمېر زده کوونکي د اوړي د موسم د جگړو لپاره افغانستان ته را استولي دي.

د هلمند د امنيتي چارو مشر، سمونوال غلام رباني وويل، په اوړي کې د کروندو او فصلونو لويېدل د چريکي بريدونو لپاره ښه ستر او اخفا رامنځته کوي، په داسې حال کې چې د کوکنارو کروندگر هم له  هغوی سره مرسته کوي. هلمند په نړی کې د اپينو تر ټولو لويه توليدوونکې سيمه ده.

د هلمند اوسيدونکي وايي په وروستيو مياشتو کې يې د طالبانو په تاکتيک کې يو څه بدلونونه ليدلي دي.

د ناوې د ولسوالۍ اوسيدونکي محب الله وويل، د ماينونو او د سړک د غاړو بمونو په کارولو کې ډېر زياتوالی راغلی دی. طالبان په نوو وسلو او گاډو ښه سمبال شوي.

هغه زياته کړه: "طالبان په هرو څو مياشتو کې نوي موټرسايکل اخلي او زياته اندازه پيسې ترلاسه کوي. د طالبانو ځايي مشرانو نوي موټر پيدا کړي."

د نادعلي په ولسوالۍ کې يو هټيوال، سيد ولي وويل، ياغيانو له ولسي خلکو سره په چال چلن کې هم نرمښت راوستی دی.

هغه وويل: "پخوا به طالبانو د ږيري د اندازې، د پگړې پر سرولو او د نورو شيانو په اړه خلک ځورول، خو اوس دا کارونه نور نه کوي."

هغه وويل، کله چې طالبان په دې ورځو کې چاته د مرگ سزا ورکوي، نو د خلکو په وړاندې نه، بلکې چېرته په پټه يې وژني.

هغه وويل: "طالبان د خلکو بد ايسېدل او ويل يې چې ظالمان دي. اوس [هغوی] په دې هڅه کې دي چې د خلکو زړونه په لاس راوړي."

گل احمد احسان په هلمند کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.


Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists