هره کلمه يو ځانګړى ارزښت لري

د وړانديز شوي اساسي قانون په سريزې کې د "مقاومت" د کلمې کارولو د استازو تر منځ تاوده بحثونه او آن تاو تريخوالى رامنځته کړى .

هره کلمه يو ځانګړى ارزښت لري

د وړانديز شوي اساسي قانون په سريزې کې د "مقاومت" د کلمې کارولو د استازو تر منځ تاوده بحثونه او آن تاو تريخوالى رامنځته کړى .

Wednesday, 24 December, 2003

په نوي اساسي قانون کې د "مقاومت" اصطلاح د لويي جرګې د استازو تر منځ لاس اچونې ته خبره رسولې اوښايي چې هغه له متن څخه وايستل شي.


د "مقاومت" اصطلاح په ١٩٩٢ کال کې د کمونيست رژيم له راپرځيدو وروسته هغه مهال د شمالي ټلوالې د جنګياليو له خوا رامنځته شوه، چې خپل منځي تنظيمي جګړې پيل شوې. خو له هغې وروسته د طالبانو په وړاندې د هغوى جګړو ته هم همدا نوم ورکړ شو.


د اساسي قانون د مسودې د سريزې په څلورم پاراګراف کې راغلي: "د افغانستان د ملت سرښندنو، تاريخي مبارزو، جهاد او په حق مقاومت د ستايلو او د افغانستان د آزادۍ د لارو د شهيدانو لوړ مقام ته په ارزښت ورکولو"


خو د مقاومت د اصطلاح په ورزياتولو يو زيات شمېر استازو خپل مخالفت څرګند کړ. ځينو ويل، چې ددې کلمې مانا څرګنده نه ده. ځينو نورو ويل، ددې کلمې ورزياتول به شمالي ټلواله د نورو امتيازاتو د غوښتلو لوري ته وهڅوي.


د جوزجان ولايت دخلکو يو ټاکلي استازي، ګل محمد پيمان وويل، په داسې حال کې چې د شمالي ټلوالې مشر احمد شاه مسعود په "مقاومت" کې له هېواد سره د مينې له مخې برخه اخيستې وه، ځينې "جنايت کاران" اوس داسې لارې چارې لټوي، چې خپلې کړنې ددې اصطلاح له مخې له غش څخه پاکې وښيي. هغه وايي: "ځينو جنايت کارانو د "مقاومت"


له کلمې ناوړه ګټه پورته کړه، په وژنو يي لاس پورې کړ او چور او تالان يي ګډ کړاو اوس غواړي ددې کلمي په کارولوخپل ځانونه په راتلونکي کې د خلکو له حساب څخه وژغوي."


پلوشه حسن، د همغږۍ ٣٨ کسيزې کمېټې غړې وايي ، چې په لسګونو جرګه ګيو کې ددې کلمې په سر تودې خبرې اترې شوي دي. هغې آى ډبليو پي آر ته وويل: "زياترو استازو دا کلمه ونه منله. اوس ډېره ښه موقع ده، چې هغه له پامه وغورځول شي."


په ځينو حالتونو کې دې اصطلاح د کارولو په سره خبره تاو تريخوالي ته ورسېده.


احمد نبي محمدي، يو جهادي مشر، (د "حرکت انقلاب اسلامي" د تنظيم غړى، چې د طالبانو له پلويانو څخه و) ، د يوې جرګه ګۍ مشري په غاړه درلوده. هغه په څرګنده اوزغرده ژبه د "مقاومت" له کلمې سره مخالفت وښود. د يو عيني شاهد فيض الله قادري په وينا سمدلاسه شور او زوږ راپورته شو او د جرګه ګۍ نور غړي په فزيکي توګه له محمدي سره لاس او ګرېوان او سوک او څپېړه شول.


جرګه ګې وپتېله چې محمدي د غونډې له مشرۍ وباسي او په پاى کې د "مقاومت´د کلمې د ساتلو په هکله رايي واچول شوې. محمدي دتبصرې لپاره ونه موندل شو.


په لويه جرګه کې د مزارشريف استازي، ايل مراد ارغون وويل، دهغه په جرګه ګۍ کې هم ددې کلمې په هکله تاوده بحثونه وشول. هغه د مقاومت د اصطلاح د ساتلو په ملاتړ وويل: "که چېرته د مقاومت" د اصطلاح په کارولو سترګې پټې شي، نو د پاکستان او القاعدې تېري به له ياده وايستل شي."


خو د لوګر دولايت استازې سيد محمد حنيف وويل: "د "مقاومت" اصطلاح شمالي والو رامنځته کړې ده، په اساسي قانون کې بايد ونه کښل شي."


عبدالغني د ننګرهار د ولايت د خلکو استازي وويل، د هغه په جرګه ګۍ کې زيات شمېر برخه والودا اصطلاح رد کړه. هغه پوښتنه وکړه: "د ډلو تر منځ (په کورنۍ جګړې کې) خورا ډېر مقاومتونه موجود وو. دا د کوم مقاومت مانا ورکوي؟"


د اساسي قانون د کميسون يوې غړې، شکريي بارکزۍ ددې اصطلاح له غورځولو سره موافقه څرګنده کړه، وي ويل: "د "مقاومت" د مهال تعريف نشته. چا د چا په وړاندې مقاومت کړى دى؟"


Frontline Updates
Support local journalists