هرات په توندو جنايي څپو کې ښکېل دی

د وژنو او برمتو لړۍ د افغانستان د يوې پخوانې کراره سيمې اقتصادي حالت غړند کړی دی.

هرات په توندو جنايي څپو کې ښکېل دی

د وژنو او برمتو لړۍ د افغانستان د يوې پخوانې کراره سيمې اقتصادي حالت غړند کړی دی.

Wednesday, 31 October, 2007
(قتلونو) او وسله والو غلاوو تر شا به د چا لاس وي.



پانګوال د طالبانو تر رانسکورېد وروسته د فابريکو د جوړولو په موخه هرات ته راتوی شول، چې په هېواد کې تر ټولو باثباته او د ټينګ امنيت لرونکي ولايت په توګه پېژندل کېده. اوس زياتره سوداګر د خپلو فابريکو د تړلو په لټه کي دي.



يو سوداګر، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه يوه مياشت دمخه تښتول شوی و او د اوږدو خبرو اترو او پيسو ورکولو وروسته راخوشې شو. هغه د ډوډۍ او بسکوټ جوړولو خپله فابريکه وتړله.



نوموړي سوداګر وويل: "امنيتي ځواکونه، نه شي کولای يو کيسه بر ونيسي، برمته کوونکی خو لا پرځای پرېږده."



د ځايي صنعتکارانو د اتحاديي د مرستيال توريالي غوثي د وينا له مخې دا سړی د شپږو نورو سوداګرو په ډلې کې و، چې په دې وروستيو وختونو کې تښتول شوي او د پيسو په بدل کې راخوشي شوي و.



غوثي وويل د 170 بېلا بېلو فابريکو له ډلې څخه په سلو کې 60 هغو په دې وروسيتو وختونو کې خپل فعاليتونه ودرولي دي.



آن حکومتي مامورين خوندي نه دي. د رپوټونو له مخې د هرات د کانو او صنايعو رئيس، غلام محمد مدبر تښتول شوی او وهل ډبول شوی و. د نورمحمد په نامه د هغه يو خپلوان آی ډبليو پي آر ته وويل چې مدبر له هغه وروسته راخوشې شو، چې کورنۍ يي تښتوونکو ته 140 زره ډالره خونبها ورکړه.



د پولسيو وياند، نورخان نېکزاد وويل په ښار کې د تښتونو او وسله والو غلاوو پيښې د سپتمبر په مياشتې کې په سلو کې 60 ته راټيټې شوي دي. هغه وړاند وينه وکړه، چې هلې ځلې به دوام ومومي او دا کار يي د ځايي مشرانو او پخواني جهادي مشرانو د پرله پسې مرستو او ملاتړ او همدارنګه د محمد جمعه عديل په نامه د پوليسو د نوي قوماندان د ګومارل کېدولامل وباله.



د جنايتونو د شمېر له راټېټدو سره سره امنيتي چارواکو وويل، چې په روانې مياشتې کې پنځه قتلونه، پنځه تښتونې او پنځلس غلاوې شوې دي.



په داسې حال کې چې نيکزاد د جنايتونو تر شا د چا د لاس د لرلو په هکله څه ونه ويل، خو د طالبانو لاس لرل يي رد کړل. پرځای يي هغه وويل جنايتکاران له هغو متنفذينو سره تړاو لري، چې په سيمې کې د واک ساتل غواړي.



يو شمېر ځايي اوسيدونکي او شنونکي د برښنا د وزير اسمعيل خان په وسله والو سړيو باندې شک کوي، چې غواړي له لاسه تللی واک بېرته تر لاسه کړي.



د مجاهدينو پخوانی قوماندان او د لويديځ افغانستان لپاره پخپله نومول شوي امير، په هرات باندې تر هغه واک چلولو، چې هرات د طالبانو لاس ته ورغی او هغه يي بندي کړ. د بنسټپال رژيم تر رانسکورېدو وروسته، د هغه ترمخه چې د 2004 کال په سپتمبر کې د ولسشمر حامد کرزي له خوا له کاره لری کړاې شو او په هرات کې د درنو لاريونو لامل شو، اسمعيل خان يو ځل بيا د هرات والي شو. د هماغه کال په اکتوبر کې د ولسمشرۍ لپاره له ټولټاکنو وروسته کرزي، اسمعيل خان د برښنا د وزير په توګه ونومولو.



د متخصصينو د شورا په نوم د يوې ناحکومتي موسسې مشر، محمد رفيق شهير وويل، د اسمعيل خان پلويان د کلونو کلونو راهيسې تر خولې پورې وسله وال شوي دي. هغه وويل: "هغه څوک چې وسله وال شوي دي، ښايي د نن ورځې پېښو لامل واوسي."



د هرات يو اوسيدونکي، غلام محبوب آی ډبليو پي آر ته وويل هغه د اسمعيل خان سړي وليدل، چې د يو چا د تښوتونې هڅه يي کوله.



هغه وويل د نوموړي سړي د چيغو له امله د هغه ګاونډيانو مداخله وکړه. هغه زياته کړه: "يو څو ورځې دمخه وسله والو سړيو غوښتل زموږ يو ګاونډی وتښتوي. هغه چيغې ووهلې. زه له کوره راووتم. ما هلته د اسمعيل خان يو پلوی وليد، چې ښه مي پېژندلو."



د اسمعيل خان پخوانی وياند، قاري محمد مصون، چې اوس په وزير پورې اړوند د افغانانو د ملي پيوستون د شورا سکرتر دی، دا ادعاګانې رد کړې.



مصون وويل: "دا اوازې او تورونه د هغه چا له خوا اچول کيږي، چې په يوه لاره نه په يوې لارې پخپله په امنيتي ستونزو کې لاس لري."



هغه آسمان ته د جنايي جرمونو د پورته ختلو پړه په ټولنې کې د اسلامي ارزښتونو په نه شتون او د امنيتي ځواکونو په نه اغېزمنتوب واچوله. مصون ادعا وکړه، چې يو شمېر حکومتي چارواکي جنايتکاران پېژني خو د هغوی له بندي کولو څخه ډډه کوي.



يو ځايي اوسېدونکي، محمد موسی چې يو مهال د حزب اسلامي له جهادي تنظيم غړی و، د پخوانيو جهادي ډلو د يوې خواته کولو په اړه د حکومت هڅه د هغې د غړو تر منځ د خپګان لامل بولي.



هغه وويل: "هغه خلک چې د بهرني پرغل په وړاندې شل کاله ودرېدلي و، اوس ورته د جنايتکارانو په سترګه کتل کيږي. هغوی د ډي ډي آر د پرواګرام له مخې له کاره وايستل شول. دا په افغانستان کې د امنيت په نشتوالي کې تر ټولو ستر عامل دي."



موسې سپارښتنه وکړه، چې حکومت دې پخوانيو جنګياليو ته د اردو او پوليسو په ليکو کې ځای ورکړي.



د هرات ولايت د ګمرک د رئيس خوشحال راسي د وينا له مخې په داسې حال کې چې جرايم په هرات کې ځايي اقتصاد ته زيان رسوي د افغان حکومت په عايداتو هم ناوړه اغېز کوي. هغه وويل د تېر کال د پنځو مياشتو په پرتله په وروستيو پنځو مياشتو کې د ګمرک په محصول کې په سلو کې دېرش کموالی راغلی دی.



له ايران او ترکمنستان سره په ګډه پوله پروت د هرات ولايت د سيمې د ترانسپورت يوه ستره لاره جوړوي. اوس سوداګر له ايران څخه د مالونو د راوړلو له امله زياته اندېښنه لرى.



لږترلږه يو کاروبارى د امنيت له نشتوالي ګټه څخه پورته کوي . فلز جوړوونکی، ګل احمد فلزي ميلې جوړوي، ترڅو کورونه او د سوداګرۍ ځايونه د جنايتکارانو د ورتګ په وړاندې خوندي کړي. هغه وايي، نن سبا "زه ډېر ښه کاروبار لرم. (د کار د زياتوالي له امله) چاته نه شم رسېدلای."

Frontline Updates
Support local journalists