Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change
هرات هڅه کوي د سګرټو په څکولو باندې بنديز ولګوي
لوېديځ ولايت، هرات په افغانستان کې لومړى ولايت دی، چې د سګرټو په څکولو يې بنديز لګولی دی.
دا قانون د تېر اپرېل په مياشت کې پلې شو او تر اوسه يوازې په حکومتي ادارو کې د پلي کېدو وړ دی، خو چارواکي وايي، هغوی هڅه کوي ترڅو هغه رستورانونو، هوټلونو او نورو عامه ځايونو ته هم وروغځوي.
د هرات دعامې روغتيا رئيسې، دکتور روفې نيازي وويل، د روغتيا رياست دا کار ددې لپاره کړی دی،ترڅو هغه کارکوونکي د سګرټ د لوګي له اغېزو څخه وساتي، چې په خپله سګرټ نه څکوي. هغې وويل: ((دا (د سګرټو څکول) د روغيتا او چاپېريال د ککړتيا دواړو لپاره زيان لري. موږ د عامې روغتيا په رياست کې يو بورډ لرو، چې د سګرټ د څکولو کنترول کوي.))
په نوي قانون کې جزا نه ده ټاکل شوې، خو کله چې په دې وروستيو کې د آی ډبليو پي آر يو خبريال هرات ته ولاړ او هلته يې حکومتي ادارې ولېدلي، آن پخپله د عامې روغتيا په رياست کې ډېرو خلکو سګرټونه لګولي و.
دهرات دولايت په ودانۍ کې يو کارکوونکي،نظر محمد غورياني په داسې حال کې چې د مېز په سر يې ډکې سګرټ دانۍ ته کتل، وويل: ((ما له پخوا څخه عادت نه درلود، چې په دفتر کې سګرټ وڅکوم. خوزما همکاران په دفتر کې زيات سګرټ څکوي. دا به غوره وي، چې هغوی بهر سګرټ وڅکوي.))
د والي مرستيال، مير عبدالخالق وويل، هغه د بنديز ملاتړ کوي، خو دايې ومنله، چې هغه پخپله په بنديز باندې سترګې پټې کړي دی.
د عامې روغتيا د وزارت يو سلاکار عبدالله فهيم وويل: ((که يو څوک په دفتر کې د بل چا د سګرټو د څکولو په اړه شکايت وکړي، نو موږ د اوس لپاره ورته کومه سزا په پام کې نه ده نيولې.))
خو هغه يادونه وکړه، افغانستان په هغه پرېکړه ليک لاسليک کړی، چې پروسږکال د روغتيا د نړيوالې ادارې له خوا پلی شوی او په عامه ځايونو کې د سګرټو په څکولو باندې د بنديز غوښتنه کوي. هغه وړاندوينه وکړه، د قانون جوړولو ملي اداره (پارلمان) چې په پام کې ده، د راتلونکي سپتمبر په مياشت کې رامنځته شي،تر تائيد وروسته بۀ دا بنديز په ټول هېواد کې پلی کړي.
د نيازي په وينا د هرات د ولايت چارواکي به، چې له ايران سره په لوېديځه پوله پروت دی، د چلم په څکولو هم بنديز ولګوي.
چلم په زياترو رستورانونو کې د ميلمنو لپاره موجود دی، چې وچې مڼې، کېنو او نورې مېوې په کې څکل کيږي. چلم يوه نله لري او هر څوک يې په خپل وار څکوي. دا چلم، د مېوه يي چلم، په نوم ياديږي.
دوکتور روفې وويل: ((زموږ بل ګام به د ميوه يې چلم د بندولو په اړه وي. د هغې له لارې ميکروبونه يو بل ته ځي او ډله ييز څکول د ساري ناروغيو د رامنځته کېدو لامل کيږي.))
يو زيات شمېر ځايي خلکو او هټيوالو وويل، چې هغوی ددې کار هرکلی کوي،خويو شمېر نورو زياتو خلکو د هغې د عملي کولو په اړه شک څرګند کړ. ډېر معمولي سګرټ لږ و ډېر لس افغانۍ بيه لري.
شل کلن محمد عارف وايي، هغه د سګرټو د پلورلو له لارې د ورځې څه نا څه دوه سوه افغانۍ ګټه کوي، خو زياته يې کړه، چې په ډېره مينه به د خلکو د روغتيا په خاطر له دې ګټې تېر شي.
د ارغوان رستوران خاوند، عبدالصميم وويل، هغه په ميوه يې چلم باندې د بنديز هرکلی کوي، که څه هم چې د هغه کاروبار ته تاوان پيښوي. هغه وويل، د هغه د رستوران هغه کارکوونکي، چې دا چلم چمتو کوي، له سرخوږي څخه شکايت کوي.
د روغتيا دوزارت سلاکار فهيم وويل، نوی پارلمان بايد نه يوازې په عامه ځايونو کې د سګرټ په څکولو بنديز ولګوي، بايد د هغې تر څنګ په سګرټو باندې محصول هم ولګوي. په سګرټو باندې د محصول له لارې لاسته راغلې پيسې بايد د سګرټو له لوګي څخه د راولاړو شويو ناروغانو په درملنې ولګيږي.
Global Voices

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.