هراتي ځوانانو په ټولټاکنو لږ زړه تړلى دى

زيات شمېر خلک په دې اند دي چې د رايود پايلو پرېکړه به بهرني قوتونه کوي.

هراتي ځوانانو په ټولټاکنو لږ زړه تړلى دى

زيات شمېر خلک په دې اند دي چې د رايود پايلو پرېکړه به بهرني قوتونه کوي.

: "هرڅوک پوهيږي چې متحده ايالتونه به د افغانستان راتلونکى ولسمشر وټاکي. موږ بايد په دې شرمناکو ټاکنو کې ونډه وانخلو."



افضلي يو نالوستى کروندګر نه دى او نه د طالبانو له خوا "د ګوډاګي ولسمشر" يا "غيراسلامي تاکنو" په اړه تلقين شوى، مګر د هرات د پوهنتون محصل دى. هغه په خپل دې نظر .کې ځانته نه دى. د هرات د روڼ اندو په پوړکي کې باور دادى چې د ناتو هېوادونه به د اګست په شلمه د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټولټاکنو پايلې ټاکي.



له ايران سره په پوله پروت د هرات ولايت د افغانستان ترټولو فرهنګي او رسېدلى ښار دى. په دې ښار کې سياسي نارضايتي، په تېره بيا د ولس په لوړ منور او لوستي پوړکي کې، مخ په زياتېدو ده



د اقتصاد يوې محصلې، وجيهې وويل: "موږ بنديان يو. د متحده ايالتونو، برتانيې او ايټاليې په څېر هيوادونه موږ کنترولوي. هغوى ادعا کوي چې په افغانستان کې دموکراسي ده، خو دا خبره رښتيا نه ده."



يو بل محصل چې نوم يې ونه ښود، له هغې سره موافق و. ويې ويل: "تر هغه چې په افغانستان کې د هر څه شي په اړه بهرنيان تصميم نيسي، زه به رايه ورنه کړم."



نړيواله ټولنه تر يوې کچې د افغانستان په ټولټاکنو کې لاسوهنه ردوي. په ځانګړې توګه متحده ايالتونو په ډاګه او بيا بيا ويلي دي، چې له هيڅ نوماندي سره به نه مخالفت او نه ملاتړ وکړي. په تېره اونۍ کې په کابل کې د امريکا سفارت يو بله رسمي اعلاميه خپره کړه او د خپل بې پريتوب پخلى يې وکړ.



خو دا اعتراضونه هرچېرته، لږ ترلږه په هرات کې زيات دى.



زيات شمېر افغانان په دې باور نشي کولاى چې د ناتو هېوادونو، په تېره بيا متحده ايالتونو د افغانستان په سياست کې خپل فعال رول ته شا اړولې ده.



حامد کرزى د متحده ايالتونو د هغه مهال استازي، زلمي خليل زاد له خوا په ٢٠٠١ کال کې د موقت حکومت د مشرۍ لپاره غوره شو. افغان ولسمشر د بوش د سپينې ماڼۍ له پوره ملاتړ څخه برخمن و. کرزي ته په عام نظر د امريکا د ګوډاګي په سترګه کتل کېدل او افغانانو زياتره ټوکې کولې چې د هغوى هېواد "٥١ ايالت" دى.



د کرزي له هماغه لومړيو ورځو څخه چې په ٢٠٠٤ کال کې په خپلو ١٧ نوماندو سيالانو بريالى شو او په سلو کې د ٥٤ رايو په وړلو د ټاکنو په لومړي پړاو کې ګټونکى شو، د نهيليتوب او ستومانۍ کلونه پيل شول. له متحده ايالتونو سره د افغان ولسمشر نژدي تړاو د ګټې پرځاى زياتره د بهرنيو پوځونو د ملاتړ يوه ژمنه شوه.



کرزي د اوباما له ادارې سره جدي اختلاف درلودل او زياتره څارونکي فکر کوي چې واشنګټن به د کابل د ولسمشر په ماڼۍ کې د بل چا په ليدو خپه نشي.



که چېرته هغوى په دې نظر ټينګار وکړي چې کرزى د امريکا ملاتړ لري او يا فکر وکړي چې نړيوالې ټولنې په يو بل کانديد لاس راکښلى نو د هرات ځوان او لوستي خلک به په دې باور ونه لري چې په ټاکنو کې د خلکو رايو غبرګون موندلى دى.



يو سړي چې خپل نوم يې ونه ښود، وويل: "متحده ايالتونو تېر ځل د کرزي ملاتړ وکړ او دا ځل به يې هم ملاتړ وکړي. کرزى به ګټونکى وي."



يو بل لاروي، چې هغه هم د نوم د ښودلو په اړه زړه نازړه و، بل راز فکرکاوه.



هغه د پارلمان يو غړي ته ګوته ونيوه، چې په افغانستان کې يې څوک ښه نه پېژني او نړيوال پام يې ځانته اړولى دى. هغه وويل: "ميرويس ياسيني د امريکايانو کانديد دى. دا پلا د متحده ايالتونو رول غير مستقيم دى. هغوى د ټولټاکنو په کميسون کې پر بهرنيو کارکوونکو زور اچوي."



د ټولټاکنو خپلواک کميسون د ټاکنو د ترسره کولوعمومي مسؤوليت په غاړه لري.



د هرات د ټاکنو د کميسون مشر، ضيا احمد ضيا په ټينګه دا خبره رد کړه چې نړيوال د ټولټاکنو د خپلواک کميسون په کار اغېز لري.



هغه وويل: "بهرنيان يوازې تخنيکي مرستې چمتو کوي. د ټاکنو اصلي تنظيموونکي موږ يو. موږ به هغه له قانون سره په سمون کې په سم ډول پلې کړو. د خلکو رايې به راتلونکى ولسمشر وټاکي."



يوازې افغان رايه ورکوونکي ډا رنه لري چې بهرنۍ لاسوهنه به ټاکنو ته لورى او سمت ورکړي.



د متحده ايالتونو پخواني استازې، خليل زاد "فايننشيل ټايمز" ته په يوې ليکنې کې ليکلي: "نړيواله ټولنه ... د مرستې ګامونه نه اخلي. په داسې حال کې چې ايساف (د امنيت نړيوال مرستندوى ځواک) او ملګري ملتونه ټاکنو لپاره امنيت او د اړتيا وړ لوژستيکي مرستې چمتو کوي ، يو شمېر چارواکي د پلوۍ نامناسب دريځ غوره کوي."



خو سياسي شنونکى، عبدالمتين دا راز بيانيې ردوي او هغه [زهرجن تبليغات] ګڼي. هغه به د اګست په شلمه خپله رايه ورکړي او هيله لري چې د هغه هراتي ښاريان به خپله مدني دنده هم سرته ورسوي.



هغه وويل: "موږ بايد د سولې د تامين او د هېواد د بيا رغاولو لپاره خپله رايه ورکړو.هيڅوک، آن بهرنيان، نشي کولاى د خلکو رايې کمزورې کړي. "
Frontline Updates
Support local journalists