هراتيان پر افغان امنيتي ځواکونو په غوسه دي

[د هرات] اوسيدونکي وايي پوليس او سرتيري بېباکه موټر چلوي او له خلکو پيسې شوکوي

هراتيان پر افغان امنيتي ځواکونو په غوسه دي

[د هرات] اوسيدونکي وايي پوليس او سرتيري بېباکه موټر چلوي او له خلکو پيسې شوکوي

په افغانستان کې د آي ډبليو پي آر د خبريالانو، منيرې حقجو او فيروز ضيا ليکنه

خديجه د خپل يوازني زوی، سيد د قبر سر ته ناسته ده، ژاړي او کوکارې وهي، په داسې حال کې چې مېړه يې تسلي او تسکين ورکوي.     

د مړ شوي هلک پلار وويل: «يوه مياشت دمخه زما زوی له ښوونځي څخه راروان و، له سړک څخه د تېرېدو پر مهال، سره له دې چې ترافيکي نښې سرې شوې او موټرې بايد درېدلی وای، د پوليسو يو رينجر موټر وواهه او مړ يې کړ.» 

نوموړي وويل، څو څو ځلې د پوليسو ماموريت او ځايي ولسوال ته ولاړ، خو هيچاته يې عرض وانخيست.

هغه وپوښتل: «که چېرته هغوی ادعا کوي چې د قانون ساتنه او حراست کوي، نو بيا ولې ترې سرغړونه کوي. زه څوک يم چې ددې قانوني جنايتکارانو په اړه شکايت وکړم؟»

د نوموړي [پلار]  کيسه د زيات شمېر نورو خلکو د کيسو په څېر ده، چې په هرات کې له ملي پوليسو او ملي اردو  څخه نارضايتي څرګندوي. ځايي اوسيدونکي امنيتي پوځونه  د موټرو په له خطره ډکې ځغاستې، شوکې، غلا او آن برمتې او قتل تورنوي. 

محمد اصف په ماښام تياره کې د ډوډۍ د راوړلو لپاره له کوره وتلی و چې د ملي ارودو يو ګاډي وواهه. 

د هغه زوی اميد وويل: «ما هغوی وليدل. هغوی په خپل لاس روان نه وو او خندل يې. د سړک له يو اړخ څخه بل اړخ ته تلل. د هغوی بې پروايۍ زما پلار روغتون ته يوړ.»

 اميد وويل کورنۍ نه پوهيږي، د شکايت لپاره چاته ورشي، ځکه هغوی پر هيڅ چارواکي باور نه لري. 

نوموړي زياته کړه: «حکومت په دې بدو خلکو ځان ساتي، چې په پای کې به هرو مرو د حکومت د رانسکورېدو لامل شي.» 

د هرات د روغتون چارواکي د ملي پوليسو او ملي اردو د موټرو له امله د ترافيکي پيښو د ټپيانو د شمېر د زياتوالي پخلی کوي. د هرات د جراحۍ د روغتون د بيړنۍ څانګې مشر، برکت الله محمدي وويل، هره اوونۍ د ورته ترافيکي پېښو له امله له پنځلسو څخه تر شلو تنو پورې ټپيان روغتون ته راوړل کيږي.

د نورو پورې شوو تورونو تر څنګ پر امنيتي ځواکونو د تالاشيو په پوستو کې د پوليسو د افسرانو له خوا د پيسو شوکه هم شامله ده.  

د ميراحمد په نامه د لارۍ يو چلوونکي وويل، کندهار ته له هرات څخه د سړک په اوږدو کې هر موټر چلوونکی مجبور دی د تالاشيو پوستو ته بډې ورکړي، که نه، د موټرو ښېښې يې ورماتوي.  

هغه وړاندې وويل، «کله ناکله پر دې سړک پوليس آن موټر چلوونکي تښتوي او بيا د موټر له خاوندانو څخه پيسې غواړي.»   

د افغانستان په لويديځ کې د پوليسو د انصار د زون وياند، عبدالرووف احمدي يادونه وکړه،د هرات – کندهار د لويې لارې په اوږدو کې يو څه ستونزې شته، خو ويې ويل چې په اړه لازم ګامونه پورته شوي دي. 

هغه وويل، په (دې) لويې لارې کې له ۱۵۰  څخه زيات ګومارل شوي پوليس له کار ګوښه شوي دي، اتلس تنه يې بنديان شوي او د ۲۰۱۱ کال د  پيل راهسې د تالاشۍ څو پوستې بې وسلې شوي دي.

دننه په ښار کې د اسدالله په نامه يو هټيوال د هغه مغازې ته د امنيتي ځواکونو د راغلو غړو له خوا د شوکې له بېلابېلو بڼو څخه شکايت وکړ.

هغه وويل: «هغوی شيان اخلي او څومره يې چې زړه وي، پيسې ورکوي.  که څه ورته ووايې، نو ګواښوي دې.»

 د هرات ولايت د ښځو د چارو د رياست د خپرونو د رئيسې، کريمې حسيني د وينا له مخې د هرات ښځې هم له ځورونې سره مخامخ کيږي.

نوموړې د هغې رياست ته راغلو شکايتونو ته ګوته ونيوه، ويې ويل: «کله چې ښځې په ښار کې ګرځي، له لفظي سپکاوي سره مخامخ کيږي. کله چې ښځې د اردو او پوليسو موټرې وويني، نو زيار باسي خپله لار بدله کړي. د خونديتوب د احساس پر ځای خلک ځانونه ناخوندي احساسوي او د اردو د موټرو په ليدو ډاريږي.»

د پوليسو او سرتيرو ناوړه چال چلن او د هغوی د مصوونيت احساس، خلک د هغوی مخالفت ته رابولي او په عمومي ډول پر چارواکو د خلکو اعتبار او باور راټيټوي.      

د ټولنيزو چارو کارپوه، علي احمد کاوه وويل: «که چېرته پوليس خپل دې ظالمانه چال چلن ته دوام ورکړي او سزا ونه ګوري، نو کېدای شي بې روزګاره او بې تحصيله ورځچاري (ابورچينستان) له هغوی سره يو ځای شي او په خلاص زړه پر قتلونو، غلاوو او د خلکو په تحقير او سپکاوي لاس پورې کړي.»  

د هرات د امنيې قوماندان، سيد اقا ثاقب وويل،  ۲۵ افسرانو ته د اردو د وسايلو د ناسمې کارونې او يا د سپک چال چلن له امله سزا ورکړ شوې ده.

هغه وويل: «په هرات کې د پوليسو قومانداني ددې ستونزو د مخنيوی لپاره د ملي امنيت له رياست او د انصار د پوليسو د زون په ګډه مرسته يو دسپليني پلان تر لاس لاندې نيولی دی. دا پلان به ډېر ژر د يوې ګډې کميټې له خوا پلی شي.» 

هغه وويل، د کميټې غړي به د ښار  شاوخوا سيمو کې ځای په ځای شي، ترڅو د امنيتي ځواکونو چال چلن او د هغوی د ګاډو د ځغلولو څرنګوالی وڅاري.

Pakistan, Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists