نړيوال پوځونه د ملېشو له تمويل څخه انکا رکوي

افغان چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان په لويديځ کې د يو کلي د نوي دفاعي ځواک د ګومارلو په اړه له هغوی سره سلا مشوره نه ده شوې.

نړيوال پوځونه د ملېشو له تمويل څخه انکا رکوي

افغان چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان په لويديځ کې د يو کلي د نوي دفاعي ځواک د ګومارلو په اړه له هغوی سره سلا مشوره نه ده شوې.

Villages such as this in Herat province have increasingly been infiltrated by the Taleban. (Photo: Marius Arnesen)
Villages such as this in Herat province have increasingly been infiltrated by the Taleban. (Photo: Marius Arnesen)

 په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

نړيوالو پوځونو په افغانستان کې دا ادعاګانې ردې کړي دي، چې ګوندې په لويديځې ولسوالۍ، شينډند کې يې نوې ملېشې جوړې او تمويل کړې دي. پرځای يې هغوی وايي داوطلبو دفاعي واحدونو ته يې روزنه ورکړې ده. هغوی د افغان چارواکو دا ادعګانې ردوي چې له هغوی سره دمخه سلا مشوره نه ده شوې.

\پروسږکال د متحده ايالتونو ځانګړی ځواک د خلکو د امنيت د چمتو کولو لپاره د ځاني دفاع د ځواک د روزلو په موخه د کلو د ثبات پروګرام (Village Stability Programme) رامنځته کړ.

د هرات ولايت چارواکو شکايت درلود چې د شينډنډ ولسوالۍ د زېر کوه په سيمې کې د وسله والې ډلې د جوړولو په پرېکړې کې له هغوی سره سلا نه ده شوې.

د شينډنډ ولسوال، لعل محمد عمرزي وويل، بهرنيو پوځونو له هغوی سره د نوموړي کلي د ځانی دفاع د ځواک په جوړولو کې مشوره نه ده کړې. د هغه په وينا په دې ډلو کې شکمن کسان وجود لري.

هغه وويل: «په دې ډلې کې يو شمېر ګومارل شوو سړيو دمخه د افغان حکومت او بهرنيو بوځونو په وړاندې د طالبانو په ليکو جګړه کوله.» هغه زياته کړه، په نوموړي ځواک باور نشي کېدای، مشرتابه نه لري او په عمومي توګه د ځايي خلکو ښه نه ايسي.».

د هرات د امنيې د قوماندانۍ وياند، نورخان نيکزاد وويل، وسله والې ډلې له ځايي پوليسو سره له همغږۍ پرته ګومارل شوي دي.

هغه وويل: «د هرات د امنيې قومانداني په خپل تشکيل کې ملېشې او قومي واحدونه نه لري.» نوموړي زياته کړه، د وسله والو ډلو موضوع د افغانستان لپاره ښه خبر نه دی.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشري د يوې تيليفوني مرکې له لارې وويل، په شينډنډ کې د کليوالي ځواک د شتون په اړه معلومات نه لرم. هغه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

شپېته کلن امير محمد وايی، هغه د زېر کوه د ځواک په جوړولو کې فعاله ونډه اخيستې ده. هغه وويل په دې اړه يې د متحده ايالتونو د ځانګړي ځواک له خوا د پوځي تکتيکونو او د پلټون د تخنيکونو دوه مياشتنۍ روزنه تر لاسه کړې ده. .

هغه وويل، د څومياشتو راهيسې نوموړی ځواک د زېرکوه د ولسوالۍ په څو سيمو کې فعاليت کوي او شمېره يې سلو تنو ځوانانو ته رسيږي. هغوی په ملکی جامو کې ګزمې کوي او يوازې د اوږو پر سر د دريو سرو پټو په واسطه پېژندل کيږي. هغوی ته د مياشتې ۱۶۰ ډالره تنخوا ورکول کيږي.

د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) وياند، باب کوبل له دې ټکی څخه غاړه وغړوله چې ګوندې د شينډنډ خلکوسله وال شوي او هغوی ته د نړيوالو پوځونو له خوا معاش ورکول کيږي.

هغه وويل: «هلته د کلو د ثبات (پروګرام) تر لاس لاندې دی. د ايتلاف د ځانګړو عملياتو ځواکونه له داوطلبو ځوانانو سره کار کوي، چې د ځاني دفاع موسسې جوړې کړې. موږ نوموړو ډلو ته وسلې نه ورکوو. هغوی د خپل کلي په دفاع کې خپلې وسلې کاروي. دا مازې يو داوطلبانه کار دی. موږ هغوی ته د خپلو کورونو د دفاع لپاره پيسې نه ورکوو.»

کوبل په ټينګار وويل د ملېشو د جوړولو کار له ځايي حکومت سره په بشپړې همغږۍ سرته رسېدلی او «ځايي چارواکي په شينډنډ کې زموږ له ټولو پرګرامونو څخه خبر دي. د ځانګړو عملياتو د ځواک پرسونل له سيمه ييزو چارواکو سره منظمې او پرله پسې اړيکې لري.»

نوموړي ويٍاند وويل، په شينډنډ کې د نوموړي کلي د ثبات د پروګرام د يوې برخې په توګه د کلو د پراختيا له پروژو سره پولي مرسته سرته رسيږي.

هغه يوې وروستۍ پېښې ته ګوته ونيوه چې د عزيز اباد په سيمه کې د اوسيدونکو په مرسته د ياغيانو د وسلو يوه زېرمه وموندل شوه. نوموړي دا پېښه د پروژې برياليتوب او پر نړيوالو ځواکونو د ځايي خلکو مخ په زياتيدونکی باور وګاڼه.

د زېرکوه د ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکو دا کار د يو لوی برياليتوب په توګه وستايه.

امير محمد وويل: «له هغه راهيسې چې نوموړې ډلې په فعاليت پيل کړی دی، په سيمه کې امنيت ډاډمن شوی، مخالفو وسله والو ډلو سيمه پرېښې او غلاوې او تښتونې، چې د خلکو ژوند يې تريخ کړی وو، ورکې شوې دي.»

د اسمعيل په نامه د بخت اباد د سيمې يو اوسيدونکي وويل، د (ملکي) دفاع د ډلې له برکته امنيت ښه شوی دی.

هغه وويل: د (نوموړې) ډلې تر جوړېدو دمخه غلاوې او تښتونې وې، خلک د امريکايانو د عملياتو او بمباريو له امله اندېښمن وو. اوس د بهرنيانو له الوتکو او ډزو څخه نه ډاريږی. ځکه بهرني پوځونه په سيمه کې له وسله والو واحدونو سره مرسته کوي.

يو شمېر نور بيا د سيالو ملېشو تر منځ د نښتو او جګړو تېرې ترخې مخينې ته په کتنې له دې ډاريږي چې د نوو وسله والو ډلو جوړېدل به يوازې ستونزې او کړاوونه رامنځ ته کړي.

د نوي يمو کلونو په پيل کې د شوروي په وړاندې جنګېدونکو مجاهدينو د واک او هېواد د ترلاسه کولو په موخه يو بل ته د ټوپک خولې واړولې. د جنرال عبدالرشيد دوستم تر قوماندې لاندې پخواني کمونيست رژيم ته وفادارې ډلې هم په جګړو کې ځان ورګډ کړ. د کابل (ښار) په ځانګړي ډول د سختو بمباريو او تېريو ډګر شو.

د نوموړو ډلو مشران لا تراوسه د واک پر ګدۍ ناست دي، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د بې وسلې کولو له هڅو سره سره له زړو ملېشو سره د اړيکو په ساتلو تورن دي.

د شينډنډ د ولسوالۍ اوسيدونکي ۴۰ کلن سليمان وويل هغه د ملېشو د خبر په اورېدو ډېر خپه دی. دا ملېشې هغه ته د کورنۍ جګړې ترخې شېبې يادوي.

هغه وپوښتل: آيا فکر کوې، داسې يو څوک به د خلکو امنيت وساتي او که خپلې ګټې خوندي دې کړي چې په حکومتي چوکاټ کې نه وی، قانون ونه مني، وسلې وګرځوي او هرڅه يې چې زړه وغواړي هغه وکړای شي؟

هغه وويل: «زموږ حکومت خبر نه دی چې بهرنيان د څه لپاره راغلي. هغوی دا حکومت په رسميت نه پېژني. څه چې يې زړه غواړی هغه کوي. آيا موږ ويلای شو چې يو ازاد هېواد يو؟»

سياسي شنونکی، احمد سعيدي له دې سره موافق دی، تاريخ ښودلې چې ملېشې له سولې سره لېوالتيا نه لري.

هغه وويل: «دا ډلې پوهيږي کله چې په هېواد کې جنګ، وينې تويېدنه او بېثباتي نه وي، نو د هغوی شتون ته به هم اړتيا نه وي. هغوی له دې امله تاوتريخوالی رامنځته کوي چې پيسې پيدا کړي، ځکه د جګړې له لارې معاشونه او امتيازونه ترلاسه کوي، نه د سولې د تامين له لارې.»

سعيدی د زيات شمېر نور افغانانو په څېر نړيوالو ځواکونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې په حقيقت کې هغوی بېثباتي د افغانستان د تر لاس لاندې ساتلو يوه لاره بولي.

طالبانو ګوته څنډلې چې له بهرنيو سرتېرو سره هر مرسته کوونکی به تر بريد لاندې راولي. د شينډنډ دملکي دفاع ډلې ته يې لا له وړاندې زيان اړولی دی.

د نوموړې ډلې يو شمېر غړي د می په مياشت کې هغه مهال ووژل شول چې د متحده ايالتونو پر امنيتي پوستې باندې له بريد کوونکو طالبانو سره يې نښته وکړه.

د (ملکي) دفاع د ډلې يو مشر، حاجي امير وويل د هغه شپږ تنه او د طالبانو لس تنه په دې نښته کې ووژل شول.

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي آی ډبليو پي آر ته د تليفون په ليکه وويل، ياغيان به د مرګ تر پولې له هغه چا سره وجنګيږي چې له هغوی سره مخالفت او يا له نړيوالو پوځونو سره همکاري وکړي.

هغه وويل: «هر هغه څوک چې له بهرنيانو سره همکاري کوي، موږ ته له بهرنيانو سره توپير نه لري. هغه خلک چې د بهرنيانو په ليکو کې زموږ په وړاندې جنګيږي دوه تاوانه کوي. لومړی دا چې وژل کيږي او دويم دا چې په کافرو کې شمېرل کيږي او اخرت له لاسه ورکوي.»

ولسمشر حامد کرزي د جولای په لومړيو کې د ايساف له نوي قوماندان، جنرال ديويد پتريوس سره د ليدنې پر مهال په پرله پسې ډول د کلو د ثبات پر پروګرام Village Stability Programme نيوکې کړي دي. هغه هم ورته اندېښنې څرګندې کړې. واشنګتن پوست ورځپاڼې د يو نانومول شوي افغان چارواکي له خولې ليکلي کرزی د هغه ځواک له امله اندېښمن دی، «چې د شخصي ملېشو په سترګه ورته کتل کيږي.»

د جولای د مياشتې په نيمايي کې يو جوړ جاړی رامنځته شو چې نوموړي پوځي واحدونه به په يو نوي ځايي پوليسي ځواک کې مدغم شي. دا ځواک به د هماغه واحدونو په توګه پاتې شي، خو د کورنيو چارو د وزارت تر لاس لاندې به کار کوي. 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists