نړيوالى سولى د مرستندويه ځواک يا ISAF او د شمال اتحاد د کسانو تر منځ مقابله امنيتي انديښنى جوتوي

د سمندر خان ليکنه

نړيوالى سولى د مرستندويه ځواک يا ISAF او د شمال اتحاد د کسانو تر منځ مقابله امنيتي انديښنى جوتوي

د سمندر خان ليکنه

Monday, 21 February, 2005

په سيمه اييز وخت د سهار نژدى پر نهو بجو څلورو وسله والو کسانو د احمد ولي مسعود سره د لويي جرګى انګړ ته د راننوتو هڅه وکړه. ولي مسعود د شمالي ټلوالى د قومندان احمدشاه مسعود ورور دى چى د تير کال د سپتمبر په مياشت کى ووژل شو.د لويي جرګى قوانين دا اجازه نه ورکوي چى وسله وال کسان د جرګى انګړ ته ورننوځى نو له همدى امله د جرمني يو کنډک عسکر ورغلل چى ترى وسله واخلي.

شاهدانو ويلي يو وار ته خو داسى شول چى دواړو غاړو يو بل ته له ګوليو ډکى وسلى نيول. ځينى کسان چى له هغه ځايه تيريدل او دوى يي ليدلي وايي چى د نړيوالى سولى مرستندويه ځواک دا پنجشيري باډي ګارډان وهلي دي.

د نړيوالى سولى د مرستندويه ځواک وياندى انجيلا هربرت پخپله تبصره کى ويلي دا څلور تنه وسله وال کسان د ولي مسعود باډي ګارډان وو چى ممنوعه ساحى ته ورننوتي وو او هغه مهال چى موږ هڅه وکړه چى د دوى وسلى واخلو موږ يي نه پريښودو. له شور ماشور وروسته موږ يي وسلى واخيستى، دوى مو ونيول او د تحقيق له پاره مو د کورنيو چارو وزارت ته په لاس ورکړل.

يو له عسکرو څخه چى په دغه کار کى يي برخه درلوده او خپل نوم يي نه ښوده وويل دوى طالع درلوده چى زموږ کسانو تجربه لرله او دا شان کارونه يي په کاسوو کى ليدلي دي.

په ځانګړي توګه د پښتني سيمو څخه پلاوي د امنيتي تدابيرو په اړه د لويي جرګى له پيل څخه شکايت کوى .

ملګرو ملتونو ته نژدى سرچينى ويلي چى دوى له دى امله سهوه کړى چى د لويي جرګى انګړ ته يي د امنيت د کسانو د ننوتو پر اجازى موافقه کړى. امنيت په رسمي ډول د کورنيو چارو د وزارت په چوکاټ کى کار کوي چى د شمالي ټلوالى د قومندانانو سره نژدى اړيکى لري.

د لويي جرګى يو له اساسي موضوعا ګانو څخه د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه دي.

تير کال د طالبانو د نسکوريدو راهيسته د شمالي ټلوالى کسانو دا پستونه ډک کړي دي او داسى باور دى چى په کابل کى امنيتي خدمتونه د دوى تر کنترول لاندى وي.

اصلي تړون د امنيت د هغو لږو کسانو له پاره وو چى په مهمو نقطو کى د نړيوالى سولى د مرستندويه ځواک د عسکرو تر څنګ وي. خو د دوشنبى په ورځ چى لويه جرګه پيليدونکى وه د لويي جرګى په انګړ کى د امنيت د کسانو شمير له هغه څخه زيات وو چى ټاکل شوي وو، او دوى د نړيوالى سولى د عسکرو څخه ليرى دننه په انګړ کى ګرځيدل راګرځيدل.

امنيتي کسانو د انګړ شاوخوا يو ژورنالست ته ګواښ کړى وو چې د سه شنبى په ورځ له يوه پښتون پلاوي سره غږيده او ډيرو پلاوو د ويرى احساس کړى.

د لوګر له ولايت څخه يوه پلاوي ويلي دومره وسله وال کسان شاوخوا دي چى زه فکر نه کوم چى په لويه جرګه کى يم بلکى فکر کوم چى په کوم وسله وال کمپ کى يم.

ناڅاپه له پيښى وروسته نړيوال ځواک د انګړ او د انټرکانټينينټل هوټل ګردچاپير چى د جرګى مطبوعاتي مرکز دى راتاو شول. د افغانستان د ملي ګارد قطعى لمړى ټولي چې په نوي پوځ کى د امريکايانو له خوا روزل شوى دغه شان د ښار او پولى تخنيک تر منځ پر عمومي سړک راڅرګند شو.

د کابل د امنيت د څانګى مرستيال محمد خليل امين زاده ويلي د لويي جرګى د انګړ امنيت په دريو کمربندونو کى نيول شوى. لمړى داخلي کمربند دى چى د ملي ګارد د ٦٠٠ غښتلو کسانو له خوا کنترول کيږي، دوهم د نړيوالى سولۍ د مرستندويه ځواک او د ملګرو ملتونو انتخابي ځواک اداره کوي او دريم کمربند يي د کورنيو چارو د وزارت له خوا تامينيږي.

هغه وويل که هرڅوک د کورنيو چارو د وزارت د کسانو له خوا ځورول کيږي خپل شکايت دى وکړي او موږ به ورته سزا ورکړو. خو هغه دا خبره ونه کړه چى د کورنيو چارو د وزارت څومره کسان په انګړ کى دي او څومره يي په ملکي جامو کى دي.

نصرومن اله چى له کارتۀ پروان څخه پوليس افسر دى ويلي د کورنيو چارو د وزارت د امنيت مسول جنرال اقبال د نړيوالى سولى د مرستندويه ځواک سره خبرى کړي او د باډي ګاردانو وسلي يي بيرته اخيستي دي.

Kosovo, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists