Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

نيمروز او د څکلو د اوبو ستونزه

وچکالۍ وهلى سرحدي ولايت د اوبوزېرمو ته اړتيالري.
By Hafizullah Ghashtalai

وچکالۍ د افغانستان په جنوب لوېديځ سرحدي ښار زرنج کې اوبه تر دې کچې وچې کړي دي، چې په سيمه کې پاتې شوي استوګنې کورنۍ د خپل ژوند پايښت د ايران په ګران بيه اوبو تړلى دى.


کومه کورنۍ چې د اوبو د پېرودلو توان نه لرى، دپريمنځلو او آن د څښاک لپاره مالګينې اوبه کاروي. سيمه ييزچارواکي نه شي کولاى له دې زياتې پاکې اوبه زېرمه کړي.


زرنج، د نيمروز ولايت مرکز، په تېرو کلونوکې وچکالى ځپلى او د اوبو کچه يې ټيټه شوى او د هلمند سيند چې له نيمروز تېريږي . څاګانې هم وچې شوي دي. د افغانستان دې شګلنې سيمې ته د تېر کال واورو او بارانونو هومره ګټه نه ده کړې ، لکه چې د هېواد نورو برخو ته يې کړې او وچکالي يي له منځه وړې ده.


د طالبانود حکومت په مهال، د نوي يمو کلونو تر وروستۍ پورې، د نه پام له امله د اوبو د زېرمې دسيستم ويجاړيدو ستونزه لا نوره هم زياته کړې ده.


د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې د زرنج د وګړو شمېر په ١٩٩٧ کال کې له سلو زرو څخه په تېر کال کې ٦٠ زرو ته راټيټ شوى دى. د زرنج له ښار څخه څه ناڅه درې ساعته وړاندې د غورغوري د ارواګانو ښار پروت دى. ددغه ښار له نيمايي څخه زيات استوګن د تېر يو نيم کال راهيسې يو، يو له هغه ځايه وتلي دي.


په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ په تېر کال کې ٥٠٠٠ بيځايه شوي خلک ثبت کړي، چې له نيمروز څخه نورو ځايونو ته کډه شوي دي. زياتره کډوال د جنوبي ولايتونو د وچکالۍ ځپليو سيمو سره تړاو لري.


که په زرنج کې د پاتې شوېو کورنيو وسه ورسيږي، نو له ايران څخه په ټانکونو کې راوړل شوي اوبه پيري. شل ليتره اوبه په سل ايراني تومانه پلورل کيږي او خلک يي د پرېمنځلو، پخلي او څښلو لپاره کاروي.


سيمه ييزو چارواکو آې ډبليو پي آر ته وويل، "هغه اوبه چې په ټانکونوکې راوړل کيږي، پاکې نه دي او زياتره خلک يي د څښلو له امله ناروغه شوي دي. "


د زرنج د ښځو چارو درياست کارکوونکي ګل مکۍ وايي: "موږ تحصيل کړى دى او په دې پوهيږو چې اوبه بايد وايشول شي، خو څوک چې په دې نه پوهيږي اونالوستي دي، په بېلا بېلو ناروغيو اخته کېږي، لکه د پوستکي ناروغۍ، نس ناستى او داسې نورې ناروغۍ، چې آن موږ يي تصور هم نه شو کولاى."


ډېرې بېوزلې کورنۍ چې له ايران څخه د راوړل شوو اوبو د پيرودلو وسه نه لري، نو له ځايي څاګانو څخه اوبه څښي. د زرنج ښار د سمندر له سطحې ټيټ پروت دى او ددې څاګانو اوبه، آن تر هغو، مالګيني دي . د زرنج د روغتون د عاجلې څانګې يو ډاکتر عبدالشکور وايي، " خلک دا اوبه څښي، ځکه چې بله چاره نه لري."


هغه وايي، چې د زمونږ په سلو کې شپېته ناروغان هغه ډله خلک دي، چې دا سيمه ييزې اوبه څښي.


اوبه دومره تروې دي، چې آن جامې نه پاکوي. د زرنج د ښار يوه مېرمن حبيبه وايي ، "دښار اوبه آن د جامو د پرېمنځلو لپاره نه شي کارېداى. کله چې په دې اوبو ځانونه پرېمنځو، نو ځانونه مو نه شي پاکولاى. د بدن پوستکى مو وچوي، نو ځکه بيا مجبور يو چې غوړ يي کړو. د هغې د لور د مخ څېره داسې وچه وه لکه سوځېدلې ځمکه.


ډاکتر عبدالشکور وويل، چې له ملګرو ملتونو او حکومت څخه د مرستو غوښتنو کومه نتيجه نه ده ورکړي.


په ١٩٩٧ کال کې د روغتيا نړيوال سازمان د هلمند له سيند څخه زرنج ته د اوبو دلېږدولو يوه دستګاه بشپړه کړه، کورونوته يي نلونه وغځول، خو دا کار هغه مهال بې اغېزې شو، چې د هلمند سيند وچ شو.


په دې وروستيو وختونو کې د زرنج ښاروالۍ له ايران څخه د ٢٥ کيلو مترو په اوږدوالي د اوبو د يو نل په غځولو لاس پورې کړى دى، او کله چې به د يوې مياشتې په موده بشپړ شي، نو د څښلو اوبه به وليږدوي. خو د ښاروالۍ اداري مدير حاجي محمد يعقوب وويل، چې د نل په غځولو به د ښار په سلو کې له څلوېښتوڅخه ترپنځوس پورې اړتيا ليرې شي او لا تر اوسه ددې پرېکړه هم نه ده شوې چې د اوبو د لګښت محصول وټاکل شي.


د ولايت په کچه هم هڅې روانې دي. په ځينو کليو کې څاګانې ايستل شوي دي. خو له ګاونډي ولايت هلمند سره لا په دې موافقه نه ده شوې، چې له لښکري سيند څخه،چې نيمروز ته له رسېدو دمخه په شګو کې بهيږي، يو نل وغځول شي.


د دنيمروز والي حاجي عبدالکريم برهاوي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د نيمروز ولايت چارواکو ترخپلې وسې پورې کا رکړى دى. هغوى د ولسمشر حامد کرزي په ګډون، له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له دوى سره مرسته وکړي، خو لا تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.


د نويوزېرمو د لټون ترڅنګ، چارواکو ددې هڅه هم کړې ده، چې له ايران څخه راوړل شوې اوبه ټولو خلکو ته ورو رسوي. والي وويل، چې ولايت هڅه وکړه چې د اوبو بيه د شلو ليترو په وړاندې له سلو پنځوسو تومانو ته راټيټه کړي. خو ويي نه شواى کولاىچې دا بيه په چا ومني. اوبه پلورونکي يي نه مني او وايي چې په دې کې هغوى هېڅ ګټه نه شي کولاى.د اوبو يو پلورنکي زرګل آىډبليو پي آر ته وويل: "په پنځوسو تومانو داوبو پلورل سراسر تاوان دى. په دې پيسو موږ دتيلو لګښت نه شو پوره کولاى. زموږ د کار او د موټرو استهلاک موږ ته تر دې زيات تماميږي."


د زرنج د ښار اوسيدونکي باور لري، چې د اوږدې مودې د حل لاره يوازې داده چې د هلمند د رود په پاسنۍ برخه کې، د کمال خان بند جوړ شي، خو له ايران سره د اوبو په سر ناندرۍ، چې د هغه هېواد جنوب لوېديځ ښار زابل ته اوبه ورکوي، له کلونو کلونو راهيسې دا کار ځنډولا ىدى.


په عين وخت کې د زرنج اوسيدونکې د اوسېدو ايکي يوه لار لري او هغه له ايران سره سرحدي سوداګري ده، چې د قانوني سوداګرۍ تر څنګ قاچاق هم په کې راځي.


More IWPR's Global Voices