نوشته عزت الله ځواب از جلال آباد، حفيظ الله ګردش و فريده نيکزاد در کابل

دافغانستان له مختلفو سيمو څخه خلکو د اساسي قانون د لويې جرګې دپاره په ټاکنو کې د رشوت او ګواښونو څخه شکايتونه کړي دي.

نوشته عزت الله ځواب از جلال آباد، حفيظ الله ګردش و فريده نيکزاد در کابل

دافغانستان له مختلفو سيمو څخه خلکو د اساسي قانون د لويې جرګې دپاره په ټاکنو کې د رشوت او ګواښونو څخه شکايتونه کړي دي.

Tuesday, 16 December, 2003

محمد حنيف مجددي چې په تيره لويه جرګه کې يې د يو غرييزه ولايت استازيتوب کاوه دا مني او وايي: کانديدانو له زور او پيسو څخه کار واخيسته او ډير کم داسى کسان لويې جرګې ته کانديد شول چې د ټوپکي نوم پرې نشو ايښودلاى.


په جلال آباد کې د اساسي قانون لپاره د ټاکنو په ترڅ کې د شينوارود ولسوالۍ د هسکې مېنې دکلي استازي وويل چى د رايو د رانيولو لپاره ډيرې پيسې په مصرف لګيدلي دي ليکن کانديدانو ته يي هومره ملاتړي نه ده ترلاسه کړې څومره چى هغوى طمق درلوده ..


نوموړي وويل: د رايې خرڅول د وجدان خرڅول دي دلته يو شمير وکيلانو هر يوه له اوو اتو کسانو څخه پيسې اخيستي او له ټولو سره يي همدا يوه ژمنه کړې وه چى تاته به رايه درکوم.


پنځه سوه استازي پدغه لويه جرګه چې په کابل کې جوړيږي ګډون کوي د هغې جملې څخه ٣٤٤سيمه ايزه استازي د هغو ځايي وکيلانو لخوا چې په بيړنۍ لويه جرګې کې استازي و ټاکل شوي . او دوي به د افغانستان لپاره نوى اساسي قانون منظورکړي.


د ټاکنو د قوانينو له مخې، نظامي قو مندانان، وزيران، واليان او نور دولتى چارواکې نشي کولاى ځانونه کانديدان کړي .


د جلال آباد د امنيت مرستيال ټينګار و کړ چى هغوي د امنيت د ټينګښت لپاره سخت کوښښ کړىڅوعادلانه ټاکنې تر سره شي.


هغه وويل: موږ يواځې هغه کسانو ته ساحې ته د ننوتلو اجازه ورکوله چې رايې ورکوونکې و يا يې د پروسې په ښه تر سره کيده کې مرسته کوله او يا هم چارواکي او ژورنالستان و.


ليکن تر ټولو څخه بوګنوونکې پيښه بيا له حميرا سره شوې چى په ننګرهار کې يې د ښځو د سوکالۍ د ټولنې مشري په غاړه لري . نوموړې دسولې او جګړې راپور ورکوونکي ته وويل چې هغې د کانديدۍ څخه پس له هغه چې ګواښونه ورته وشول لاس واخيست.


هغې وويل: د ټاکنو څخه يوه ورځ وړاندې راپسې وسله وال راغلل او راته يي وويل چي له دې کاره لاس واخله.


يوه بل کانديد د ټاکنو په ترڅ کى په لوګر کې د ورته پيښې سره مخ شوى دى .


هغه وويل: اناهيتا څوک چې د ځوانانو د يوې پروژې مشري په غاړه لري وايي: د ټاکنو څخه دوه ورځې وړاندې شپي ليکونه خپاره شول او ماته ګواښنه وشوه.


نوموړې چى په يو جنجالى موقف کى قرار درلود په تيره لويه جرګه کې د پروان څخه د ښځو استازيتوب کاوه او دا وارې هغه خپل ځيږځاى، لوګر ته راغله ځکه چې چيرته چى انتخاباتو دپاره زيات کانديدان نه وه او رايه اخيستل اسانه وه.


اناهيتا زياتوي چى کله هغې ته ګواښنه وشوه د ځايي پوليسو مشر د هغې پوره ملا تړ و کړ او ايله يې وکولاى شول چى لويې جرګې ته ليار بيا مومي.


د اساسي قانون مطبوعاتي وياند، عبدالغفور ليوال دا مني چى په ټاکنو کې د قوانينو څخه سرغړونې شوي ليکن هغه وويل چې دى په سلو ٩٥ کې ددې پروسې څخه خوښ دى.


سخت ګامونه په هغه ځايونو کې چى ستونزې پيدا شوي اخيستل شوي دي.


هغه اى ډبليو پي آر ته وويل: يو تعداد قومندانانو خپل ځانونه په لغمان، شبرغان، جوزجان، غور او بدخشان کې کانديد کړي وه ځکه مو په دغه سيمو کې بيا ټاکنې تر سره کړې. مونږ همدارنګه دوه د رايه ورکوونکو جعلي کارتونه په بدخشان کې کشف کړل او ټاکنې مو له سره وکړې .


په ننګرهار کې د ټاکنو په بهير کې دستونزو د ټولو راپورونو سره سره، د کميسيون ځايي استازي، پوهاند محمد اسماعيل يون وويل چى نوموړى خوښ دى چى ټاکنې په سوله ايز ډول تر سره شوې .


په کابل کې د يوناما د مطبوعاتي اړيکو مشر افسر، ډيويډ سنگ وويل چې د ټاکنو پروسه ښه تر سره شوې او د تيرې بيړنۍ لويې جرګې څخه پند اخيستل شوى دى .


عزت الله ځواب، حفيظ الله ګردش او فريده نيکزاد د آي ډبليو پي آر د اساسي قانون د لويې جرګې په پروژه کې کار کوي .


Frontline Updates
Support local journalists