Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

نن ښونځی نه شته

په کندهار کې نجونې د دود او امنيتي اندېښنو له امله د زده کړې له بهير څخه پاتې شوې دي.
By Wahidullah Amani
. دا د جنوبي ولايت په محافظه کارې ټولنې او د طالبانو په ټاټوبي کې يوه ځانګړنه (استثنا) ده، چېرته چې د اټکل له مخې د لسو نجونو په منځ کې يوه هغه يې لومړنۍ زده کړه کوي.



دې 16 کلنې زده کوونکې وويل: ((زما په ګاونډ کې 60 يا 70 کورونه دي. خو هلته يوازې يوه بله نجلۍ هم ښوونځي ته ځي. زما زياتره ملګرې غواړي، چې ښوونځي ته لاړې شي، خو پلرونه يې نه پرېږدي. زموږ ګاونډيان په موږ پورې او زموږ په کورنيو پورې ملنډې وهي او وايي، چې موږ ښه خلک نه يو، ځکه ښوونځي ته ځم. زه په هغوی غوږ نه ګروم.))



د افغانستان د اساسي قانون له مخې زده کړه يو عمومي حق او مکلفيت دی. له پلرونو او ميندو څخه غوښتنه شوې،چې تر دولسم ټولګي پورې خپل زامن او لوڼې دواړه ښوونځي ته واستوي. خو په عمل کې دا قانون په عمومي توګه تر پښو لاندې شوی دی او ښکاري، چې حکومت پاتې راغلی دی، ترڅو د هغې په وړاندې ګام پورته کړي.



د کندهار ولايت د پوهنې رئيس، حيات الله رفيقي وويل: ((هوکې، داسمه ده، چې قانون د زده کړې حق تضمين کړی دی. خو موږ د خلکو کورونو ته عسکر نه شو ليږلی، ترڅو پلرونه خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوي. که موږ هڅه هم وکړو، څوک به خپل اولادونه ښوونځي ته وانه استوي. ځکه حکومت به هغوی ته سزا ورکړي. دا به برعکس پايلې ولري.))



د طالبانو د واکنۍ پر مهال د نجونو په وړاندې د زده کړې دروازې تړلې وې اود نجونو ښوونځي تړل شوي و. څلور کاله دمخه د نوي حکومت له راتګ څخه راوروسته حکومت پيسې او هڅې په کار واچولې، ترڅو نجونې بېرته ښوونځي ته راماتې کړي. په حقيقت کې ښوونځيو ته د نجونو راتګ ته د نوې ادارې د يو ستر بری په سترګه کتل کيږي.



رفيقي وايي، کندهار په دې هکله زيات کار کوي. د هغه له خوا د ورکول شوو شمېرو له مخې د ولايت په مرکز کندهار کې ښوونځيو ته د تلونکو نجونو په سلو کې اويا ښوونځي ته ځي. رفيقي وايي، د ولايت په کچه په سلو کې 40 ښوونځيو ته ځي.



رفيقي وايي: ((له طالبانو څخه د مخکې پېر په پرپله اوس يو زيات شمېر ميندې او پلرونه خپلو نجونو ته اجازه ورکوي، چې ښوونځيو ته ولاړې شي. د کندهار د پوهنې رياست د تلويزيون د خپرونو له لارې د نجونو زده کړه هڅوي، ترڅو ميندې او پلرونه وهڅوي، چې ښوونځي خراب ځايونه نه دي. يو زيات شمېر کډوال په پاکستان او ايران څخه راستنيږي. هغوی زده کړه والې نجونې هلته ليدلي او له دې امله خپلو لوڼو ته د زده کړې د پرمخ وړلو اجازه ورکوي.))



د پوهنې د ډګر کارکوونکي ټينګار ګوي، چې دا شمېره دومره زياتوالی نه ښيي.



د افغانانو لپاره د مدني ټولنې مشره، رنګينه حميدي وايي: ((حکومت دا شمېرې د خپل بري د ښوولو لپاره ورکوي. دا ټولې سمې نه دي.))



حميدي وايي، چې په ښار کې په سلو کې له لسو څخه زياتې نجونې ښوونځيو ته نه ځي په نورو کليوالي سيمو کې شمېر تر دې څخه ډېر لږ دی.



رفيقي دامني،چې د کندهار د ښوونځيو د 130 زرو زده کوونکو په ډلې کې يوازې 24 زره تنه نجونې دي.د ټول ولايت په کچه د هلکانو د 328 ښوونځيو په پرتله د نجونو يوازې 12 ښوونځي شته.



عبدالواحد د زرغونې انا د ليسې مدير دی. د هغه په ليسې کې 1600 زده کوونکي او 60 ښوونکي شته، چې درې تنه يې نارينه دي. د زرغونې انا لېسه د کندهار د څلورو ښوونځيو په ډلې کې د نجونو ليسه ده. په هغې کې د حکومتي مامورينو او نور کسبه کارانو لوڼې لوست وايي.



واحد وايي: ((موږ د لوست خونې نه لرو. يو شمېر ټولګي مو په خيمو کې لوست وايي. خو موږ هيڅ يو له پامه نه غورځوو. موږ هغو نجونو ته د لېږدولو (ترانسپورت) وسايل چمتو کوو،چې کورونه يې له ښوونځي څخه ليري دي. خلک د امينت په اړه اندېښمن دي، خو موږ ته هره ورځ نوې نجونې راځي.))



په کندهار کې دود او دستور خورا غښتلی دی. دا هغه سيمه ده، چې طالبان په کې د لومړې ځل لپاره راپورته شول. هغه لا اوس هم د محافظه کارو پښتنو ټاټوبی دی.



پنځه دېرش کلن محمد عمر د ګازو يو کوچنی پلورنځی لري. هغه اووه ماشومان لري، چې درې يي هلکان او څلور يې نجونې دي. يو زوی يې له هغه سره په پلورنځي کې کار کوي. نور دوه يې په ښوونځي کې دي. د هغه څلور واړه لوڼې يې په کور کې دي.



هغه وايي: ((ښوونځی د نجونو ځای نه دی. زه هغوی ښوونځي ته نه پرېږدم. نجونې بايد د کور دننه وي. که هغوی ښوونځي ته لاړې شي، نو خلک به هغوی په لاره کې ګوري. دابه ماته ډېر شرم وي.))



عمر په دې اند دی، چې زده کړه د اسلامي دود پر خلاف روانه ده. هغه وايي: ((که نجونې ښوونځي ته لاړې، نو هر چېرته به ځي، حجاب به نه په سروي او مخونه به نه پټوي. اسلام دا نه شي منلای.))



اتلس کلنه اصفه د هغو ګوتو په شمېر نېکمرغه نجونو له ډلې څخه يوه ده، چې ښوونځي ته ځي. خو هغه هره ورځ ګوري، چې خلک ورته د پړې او ملامتۍ ګوته نيسي.



هغه وايي: ((د لارې په اوږدو کې نارينه په ما پورې خاندي او نومونه راباندې ږدي. هغوی وايي، ولې ښوونځي ته ځې؟ ته نجلۍ يې او دې کار ته اړتيا نه لرې. ما په مياشتو مياشتو خپلې کورنۍ ته عذر او زاري کړې، چې ښوونځي ته مې پرېږدي. په پای کې هغوی ماته ا جازه راکړه.))



هغه وايي، د هغې زيات شمېر ملګرو دا ستغې سپورې نه شوای ځغملای او ښوونځی يې پرېښی دی.



آن هغه شمېر خلک، چې په نظري توګه د نجونو د زده کړې پلويان دي، له امنيتي وضعې څخه ناخوښه دي. په کندهار کې ثبات نه شته او د يو شمېر خلکو د وينا له مخې د ځانمرګي بريدونو او د ياغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د نښتو او تاوتريخوالي له امله مخ په ناوړه کېدو دی. د بهرنيو ځواکونو د شتون په هکله د خلکو د ناخوښۍ له امله طالبانو يوه اندازه خاوره تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.



دوه پنځوس کلن امان الله وايي: ((زما ښوونځی خوښيږي. زه پنځه ماشومان لرم. دوه يې هلکان او درې يې نجونې دي. هلکان ښوونځي ته ځي، خو نجونې نه ځي.))



نوموړی وايي: ((زه د امنيت په اړه ډاډمن نه يم. زه نه غواړم هغوی ته په ښوونځي يا په لاره کې څه شی پېښ شي. زه پوهيږم، چې زده کړې او تحصيل لرونکي خلک ښه دي. زه غواړم اولادونه مې لوست ووايي، خو اوس نه. زما لوڼې هره ورځ ماته زاري کوي، چې ښوونځي ته يې پرېږدم. زه ورته وايم: که وضعه ښه شوه، نو ژمنه کوم، چې تاسې به ښوونځي ته پرېږدم.))



ښايي دا ژمنه ډېر ژر سر ته ونه رسيږي. د پوهنې يو چارواکي، چې نه يې غوښتل ونومول شي، د يوې ځايي ناحکومتي موسسې سره په خبرو کې وويل، په تېر کال کې ددغه ولايت 150 ښوونځي تړل شوي دي. د ښوونځي يو مدير وژل شوی او ښوونکي يې ګواښول شوي دي. په څو ولسواليو کې شبنامې خپرې شوي او ميندو او پلرونه يې ګواښونه کړي، خپلې نجونې ښوونځي ته وانه استوي او هغه خلک يې ډارولي، چې په دې اخطار غوږونه کڼوي. لږ ترلږه اووه ښوونځي سوځول شوي دي.



د معروف په ولسوالۍ کې د ډار او ترهې له يو کمپاين څخه وروسته د هغه ولسوالۍ ټول ښوونځي تړل شوي دي. د ډنډ، ميوند او پنجوايي د ولسواليو ښوونځي يوازې هغه مهال بېرته وي، چې امنيتي وضغه ښه وي.



بدامني زياتره په طالبانو اچول کيږي. خو د حميدي په وينا د زده کړې ضد دود له طالبانو څخه دمخه هم موجود و.



حميدي، چې د امريکا په متحده ايالتونو کې لوی شوی او زده کړه يې کړې ده، وايي: ((هغه مهال چې شل کاله وړاندې زما کورنۍ د پاکستان په کويټې کې کډواله وه، نو همدا شان اخطارونه راکول کېدل. زما پلار موږ له ښوونځي څخه وايستلو. هغه مهال طالبان نه و.))



څېړونکي وايي، يوازنۍ لاره داده، چې حکومت له زيات جديت څخه کار واخلي. کېدای شي، په کندهار کې د نجونو زده کړه د حکومتي چارواکو، د پوهنې د ډګر د کارکوونکو او مذهبي مشرانو په ګډو هلو ځلو پرمختګ وکړي. خو همدا څارونکي وايي، حکومت د دود او رواج د ماتولو لپاره د حل کومه لار نه لري.



د يوې ناحکومتي موسسې يو کارکوونکي، چې د خپل نوم له اخيستلو يې ډډه وکړه، وويل: ((حکومت د زده کړې پروا نه لري. که چېرته يې غوښتلای نو ښوونځي به يې پرانستی وای.))