ناوړه دودونو د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی

ناوړه دودونو د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی

 

په افغانستان کې لاهم  ډیری داسې ناوړه دودونه شته چې  د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سبب ګرځي.

په دغه شان دودونو کې یو هم بدل او په بدو کې د وړو انجونو ورکړه ده . دغه دودونه د انجونو ژوند د تاوتریخوالي حالت ته بیایې او ډیری وخت  کورنۍ د شخړو او ان د مرګ تر پولو رسوي.

د افغانستان په ختیځ کونړ هم یو له هغه ولایتونو دی چې په بدو  او بدل کې د انجونو ورکړه او د کوچنیو انجونو ودونه پکې لا هم شتون لري.

په دې ولایت کې ډیرې کوچنۍ انجونې د ورونو او پلرونو د جرمونو په بدل کې دسورې په نوم زیانمنو شویو کورنیو ته ورکول کیږي چې ددغه انجونو ژوند په ډیرو ستونزو تیریږي.

فریده چې د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسیدونکې ده دی وایې د ورور په جرم کې یې په بدو کې ورکړې ده او  میړه یې هم په ملي اردو کې دی .

نوموړې وایې چې کله یې میړه کور ته راشي نو د یوې ښځې غوندې سلوک ورسره نه کوي او په وړه وړه خبره یې وهي او پیغورونه ورته ورکوي

فریده زیاتوي چې د خواښې او خسر له خوا ورته سپکې سپورې ویل کیږي او په ډول ډول پلمو وهل کیږي چې ژوند یې ډیر تریخ دی او کله کله يې ځانوژنې ته هم زړه وشي.

(زما ورور وو په بدو کې یوه جینئ تښتولې وه په هغې بدو کې بیا زه ورکړم زما عمر بد دی د هغوئ د خوا نه زه وهل کیږمه ټکول کیږمه او همدا راز زما خاوند زما سره ښه سلوک نه کوي ما سره د خواښې او خسر وضعه ښه نه ده هغوئ چې کله ما سره کیني ما ته وایې چې ته مونږ په بدو کې راوستې یې تاسو یو داسې ناوړه کار کړی وو چې د هغې په بدو کې یې ته مونږ ته راکړې یې داسې وخت راځي چې زه غواړم خود کشي وکړم یا سیند ته ودانګم یا ځان ته اور واچومه داسې وخت هم په ما راشي خو بیا ځان سره فکر وکړم چې خیر دی دا ژوند دی تیریږي)

فریده ددغه کار ټوله پړه په خپله کورنئ وراچوي دې وایې زما کورنئ باید دغه ستونزه د جرګو او پیسو له لارې حل کړای وای او زه یې باید په دغه برخلیک نه وای اخته کړي

نوموړې وایې کورنۍ دې خپلې کوچنۍ لورانې په بدو کې نه ورکوي او هغوۍ دې زما په برخلیک نه اخته کوي.

(زه خپله کورنئ ګرم ګڼمه ځکه چې دوئ ما سره داسې کار کړی دی که چیرته زه دوئ نه وې ورکړې زه به ولې داسې وې خو زه دوئ ورکړم د دوئ د خوا نه زه ورکړل شوې یم دوئ باید دا خبره په جرګه باندې حل کړي وایې پیسې یې ورکړي وایې بل یو داسې کار یې کړی وایې خو خور او لور دې په بدو کې نه ورکولای زما د ټولو خویندو او ورورنو نه دا خواهش دی چې داسې یو کار دې نه کوي او هغه مسلمانانو ورورنو نه چې خپله لور دې په بدو کې نه ورکوي زما نه دې نتیجه واخلي چې زه څنګه عمر تیروم)

ددغه دود ښکار یوازې انجونې نه دي داسې ډیر ځوانان هم شته چې په بدو کې یی ښځې کړي او اوس له دغه حالته ډیر ځوریږي.

۲۲ کلن نجیب الله  یو له هم دغه ځوانانو دی چې په بدو کې یی ښځه کړې.

 دی وایې د نورو ځوانانو غوندې په خپله خوښه د واده کولو ارمان یې له خاورو سره خاورې شوی.

نوموړی وایې کورنی ژوند یې تریخ او هره ورځ یې دښځې سره د خویندو او مور له خوا جنګونه کیږي. او نوموړې په ډول ډول پلمو ځوروي.

هغه په بدو کې د ښځې کولو کیسه داسې کوي.

(څه وخت مخکې زمونږ څه لانجه راپورته شوله او هغه لانجه کې مې بیا یو ورور مړ شو بیا مونږ د هغه ځای نه کډه واخیستله بل ځای ته لاړو خو بیا هم د کلي خلکو مونږ پرینښودلو او مونږ پسې بیرته راغلل او مونږ له یې جرګه جوړه کړه او په جرګه کې یې مونږ ته په بدو کې یوه ښځه او اته لکه روپئ راکړې او دکلي خلکو مونږ پرینښودو او هغه خبره یې په مونږ جبري ومنله اوس زمونږ کورته هغه ښځه هم یو رقم راغله  چا ورته د ښځې په نظر نه کتل نو بس ورور به مو په یاد کې راتلو نو د ټول کور ورسره سم چلند نه کیدو د ټول کور ورسره لانجې وي)

بل خوا دکونړ ولایت د ولایتي شورا غړې استاد توراج  بيا وایې چې په کونړ کې ډیرې داسې کورنئ شته چې خپلې لورګانې د ځامنو له خوا د تر سره شویو جرمونو په بدل کې زیانمنو شویو کورنیو ته ورکوي چې دغه ناوړه دود په انجونو او د هغوئ په کورنیو خورا بدې اغیزې کوي.

میرمن توراج وایې څو ورځې وړاندې یې په کلي کې یوه وړه جینئ د ورور په بدو کې یو چاته ورکړل شوه چې دغې پیښې ډیره خفه کړې.

(په دې تیرو ورځو کې یوه جینئ وه چې جرم یې ورور وکړ او د هغې په بدو کې یې یوه وړه خور چې نه یې وړه اخکلي وو نه یې جامې وینځلې وې نه د کور په کارونو باندې پوهیدله خاوند یې هم نه وو چې په ملي اردو کې وو هغې خلکو دومره صبر ونه کړو هغه جینئ په دوو بجو باندې بوتلله په جبري ډول خو هم هاغې واده له زه لاړمه هم هاغه زما زړه دردیدلی دی هم هاغه زه خفه شوې یمه چې دغه جینئ به څنګه ژوند تیروي دغه به څنګه شپې او ورځې تیروي دغه به د خواښې او خسر څه قدر وکړي که سپین ږیري دي که ځوانان دي که دا په جرګو کې کیني که دا په جلسو کې کیني که دا په دغه غونډو کې کیني وړې جنکئ مه ودوئ وړې جنکئ په بدو کې مه ورکوئ دا د تاوتریخوالي سبب ګرځي دا د کور نه د تیښتې سبب ګرځي دا د ځان سوزونې سبب ګرځي)

 بل پلو ته د کونړد ښځو چارو رییسه نسیمه شفیق سادات وایی چې کورنې باید له دغې چارې ځان وساتي او خپلې لورانې دې په بدو کې نه ورکوی او که بیا دغه کار کوی نو له دغه انجونو سره دې سم چلند کوي ځکه د ښځو سره تاوتریخوالی ډیرې بدې پایلې لري.

نوموړې وایې چې تر اوسه دوۍ ته په بدو کې د ورکړې کومه پیښه په رسمي توګه نه ده وروړل شوې خو دوۍ له داسې ډیرو پیښو خبریږي چې کورنۍ نه غواړي ښکاره یی کړي.

دی زیاتوي چې تیره میاشت دکونړ په مرکز کې یوې جینۍ چې په بدل کې ورکړل شوې وه ځان سوزولی چې اوس هم په روغتون کې ده او دوۍ دغه پیښه تعقیبوي .خو د ځان وژنې کومه پیښه په کونړ کې تر اوسه نه ده شوې.

( اول د کورنیو محترمو نه دا تقاضا ده زما چې کله دوې لور ورکوي کله چې د چا لور راولي نو کوشش وکړي چې دا د بدو مسله باید دوئ له منځه یوسي ځکه پخپله د بد کلیمه پخپله یو ډیر ناوړه تاثیر په انسان باندې لري نه باید دې ته پیغور ورکړل شي نه باید دا توهین شي نه باید دا تحقیر شي ځکه ددې عواقب خطرناک دي کیدلای شي د کورنیو دغه توهین دغه تحقیر دې ته په بده سترګه کتل که په ساده پښتو کې یې زه ووایم دوئ ته پیغور ورکول باعث د ډیرو خرابو خطرناکو عواملو شي کیدای شي دا ځان ووژني کیدای شي دا ځان وسوزوي کیدای شي مثلا د کور نه وتښتي)

خو بل خوا دیني عالم مولوي عطاالرحمن بیا وایې چې اسلام په بدو، بدل او د کوچنیو انجونو ورکول په کلکه منع کړي دي ځکه اسلام یو ټولنیز دین دی.

نوموړی دپښتنو ځنې دودونه له اسلام سره په ټکر کې بولي ځکه اسلام ددې اجازه ورکړې چې هلک او جینئ باید یو بل سره خوښ کړي  او بیا د یو بل سره واده وکړي خو پښتانه بیا دا کار نه کوي ، دی وایې هلک او جینئ خبر هم نه وی او نکاح یې شوي وي.

(د اسلام د نګاه نه دا کار ناروا دی ځکه د نبي علیه السلام حدیث دی(لا شغار في الاسلام) مقصد دا دی د بدل نکاح په اسلام کې نشته دی یا په دې خاطر چې مطلب سپین ږیري وي یا ورله څوک جنکئ نه ورکوي یا یې ښځه مړه وي یا یې بل څه وي یا بل څه فتنه یې منځ کې راشي هغه راولګي هغه جنئ په فتنه کې ورکړي نو په هغې باندې ظلم زیاتې کیږي زور پرې کیږي زورول کیږي دا د اسلام د نګاه نه ناروا کار دی ځکه نبي علیه السلام وایې چې کله تاسو مطلب د جنئ هلک خوښ شي د هلک جنئ خوښه شي نو پکار دا ده چې بیا نکاح وشي او داسې نه چې زمونږ د پښتنو په شانته هغوئ راولکیږي جنئ هم خبره نه وي هلک هم خبر نه وي نکاح یې شوي وي)

که څه هم نړیوالې ټولنې او افغان دولت په تیرو لسو کلونو کې په میلونو ډالر د ښځو د حقوقو د تامین لپاره ولګول خو د خلکو په وینا چې د ښځو په ستونزو کې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی او ښځې لا هم د کورني تاوتریخوالي ښکار دي. 

ذبیح الله لاروی  کونړ

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists