Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

مينا حبيب – د افغانستان د آی ډبليو پي آر د پروگرام ستوری

ژورنالستان د رپوټونو د چمتو کولو لپاره پر ځانونو زيان او خطر مني.
By IWPR Afghanistan
Mina Habib. (Photo: IWPR)

سره له دې چې جايزه گټونکې خبريالې، مينا حيب له کابل پوهنتون څخه د ژورنالېيزم دپلوم تر لاسه کړی، خو وايي، په حقيقت کې يې دا دنده له آی ډبليو پي آر سره د کار پر مهال زده کړې ده.
هغې وويل: «په پوهنتون کې هر څه د کاغذ پر مخ او خيالي وو. يوازې نظري زده کړه مو کوله او عملي کار مو نه درلود. هغه مهال د ژورناليزم نړۍ ته ورننوتم چې له آی ډبليو پي آر سره مې کار پيل کړ.»
«د څېړنيز ژورناليزم، د خبرونو د تحليل يا د يو فيچر د ليکلو په اړه مې هيڅ معلومات نه درلودل. دا ټول مې په آی ډبليو پي آر کې زده کړل. اوس پوهيږم چې د ژورناليزم ډگر څومره پراخ دی.»
مينا د سويلي اسيا د ازادو رسنيو د ټولنې په گډون د کار په اوږدو کې يو شمېر جايزې تر لاسه کړي دي. هغه رپوټ چې نوموړي په ٢٠١٢ کال کې له اساسي قانون څخه د سرغړونې په اړه ليکلی و، تر ټولو لوړه ملي جايزه يې گټلې. د هغې رپوټونو رښتېنې اغېزه درلوده. (وگورئ: د آی ډبليو پي آر خبريالې ته د افغان وزارت جايزه او  د آی ډبليو پي آر ژورنالستان د جایزې په اخیستلو بریالي شول ) 
په  ٢٠١١ کال کې د ځوانانو د روزنې په مرکز دارالتاديب کې يې يوه ورځ د يوه ماشوم د مړينې په اړه ليکنه په هغه اداره کې د ستر بدلون لامل شو. (رپوټ چې د ځوانانو د روزنې په مرکز کې د بدلون لامل شو) يو بله څېړنه چې (د افغاني سکهانو او هندوانو کوچنۍ ټولنه) په وړاندې تعصب په اړه وه، شخصا د ولسمشر، حامد کرزي د فوري مداخلې لامل شوه. (ولسمشر حامد کرزي شخصا مداخله وکړه.) 
مينا وايي، ډېره خوشاليږي چې  د آی ډبليو پي آر له خوا له نورو روزل شوو ژورنالستانو سره، چې له ٢٠٠٢ کال راهيسې په هېواد کې په کار بوخت دي، گډ کار کوي  
نوموړې زياته کړه: « له دې ژرونالستانو سره د کتنې پر مهال، چې د آی ډبليو پي آر ستاينه کوي، پر ځان وياړم.»
په ١٩٨٣ کال کې په کابل کې زېږېدلې ميناحبيب له ډېر پخوا څخه له ژورناليزم سره مينه درلوده. له دې امله چې افغاني محافظه کاره ټولنه کې  دا کار د ښځو لپاره شرم گڼل کيږي، کورنۍ يې د هغې له دې دندې څخه هيڅ خوشاله نه ده.  خو هغې د خپلې کورنۍ له مخالفت  سره سره دا دنده په غاړه واخيسته. هغې وويل: «کله چې مې جايزه خپل کور ته يوړه، تمه مې دا وه چې څوک به راڅخه وپوښتي: دا څه شی دی؟ نو هيچا ونه پوښتل. ورو لاړم او د خپلې کوټې په المارۍ کې مې کېښوده. دې کار ډېره نهيلې کړم.»
مينا حبيب دخپلې کورنۍ  د لېوالتيا د نه موجوديت تر څنگ د ټولنې د نورو غړو له تعصب سره هم مخ ده.
هغې وويل: «د چم او گاونډ خلک مې په کرکجنو خبرو او ملنډو ځوروي. يو شمېر مې راته آن ښکنځلې کوي او په بدو نومونو مې يادوي.»
هغې ته دا دنده رښتينی خطر دی. مينا حبيب ته ناسم ليکونه رسيدلي او هغه مهال، چې به پوليسو په لارو کوڅو کې ماشومان وهل او دا  به يې عکسونه اخيستل، د هغوی له گواښونو سره هم مخ شوې. يو مهال يې، چې د کابل په يو پلورنځي کې يې د ځانمرگي بريد په اړه رپوټ چمتو کاوه، په پښه ټپي شوه.  
هغې وويل: «څو څو ځلې د پارلمان غړو، جنگ سالارانو او ياغيانو راته گواښونه کړي، خو هيڅکله مې ځان ډار ته نه دی تسليم کړی. بس خپلې دندې ته مې دوام ورکړی.»
د هغې همکاره ژورنالسته، صفيه عمري د مينا حبيب زړورتيا ستايي.
هغه وايي: «په اوسني امنيتي وضعيت کې نارينه په ښارونو کې له گرځېدو ډاريږي، خو مينا هر ځای ته، چې اړتيا وي، ځي او خپل رپوټ چمتو کوي. زه د هغې زړورتيا ستايم.»
نوموړې زياته کړه: «څه شی چې مينا کړوي، هغه بې عدالتي ده، سره له دې که هغه يوه وړه خبره وي.»
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ايډيټور، حفيظ الله گردش هم وايي، مينا حبيب د عدالت لپاره مبارزه کوي.
هغه وويل: «زه په کار کې د هغې زړورتيا او صداقت ستايم.» نوموړي زياته کړه، هغه په رپوټ چمتو کولو کې له ډېرې خواخوږۍ کار اخلي او د ژورناليزم د کار يوه بېساری بېلگه ده، د يوه رپوټ له بشپړولو څخه هيڅکله لاس نه اخلي.  
هغه وويل: «ما د هغې په سترگو کې اوښکې ليدلي او کله چې مې تر پوښتنه کړې، ولې؟ نو د يوه ماشوم يا يوې ښځې د ستونزو کيسه يې راته کړې چې مرکه يې ورسره سر ته رسولې وه. هغه ډېره لیواله ده چې ډېر د ښځو او ما شومانو په اړه رپوټ ولیکي.»
مينا حبيب وويل، د هغې ارمان دا دی چې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره مبارزه وکړي. 
هغې وويل: «زه د قانون واکمني او عدالت غواړم. زما هېوادوال له دې امله کړيږي چې له هغې څخه بې برخې دي.