موټر چلوونکي اړ دي چې د بډو [رشوت ورکولو] لاره ونيسي

ډېره به ستونزمنه وي چې د بډو له ورکولو پرته څوک د موټر چلولو اجازه ليک تر لاسه کړای شي.

موټر چلوونکي اړ دي چې د بډو [رشوت ورکولو] لاره ونيسي

ډېره به ستونزمنه وي چې د بډو له ورکولو پرته څوک د موټر چلولو اجازه ليک تر لاسه کړای شي.

Cars attempt to manoeuvre a traffic jam during rush hour in Kabul. (Photo: Andrew Renneisen/Getty Images)
Cars attempt to manoeuvre a traffic jam during rush hour in Kabul. (Photo: Andrew Renneisen/Getty Images)
Thursday, 7 December, 2017

پنځوس کلن عزيزالله يو موټر چلوونکی دی. هغه د پروان او گاونډي ولايت، کاپيسا تر منځ موټر چلوي.

هغه وويل، سره له دې چې د ژوند د اړتياوو د پوره کولو لپاره موټر چلوي، خو هيڅکله يې هم د موټر چلولو په اړه زده کړه نه ده کړې او نه يې هم کومه ازموينه ورکړې ده.

هغه وويل: «د ترافيکو د رياست يو شمېر کارکوونکي د ٤٥ امريکايي ډالرو په بدل کې د موټر چلولو اجازه ليک درته راسا د کور د دروازې شاته راوړي.» هغه په دوام وويل، په قانوني لاره د يو اجازه ليک ترلاسه کولو لپاره بايد لومړی لس ډالره د ثبت فيس تاديه کړې، دوه اوونۍ د موټر د زده کړې کورس ته راشې او بيا ازموينه تېره کړې.

آن کله چې دغه بهير تعقيب کړې، بيا هم نشې کولاې له بډو ورکولو پرته د موټر چلولو اجازه ليک تر لاسه کړې.

عزيز الله درې کاله دمخه يوه ترافيک ته، چې پېژندلو يې، پنځه څلوېښت ډالرو ورکړل.   

«هغه زما څلور دانې عکسونه او د تذکرې فوتوکاپي واخيسته او يوه اوونۍ وروسته يې کور ته راته د موټر چلولو اجازه ليک راوړ.»

د پروان ولايت اوسيدونکي وايي، دا يوه عادي خبره گرځيدلې چې د موټر د چلولولو د اجازه ليک د تر لاسه کولو لپاره بډې ورکړې.

يوه حکومتي چارواکي، چې ويې غوښتل نوم يې ياد نشي، وويل، د پروان ولايت د ترافيکو د رياست چارواکي په قصدي ډول ادارې بهير اوږدوي، ترڅو مراجعين د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د بدو ورکولو ته اړ شي.    

نوموړي د موټر د چلولو د اجازه ليک د لاسته راوړلو لپاره د ٤٥ ډالرو د ورکړې پخلی وکړ.

دا خبره د چاريکارو د ښار د اوسيدونکي، ٢٧ کلن محمد مبارز شخصي تجربه وه چې اوس خپل ټيوټا موټر لري. هغه وويل، لومړی يې په رسمي ډول د موټر د چلولو اجازه ليک د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وړاندی کړه او د موټر چلولو کورس يې ولوست.

وروسته ورته يو لوړپوړي چارواکي وويل: «که لس ځلې هم د موټر چلولو کورس ووايې، زه به دې ناکام کړم. که ماته ١٥ ډالره را نه کړې، نو هيڅکه به د موټر چلولو اجازه ليک تر لاسه نه کړې!»

محمد په دوام وويل: «په پای کې مې هغه ته ١٥ ډالره ورکړل. نور لس ډالره مې په بانک کې تحويل کړل او د موټر د چلولو اجازه ليک مې تر لاسه کړ.»

خالقداد، چې د ترافيکو په رياست کې يې له دېرشو کلونو څخه زياته موده خدمت کړی، وويل، په پام کې د سړکونو د خونديتوب له معيارونو نيولو پرته په افغنستان کې د موټرو چلول ډاروونکی کار دی.

هغه وويل: «د موټرو د چلولو د اجازه ليک د ورکړې لپاره په پام کې نيول شوي معيارونه دا دي چې يو شخص بايد ښه وليدلای شي او ښه واورېدلای شي او د موټر چلولو دوه اوونيز کورس تعقيب کړي.» نوموړي زياته کړه، د ترافيکو د مقرراتو او نښو له بنسټيزې پوهې پرته نه يوازې د لوی بندښت لامل کيږي، بلکې ډېرې وژونکې پېښې هم رامنځته کوي.   

د پروان ولايت د امنيې قوماندان، محمد زمان مموزي تاييد کړه چې په دغه رياست کې ورته د بډو اخيستو په اړه ډېر شکايتونه رسېدلي دي، خو د قانوني اقدام لپاره هيچا هم کوم شواهد او لاسوندی نه دي وړاندې کړي.  

هغه وويل: «موږ څو څو ځلې د ترافيکو رئيس راغوښتی او د بډو په اړه مو ورته د خلکو شکايتونه اورولي دي. خو هغه سوگند ياد کړی چې په دغه راز کارونو کې لاس نه لري. څنگه چې موږ د دغو ادعاگانو په اړه کوم اسناد په لاس کې نه لرو، نشو کولای څارنوالۍ ته په دې برخه کې څوک واستوو.»

د پروان ولايت د والي ويانده، وحيده شهکارله دې سره موافقه وه، ويې ويل: «د پروان د ترافيکو په رياست کې د بډو اخيستلو اوازې او ادعاگانې شته، د والي دفتر ته هم په دې اړه ځينې شکايتونه رسيدلي، خو هيڅوک هم څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی نه دی.»

د پروان ولايت د ترافيکو رئيس، محراب الدين پرواني له دې څخه انکار وکړ چې گوندې څوک دې د بډو په وړاندې د موټر چلولو اجازه تر لاسه کړي.

ټول خلک له دغه لارې سره موافق نه دي.

د چاريکارو د ښار دهوفيانو اوسيدونکي، ٣٠ کلن عبدالجبار سالنگي په دې وروستيو وختونو کې يو کرولا موټر اخيستی، خو د موټر چلولو اجازه ليک نه لري.

هغه وويل: «يوه مياشت دمخه مې د پروان ولايت د ترافيکو رياست د موټر د چلولو د اجازه ليک د تر لاسه کولو لپاره غوښتنليک وړاندې کړ او د موټر چلولو کورس مې هم ولوست، خو تر اوسه مې د موټر چلولو اجازه ليک نه دی تر لاسه کړی.» نوموړي زياته کړه، پروا نه کوي، چې څومره انتظار به وکړي، خو چا ته به په دې اړه پيسې ور نه کړي.

هغه وويل، که عادي خلک بډې ورکړي، يوازې اداري فساد ته لاره هواروي.   

ځينې خلک وايي له دې پرته بله چاره نه لري. گنډونکی ٣٥ کلن عبدالحکيم د پروان په مرکزي برخه کې د مسعود په ښارگوټې کې اوسيږي، وويل، دومره وخت نه لري چې د موټر د چلولو اجازه ليک ترلاسه کړي او يا خپل وخت د ترافيکو په رياست کې تېر کړي.  

پر ځای يې هغه ٤٥ ډالرو په وړاندې د موټر د چلولو اجازه ليک تر لاسه کړ.

حکيم وويل، هغه د موتر چلولو سابقه نه لري او پر سړک د موټر له چلولو څخه هم نه ډاريږي.

هغه وويل: «ورو ورو به يې زده کړم. پر سړک نور ډېر خلک هم شته چې د موټر په چلولو نه پوهيږي او د موټر د چلولو د زده کړې کورس يې هم نه دی لوستی.»

Frontline Updates
Support local journalists