موټرچلونکې میرمنې له ستونزو سر ټکوي

له مخالفت او تعصب سره سره له موټر چلولو سره د ښځو مينه ورځ په ورځ زياتيږي.

موټرچلونکې میرمنې له ستونزو سر ټکوي

له مخالفت او تعصب سره سره له موټر چلولو سره د ښځو مينه ورځ په ورځ زياتيږي.

د کابل ښاراوسېدونکې، ديبا صديقي له اوو مياشتو راهيسې، چې د موټر چلولو اجازه ليک يې تر لاسه کړی، په ښار کې موټر چلوي.

سره له دې چې اوس هرځای ته ازادانه تلای راتلای شي، خو دا دنده ورته يوه  بشپړه خوشاله دنده نه ده. له اوو مياشتو راهيسې په پرله پسې ډول د خلکو له ځورنې او ازار سره مخ ده. 

نوموړې وويل: «موټر چلول راته کوم اسان کار نه دی، ځکه په پرله پسې ډول د نارينه گانو له ملنډو او مسخرو سره مخ کېږم.» هغې زياته کړه، د کابل په ترافيکو کې يې د موټر چلونې کورس لوستی او د واټ قاعدې او اوصول په ټينگه په پام کې نيسي.

نوموړې په دوام وويل: «نارينه گان، په تېره بيا وحشي ځوانان راسره قصدا په دې پلمه موټر ټکروي چې خبرې راسره وکړي او ومې ځوروي.»

له دې مخالفتونو سره سره له موټر چلونې سره د ښځو مينه مخ په زياتېدو ده.

د کابل ولايت د موټر چلولو د اجازه ليک لايسنس د توزيع رئيس، غلام جيلاني وردک وويل، هره ورځ د کابل ترافيکو رياست په لسگونو ښځې د موټر چلولو د اجازه ليک د اخيستلو لپاره مراجعه کوي.

يوازې په تېرو لسو مياشتو کې ١٤٠ ښځو له نوموړي رياست څخه د موټر چلولو اجازه ليک ترلاسه کړی دی.

هغه وويل: «ښځې د کابل ترافيکو يا د نورو ښارونو د ترافيکو په رياستونو کې د موټر چلولو له دوو اوونيو کورس تېرولو وروسته کولای شي له هر رزا خنډ پرته اجازه ليک ترلاسه کړي.»

وردک له دې سره موافق دی چې ښځينه موټر چلونکې په پرله پسې ډول ځورول کيږي، سره له دې چې له نارينه گانو څخه په موټر چلولو کې ډېر ماهرې دي. نوموړي يادونه وکړه، هغوی د ترافيکي قوانيو په زده کړه کې ډېر زيار باسي او په ډېر پام موټر چلوي.

وردک په دوام وويل: « په څلورو ټکرونو کې، چې موټر چلوونکې يې ښځينه وې، ما وليدل، اشتباه د نارينه موټر چلوونکو وه.»

د نوريې په نامه يوې ښځينه موټر چلوونکې آی ډبليو پي آر ته وويل،  په واټ کې نارينه گان د عادت له مخې خپل موټرونه زما د موټر مخې ته دروي او زما د تگ لاره بندوي. 

د مموزي د موټر چلولو د زده کړې د کورس د فارغې، مرضيې په نامه يوې بلې موټر چلوونکې وويل: «زه له يو نيم کال راهيسې موټر چلوم. په دې ټوله موده کې د نارينه گانو له ځورونې سره مخ يم.» 

هغې زياته کړه: «يوه وخت مې موټر پنچر شو او د موټر درولو ته اړ شوم. شا و خوا نژدې چېرته ورکشاپ نه و، ما غوښتل پخپله د موټر ټاير بدل کړم، خو ومې نشو کړای. د مرستې په ځای په لاره تېرېدونکو نارينه گانو په ناسم نامه ياده کړم او داسې خرابې خبرې يې راته وکړې چې نه ښايي تکرار يې کړم.»

هغې وويل: «نارينه گانو تر دې کچې وځورولم چې پوليسو ته مې شکايت وکړ. له نېکه مرغه پوليسو مداخله وکړه، هغوی يې وشړل او مرسته يې راسره وکړه.»

په عمومي توگه پوليس د ښځينه موټر چلوونکو په وړاندې د نارينه گانو له خوا ځورولو ته لازم غبرگون ښيي. 

د کابل پوليسو د جنايي جرمونو رئيس، فريدون وويل، زياتره ورته په دې اړه رپوټونه رسيږي، خو څوک يې لا تر اوسه نه دي بنديان کړي.   

هغه وويل: «د دغو شکايتونه له مخې موږ نه څوک بنديانولای شو، نه ترې څېړنې کولای شو او نه يې تر عدلي تعقيب لاندې نيولای شو. که له دې سره سره کومه ښځه له دغه راز جدي ستونزو سره مخ شي، کولای شي د پوليسو ماموريت ته لاړه شي، پوليس به يې په خدمت کې وي.»

چارواکي وايي، حکومت د ښځو د موټر د چلولو د اجازه ليک د ترلاسه کولو ملاتړ کوي.

 د کابل د ښځو د چارو رئيسې، کريمې سالک وويل، هغوی د يوې ايټالوي موسسې، (Italia Cooperation) په مرسته د موټر د چلولو د زده کړې په دوو دورو کې ١٢٠ مېرمنې روزلې دي.

هغې وويل: «موږ په پام کې لرو چې په نژدې راتلونکې کې د مېرمنو لپاره زيات شمېر کورسونه جوړ کړو، چې دندې ومومي او د عايداتو کچه يې لوړه شي.»

په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو استازې، فوزيې ناصريار وويل «موټر چلول افغان مېرمنو ته اسان کار نه دی، سره له دې خوشاله يم چې مينه يې ورسره زياتيږي.»

نوموړې وويل، داسې ښکاري چې له کوره د بهر په کار کولو کې د ښځو په وړاندې تعصب هم له منځه تلونکی دی.

ناصريار وړاندې وويل، د ښځو پر ځان د باور احساس پياوړی کيږي او د نارينه گانو په څير کاري فرصتونه لټوي.

هغې وويل: «له موټر چلولو سره د ښځې له مينې څرگنديږي چې له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو د ودرېدو لپاره هر څه غواړي. د نارينه گانو پر اوږو د هغوی د بار له امله زياتره د هغوی حقونه تر پښو لاندې کيږي.»

د مموزي د موټر چلولو د زده کړې د کورس رئيس، حاجي دلاور وويل: «پنځلس کاله دمخه د دې مرکز له تاسيس راهيسې د ټول هېواد په کچه زمونږ په بېلابېلو نماينده گيو کې ٥٠٠٠ تنه ښځې کې روزلې شوي دي.»

نوموړي زياته کړه، د ٢٠٠٣ او ٢٠١٣ کلونو تر منځ د جرمني او ايټاليې په مرسته د مموزي د موټر چلولو کورس سلگونو ښځو ته د موټر چلولو وړيا زده کړه چمتو کړې ده.  

د ښځو فعالې، ثريا پيکان وويل، د ښاري کولو د بهير او زده کړې ته د ښځو د لاسرسي د لوړېدلو له امله زيات شمېر ښځې د موټر چلولو اجازه ليکونه ترلاسه کوي.

هغوی اوس د هغوی په وړاندې له شتو خنډونو سره سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړې په دوام وويل: «که چېرته ښځې د نارينه گانو له ځورولو څخه وډاريږي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دغه راز ستونزو په وړاندې مبارزه ونه کړي، مساوات به تر لاسه نه کړي.»

د موټر چلولو د اجازه ليک گټه څرگنده ده. رويا د مموزي د موټرچلولو د زده کړې په کورس کې اجازه ليک ترلاسه کوي، چې له کورني موټر څخه گټه واخلي. 

هغې وويل: «کله چې نارينه په کور کې نه وي، خپله ټوله سودا اخلم او په ټکسي کې يې راوړم. اوس مې وپتېله چې موټر چلول زده کړم، ترڅو د خپلې کورنۍ خدمت وکړم. د ښځو موټر چلولو ته لا تر اوسه د يو عجيب او غيرمعمولي کار په سترگه کتل کيږي، خو هيڅ کومه خبره نه ده . په حقيقت کې که موټر چلول يې زده وي، کولای شي خپل ژوند په خپله پر مخ يوسي.»

Frontline Updates
Support local journalists