Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

مرګوني ماينونه لا تر اوسه په افغانستان کې د خلکو ژوند اخلي

د پاکولو له هڅو سره سره هير شوي ماينونه هره مياشت پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله اړوي.
By Abdol Wahed Faramarz
Afghan soldiers learn about mine detection in Kandahar province. (Photo: Isafmedia/courtesy Canadian Forces)

په کابل کې ازاد  خبريال، عبدالواحد فرامرز ليکنه

د کابل د کوچنيانو په روغتون کې د يوې ونې سيورې ته ناست، کريم الله هغه شېبه يادوي، چې ځوان زوی يې د ماين د چاودنې له امله ټپي شوی و.

دوه اوونۍ دمخه نوموړي هلک د پلازمينې کابل سويل ته د غزني ولايت د قره باغ  په ولسوالۍ کې په خپل کلي کې له نورو کوچنيانو سره لوبې کولې، چې د چاودنې يو لوړ غږ تر غوږ شو. کريم الله د چاودنې ځای ته ځان په منډه ورساوه.

کريم الله وويل: «کله چې هلته ورسېدم ، څلور ماشومان مړه او زما د زوی په ګډون لس نور ټپيان وو.»  د هغه د زوی ټپونه دومره ژور وو، چې اړ شوی و د درملنې لپاره يې پلازمېنې ته راولي. 

هغه وويل: «ماين د کورنۍ جګړې [۱۹۹۲ -  ۱۹۹۶] له کلونو څخه پاتې و.»  هغه يادونه وکړه، په سيمه کې له ورته کوچنيو چاودونو سره سره ځايي چارواکو ددې بدمرغۍ د مخنيوي لپاره لازم ګامونه اخيستی نه دي.  

د افغانستان د خمکنيو ماينونو بدغونی ميراث په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد راتګ ته رسيږي. ويل کيږي چې هغوی او د هغوی تر ملاتړ لاندې افغان حکومت  له هغه مهال راهيسې زيات ماينونه ښخ کړي دي. د مجاهدينو ډلو هم له هغوی څخه کار اخيستی دی.

د دفاع وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي وويل د ۱۹۸۰ کلونو شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت په زياتو سيمو کې، په تېره بيا پوځي هډو او د تالاشۍ د پوستو شاوخوا ماينونه ښخ کړي وو.

همدا رنګه تر هغې راوروسته کورنۍ جګړې کې هم ځمکني ماينونه کرل شوي وو، چې له امله يې افغانستان د نړۍ ترټولو له ماينونو پر يو ډک هېواد واوښت. د ماين کرل شوي سيمې په  نښه شوې نه دي او له ياده ووتې. پرسونل ضد او ټانک ضد ماينونه راوايستل شول او په نوو نښتو کې يوه پلا بيا وکارول شول. هغه کلستر ماينونه چې له هوا څخه راغورځول شوي وو، په هرځای کې تيت وپرک پاتې شول. له تېرې جګړې څخه له راپاته ناچاودو توکو او نورو چاوديدونکو شيانو څخه د پام وړ ګواښ لا دوام لري.

په روانې جګړې کې پر طالبانو د ماينونو د کارولو تور لګول کيږي. همدا رنګه د سړک پر غاړې  بمونه خښوي او که چېرته پاک او لرې نشي، نو  د پرله پسې ګواښ په توګه پاتې کيږي.

عظيمي وويل: «د جګړې پر مهال دښمنو لورو تل په جګړو کې له ماينونو څخه د يو تکتيک په توګه کار اخيستی دی. په رامنځته کيدونکو زيانونو سربېره  يې پر پاکولو يې  زياته موده لګيږي او [ځنډول شوی ګواښ] هم د پوځي تکتيک په توګه کارول کيږي.»       

د طبيعی ناورين د مخنيوي او تنظيم لوی رئيس، دايم کاکړ، چې د ځمکنيو ماينونو پاکول يې هم د ادارې دنده ده، وايي تر يو مليون پورې وګړي د جګړې په تېرو درېو لسيزو کې ددې پټ دښمن په واسطه وژل شوي او معيوب شوي دي. درې مليونه نور اوس له دې امله له خطر سره مخامخ دي، چې د ښخو شوو ماينو د سيمو په ګاونډ کې اوسيږي. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماين په وړاندې د عمل د مرکز مشر، ډاکټر حيدر رضا وويل سره له دې چې په تېرو کلونو کې د مرګ ژوبلې شمېره راټيټه شوې ده، خو داسې څه نه په سترګو کيږي چې په نژدې راتلونکي کې دې له ماين څخه راولاړ شوي خطرونه له منځه لاړ شي.  

د رضا د وينا له مخې په داسې حال کې چې په ۱۹۸۹ - ۱۹۹۰ کلونو کې هره مياشت پنځو، شپږ سوو تنو ته د ماينونو د چاودېدو له امله مرګ ژوبله اوښته، خو تر ۲۰۰۰ کال پورې دا شمېر ۱۷۰   ته راټيټه شوه.  اوس هره مياشت په منځي ډول  ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوړي.  په هرو لسو تنو کې شپږو تنو کوچنيانو مرګ ژوبله رسيږي.

د مرګ ژوبلې د شمېرې د ټيټوالي لامل د ماينونو د پاکولو هڅې دي، چې په ۲۰۰۱  کال کې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته بېرته له سره پيل شوې.

کاکړ وويل سره له دې چې د ماين پاکولو هڅې د پيسو د نشتوالي له امله غړندې شوي، خو رضا وويل، تر دې وخته پورې  اووه سوه مليونه امريکايي ډالر د ماينونو په پاکولو لګيدلي دي. دا پيسې زياتره د ملګرو ملتونو، متحده ايالتونو، جرمني، جاپان، کاناډا او د متحده عربو امارت مرسته کړې ده. 

دمګړۍ په افغانستان کې د پنځو تجارتي موسسو په ګډون د ماين پاکولو يوولس موسسې په کار بوختې دي، چې ټول  ۱۴۰۰۰  نفره پکې کارکوي.

د سپيو په واسطه د ماين پاکولو د ادارې (MDDC) مشر، محمد شهاب حکيمي، چې په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي د سرتېرو له وتلو ورسته د ملګرو ملتونو له خوا تاسيس شوې، وويل، تر اوسه دوه مليونه ماينونه شنډ شوي او د ماين د ۱۶۰۰۰ پېژندل شوې ککړې سيمې ۷۰ سلنه يې پاکه کړې ده. په دې کار له ماينونو څخه په ډکو پېژندل شوو سيمو کې له يو څخه تر دوو مليونو پورې ځمکه، چې ۳۰ سلنه کيږي، پاتې شوې ده. له ماينونو ډکې نوموړې سيمې زياتره د هېواد به سويلي او ختيځو برخو کې پرتې دي. په نوموړو سيمو کې امنيت سم نه دی.       

حکيمي وويل، د پاتې سيمو پاکول به له درېو څخه تر شپږو کلونو پورې وخت ونيسي.

هغه وويل: «موږ نشو کولای د هېواد په يو شمېر سيمو کې د جګړې د دوام يا د امنيت د نشتوالي له امله ماينونه پاک کړو. سربېره پر دې په يو شمېر سيموکې، چې دمخه پاکې شوې وې، بېرته ماينونه ښخ شوي دي.»    

حکيمي يادونه وکړه  دولس سوه تنه ماين پاکوونکي د ماين پاکولو له خطر څخه د ډکې دندې په بهير کې يا وژل شوي او يا شل او شوټ شوي دي. 

افغانستان  په ۲۰۰۳ کال کې د ماين د توليد او کارونې نړيواله لوظنامه او په ۲۰۰۸ کال کې د کلستر بمونو د کارونې د مخنيوي لوظنامه لاسليک کړې ده.  

عظيمي وويل، موجود حکومت په هېواد کې ماينونه، نه دي کرلي. هغه پر طالبانو د نوو ماينونو د ښخولو او د سړک د غاړې د بمونو د ايښودلو پړه واچوله، چې په ګډه يې اتيا سلنه پوځي او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. 

هغه وويل: «طالبان له ملي او بهرنيو پوځونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري. هغوی د ځانونو د خوندي کولو لپاره ماينونه ښخوي. موږ [د کندهار ولايت] د ژيړي او پنجوايي او [د هلمند ولايت] د واشېر په ولسواليو کې په لسګونو زره ماينونه شنډ کړي دي.»    

آی ډبليو پي آر څو څو ځلې د طالبانو له وياند سره د اړيکو د نيولو هڅه وکړه، خو ويې نشو کړای د چاوديدونکو توکو په اړه د مخالفينو د کارونې په اړه کوم غبرګون ترلاسه کړي.

په پای کې د ماينونو د ايښودونکو د هويت او يا د ښخولو د مهال پېژندل د پنځلس کلنې زرغونې په څېر قربانيانو سره کوم تړاو نه لري.

د پکتيا ولايت د ګردې څېړۍ اوسيدونکې، نوموړې پنځلس کلنې نجلۍ، چې دوه ورځې دمخه يې خپلو څارويو ته د وچو وښو د راټولولو پر مهال پر ماين د پښې د کېښودو له امله پښه له لاسه ورکړه، اوس په کابل کې تر درملنې لاندې ده.

د غلام فاروق په نامه د هغې پلار وويل، هغه په دې اند دی چې ماين په دې وروستيو وختونو کې ښخ کړی شوی دی، خو نوموړې سيمه  په   ۱۹۸۰ يموکلونو کې د مجاهدينو او  شوروي د سرتېرو د جګړې ډګر و.

زرغونې، چې مخ او لاسونه يې هم د ماين په ټوټو ټپي شوي، وويل، «چا، چې دا ماين ايښي، زما دښمنان دي.»  

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >