مخکښې ښځينه استازې پلاتفورم رد کړ

د آى ډبليو پى آر راپورټر مصطفى بشارت

مخکښې ښځينه استازې پلاتفورم رد کړ

د آى ډبليو پى آر راپورټر مصطفى بشارت

Thursday, 18 December, 2003

داکټره مسعوده جلال، يوه ارواپوهه او د نړيوال خوراکي پروګرام غړې، هڅه درلوده،د دوشنبې په ورځ د لويي جرګې په دويمه ورځ د ولسمشر حامد کرزي د پرانيستونکي وينا په غبرګون کې يو مطبوعاتي کنفرانس جوړکړي. خو مامورينو هغه دې کار ته پرې نښوده.


د اساسي قانون دتصويب د لويي جرګې مطبوعاتي وياند سلطان احمد بهين وويل، چې د غونډې استازې، مېرمن جلال، د غونډې دبهير په مهال په خپل دفترکې ناسته وه او ددې هڅه يي نه وه کړې، چې له قاعدې سره سم د غونډو په بهير کې په جرګه کې واوسي.


د مېرمن جلال مېړه، فيض الله جلال هغه مهال له مامورنيو سره په ناندريو اخته و او يو خبريال جې دا صحنه لېدلې وه ويل يي چې له ښځې او مېړه سره زيږ چلن شوى دي.


پخپله مېرمن جلال چې تل خوښه او خندانه برېښي، وويل: "په دې هېواد کې يو شمېر خلک د ديموکراسۍ مخه نيسي. هغوې ته يوازې همدومره بس دى، چې د هغوى شخصي دلچسپي تر سره شې. له دې پرته نور څه نه غواړي."


هغې ويل، غوښتل يي چې د ولسمشر حامد کرزي د "مبالغو څخه ډکو" برياوو ته غبرګون وښايي او د لويي جرګې د غونډو په تګلاره ګوته ونيسي. هغې ادعا درلوده چې استازو ته د هغوى د فکرونو د بيانولو لپاره پوره وخت په پام کې نيول شوى نه و.


هغې د پنجشنبې په ورځ آى ډبليو پي آر ته وويل، چې په لسو جرګه ګيو کې د لويي جرګې کار يوه بهانه ده او وايي فکر کوي، هغوى (دولت) پرمختګ کړى دى.


جلال چې د څلوېښتو کلونو په شاوخواکې عمرلري، د کاپيسا ولايت په يوې روڼ اندې کورنۍ کې يي نړۍ ته سترګې غړولي دي. دهغې پلار طلا محمد د فابريکي رئيس و. هغې خپلې لومړنۍ زده کړې په کاپيسا کې کړي. ليسه يي په کابل کې لوستې اولوړې زده کړې يي د کابل پوهنتون د طب په پوهنځى کې تر سره کړي دي


هغه په ١٩٨٩ کال درواني طب داکټره شوه او د کابل په بېلابېلو روغتونونو کې يي د رواني او داخله طب په برخو کې کار کړى دى. د طالبانو د حکومت پر مهال هغې په ملګرو ملتونو پورې اړوند د ښځو ديو پروګرام مشري کوله او له ١٩٩٨ کې راهيسې د نړيوال خوراکي پروګرام د سلاکارې په توګه کار کوي.


د هغې مېړه دکابل پوهنتون دحقوقو په پوهنځي کې استاد دى. هغوى دوه لوڼې او يو زوى لري.


د کورنۍ جګړې او د طالبانو د حکومت پر مهال مېرمن جلال هېڅکله افغانستان پرې نښود او نه کومې سياسي ډلې سره يوځاى شوه. د ٢٠٠٢ مال د جون د مياشتې په په بيړنۍ لويي جرګې کې د ولسمشرۍ لپاره د هغې ناڅاپي نومول کېدل يوه د حيرانتيا خبره وه.


د ولسمشرۍ لپاره هغې دتګلارې وينا د هېوادوالو ښايسته زيات پام ځان ته واړاو، خو د رايو په تر لاسه کولو کې يي ورسره کومه مرسته ونه کړه.


مېرمن جلال په پام کې لري، چې د ٢٠٠٤ کال د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ودريږي او ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته ونوموي.


Frontline Updates
Support local journalists