محبس د مرگ په لومه کې

د نوي محبس د جوړېدو د کار د ځنډ له امله بنديان له خطر سره مخ دي.

محبس د مرگ په لومه کې

د نوي محبس د جوړېدو د کار د ځنډ له امله بنديان له خطر سره مخ دي.

Conditions in Afghan prisons are often grim. (Photo: Marco Di Lauro/Getty Images)
Conditions in Afghan prisons are often grim. (Photo: Marco Di Lauro/Getty Images)

د بدخشان ولايت چارواکي گوته څنډي، د دغه ولايت د محبس [ودانۍ] تر دې کچه زړه ده چې کېدای شي ونړيږي او پکې د موجودو څه دپاسه ٤٠٠ تنو بنديانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

له تېرو شپږو کلونو راهيسې د نوې ودانۍ د جوړولو کار پيل شوی، خو د بيا بيا ځنډېدو له امله يې کار لا تر اوسه بشپړ شوی نه دی.

د محبس مدیر صديق الله عمري وويل، د هغه په اند د محبس اوسنۍ خټينه وداني نژدې سل کاله وړاندې جوړه شوې او اوس يې دېوالونه ورځ په ورځ لويږي.  

هغه وويل: «که چېرته سږکال ډېره واوره واوريږي يا بله کومه هوايي پېښه رامنحته شي، نو اندېښنه لرو چې د محبس ټول څه دپاسه ٤٠٠ تنه بنديان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

بنديان وايي، د ودانۍ د نړېدو د خطر له امله د هغوی ژوند له يوې ورځې څخه بلې ته ناوړه کيږي.

عبدالمعروف، چې د نشه يي توکو د لېږد رالېږد له امله د بند په سزا محکوم شوی دی، وايي، گڼه گوڼه يوه بله ځانگړې ستونزه ده.

نوموړي وويل: «دغه محبس ٢٠ لويې او کوچنۍ خونې لري. په لويو خونو کې له ٣٠ تر ٤٠ او په ګوچنيو خونو کې له ١٨  تر ٢٠ تنو پورې بنديان اوسيږي.»

د شاهپور په نامه يوه بل بندي وويل، په هرې کوچنۍ خونه کې پنځه، پنځه يو نفري بسترې موجودې دي. د دېرې گڼې گڼې له امله پکې، په تېره بيا په ژمي کې د ناروغۍ کچه لوړيږي.   

نوموړي په دوام وويل: «که يو څوک په ساري ناروغۍ اخته شي، نو ټول بنديان ناروغه کيږي، ځکه د مخنيوۍ کومه لاره چاره پکې نشته.»

په دې وروستيو وختونو کې په ولسي جرگه کې د کابل استازې، نفيسې ذکي د پارلمان د دفاع د کمېتې له خوا د يو پلاوي په مشرۍ بدخشان ولايت ته تللې وه. هغې وويل، وضع د ډېرې اندېښنې وړ ده.  

هغې وويل: «محبس خراب حالت لري، هغوی (بنديان) په داسې يوې ويجاړې ودانۍ کې اوسيږي چې د انسانانو د استوگنې وړ نه ده. دا سمه ده که چا کوم جرم کړی وي او د محکمو له خوا مجرم وگڼل شي، بايد سزا وگوري، خو د بشري حقونو له مخې د بدخشان محبس د بنديانو د اوسيدو لپاره مناسب ځای نه دی.»

ذکي د بدخشان چارواکو ته وويل، چې د محبس د وضعې د سمولو لپاره گامونه واخلي، هغوی وويل، دا محبس د ښځينه بنديانو لپاره تر ټولو ناوړه ځای دی.

د محبس په ښځينه برخه کې، هغو بنديانو ښځو، چې کوچني اولادونه ورسره دي، آی ډبليو پي آر ته وويل، هغوی بنستيزې اسانتياوې، لکه د تودوخې لپاره د سون توکي او د مينځلو لپاره تودې اوبه نه لري.

يوې ښځينه بندۍ، چې غوښتنه يې وکړه ونه نومول شي، وويل: «د ژمې په دې سړو شپو کې زه خپل اولادونه پر يخو اوبو مينځم. د [لويانو] لپاره توپير نه کوي، خو د کوچنيو ماشومانو د ژوند په اړه اندېښمنې يو.»

د بنديانو پايوازانو هم وويل، خپلوان يې له سختو شرايطو سره لاس او گرېوان دي.

د شهاده ولسوالۍ اوسيدونکي، احمد فواد وويل: «زما ورندار دلته بندي ده. د اسانتياوو د نشتوالي له امله موږ هغې ته له کوره يو څه جامې او شړۍ راوړي چې د يخنۍ له خطر څخه يې وژغورو.»

د ودانې کار په ټپه ولاړ دی

د افغانستان د محبسونو او توقيف د مرکزونو د عمومي رياست د وينا له مخې د ٢٠١١ کال د مارچ په مياشت کې د محبس د يوې نوې ودانۍ تړون د پارلمان په يوې غړې، مريم کوفي پورې د ودانولو اړوند شرکت، «شرکت برادران کوفي» سره وتړل شو. ظاهرا د تخنيکي ستونزو له امله د ودانۍ د پيل چارې وځنډېډې او پر ٢٠ هکټاره ځمکې د ودانۍ کار د ٢٠١٣ کال د مارچ تر مياشتې پورې پيل نشو.

د بدخشان د مالي چارو د رياست چارواکو وويل، په ٢٠١٤ کال کې د نوې ودانې د جوړولو بيه دوه مليونه اته سوه زره ډالره اټکل شوې وه. د ودانۍ د کار د نه پرمختگ له امله بودجه له يوه کال څخه بل ته انتقاليده.

د بدخشان د پراختيايي پروژې له مخې په ٢٠١٥ کال کې ٥٦٦، ٢٣٣، ١ ډالر د نوي محبس ودانۍ ته ځانگړې شوي وو. په ٢٠١٦ کال کې نور ٣٨٤٨٢٠ ډالر انتقال شول او په اوسنۍ بودجه کې د محبس نوې ودانې د کار لپاره ٧٧١٦٨٠ ډالره شامل شول.

د بدخشان ولايت په مالي رياست کې پراختيايي بودجې رئيس، عطاءالله صديقي وويل: «هر کال د محبس د نوې ودانې د جوړولو لپاره جلا بودجه نشته. دا هماغه د مخکيني کال بودجه ده چې د کار د نه بشپړتيا له امله له يوه کال نه بل ته انتقال شوې ده.»

د محبس مدير، عمري وويل، د محبسونو د لوی رياست په وينا د نوي محبس ودانۍ بايد د ٢٠١٧ کال د جون په مياشت کې بشپړه شوی وای.

هغه وويل، شکايتونو کوم ځای ونه نيو او نه هم د محبسونو لوی رياست، سيمه ييز حکومت او قراردادي هغه نوی نه کړ. عمر وويل، د هغه په اند که وضع همداسې دوام ومومي د جوړولو کار به بل کال ته هم پای ته ونه رسيږي.  

د بدخشان د والي مرستيال، محمد گل بيدار وويل، د ودانۍ د کار د ځنډ له امله يې په رسمي ډول د محبسونو لوی رياست ته شکايت استولی دی.

بيدار وويل، د ولايت ادارې څو، څو ځلې دا موضوع له «شرکت برادران کوفي» سره پورته کړې، خو ورته ويل شوي چې د ودانولو کار د کورنيو چارو د وزارت له خوا د پيسو د نه ورکړې له امله ځنډېدلی دی.   

هغه وويل، له دې امله چې قرارداد پخپله وزارت تړلی دی، د بدخشان سيمه ييزه اداره واک نه لري چې هغه پای ته ورسوي.

د افغانستان د تدارکاتو د قانون له مخې هغه قرارداديان چې په تړون کې د منل شوو شرايطو له مخې د کار پر پرمختگ کې پاتې راشي، جريمه ورباندې لگول کيږي.

«د شرکت برداران کوفي» رئيسې، کوفي وويل، د کورنيو چارو وزارت د اړتيا وړ بودجه هغوی ته نه ده انتقال کړې، چې له امله يې ځنډ رامنځته شوی دی.

هغې وويل: «موږ د محبس د ودانولو کار ٨٥ سلنه بشپړ کړی. د شرکت له خوا د ودانۍ د بشپړولو وخت دوه کاله او څو مياشتې دی، خو د کورنيو چارو وزارت هر قسط  اووه - اته مياشتې ځنډولی او تر اوسه يې د ورستي قسط ٨٠٠٠٠٠ ډالره انتقال کړي نه دي.»

د کورنيو چارو وزارت د محبس د نوې ودانۍ د موضوع په اړه پوښتنو ته کوم ځانگړی ځواب ورنه کړ. د نوموړي وزارت وياند، نجيب دانش وويل، د بدخشان د محبس د نوې ودانۍ د جوړولو په اړه معلومات نه لري. هغه په دوام وويل، وزارت په پام کې لري بنديان د فيض آباد ښار يوې بلې ښې مناسبې ودانۍ ته وليږدوي.

Frontline Updates
Support local journalists