مجاهد ژورنالست

عبدالحفيظ منصور دتاجيکو د تنظيم د ورځپاڼې چلوونکى دى، خو په خپل سياسي کمپ کې له زياتو هغو سره لوېدلى دى.

مجاهد ژورنالست

عبدالحفيظ منصور دتاجيکو د تنظيم د ورځپاڼې چلوونکى دى، خو په خپل سياسي کمپ کې له زياتو هغو سره لوېدلى دى.

د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د کانديدانو په منځ کې ترټولو تر اختلاف لاندې څېره، عبدالحفيظ منصور دى، چې د ځينو له خوا د خپلو تاجيکي ناسيونالستي مفکورو له امله او د يو شمېر نورو له خوا د دين او ښځوپه اړوند د هغه سخت دريځ له امله ترنيوه کو لاندې دى.


يوڅلوېښت کلن منصور د ولسمشرۍ دڅوکې د نيولو لپاره د اکتوبر د نهمې په ټولټاکنو کې د اتلسو کانديدانو په ډلې کې يو دى. نوموړى اوس دجمعيت اسلامي خپرندويه پيام مجاهد د جرېدې مسوول چلوونکى دى. جمعيت اسلامي د مجاهدينو پخوانى تنظيم دى، چې مرکز يې د شمال ختيځ دتاجيکو په سيمې کې دى. منصور په ولسمشر حامد کرزي باندې د برېدونو ترڅنګ د خپل يو ملګري محمد يونس قانوني په وړاندې هم ولاړ دى، چې هم د هغه په څېر د جمعيت تاجيک غړي او هم د پنجشېر اوسيدونکى دى.


هغه د اوسني ولسمشر په هکله ترخه ژبه کاروي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "کرزى د دين مخالف دى. هغه د جهاد او مجاهدينو مخالف دى. د هغه حکومت ملي نه دى، هغه په تبعيض او تفريق ولاړ دى. کله د قومونو ترمنځ د اور لمبو ته پکى وهي. هغه پارلمان ته ارزښت نه ورکوي"


خو په عين ډول د ولسمشرۍ په سياليو کې په قانوني او د هغه په ملاتړو، د بهرينو چارو وزير، عبدالله او د دفاع په وزير مارشال فهيم هم ګوزارونه کوي. هغه وايي: "په ٢٠٠٢ کالې په بېړنۍ لويې جرګې کې ماغوښتل د حامد کرزي په وړاندې ځان کانديد کړم. زما د نومونۍ په وړاندې يوازينى خنډ د کرزي ښه ملګري محمد قسيم فهيم، يونس قانوني او عبدالله و. ما اوس خپل ځان نومولى دى. که چېرته د ولسمشر په توګه وټاکل شوم،نو د فهيم، قانوني او دهغوى د نورو انډيوالانو په ګډون به موجوده اداره ليرې کړم "


منصور د سپتمبر په مياشت کې د تلويزيون له لار ې د خپل کمپاين د يوې ويناله امله شور او زوږ راپورته کړ. هغه ويلي و: "زه افغان نه يم... زه يو افغانستانى يم. د افغان د کلمې د مانا له مخې (افغان) يوازې پښتنوته ويل کېده.


يو سياسي څيړونکى، صديق پتمن ، چې د اساسي قانون د جوړولو د کميسون غړى و، وويل: "زه نه پوهيږم څو فيصده خلک به هغه ته رايه ورکړي، ځکه هغه ځان افغان نه بولي، هغه د ښځو د حقوقو درناوى نه کوي او په حکومت کې ځان سره د نورو قومونو شرېکول نه غواړي." پتمن په دې اند دى، چې دا لارې او تاکتيکونه ، چې د قومي تلې د دروندوالي لپاره يې کاروي او دافغانانو له تاريخ او مخيني سترګي پټوي، ددې کانديد له خوا يو حساب شوې لاره ده، چې غواړي: "د ځايي قوماندانانو په منځ کې خپل انډيوالان پيدا کړي ... او په دې توګه د هغوى ملاتړ تر لاسه کړي."


ډېره سخته وه، ددې کانديد په هکله د کابل په لارو کوڅو کې داسې يو څوک وموندل شي ،چې له هغه څخه ښه زړه ولري. يو ٢٨ کلن سړي، وحيدالله شمس وويل: "څنګه چې منصور ځان افغان نه بلي، د ښځو حقوق نه مني او ښکاري، جې د پښتنو ضد دى، دا به د هغه لپاره ښه وي، چې خپله کانديدا بېرته واخلي، ځکه د نورو کانديدانو په پرتله به ډېرې لږې رايي تر لاسه کړي."


د ننګرهار ولايت ٢٢ کلن منير احمد وويل: "ستره محکمه او د کورنيو چارو وزارت بايد د منصور نوم د کانديدانو په لست کې نه واى نيولى، ځکه هغه څوک چې ځان افغان نه بولي، نه يوازې داچې د ولسمشرۍ څوکۍ ور نه کړل شي، بلکې آن د حکومت ډېره ټيټه څوکې هم ورنه کړ شي."


منصور غواړي، راتلونکي حکومت يو ټينګ اسلامي حکومت وي. د دين او د ښځو په اړه د هغه رول دهغه د ملاتړ په څېر پيکه شوى دى. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "په افغانستان کې د حکومت د جوړولو اسانه لاره د ديني اصولو کارول دي"


پخوانى مجاهد او د جمعيت غړى، روف خان د هغه ملاتړ ى دى. هغه وايي: "زما په فکر منصور نه يوازې يو لوى مجاهد دى، بلکې يو لوى پوه هم دى. هغه ډېر کتابونه ليکلي دي. زه هغه له ډېر پخوا څخه پېژنم. هغه يو ديني سړى دى او دپيغمبر (ص) د لارې لاروى دى."


د غزني ولايت اوسېدونکى، ٤٢ کلن محمد جليل وايي: "منصور د جهاد يوه وتلې څېره ده. .. نوموړى د هغو ښځو ضد دى، چې له اسلامي اصولو او ارزښتونو سره سمې نه دي. هغه خلک به هغه ته رايه ورکوي، چې په حکومت کې غښتلي اسلامي نظام غواړي."


منصور دعمومي تګلارو له مخې په افغانستان کې د حکومت کولو د لارې بدلول غواړي.


په سپتمبر کې هغه د خپل انتخاباتي کمپاين په پيل کې ويلي و، هغه به د ولسشمرۍ سيستم په پارلماني سيستم بدل کړي. هغه وويل: "که زه ولسشمر شوم، نو لويه جرګه به راوبلم او يو نوى پارلمان او اساسي قانون به جوړ کړم. اوسنى اساسي قانون به باطل کړم."


هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ د اوسني حکومت مخالف يو. موږ به رياستي نظام په پارلماني نظام واړوو. دا بايد هم ووايم، چې زه ولسمشري د قدرت لپاره نه غواړم، بلکې ددې لپاره يې غواړم، چې واک وويشم."


د يو غښتلي پارلماني نظام په جوړولو هغه ددې وړانديز کوي: "موږ به داسې يو سيستم رامنځته کړو، چې آن که شيطان ولسمشر شي، وبه نه کړاى شي، څه شى وکړي. خلک ددې حق لري، چې د خپل سرنوشت په ټاکو کې ونډه واخلي. او په سيستم کې د هغوى ګډون به د يو فرد، کورنۍ يا ګوند مخه ونيسي، ترڅو په ټول واک پنجې ښخې کړي "


منصور په ١٩٦٣ کال کې د پنجشېر په رخې کې زېږېدلى دى پوهنتون ته له تګ دمخه ځايي ښوونځي ته لاړ، چې په ژوند کې يې د بدلون لامل شو. هغه وايي: "تر ١٩٧٨ کال پورې زه يو عادي زده کوونکى وم. غوښتل مې چې زده کړې پاى ته ورسوم او ډاکتر شم. خو په (١٩٧٩ کې) د شوروې اردو په افغانستان يرغل وکړ او جهاد پيل شو. له دې امله مې سياست ته مخه کړه. هغه مهال چې مې سياست ته مخه کړه، هغه زه هم ومنلم."


منصور د جمعيت د مجاهدينو په ډلې کې و، چې احمدشاه مسعود دهغې پوځي قوماندان و. هغه د سياسي او فرهنګي چارو مشري کوله او د ګوند د خپرونې، مجاهد، چلوونکى و.


هغه مهال چې مجاهدينو کابل ونيو او کمونستان يې په ١٩٩٢ کال کې له واکه وغورځول ،منصور د باختر آژانس د مشر په توګه وګومارل شو. منصور په ١٩٩٦ کال کې د طالبانو په راتګ د جمعيت تر مشرۍ لاندې حکومت شاتګ ته له اړايستلو وروسته زياتره د هېواد په شمال کې و. په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته منصور بېرته کابل ته راغى او دا ځلې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير شو، خو ډېر ژر د راديو تلويزيون د رئيس په توګه مقرر شو. هغه په ٢٠٠٢ کال کې له دغې دندې څخه ګوښه کړاى شو او د پيام مجاهد د اوونيزې مسوول چلوونکى پاتې شو.


هغه په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کلونوکې په جوړو شويو لويو جرګو هم ګډون کړى دى. منصور مني، چې د هغه د ټاکنې کړنلاره له نورو سيالانو څخه توپير لري، خو ټينګار کوي، چې که کوم بل يو کانديد د هغه تګلاره تعقيب کړي، نو له سيالۍ به لاس واخلي.


پتمن دې پنچشېري ژورنالست ته هيله من نه دى، وايي: " د کابل اوسېدونکي، لکه د نورو ولايتونو په څېر، له هغه څخه ښه زړه نه لري او هغه ته به رايه ورنه کړي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists