Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

لويه جرګه له ګډوډۍ سره مخامخ شوه

د ملي ژبې او ملي سرود په سر ناندريو د اساسي قانون په هکله د وروستويو رايو اچونو بهير له خنډ سره مخامخ کړ.
By IWPR team

د اساسي قانون لويه جرګه د غونډې له مشرتابه سره د چهارشنبې په ورځ د ګډوډۍ له امله په ټپه ودرېده او د روغې جوړې هڅې بې نتيجې پاى ته ورسېدې.


د لويي جرګې ټاکل شوى مشرتوب له غونډې له تالار څخه ووت او د غونډې مشر يي پرېښود، چې راولاړې شوې ستونزې په خپله هوارې کړي. د مجددي له خوا د ستونزې د هوارولو لپاره جوړه شوې جرګه تش په نامه پاتې شوه او د لويو تنظيمونو تر منځ اتحاد د توکم له مخې په خپلو منځونو کې سره وويشل شو. عمومي غونډه د ماښام په شپږو بجو راوبلل شوه، خو د يو شمېر استازو د نه ګډون له امله مشرتابه وويل، چې د اساسي قانون په ٣٢ مادو باندې د رايو اچول د پنجشنبې تر ورځې پورې وځنډېدل.


د چهارشنبې په سهار د هر ولايت د دريو استازو او د لسګونوجرګه ګيو د مشرانو په ګډون يو ځانګړى کميسون په دې هڅه جوړ شو، چې اختلافي مهمې موضوعګانې حل کړي.


مجددي غونډه راوبلله اود اتحاد اسلامي د تنظيم مشر او د مجهاهدينو يوې وتلې څېرې، عبدالرب رسول سياف د منځګړي رول ولوباو. جرګه ګۍ په ځينو غټوټکو؛ لکه د ولسمشر په واکونو، خبرې اترې وکړې او سياف د روغې جوړې لپاره څو لارې وړاندې کړې. خو د ګډون کوونکو استازو په وينا غونډه د ځينو احساساتي موضوعګانو؛ لکه ملي ژبه او ملي سرود په سر ناندريو او غالمغال په سره واخيسته.


په غونډې کې د يوې ګډون کوونکې استازې، شاهدې حسين د وينا له مخې، کله چې د ځينو پښتنو استازو له خوا په اساسي قانون کې د ملي ژبې په توګه د پښتو پر پېژندو ټينګار وشو، نورو استازو چيغې پيل کړې او پښتانه يي د "ناولو او کرغېړنو" خلکو په نومونو ياد کړل. په غونډې کې يو شمېر نورو استازو هم ددې خبرې پخلى وکړ.


غوڼده له همدې شېبې څخه مخ په خرابېدو شوه. په پاى کې هېڅ په لاس رانغلل او جرګه ګۍ سره وپاشل شوه.


د هندوانو يو استازى، چرن سنګهه، چې په غونډې کې حاضر و، وويل: "د ګډوډۍ د رامنځته کوونکو شمېر لږ وو. ډېريو سم وړانديزونه لرل."


ځينو استازو د رايو په اچولو ټينګار درلود او ادعا يې کوله، چې د اساسي قانون د بيا کتلو بهير نيمګړتياوې لري او په ورستۍ مسوده کې ددوى غوښتنې په پام کې نه دي نيول شوي.


يوشمېر نورو استازو، چې ډېرى يي پښتانه وو، په رايو اچولو ټينګار درلود. داسې نښې نښانې موجودې وي، چې دا استازي په توکميز لحاظ سره يو موټى وو او لکه څنګه چې د ٥٠٢ استازو په ډلې کې ډيرى وو، نو کولاى يي شول، د رايو له لارې برياوې تر لاسه کړي.


د بلخ له ولايت څخه يو پښتانه استازي آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ پښتانه له رايي ورکولو پرته قانع کېداى نه شو.يا به يي موږ ګټو او يا هغوى. دا يوازينۍ لاره ده."


استازو آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د ملي ژبې او ملي سرود موضوع ډېره توده ده.


پښتنو غوښتل چې د هغوى ژبه دې په اساسي قانون کې د ملي ژبې په توګه وپېژندل شي، خو په اصلي متن کې د ملي ژبې په هکله څه نه و ويل شوي. پښتو او دري، دواړه، دوه رسمي دولتي ژبې دي.


د اساسي قانون په مسوده کې ملي سرود په پښتو ژبه و، خو بيا دا ماده بدله شوه او په هغې کې د "الله اکبر" او د ټولو ميشتو توکمنو د نومونو يادول ورزيات شول.


د ځينو استاز د وينا له مخې يو شمېر پښتانه په سر کې په اصلي مسوده کې د يو غښتلي رياستي نظام مخالف وو. ددې موضوع او په حکومت کې د اسلام د رول په هکله هغوى د جهادي مشرانو ملاتړي وو. زيات شمېر ژبور جهادي مشران د شمالي ټلوالي د تاجيکو تر ولکې لاندې دي.


کله چې غير پښتنو جهادي مشرانو د ملي سرود په وړاندې بې ځايه هڅې پيل کړي او د ملي ژبې په توګه يي د پښتو له پېژندلو سره مخالف وښود، نو پښتانه د هغوى په ناوړې ارادې وپوهېدل، او ويي انګېرل، چې دا مشران د هغوي په ضد فعاليت کوي. له دې امله يي پرېکړه وکړه، چې د رياستي نظام ملاتړ وکړي.


د پکتيا يو استازى فضل رحمن څمکنى دا مني، چې پښتانه له پيله د اسلام په نامه د پارلماني نظام لپاره د جهادي مشرانو ملاتړي وو. هغه وايي: "پښتانه وپوهېدل، چې حالت بل لور ته روان دى. د ژبې او سرود موضوعګانو استازي د توکم له مخې سره وويشل. د اسلام په نامه خبرې زړې شوې. له دې امله د پښتنو بشپړ اکثريت اوس د رياستي نظام پلوى دى."


ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ يو مطبوعاتي کنفرانس وبللو، چې د يو غښتلي رياستي نظام د جوړېدو ټينګ ملاتړ وکړي. هغه وويل دا په راتلونکې حکومت کې د تنظيمونو تر منځ د جګړو د مخنيوي يوازينۍ لاره ده.


پارلماني سيستم زياتره په هغې کې د راټولو شويو ائيتلافي ګوندونو تر منځ د توپيرونو او اختلافونو له امله کاواکه وي، چې کله د کوچنيو ډلو په لاس کې وي او زياتره د مشروعيت لاسته راوړلو ته اړتيا لري.


کرزي وويل، په هغه باندې داسې تورونه لګېدلي دي، چې ګوندې د لويي جرګې په بهير کې لاسونه کوي، خو له دغو تورونو سره سره بيا هم هغه د لويي جرګې په بهير کې ښکېل نه دى. هغه وايي: "کوم کار چې د افغانستان د خلکو په ګټه وى او هر هغه وړانديز چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره وي، هغه زما خوښه هم ده. "


چهارشنبه د تاوتريخوالي او ګونګوسو ورځ وه. بېلا بېلو ډلو د لاسوهنې او د رايو په اچولو کې د درغلۍ په سر په يو بل تورونه لګول او د ځواک څښتنانو له خپل نفوذ او فشار څخه کار اخيسته.


د لويي جرګې د غونډو د مشر مرستياله، صفيه صديقي وايي، چې هر لورې لاسوهنه کوله. هغې له هغه وروسته چې د مشرتابه له نورو غړيو سره د چهار شنبې په سهار د غونډې له تالار څخه وتل، وويل: "دا کار زموږ له کنترول بهر دى. موږڅه شى نه شو کولاى."


د غونډې د مشرتابه نورو غړيو وويل، هغوى له دې امله د غونډو له تالار څخه ووتل، چې غونډه ګډوډه شوې وه. ځينو خلکو په غونډې باندې د پوره کنترول د نه لرلو له امله په مجددي باندې ملامتي اچوله.