لويه جرګه او امنيتي ستونزې

امنيتي اندېښنې په داسې حال کې مخ په زياتېدو دي، چي په کابل کې د لويي جرګې د پيل ورځې رانزدې کيږي.

لويه جرګه او امنيتي ستونزې

امنيتي اندېښنې په داسې حال کې مخ په زياتېدو دي، چي په کابل کې د لويي جرګې د پيل ورځې رانزدې کيږي.

په کابل کې د لويي جرګې د بهير د خوندي پرمختګ لپاره په سلګونو کورني او بهرني ځواکونه ځاى په ځاى شوي دي، خو د امنيت په هکله اندېښنې لا په خپل ځاى پاتې دي.


:طالبانو په کابل کې د لويي جرګې د غونډو پر مهال د بريد ګواښ کړى دى، چې د افغانستان لپاره په يو نوي اساسي قانون د خبرو اترو او تصويب لپاره رابلل شوې ده.


ملي اردو، ملي پوليس او نړيوال ځواکونه د هغه خيمي په خواوشاو راټول شوي، چې لويه جرګه به په کې غونډې کوي. پر دې برسېره د قانون د پلي کولو سيمه ييزو مامورينو ښار ته د تګ راتګ په لارو د تلاشۍ پوستې جوړې کړي دي.


د کابل ښار په يوې داسې سيمې کې موقعيت لري، چې خواوشا يي غرونه او غونډۍ پرتې دي او د هر هغه چا لپاره ډېره ښه موقع ورکوي، چې وغواړي هغې ته ورننوزي. له احتياطي اخيستل شويو ګامونو او ټينګ امنيت له نيولو سره سره د لويي جرګې د ځاى خواوشاته د ننوتلو لارې کوڅې شته دى.


د شنبې په ورځ د جمهوري رياست ختيځ ته يوه چاودنه وشوه. دوه اوونۍ دمخه ورته چاودنه د انتر کانتي ننتال هوټل تر څنګ وشوه ، چې د خواوشا کورونو ښيښې او کړکۍيي ماتې کړې. په همدې توګه د شنبې په ورځ د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه شل راکټونه وموندل شول.


د کابل شمال ته د شکردرې په ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونود يکشنبې په ورځ د وسلويوه ډيپو وموندله، چې ماينونه، بمونه، د توپ ګولۍ، لاسي بمونه او راکټ لانچرونه په کې موجود وو. او د دوشنبې په ورځ په کابل کې ٦٠ راکټونه، د ټانک ضد او پرسونل ضد نزدې ٦٠ ماينونه او پېلابېلي سپکې وسلې ونيول شوې.


د پولي تخنيک د انستيتوت په انګړ کې، د لويي جرګې د خيمې تر خواوشا درې امنيتي ليکې راتاوې شوي او په برجونو کې وسله وال سرتيرې د سيمې څارنه کوي.


په لومړۍ امنيتي ليکه کې د امريکا او جرمني ايتلافي ځواکونو سرتېري د ملي اردو له سرتېرو سره په ګډه ولاړ دي، چې دبهرنيوسلاکارانو له خوا روزل شوي دي. نور افغاني ټولي د ملي پوليسو له سرتېرو سره ، چې هغوى هم تېر کال روزنه ليدلې ده، په بهرنۍ ليکه کې راټول شوي دي.


د کورنيو چارو د وزارت د پولسيو مشر هارون آصفي آى ډبليو پي آر ته وويل، "د لويي جرګې لپاره ډېر ټينګ امنيتي ګامونه اخيستل شوي دي. ملي اردو، ملي پوليس، ايتلافي ځواکونه اود سوله ساتي ځواک سرتيري د امنيت څارنه کوي." هغه په دې بهير کې د ښکېلو امينتي ځواکونو شمېر څرګند نه کړ.


آصفي وويل، د تېر کال د لويي جرګې په پرتله د سږکال د لويي جرګې امنيت په ښه توګه نيول شوى، ځکه اوس د پوليسو ځواکونه په سم ډول تنظيم او روزل شوي دي او د معلوماتو د راکړې ورکړې وسايل پياوړي شوي دي. آصفي ومنله چې لويي جرګې ته ګواښونه موجود دي، خو زياته يي کړه ، چې هغوى ورسره مقابلې ته چمتو دي.


کله چې د يکشنبې په ورځ لويه جرګه پرانيستل شوه، ددې امکان موجود وو، چې د څېرمه غونډېوته په غځېدلو کوڅو او لارو باندې د تالاشۍ له پوستو څخه سړى تېر شي، چې د لويي جرګى خيمه تر ې ښکاري.


انتر کانتي ننتال هوټل ته د مطبوعاتو د څانګو د کارکوونکو د ورتګ لپاره له عکس پرته د مطبوعاتي کارتونو ويش د ناسمې کارونې امکانات زيات کړي وو. يوه افغاني خبرياله هغه مهال د لويي جرګې له خيمې څخه بېرته راوګرځول شوه، چې له مطبوعاتي کارت پرته يي ځان د ملګرو ملتونو په موټر کې هغه ځاى ته رسولى و.


په ښار کې لوى سړکونه د عادي حالت په پرتله تر زياتې څارنې لاندې وو. خو د آى ډبليو پي آر خبريالانو له جلال آباد او کندهار څخه کابل ته په غځېدلو لارو لېدل چې د ګاډو چلوونکو به مامورينو ته پيسې ورکولې، تو څو د تګ اجازه ورکړي. دغو مامورينو په غير قانوني ډول چلونکوونکي جريمه کول. شېر محمد، د تکسي يو چلوونکي چې د کندهار په سړک له امنيتي پوستو راتېر شوى، آى ډبليو پي آر ته وويل، چې پوليسو ورڅخه ٥٠٠ افغانۍ اخيستې دي. هغه وايي: "ما د خپل موټر ټول قانوني اسناد درلودل، خو يوازې په دې جريمه شوم چې ولې مې موټر په ناسم ځاى کې درولى دى." د ښار په لويديځه دروازه کې د لاريو چلوونکو هم د ورته جريموپه هکله شکايتونه کول، چې د کندهار په لارې د امنيتي پوستو برسېره په کابل کې پوليسو د هغوى د اسنادو د ستونزو په هکله هم د پيسو غوښتنه کوله.


د ملي اردو سرتېرو او د ملي پولسو ځواکونو د لويي جرګې او کانتي ننتال هوټل ته په غځېدلو لارو ، تر هغه چې د آى ډبليو پي آر خبريالانو يي څارنه کړې، له چا پيسې نه دي غوښتي.


Frontline Updates
Support local journalists