Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

له ځنګلونو څخه ناوړه ګټه اخيستنه مخ په زياتيدو ده

نايابه حيوانات د ناپوهۍ او حرص په نتيجه کى د له منځه تلو په حال کي دي.
By Rahimullah Samander

جګړى، غيرقانوني ښکار، د ځنګلونو تباه کولو له وچکالۍ او غربت سره يو ځاى د افغانستان پر ځنګلونو او څار ډير ناوړه اغيز درلودى دى او ځينى څاروي يي دى کچ ته رسولي چى آن ورستى پاتى نسل يي هم له منځه ولاړ شي.


د نړيوالو ماهرانو په وينا، يو ډول پيشى چى پړانګ ته ورته دى (ببر) او د نړۍ يو له نايابو حيواناتو څخه دى تخمين کيږي چى په افغانستان کى د ښکار له زيانونو ورسته يي نسل نژدى ١٠٠ ته راټيټ شوى .


که چيرى دا حالت بدل نه شي ، نو دا ځناور به له پړانګ، ليوه ياشرمښ او د کسپين د پړانګ سره يو ځاى شي ځکه چى نور نو په دغه هيواد کى حيوانات نه تر سترګو کيږي.


حاجي حسن روښان د هيواد د سوداګرۍ له وزارت څخه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د افغانستان ځنګلي ځناور لکه زمرى، ببر، ګيدړ او شرمښ په بشپړه توګه تري تم شوي دي. لوى دليلونه يي جګړه د څلورو کلونو وچکالي او د ځنګلونو له منځه وړل دي. حکومت د وحشي ځناورو پر ښکار په عمومي ډول بنديز لګولى دى.


د ځنيو ماهرينو په وينا د څار د تري تم شويو ځناورو په لست کى به ډير ژر د حماسه جوړونکي يو ډول ځناور چى د مارکوپولو پسه ورته ويل کيږي هم شامل شي، او دا هغه ځناور دى چى د اهلي حيواناتو دوه برابره لوى دى. ښکرونه يي ول ول ډوله دي چى اوږدوالى يي نژدى دوو مترو ته رسيږي او د ښکاريانو له پاره يي ښکارول د برياليتوب د مډال د تر لاسه کولو په شان دى.


له دوو پاتى نسلونو څخه يو د نړۍ يو بل مرغه سايبريايي ځاڼى يا لک لک، چى فکر کيږي د متحدو ايالاتو له بمبارۍ وروسته چى سهيل لور ته يي د دوى کلنى ورتګ ګډوډ کړى و يوه جوړه او يو کوچنى يي پاتى دى .


د نويو مارغانو په ډله کى چى د ګواښ سره مخامخ دي يو ډول باز دى چى يو وخت د افغانستان په غرونو کى په عادي توګه ليدل کيده خو اوس د عربي هيوادونو د تقاضا له امله ډير په ندرت سره ليدل کيږي، چى هلته يي د ښکار کولو د توان له امله ډيره غوښتنه کيږي.


په کابل کى د سيمه اييزه سوداګرو په وينا،د خليج په ځنيو تيل لرونکو هيوادونو کى چى دوى د سپورت له پاره کارول کيږي د دوى بيه تر ٢٠٠٠٠ ډالرو هم رسيږي.


د څارنړۍ ماهرين يي پړه د ٢٣ کلونو پر وراني ور غورځوي. د افغانستان غرونه په ستراتيژيکو لومړيو کرښو بدل شول او ځناور اړ شول چى درو ته ولاړ شي او هلته د کليوالو لاس ته ورولويدل چى د جګړى له امله يي وسلى هم درلودلى.


يو سوداګر چى د نايابو يا په بله وينا د هغو حيواتانو په سوداګرى بوخت دى چى بايد وساتل شي وايي دوى په دى موضوع نه پوهيږي. چى يو ځنګلي ځناور وويني نو پرى ډزى کوي.


د ځينيو اټکلونو له مخى د افغانستان د اوږدى مودى ځوريدلي خلک چى پخلي او تودوخى له پاره ونى وهي د افغانستان د ځنګلونو يو پر ديريمه برخه د جګړى د پيل راهيسته له منځه تللى چى دغه کار فشار لاپسى پر څار زيات کړى.


د ملګرو ملتونو د چاپيريال د پروګرام په آند، داسى ښکاري چى د ببر ښکار د طالبانو له ړنګيدو وروسته په ډيره پيمانه زيات شوى .د دغه کار له پاره د غوښتنى پړه پر بهرنيو کارکوونکو او سوله ساتو ځواکونو غورځول کيږي چى دوى يي د پوستکي له پاره د کابل د کوچۀ مرغ ها په مشهوره کوڅه کى ١٥٠٠ ډالرو ورکولو ته چمتو دي.


د متحدو ايالاتو سفارت په کابل کى په دا وروستيو کى د يوه غير عادي ګام په اخيستو پر خپلو اتباعو تاکيد وکړ چى د ببر پوستکي دى نه رانيسي، او دا په نړيوال بنديز کى راځي او ګواښ يي وکړ چى که هر څوک په دغه کار ونيول شي چى دا پوستکي امريکا ته راوړي نو دوه نيم لکه ډالره به جريمه ورکوي او يو کال به په زندان کى تيروي.


محمد نظير چى د ځنګلي ځناورو پوستکي له ٢٥ کلونو راهيسى په کوچۀ مرغ ها کى خرڅوي يو تلتک چى د شرمښ له پوستکي جوړ شوى و يوازى په ١٨٠ ډالرو د خرڅولو وړانديز يي وکړ.


هغه وويل: زه ٢٨ ډوله توليدات لرم چى د مختلفو حيواناتو له پوستکي جوړ شوي دي. د سګ لاهو پوستکى له ٣٠٠-٤٠٠ ډالرو پورى بيه لري خو د شرمښ او ګيدړ پوستکى له ٢٠-٤٠ ډالره خرڅيږي خو د اصلى سرچينى په اړه يي څه ونه ويل.


په کوچۀ مرغ ها کى سوداګرو همدارنګه راپور ورکړى چى د نايابو مرغانو فعاله سوداګري روانه ده، په ځانګړي توګه هغه مرغان چى ښکار يي د منځني ختيځ په هيوادونو کى شهرت لري، او هوسۍ چى د زيږيدو پر مهال ونيول شي نو سيمه اييزه او بهرنيو سوداګرو ته په ٥٠ ډالرو يوه خرڅيږي چى دا په هيواد کى د يوه کس مياشتنى عايد دى.


د مزار په ولايت کى د کرکرهڼى يوه لوړ پوړي چارواک چى ويي نه غوښتل خپل نوم واخلي فاسد قومندانان په دى تورن کړل چى د مرغانو او هوسيو په سوداګرۍ کى لويه ونډه لري. هغه وويل: دوى له سوداګرو چى مرغان نيسي خپله برخه اخلي. تر هغى چى دوى واکمن وي موږ ورته لاس هم نه شو وړاى او دا سوداګري به روانه وي.


يو سوداګر محمد کبير چى په دغى سوداګرۍ کى ښکيل دى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته يي ويل: موږ په دى پوهيږو چى زموږ دا سوداګري زموږ پر ځنګلونو ډير منفي اثر لري خو څه کولى شو. حکومتي دندى هيڅ هم نه ورکوي نو موږ اړ يو چى دا کار وکړو. که چيرى د يوى ښى تنخواه سره کار پيدا کړو نو دا کار به سم لاسي پريږدو.


رحيم اله سمندر د جنک او سولى راپور ورکوونکى ټولنى مسول مدير-خبريال دى.