Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

له پاکستان څخه ايستل شويو کډوالو سره لږه مرسته کيږي

د پاکستان او افغانستان تر منځ په ګډه پوله د پرتو کمپونو د ناڅاپي تړلو له امله په زرګونه خلک له خطر څخه هغو ډکو سيمو ته پورې وهل شوي دي، چې مرسته رسوونکې موسسې ورته رسېدای نه شي.
By Hakim Basharat

په تېر مارچ کې د پاکستان د جنوبي وزيرستان د اعظم ورسک د کډوالو په کمپ کې شمس الحق او د هغه کورنۍ ته٧٢ ساعته وخت ورکړ شوی و، چې خپل څلور کلن کور پرېږدي. شمس الحق وايي: "موږ د خپل کور اړوند شيان له ځان سره راواخيستل، خو داسې کورنۍ وې، چې هر څه ترې پاتې شول."


شمس الحق د افغانستان د بغلان ولايت اوسېدونکی د څلورو زرو کډوالو له ډلې څخه يو و، چې په تېر پسرلي کې د پاکستان د حکومت له خوا له افغانستان سره په پولې پرتې قبايلي سيمې، جنوبي وزيرستان کې له کمپ څخه وتلو ته اړايستل شو. ددې کډوالو زياترو هغو يي پکتيکا ولايت ته مخه کړې، چې د افغانستان له خطرناکو ولايتونو څخه شمېرل کيږي. د کډوالو د وزارت د سر سلاکار، حبيب الله قادري په وينا په سيمه کې دداسې يو زيات شمېر کډوالو شتون بشري ناتار رامنځته کړی دی.


شمس الحق اصلا د نورو زياترو راستنو شويو کډوالو په پرتله نېکمرغه دی. سره له دې چې هغه په پاکستان کې دنده درلوده، خو په پکتيا کې د کار په موندلو بريالی شوی نه دی. هغه خپل ټول دار و ندار ولګول، تر څو کابل ته ځان او کورنۍ راورسوي.


لږ وډېر يوه مياشت دمخه کابل ته له رارسېدو وروسته هغه او کورنۍ يې له خپلوانو سره اوسيږي. که چېرته دلته هم د دندې په موندلو بريالی نه شي، نو له کورنۍ سره به يو ځای خپل ولايت ته مخه کړي.


زيات شمېر راستنېدونکي کډوال په پکتيکا کې پاتې کيـږي. پکتيکا د طالبانو قوي مرکز دی او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو څانګه، UNHCR، او زيات شمېر غير حکومتي خيريه موسسې دامنيتي اندېښنو له امله هلته دتګ زړه نه ښه کوي.


کډوالو د لومړي ځل لپاره د اويايمو کلونو په پای کې د شوروي اتحاد له يرغل وروسته له افغاسنتان څخه په وتلو پيل وکړ. له هغه وروسته په مليونونه تنه پاکستان، ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو ته د جګړې او وچکالۍ له ډاره وتښتېدل.


د حکومت او UNHCR دواړه د اوسني ناتار پړه د پاکستان په حکومت اچوي. قادري وايي: "پاکستان په غير قانوني توګه کډوالو ته وويل، چې د ٧٢ ساعتونو دننه دننه دې خپل کورونه پرېږدي. دا خبره د بشري حقونو پر خلاف او د منلو نه ده. په پکتيکا کې کډوالو په ډېر ناوړه حالت کې خپل کورونه پرېښوول. هغوی د اوبو، خواړو او استوګنې د ځايونو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي."


د UNHCR وياند محمد نادر فرهاد هم په پاکستان باندې نيوکه وکړه، چې دهغه هېواد څخه د کډوالو د وتلو لپاره يي ډېره لنډه موده ټاکلی ده هغه وايي:" (کډوالو) هر څه پرېښودل او هغه ولايتونو ته ولاړل، چې موږ هلته ورتلای نه شو." فرهاد زياتوي، چې UNHCR د جنوبي وزيرستان د کډوالو ددغو کمپونو په چلولو کې کومه ونډه نه لري او نه د پکتيکا په ولايت کې کومه څانګه لري.


UNHCR زيار باسي، ترڅو په پکتيکا کې د کډوالو د رياست او د سويس د سولې د غير حکومتي موسسې له لارې نوموړو کډوالو ته مرستې چمتو کړي. د پکتيکا، پکتيا او خوست په ناکرارو سيمو کې د سويس د سولې د موسسې يو ساحوي کارکوونکي، مسعود کړوخېل وويل، چې تېره مياشت UNHCR د خواړو او نورو موادو په وېش کې مالي مرسته چمتو کړه. کړوخېل وويل، ولايتي چارواکي، وزارت او همدارنګه سيمه ييزو استوګنو د امنيت په تامينولو او د وېش په برخو کې مرسته کړې ده.


همدارنګه د سويس د سولې موسسې يادونه وکړه، چې د نورو يو زر کورنيو لپاره د مرستو د رسولو لپاره چمتووالی نيسي او هيله من دی، جې د UNHCR په مالي مرسته به دغه ولايت کې داوسېدو ځايونه جوړ کړي.


قادري له UNHCR او نورو خيريه موسسو څخه غوښتنه کوي، چې پکتيکا ته نورې مرستې چمتو کړي. په دې برخه کې لا له وخته افغاني سرې مياشتې د بسپنې ژمنه کړې ده. په پکتيکا ولايت کې امنيتي اندېښنې د مرستو د چمتو کولو په وړاندې لا په خپل ځای پاتې دي. ددې مياشتې په سر کې د افغانستان د غير حکومتي موسسو د امنيت څانګې (ANSO) يو خپور شوي رپوټ کې د غير حکومتي موسسو کارکوونکو ته دغه ولايت ته د سفر او کارکولو په هکله د (زيات احتياط) سپارښتنه شوې وه. په رپوټ کې راغلي و: "ځايي خلک ډارول کيږي او داسې نښې نښانې تر ګوتو شوي، چې د ولايت په هر ځای کې ياغيان زيات تګ راتګ کوي. وضع لا هماغسې غير ډاډ منه ده."


داسې بريښي، چې د سويس د سولي کارکوونکى، کړوخېل ددې رپوټ په هکله زياته اندېښنه نه لري. هغه وايي، چې (يوه اندازه امنيتي اندېښنې شته، خو د تېرو پنځو مياشتو راهيسې موږ د کار په بهير کې له کومې ستونزې سره مخامخ شوي نه يو، ځکه ځايي وګړي زموږ له کار څخه خوښ دي. په پکتيکا کې د سويس د سولې د موسسې ټول کارکوونکي افغانان دي.


قادرې ته راسېدلې هغه اوازې ښايي د زياتې اندېښنې وړ وي، چې پاکستان يو ځل بيا، له شمالي وزيرستان څخه، په زوره يو زيات شمېر کډوال له کمپونو څخه وتلو ته اړباسي. په کابل کې د پاکستان د سفارت چارواکو دا رپوټونه تاييد نه کړل. خو د پاکستان سفير، رستم شاه مهمند د پخوانيو کډوالو شړل د (امنيتي اندېښنو) له مخې په ځای وبلل. هغه وويل، کډوال په تخنيکي لحاظ نه دي شړل شوي او زياته يي کړه، چې: "هغوی په خپله خوښه راغلي او په خپله خوښه به بېرته ځي." هغه وويل، چې د هغوی ناڅاپي ايستل د يو بيړني حالت له مخې وشول، چې حکومت له هغې پرته بله لاره نه لرله.


په داسې حا ل کې چې مهمند په امنيتي اندېښنو يا بيړنې حالت کومه رڼا وانه اچوله، خو پاکستاني حکومت په وروستيو مياشتو کې د شکمنو طالبانو او القاعدې د غړيو د جرړو په ايستلو کې ګړندي شوي، چې فکر کوي، په وزيرستان کې پټ شوي دي. امريکايي فوځونه هم په دغه ځای کې ښکېل دي.


قادري وويل، د هغوی دا کار له هغه تړون څخه څرګنده سرغړونه بلل کيږي، چې د افغانستان د کډوالو د وزارت، د پاکستان د حکومت اود UNHCR له خوا په ٢٠٠٢ کا ل کې لاسليک شوی او په کې کښل شوي، جې بايد افغان کډوال له خوښې پرته په زور له پاکستان څخه ونه ايستل شي. تېره مياشت د افغانستان د کډوالو د وزارت او د پاکستان او همدارنګه د UNHCR د چارواکو تر منځ په دواړو هېوادونو کې د ستونزې د حل لپاره د ټيټې کچې خبرې شوې وې.


د قادري د وينا له مخې ښکېل لوريو په اصل کې په دې موافقه وکړه، چې پاکستان به کډوالو ته د اوسېدو لپاره د بل ځای له مونلو دمخه له کمپونو څخه ايستلو ته نه اړباسي.


د UNHCR د وياند، فرهاد د دوينا له مخې لا تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره د يو پلان په هکله خبرې روانې دي، که چېرته پاکستان په راتلونکي کې د کمپونو دتړلو پرېکړه وکړي، نو د پولې په اوږدو کې د اټکل له مخې ١٩٠ زرو افغاني کډوالو سره به د پاتې کېدو لپاره لازمې مرستې وشي.