له نشو سره دافغان میرمنو روږدي کیدل

بېوزلي او له هغې سره مل د هيروينو اسانه لاسته راوړل ډېرې ستونزې زيږوي.

له نشو سره دافغان میرمنو روږدي کیدل

بېوزلي او له هغې سره مل د هيروينو اسانه لاسته راوړل ډېرې ستونزې زيږوي.

په کابل کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې  خبريال، احمدسير يزداني ليکنه

خيرنه او د ويجاړو ويښتانو لرونکې، شپږويشت کلنه ملالۍ د کابل په يوې مرکزي برخې کې د خځلو او کثافاتو په منځ کې پرته ده.

نوموړې د خپلوانو له خوا له دوو کلونو راهيسې د هيروينو پر کارولو روږدې شوې. شپږ مياشتې دمخه يې کورنۍ له همدې امله وشړله او اوس دخپلې بی وسۍ  شپې او ورځې په پل سوخته کې تر پله لاندې تېروي. دا هغه ځای دی چې د ښار زياتره روږدي کسان هلته راټوليږي.

ملالۍ به کله ناکله درويزه کوله چې پر پيسو يې تر پله لاندې د نشه يي توکو له نورو کاروونکو څخه نشه يي توکي وپېري. د آی ډبليو پي آر له خبريال سره يې له څو کلمو خبرو وروسته په کمزوري غږ وويل، «مه مې ځوروه. ځه لاړ شه، ځان ته مې پريږده.»

 کله چې د آی ډبليو پي آر خبريال څو ورځې وروسته له ملالۍ سره د مرکې لپاره هلته بيا ورغی، ورته وويل شول، هغه مړه شوې ده.

اعتياد د افغانستان ستره ستونزه ده، چې د نړۍ د اپينو او له هغې څخه د لاسته راغلو هيروينو ستر توليدوونکی هېواد دی.

د افغانستان د روغتيا  وزارت د معتادينو درملنې رئيس، سيد جاوېد بدخش وويل، ورستيو څېړنو څرگنده کړې۵، ۳ مليونه وگړي، چې د ټول نفوس يوولس سلنه جوړوي، د نشه يي توکو پر کارونې اخته دي. له پورته شمېرې څخه له ٦٥٠ زرو څخه تر ٨٩٠ زرو پورې مېرمنې او سل زره تنه کوچنيان دي.

پر نشه يي توکو د روږدو ښځو درملنه د سرچينو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ ده.

بدخش وويل: «موږ د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ١٠٨ مرکزونه لرو. په دې شمېره کې په شپږو ولايتونو کې شپږ مرکزونه يې پر نشه يي توکو د روږدو ښځو لپاره دي.»

د بدخش د وينا له مخې د کابل په مرکز کې تر اتياوو پورې روږدي کسان بستري کېدای شي، خو د بلخ او ننگرهار د ولايتونو کلينيکونه هر يو ٦٠ بستره لري. بدخشان او هرات په يوه مهال د ٣٠ ښځو درملنه کولای شي، خو د فراه د بيارغاونې مرکز يوازې ٢٠ بستره لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د حقونو د څانگې رئيس، پرويز رحيمي وايي، په کورنۍ کې د ښځو د رول له امله د ښځينه روږدو کسانو ټولنيز اغېز ډېر سخت دی.  

هغه وويل: «موږ له داسې روږدو کسانو سره مخ شوي يو چې د نشه يي توکو د اخيستلو لپاره يې د پيسو په وړاندې آن خپل اولادونه پلورلي.» نوموړي يادونه وکړه، ښځې معمولا د خپلو مېړونو يا د کورنۍ د نژدې غړو له خوا د نشه يي توکو کارولو ته هڅول کيږي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې د وزارت د پلان او پاليسۍ رئيس، محمد عثمان فروتن وويل، بېوزلي او د بېروزگارۍ د لوړې کچې له امله خلک نشه يي توکو ته مخه کوي. د کوکنارو د له منځه وړلو پروگرام او د معتادينو درملنه د ستونزې د هوارې يوازنۍ لاره ده. 

هغه وويل: «موږ په ولايتونو کې د خبرتيا پروگرامونه پلي کوو. سربېره پر دې د نشه يي توکو د زيان په اړه بايد په درسي نصاب کې معلومات ورکړل شي. موږ له اړوندو وزارتونو سره په دې اړه په خبرو بوخت يو.»

د روغتيا او له نشه يي توکو سره د مبارزې د وزارتونو چارواکي له دې سره موافق دي چې اصلي ستونزه بېروزگاري ده. که پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه بريالۍ هم وي، خو که چېرته کار ونه موندل شي، ښايي بېرته نشې ته مخه کړي.

د ښځو د چارو په وزارت کې د متين اکبري په نامه يو کارپوه وايي، زيات شمېرمېرمنې د خپل عادت د سرته رسولو له امله جنايت يا کاسيرۍ ته مخه کوي. هغه په دې کار کې په خپل اړوند وزارت د پاتې راتگ نيوکه کوي.   

اکبري آی ډبليوپي آر ته وويل: «د ښځو د چارو وزارت د ستونزې د مخنيوي کوم پلان په لاس کې نه لري.»

د کورنيو چار د وزارت يوه وياند، نجيب الله دانش هم وويل، اعتياد د جنايتونو له رامنځته  کېدو سره مرسته کوي.  

نوموړي زياته کړه: «پوليسو يو شمېر هغه معتادې ښځې نيولي چې په غلاگانو او کيسه برۍ کې ښکېلې وي.»

هغه وويل، پوليسو دوه زره تنه ښځې او نارينه روږدي کسان په کابل کې نیولي او له ښاره یی باندې ویستلي  خو ويې ويل، حکومتي ادارې هغومره منابع نه لري چې د هېواد د ټولو روږدو کسانو درملنه وکړي.

د روغتيا وزارت روږدوکسانوته په کلينيکونو او کورونو کې درملنه چمتو کوي چې له اعتياد سره لاس او گرېوان دي.

په کورنۍ درملنه کې له رواني درملنې سر بیره ٤٥ ورځې د عقلي روغتيا درملنه کيږي. ټول بهير تر شپږو مياشتو پورې موده نيسي. د وزارت د وينا له مخې په افغانستان کې هره مياشت په کورونو کې د٤٠٠ تنو معتادينو درملنه کيږي.  

افغانان، په ځانگړي ډول د هېواد د ډېرو لرو پرتو سيمو اوسيدونکي، په دوديز ډول د درملنې لپاره اپين کاروي. څو لسیزو جگړو زيات شمېر خلک د هيروينو کارولو ته اړ ايستلي دي. له گاونډي هېواد، ايران څخه د کډوالو ډله ييز راستنیدل، چې د اعتياد کچه پکې لوړه ده، دا ستونزه نوره هم زياته کړې ده. 

د اعتياد له لوړې کچې سره سره حکومتي شمېرې څرگندوي چې د کوکنارو کرکيله رالوېدلې ده. د فروتن د وينا له مخې په ٢٠١٥ کال کې دا رالوېدنه ١٩ سلنې ته رسېدلې ده. د حکومت له يوې سروې څرگنده شوې چې په ٢٠١٤ کې د ٢٤٠،٢ هکټاره ځمکې په پرتله سږکال په ٨٣٠،١ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي. 

د اپينو توليد په تېر کال کې له ٦٣٤٠٠ ټنو څخه په ٢٠١٥ کال کې ٣٣٠٠ ټنو يعنې نيمايي ته رالوېدلی.

له سروې څخه څرگنده شوې چې زياتره کرکيله د سويلي او سويل لويديځو ولايتونو په گډون په هغو سيمو کې سرته رسېدلې چې حکومت پکې لږ کنترول لري.

د کرکيلې د رالوېدو په اړه له رسمي رپوټونو سره سره په کابل کې د نشه يي توکوکاروونکي وايي، د نشه يي توکو ترلاسه کول د ماشومانو کار دی.

درې کلنه روږدې، شاه پري وايي: «نن د پخوا په پرتله نشه يي توکي ډېره په اسانۍ پيداکولای شو. معامله کوونکي يې په بازارونو کې په آزاد ډول پر روږدي کسانو پلوري.»

د سيمين په نامه يوې ښځينه روږدې وويل، لومړی پرې خپل مېړه راوسته. کله چې به يې په کور کې نشه يي توکي څکول، نو دا یی هم څکولو ته هڅوله. 

هغې وويل: «له تېرو اوو کلونو راهيسې له خپل مېړه سره نشه يي توکي کاروم. خپل ټول شته مو پلورلي. اوس له دې لارې بېرته ستنېدلی نشو.»

احمد سير يزداني په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی ژورنالست دی.

 

 

Frontline Updates
Support local journalists