Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

له طالبانو سره د خبرو مخ په زياتېدونكې ننګه او ملاتړ

شنونكي د امنيت د بسياينې لپاره له ياغيانو سره سياسي خبرې اترې ډېر سودمن بولي.
By Caroline Tosh
. كېداى شي خبرې اترې د يو راز سياسي جوړجاړي لپاره لاره هواره كړي.



تېره اوونى د جون د مياشتې په اتمه د هلمند په ولايت كې په يو ځانمرګي بريد كې د څلورو تنو برتانوي عسكرو په وژل كېدو په افغانستان كې د وژل شوو برتانويانو شمېره سلو ته ورسېده. څلور ورځې وروسته د برتانيې د پاراشوت د قطعې څلور تنه نور سرتېرې په يو كمين كې ووژل شول.



دې زيږو شمېرو څارونكو وهڅول، چې تر ننه او همداسې د راتلونكې لاسته راغلې برياوې د مرګ او ژوبلې د اوږدېدونكې لست لپاره بسنه كوي.



هغه مهال چې د ۲۰۰۶ كال په پسرلي كې برتانوي پوځونه د امنيت د تامين او د بيارغاونې د پروژو د څارنې لپاره د هلمند ولايت ته واستول شول، د هغه مهال د برتانيې د دفاع وزير، جان رايد ويلي و، هيله ده، چې ماموريت له يوې ګولى ايشتلو پرته سرته ورسيږي. طالبانو ته، چې حكومت يي په ۲۰۰۱ كال كې له پښو وغورځول شو، د يو جدي تهديد په سترګه نه كتل كېده.



له هغې وروسته هغه د چا خبره نوي طالبان د يو خونړي جګړه ييز ځواك په توګه راڅرګند شول او د القاعدې او نورو بنسټپالو ډلو ملاتړ او ننګه يي ترلاسه كړه.



د ناتو ترمشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواك (ايساف) او (د ازادۍ د تدوام د عملياتو) په نوم د امريكا تر مشرۍ لاندې د ايتلاف د لسګونو زرو سرتېرو له شتون سره سره د افغانستان په سويل او ختيځ برسېره د هېواد په نور برخو كې د طالبانو نفوذ مخ په زياتېدو دى.



په داسې حال كې چې طالبان ښايي نړيوالو پوځونو ته د مدرنو وسلو په درلودلو ماتې ورنه كړاى شي، خو طالبان عراقي ډوله تاكتيكونه كاروي، ځانمرګي بريدونه كوي او د وضعې د كاواكه كولو لپاره په ملكيانو او همدارنګه په پوځيانو باندې د چاودېدونكو توكو بمونه چوي.



د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر كال تر ټولو خونړى كال و، چې د جګړو له امله د ۱۵۰۰ ولسي خلكو په ګډون اته زره خلك مړه او ژوبل شوي و.



په عين حال كې د نړيوالې ټولنې د ودانولو او بيا رغاولو هڅې تركلكو نيوكو لاندې دي. زياتره افغاني كورنۍ په خورا بېوزلۍ كې ژوند كوي او بنسټيزو خدمتونو ته هيڅ نه شي رسېداى.



افغانان په مركزي حكومت ډېر لږ باور لري. حكومت ډېرو سيمو ته نه شي ورتلاى او له فساده ډك دى. داسې نورې خواشينې كوونكې خبرې هم شته، لكه د ملي اردو، پوليسو او ملكي خدمتونو د كاركوونكو روزنه، تر هغې زياته غړنده او ورو ده، چې يي هيله كېده.



د بي بي سي راديو د جون د مياشتې د اوومې نېټې د (نن - Today) له پروګرام سره د مركې په ترځ كې د برتانيې د دفاع وزير، ديس برون دا ومنله چې: ((موږ په افغانستان كې د كتنې وړ پرمختګ كوو. هغه ورو دى، كله ناكله هغه دومره ورو وي، چې سړى ستړى كوي.))



آيا طالبان به برلاسي شي؟



سره له دې چې نړيوالې رسنۍ د طالبانو د زياتيدونكي اغيز خبرې كوي، خو شنونكي د هغوى د كنترول تشخيصول اسان كار نه بولي.



ددې كار يو لامل دادى، چۍ دا ډله هغه بريدونه ځانته منسوبوي، چې د بل چا له خوا تر سره شوي وي.



په اونتاريو كې د نړيوال حكومت دارۍ د نوښت د مركز (CIGI) يو لوړ رتبه غړي، مارك سيدرا وويل: ((په طالبانو پورې زياتره تړل شوي بريدونه په حقيقت كې قومي ډلې تر سره كوي، چې زياتره د قومي تربګنيو په پايلې كې رامنځته كيږي. طالبان زياتره ددې جګړو ادعاوې كوي او د نړيوالو مطبوعاتو له خوا د طالبانو د بريدونو په نامه ياديږي. له طالبانو سره يي اړيكې نازكه دي.))



په لندن كې د شاهي متحده خدمتونو انستيتوت يو غړى، پاول سميت دا مني، چې وضعه هغومره څرګنده هم نه ده.



هغه وويل: ((دا ډېره ستونزمنه ده، چې سړى معلومه كړي، بغاوت څنګه روان دى ... په حقيقت باندې د پوهېدلو لپاره داسې يو معيار وموندل شي چې د منلو وړ تشخيص وكړاى شي او وكتل شي، چې وضعه د بديدو خواته روانه كه د (طالبانو لپاره) د ښه كېدو. دايو سخت كار دى.))



سميت ټينګار وكړ، چې د هېواد ودانول او د بغاوت ضد فعاليت داسې يو بهير دى، چۍ (ښايي كلونه كلونه ونيسي.)



هغه وپوښتل: ((څنګه موږ له اوو كلونو او د هېواد نورو برخو ته د ايساف د ځواكونو له خوځېدلو درې كاله وروسته د قناعت وړ يو قضاوت وكړاى شو، چې ايا ماموريت د ناكامۍ په لور روان دى او كه د حتمي برياليتوب لوري ته.))



څارونكي يادونه كوي، چې په دې وروستيو كې د افغانانو ترمنځ د طالبانو ملاتړ زيات شوى او داسې بريښي، چې ياغيان د پروپاګند د جګړې گټونكي دي.



د نړيوال ناتار د ۲۰۰۸ كال د فبرورى د مياشتې يو رپوټ وايي: ((د سرتېرو كمبوت، د (بهرنيو سرتېرو) په شا كېدل او خپل منځي جګړې ټول د نړيوال پوځ د كمزورتيا لامل كيږي او په دې توګه د بغاوت د فعال اغېز لامل كيږي.))



د افغاني جګړې ملاتړ او د سرتېرو ژمنتوب د ډېرو هېوادونو ټولټاكنې اغېزمنې كړې. په نړيوالو رسنيو كې د خپرو شوو رپوټونو له مخې د هالند او كاناډا په ګډون يوشمېر هېوادونه په دوو كلونو كې د خپلو سرتېرو د ايستلو پلانونه جوړوي.



دايساف او د ازادۍ د تداوم د عملياتو له خوا ډله ييز زيانونه او همدارنګه د نړيوالو ځواكونو له خوا په كلتوري حساسيتونو باندې سترګي پټولو هم د طالبانو له شهرت سره مرسته وكړه.



سياسي شنونكي او د افغانستان د علومو د اكادمۍ غړي، حبيب الله رفيع وويل: ((د بهرنيو پوځونو، په تېره بيا د امريكايانو له خوا د بيګناه خلكو وژل، د كورونو بمباري، د خلكو كلتور او عقايدو ته سپكاوى، د شپې له خوا د خلكو په كورونو ورختل، د ښځو تالاشي دا ټول هغه عوامل دي، چې د طالبانو د پياوړتيا لپاره لاره هواروي.))



په عين حال كې شنونكي وايي د سيمي خلكو ته د بنسټيزو خدمتونو په هكله د ولايتي ادارو له پاتي راتګ سره پراخ اداري فساد ټول ولس د طالبانو ملاتړ ته هڅولي دي.



رفيع وويل: ((افغان حكومت په فساد كې دومره ډوب دى، چې اوس پرې خلكو اعتماد له لاسه وركړى دى.))



نوموړي زياته كړه: ((بېوزلي، بېروزګاري، د جنګ سالارانو له خوا رامنځته شوې ستونزې او بې قانونۍ ټولې هغه موضوعګانې دي، چې د حكومت او ولس تر منځ يي واټن پراخ كړى دى. دا د طالبانو په ګټه دى.))



د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر يو وياند، عالم صديقي دا ومنله چې ملي چارواكي د هېواد په ځينو برخو كې ډېر لږ حضور لري.



هغه وويل: ((كله چې خلك له حكومت سره اړيكې نيسي نو زياتره مفسد پوليس او يا حكومتي چارواكي وي، چې دهغوى په ژوند كې د ګتې رسولو پر ځاى د هغوى مخه نيسي.))



طالبانو ثابته كړې، چې د ځايي ټولنو او حكومت تر منځ د اپينو د توليد په اړه له تاوتريخوالي ګټه اخلي او بېوزلو كروندګرو ته د كوكنارو د اړولو د مخنيوي د پروګرام د مخې نيولو ژمنه وركوي.



هغوى د تبليغ لپاره خپرنيز توكي جوړوي او د پاكستان په بازارونو كې يي خلكو ته ښايي. خپل بغاوت په حقه بولي او طالبان د فاتحينو په بڼه خلكو ته ښيي.



سيدرا زياته كړه، دې مفهوم زيات خلك دې ته هڅولي، چې نه په عقيدوي لحاظ د طالبانو ملاتړ وكړي، بلكې هغوى ته د جګړې د اصلي ګټونكو په سترګه ګوري. هغه وويل: ((اغېزمن كمپاين د زيات شمېر افغانانو تر منځ يو مخ پر ودې احساسات رامنځته كړل، چې وخت د طالبانو په ګټه دى او هغوى په جګړې كې نوښت ترلاسه كړى دى.))



سيدرا زياته كړه: ((افغانان له درېو لسيزو راهيسې په جګړو كې ښكېل دي. ددې تجربو له لارې هغوى له وړاندې پوهيږي، چې جګړه به څوك ګټي او ډاډ وركوي، كه د جګړو دوړې كينې نو د هغوى خبره به سمه راوځي. البته دا كار له جګړې وروسته د هغوى په خپل دريځ ښه دلالت كولاى شي.))



د منځني ختيځ د انستيتوت غړى، ماروين ج واين بوم وويل د بغاوت له رامنځته كېدو وروسته د كوم څرګند ګټونكي په نشتوالي افغانان د كوم لوري تر څنګ په ودرېدلو كې زړه نازړه دي.



هغه وويل: ((هغوى (لا تر اوسه) په دې بايد قانع شي، چې حكومت اونړيواله ټولنه د د هغوى ترڅنګ ده. ځكه هغوى ته د طالبانو پيغام دادى: ’موږ به (د نړيوالې ټولنې له وتلو وروسته) داوږدې مودې لپاره دلته واوسو.’))



يو زيات شمېر څارونكي په دې اند دي، د طالبانو مخ په زياتېدونكى ملاتړ له دې امله دى، چې هغوى له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د خپلې واكمنۍ پر مهال عدالت او امنيت تامين كړى و.



دهغوى د واكمنۍ پر مهال د ګوتو په شمېر جنايي ډلې او جنګ سالاران په هېواد كې موجود و، چې اوس په تېره بيا په شمال كې هغوى ډېر برلاسي دي او د مليشې قوماندانان په حكومتي ادارو كې ورننوتي او په ځايي او ولسي خلكو باندې ناوړه اغېز لري.



په كابل كې د بي بي سي خبريال الستر ليتهيډ وويل: ((يو شمېر خلكو دا ويل، چې زياتره افغانان د عدالت د نه شتون په پرتله د طالبانو سخت عدالت غوره بولي.))



افغان سياسي شنونكى، قسيم اخګر وويل، په پاكستان باندې د فشار د راوړلو له امله د لويديځ پاتيوالى، چې طالبان په كې مركزي دفترونه لري، نوموړي غورځنګ ته د پراختيا او ودې وخت اومجال وركړ.



هغه وويل: ((نړيواله ټولنه په هر څه پوهيږي. هغوى په دې پوهيږي، چې طالبان څنګه صحنې ته راغلل. هغوى په دې پوهيږي، چې د هغوى د پټېدو ځاى چېرته دى. د هغوى ملاتړې څوك دي... خو نړيواله ټولنه، په تېره بيا د امريكا متحده ايالتونه په پاكستان باندې د فشار له راوړلو څخه ځانونه ليرې ساتي.))



د ځواك انډول اوتوازن



په نړيوالو رسنيو كې د طالب جنګياليو په وړاندې د خاورې په دفاع كې د نړيوالو ځواكونو په وړاندې د ستونزمنې دندې په هكله ډېرې زياتې ليكنې شوي دې.



د سړك په غاړو د ماينونو ايښوولو او د ځانمرګي بريدونو په څېر نوي تاكتيكونو، په ځانګړې توګه د هلمند په ولايت كې، د بغاوت په لومړۍ ليكه كې، ډېره ناوړه مرګ او ژوبله رامنځته كړې ده.



سميت وايي د ((ترهګرو)) ستراتيژي ښايي د هغوى د پياوړتيا پرځاى د هغوى كمزوري څرګنده كړي.



هغه وويل: ((هرو مرو كه (طالبان) په ترهګرۍ باندې ودريږي، نوزما په اند به: الف: د حكومت كولو لپاره به خپل اخلاق او مورال له لاسه وركړي. (ب) د خلكو د رښتيني جلاوالي له خطر سره به مخامخ شي. او (ج) داسې تاوتريخوالى رامنځته كوي، چې د نړى په زياترو هېوادونو كې خلكو د هغې د جذب او زغم وړتيا څرګنده كړې ده.))



د (قران، كلاشينكوف او ګرځنده كمپيوتر: په افغانستان كې د نوو طالبانو بغاوت) په نوم د نوي كتاب ليكوال، انتونيو ګيوستوزي وويل ياغيان د پام وړ خاورې او سيمې د لاسته راوړلو وړتيا نه لري.



هغه وويل: ((هغوى زياتره كليوالي سيمې تر لاس لاندې لري. خو د ښارونو او لويو لارو د بشپړ كنترول وسه نه لري.))



((سره له دې هغوى كله ناكله لويې لارې نيسي او بندوي يي، خو ددې توان نه لري، چې د بهرنيو پوځونو د پرمختللې وسلې او تكنالوژۍ له امله تر دې زيات كوم كار وكړي.))



صديقي دا نظر نه مني، چې ګوندې طالبان دې وكړاى شي حكومت له پښو وغورځوي.



هغه وويل: ((كله چې (هغوى) د ترپ او خرپ له تكتيك څخه كار اخلي، البته په خلكو باندې زيات رواني اغېز اچوي، خو ددې معنا نه لري، چې ګوندې طالبان دې حكومت چپه كړاى شي.))



په عين حال كې طالبان په حقيقت كې د هلمند زياته خاوره كنترولوي، خو كله چې د هوايي ځواك په مرسته له پوځي عملياتو سره مخامخ شي يوازې د وسله والو ځواكونو تربېرته تګ پورې انتظار باسي او له هغې وروسته بېرته سيمې ته ستنيږي.



هغوى د موسى كلا په څېر يو شمېر ولسوالۍ هم نيولي دي. طالبانو د موسى كلا پوره كنترول د ۲۰۰۶ كال په اكتوبر كې ځايي مشرانو د سولې د ساتنې په اړه د يوتړون له مخې د برتانويانو له وتلو وروسته تر لاسه كړ. د ۲۰۰۷ كال په فبرورۍ كې طالبانو په هغه ولسوالۍ كې خپل حكومت جوړ كړ.



په سويل كې د اپريل په وروستيو كې د متحده ايالتونو د سمندري ځواك له خوا له ګرمسېر څخه د طالبانو د ايستلو په منظور د دريم ځل لپاره يو لوى بريد وشو. لومړى بريد د ۲۰۰۶ كال په سپتمبر او دويم بريد د ۲۰۰۷ كال فبرورۍ كې تر سره شوى و. دې بريدونو كومه څرګنده ګټه او پايله نه لرله.



كه چېرته طالبان د بهرني پياوړي او زيات ځواك په وړاندې مقاومت نشي كولاى، نو نړيوال ځواك هم دومره كمزورى دى، چې له پاكې شوې سيمې څخه د مغلوبو طالبانو د بېرته ورتګ مخه نه شي نيولاى. دا كار د دوامداره قوي ځايي ادارې په جوړولو او د بيارغاونې په كارونو زيات اغېز كوي، چې له پوځي عملياتو وروسته بايد تر سره شي.



تبليغ او پروپاګند



كه پوځي مقابلې داسې يو ځاى ته ورسيږي، چې يو لورى هم بر لاس ونه شي لرلاى، د خلكو په ډارولو او د هېواد په ويجاړولو كې د طالبانو توانايي د حكومت لپاره يوه ننګونه ده.



صديقي وويل: ((په كابل كې داسې خبرې غوږونو ته رسيږي، ښايي طالبان هيڅكله هم جګړه ونه ګټي، خو ددې ضمانت هم څوك نشي كولاى، چې حكومت به يي وګټي.))



په داسې حال كې چې ملېشې د نيول شوې سيمې د ساتلو توان نه لري، خو په ځمكې باندې د وسلو د ايښوولو نښې نښانې په كې هم نه ليدل كيږي او هوډ يي كړى تر هغه به جګړې ته دوام وركوي، چې ټول بهرني ځواكونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.



شنونكي وايي تر هغه چې وضعه همداسې دوام ومومي، په هماغه اندازه به نړيوالو او افغان حكومت او په هېواد كې د نظم او قانون تامين ته تاوان ورسوي. ګوريلايي ځواك دا ګټه لري، تر هغه انتظار باسي، ترڅو يي مخالفين ستړي او ستومانه شي.



د نړيوالو او امنيتي چارولپاره د جرمني انستيتوت غړي داكترسيتا ماس وويل: ((طالبانو دا خبره خپره كړې، چې متحده ايالتونه ساعتونه لري او موږ وخت.))



((كه هغوى انتظار وباسي، نو له يو اوږد وخت وروسته به پياوړى دريځ ولري. نړيوال تل بايد دا روښانه كړي، چې ولې هغوى دلته سرتېري رااستوي او ولې دومره زيات شمېر وژل كيږي.))



د طالبانو لاندې كول



په عين حال كې نړيوال پوځونه او افغان ملي اردو په طالبانو باندې په دې هيله خپل فشار ته دوام وركوي، چې هغوى (طالبان) به يو وخت دړې وړې شي.



ګيوستوزي وويل: ((دا ورو ورو له منځه وړل (توږل) دي. د درنو زيانو اړول په دې هيله چې د هغوى په ليكو كې درزونه واچول شي او په پاى كې د مشرتابه اعتبار له منځه لاړ شي او خلك زيات لېوال شي، چې يا تسليم شي او يا له جګړو لاس واخلي.))



((دا كار به ويجاړي رامنځته كړي او همدارنګه به طالبان د جهادي ډلو اوملاتړ كوونكو ترمنځ بې اعتباره كړي او په دې توګه به ورته لږ ترلږه د پخوا په اندازه پيسې او مرسته ونه رسيږي.))



ماهران دا مني، چې ښايي بغاوت يوازې له پوځي لارې مات نشي. هغوى وايي د طالبانو د ملاتړ د له منځه وړلو لپاره چارواكي بايد مدني ټولنې پياوړې كړي، له حكومت څخه فساد ورك كړي او (خلكو ته) زيات اغېزمن كومكونه چمتو كړي.



سيدرا يادونه وكړه: ((په افغانستان كې د متحده ايالتونو زيات شمېر پوځي چارواكي په دې باندې خبرې اترې كوي، چې خپل پوځي عمليات په څه ونوموي، ترڅو غليم نابود كړي او د انكشاف او پراختيا، بيارغاونې او د دوليت پياوړتيا لپاره يو ارزښتمن چاپېريال رامنځته كړي.))



صديقي هم په څو اړخيز چال چلن باندې ټينګار كوي.



هغه وويل: ((موږ بايد د پراختيا په ډګر او د بنسټيزو اړتياوو په چمتو كولو كې زياتې هلې ځلې وكړو، ترڅو له بغاوت سره د ملاتړ ريښي پرې كړاى شي.))



نوموړي زياته كړه، بل لومړيتوب د اپينو د سوداګرۍ تالاترغۍ كول دي، چې نه يوازې د هېواد په موسساتو ناوړه اغېز كوي، بلكې د ياغيانو له پړسولو سره هم مرسته كوي.



صديقي وويل: ((د نشه يي توكو او جرمونو لپاره د ملګرو ملتونو د فتر UNODC د اټكل له مخې د كروندګرو له خوا د اپينو د خرڅلاو په سلو كې لس طالبانو ته وركول كيږي.))



آيا اوس ددې معاملې د پاى ته رسولو موقع ده؟



په سياسي توګه له طالبانو سره د اړيكو د ټينګولو مخ پر ودې احساس مازې د جګړې اوږدول دي. له هغوى سره د خبر اترو بلنه يوازې وخت تېروي.



افغان حكومت د ملي پخلاينې تر يو پرګرام لاندې منځلاري طالبان هڅوي، چې خپلې وسلې په ځمكه كيږدي او اساسي قانون ومني. تر نوموړي پروګرام لاندې تر اوسه پورې د ټيټې كچې په زرګونه طالبان له حكومت سره يوځاى شوي دي.



دې پروګرام تر اوسه نړيوال ملاتړ تر لاسه كړى نه دى. په دې پروګرام كې پخوانيو ياغي جنګياليو ته د رسمي دندو د وركولو ژمنه شوې. لويديځ چارواكي زړه نازړه دي، له داسې يو سازمان سره په خبرو اترو كې ورښكېل شي، چې د ترهګرو ټاپه پرې لګول شوې. زياترو بسپنه وركوونكو هېوادونو اوپه ځانګړې توګه متحده ايالتونو په ټينګه د خبرواترو مخالف دي.



خو له هغې سره سره د برتانيې په ګډون، يو شمېرهېوادونه له طالبانوسره خبرې يو پرمختګ بولي.



تېره مياشت د برتانيې د بهرنيو چارووزير، ديويد ميلي بينډ په واشنګټن كې د يوې بيانيې په ترځ كې وويل، په افغانستان او د پاكستان په قبايلې سيمو كې د بنسټپالۍ په وړاندې (د حل پوځي لاره نشته.)



هغه په لندن كې دستراتيژيكو او نړيوالو مطالعاتو په مركز كې وويل: ((موږ بايد هغه ډله چې غواړي خپل نظريات د وسلې له لارې په خلكو وتپي له هغې ډلې څخه بېله كړو، چې غواړي ازادۍ او د قانوني نظم محدوديتونه ومني. موږ بايد ترممكنې كچې په عمومي سياست كې د سيالو ګټو ټوله لړۍ همغږې كړو.))



ګيوستوزي وويل، هغه په دې اند دى، چې لا له پخوا څخه د حكومت او طالبانو او همدارنګه د ملګروملتونو او ياغيانو ترمنځ د خبرو اترو كانالونه پرانيستل شوي دي.



هغه همدارنګه يادونه وكړه، چې په ژمي كې د متحده ايالتونو د نوي ولسمشر په راتګ به د واشنګتڼ له مخالفينو سره خبرې اترې تر سره شي.



هغه وويل: ((له نومبر څخه وروسته به په امريكا كې نوى ولسمشر وي، چې ښايي بېلې نظريې ولري او يا لږ ترلږه هغسې چال چلن به غوره نه كړي، چې تر اوسه روان دى او د لارې بدلون ته به چمتو وي.))



((زما په اند هر څوك به خبر وي. هغوى د زمينې په چمتوكولو كار كوي. نو كه چېرته خبرې پيل شي، د بېلګې په توګه راتلونكى پسرلى، نو له پخوا څخه به د خبرو كانالونه پرانيستل شوي وي. هرڅه به سم شوي وي او ښايي كارونه نسبتا چټك پر مخ ولاړ شي.))



آن اوس داسې نښې نښانې شته، چې د بوش اداره د خبرو اترو ميز ته كيني.



سيدرا د مى په ۳۱ د كاناډا د تورنټو په ورځپاڼې كې په يو خپاره شوي رپوټ كې ويلي و، (((د متحده ايالتونو) په ادارې كې سرچينې وايي، چې د ’پخلاينې د پروګرام’ په هكله د خپلې ننګې څرګندونه كوي.))



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((زما په اند ’له طالبانو سره د خبرو ملاتړ’ ورو ورو يوه اداري تګلاره كيږي.))



ولسمشر حامد كرزي څو څو وارې طالبانو ته د ښوون څانګه ښوولې ده او آن ويلي يي دي، چې د سولې په خاطر يي د طالبانو مشر ملا عمر او د حزب اسلامي مشر، ګلبدين حكمتيار ته په كابينې كې د څوكيو وړانديز كړى دى.



د طالبانو غورځنګ د ولسمشر حامد كرزي وړانديز، په ځانګړې توګه له افغاني خاورې څخه د بهرنيو ځواكونو د ايستلو د ردولو له امله، بې معنا بللى دى.



كېداى شي د حكومت د خبرو په وړاندې نور خنډونه هم موجود وي. په (شمالي ټلوالې كې) د مجاهدينو پخوانيو غړو، چې د طالبانو په وړاندې يي څو كلونه جنګ او جګړه كړې، اوس پارلمان ترګورت لاندې لري او د لارې له سياسي حل سره خپل مخالفت خرګندوي.



پخواني قوماندانان زړه نازړه دي، چې خپل د كتنې وړ ځواك له خپلو پخوانيو غليمانو سره وويشي. هغوى له دې هم ډاريږي، چې كه په پښتون ميشته سويل كې سوله تامين شي، نو ښايي هغوى خپل قدرت له لاسه وركړي. له دې امله يي په دولتي ادارې كې د لويو رولونو لوبې پيل كړي دي.



يوسياسي شنونكي او د كابل پوهنتون استاد، اسمعيل يون په دې باور دى، چې نړيوالې ټولنې يوه ډېره لويه اشتباه كړې ده. لومړى د جنګ سالارانو په ملاتړ، چې له طالبانو سره مخالف دي او بيا له صحنې څخه د طالبانو ايستل.



هغه وويل: ((دا د نړيوالې ټولنې يوه غلطي وه. له هماغه پيل څخه يي يو څو جنايي ډلو ته ددې لپاره امتياز وركړ، چې هغوى د طالبانو مخالف و. هغوى طالبان له سياسي ډګر څخه په زور وايستل.))



هغه وويل، دې ډلو يوازې له طالبانو سره په مخالفت واك تر لاسه كړ او اوس د خبرو اترو په وړاندې خنډونه جوړوي. نوموړي زياته كړه: ((هغوى نه غواړي په حكومت كې له طالبانو سره واك شريك كړي، ځكه په دې كار به هغوى خپل امتيازي دريځ له لاسه وركړي.))



په دې هكله پخواني ولسمشراو د شمالي جبهې د يوې سترې ډلې، جمعيت اسلامي مشر، برهان الدين رباني تېره مياشت له طالبانو سره د خپلو خبرو اترو په هكله اعلان وكړ. هغه وويل د ياغيانو له مشر سره يي اړيكې نيولې دي او د هغوى له خوا يي شمالي تنظيمونو ته استول شوي ((هڅوونكي پيغامونه)) تر لاسه كړي دي.



د رباني د وينا له مخې ملېشو د جګړې په هكله د سياسي روغې جوړې غوښتنه كړې ده.



خو له هغه سمدلاسه وروسته طالبانو په يوې مطبوعاتي اعلاميې كې د اړيكو دنيولو خبره رد كړه.



عادي افغانان د روغې جوړې په اړه بېلا بېل نظونه لري.



ماس وويل، افغانستان ته د سږكال د اپرېل او مى د مياشتو په سفر كې له هغو خلكو سره چې هغې خبرې ورسره كړي د خبرو اترو د تګلارې ملاتړ يي څرګند كړى دى.



هغې وويل: ((په اصل كې افغانان وايي، ’هوكي، يقينا، موږ بايد له دښمنانو، يعنې له طالبانو سره، خبرې اترې وكړو.’ ځكه دا د افغانانو لپاره يو عادي خبره ده.))



د يون د وينا له مخې عادي افغانان له طالبانو سره د خبرو اترو ننګه كوي. هغوى له جنګ جګړو ستړي شوې او سوله غواړي.



هغه وويل: ((كه يو څوك تږى وي، هغه اوبو ته اړتيا لري. دا مهمه نه ده، چې اوبه له كوم لوري څخه راځي. افغانان اوس د سولې تږي دي. هغوى ددې پروا نه كوي، چې سوله څنګه او له كوم ځاى څخه راځي.))



صديقي وايي چې يو زيات شمېر خلك په مهمو موضوعګانو باندې له پرېكړې دمخه د سياسي جوړ جاړې له امله اندېښمن دي.



هغه وويل: ((هغوى نه غواړي، چې د يوې سياسې روغې جوړې لپاره نړيواله ټولنه يا حكومت د نجونو ښوونځي، تلويزيون او د مطبوعاتو ازادي په طالبانو او يا بلې كومې ډلې باندې وپلوري.))



په كوموشرايطو سوله؟



كه خبرې اترې مخكې لاړې شي، نو دا به روښانه نه وي، چې په كومو شراطو او ټكو به جوړ جاړى وشي.



دا به ستونزمنه وي طالبان په دې قانع شي، ترڅو خپلې وسلې په ځمكه كيږدي او خبرې اترې وكړي او په دې هم پوه شي، چې برى يوازې د وخت خبره ده.



ګيوستوزي وويل، خبرې اترې وار له واره يوې پركړې ته د رسېدو معنا نه لري. ځكه ښايي د طالبانو ځينې غوښتنې د افغاني چارواكو لپاره د منلو وړ نه وي.



هغه وويل: ((دا شونې ده، چې خبرې اترې پيل شي او بندې شي... او هيڅ يوې روغې جوړې ته ونه رسيږي.))



سيدرا يادونه وكړه، هغه مهال چې كرزي طالبانو ته بلنه وركړه، د نوموړي ډلې وياند ټاكلي شرايط وړاندې كړل، چې د سولې لپاره (د پيل مبدا) نه شي ګڼل كېداى.



هغه وويل: ((حقيقت اوس د افغانستان په اساسي قانون كې پروت دى، چې د طالبانو د تعبير له مخې له اسلامي شريعت سره سمون نه لري.)



افغان لورى هم دمګړى له هېواد څخه د بهرنيو پوځونو د ايستلو لپاره چمتو نه دى.



په هغې برسېره كه كوم يو يي وغواړي، د طالبانو لوړپوړې چارواكي ښايي د بښنې له اصل سره سمون ونه شي لرلاى.



صديقي وويل: ((ملا عمر سبا ته نشي راښكاره كېداى، چې ووايي زه سولې ته چمتو يم. هيڅوك نشي ويلاى هرڅه د بښنې وړ دي...))



د طالبانو مشرتوب ښايي د سولې لپاره جوړ جاړې ته چمتو ونه اوسي.



واين بوم وويل: ((هيڅوك احمق نه دى، چې وانګيري ددې ډلې اجيندا يوازې اسلامي اجيندا ده. هغوى دا نظر نه روښانوى. له هغې پرته هغوى بل كوم مقصد نه لري.))



نوموړي له هغه ډلې سره د خبرو اترو د خطر په هكله خبردارى هم وركړ، چې له القاعدې او نور بنسټپالو ډلو سره نزدې تړاو لري.



هغه وويل: ((كه چېرته (طالبان د واك په شريكولو كې په حكومت كې ورګد شي.) نو ترهګرو ډلو ته به هم لاره پرانيزي، چې په افغانستان كې بيا ځانونه راڅرګند كړي. له دې امله دا يوازې د سياسي روغې جوړې خبره نه ده.))



له دې سره سره يو شمېر خلك په دې هكله خوشبين دي، چې په رغندو سياسي او اقتصادي هڅونو له زياتو منځلارو طالبانو سره يوې پرېكړې ته رسيداى شي.



سيدرا وويل: ((د يوې خبرې كول اسانه دي، خو داسې بېلګې شته، چې سړى كولاى شي، د منځلارو او سخت زړو طالبانو تر منځ توپير وكړاى شي.))



هغه دا ډار بابيزه وباله، چې له غورځنګ سره خبرې به القاعدې ته ددې موقع وركړي، ترڅو د دروازو تر شا واك ترلاسه كړي.



هغه وويل: ((له طالبانو سره هر ډول جوړ جاړى به له القاعدې سره د هر راز اړيكو درلودل له منځه وړي.))



((زه ډاډمن يم، كه داسې استخباراتي معلومات وي، چې دا ډله دې هماغه اړيكې ولري نو د هر ډول جوړ جاړي مخه به ونيول شي.))