Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

له طالبانو سره د ايران نرمښت

.له پخوانۍ دښمنۍ سره سره [طالبانو ته] له بلنې داسې ښکاري چې ايران اوس ياغيانو ته د يو ممکن شريکبانډي په سترگه وگوري
By Mina Habib

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالې، مينا حبيب ليکنه 

د شنونکو په وينا تهران ته د طالبانو د پلاوي وروستنی سفر د ايران دې ارادې ته څرگنده اشاره ده چې په راتلونکي کال کې د ناتو د پوځونو له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل اغېز لا نور هم زياتوي.

طالبانو د غونډې انځور داسې وښود، چې گوندې پلاوی يې په اسلامي کنفرانس کې د گډون له لارې د موازي حکومت په توگه له خپل گاونډي هېواد سره په رسمي خبرو اترو بوخت دی.

سره له دې ايراني حکومت د طالبانو د سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو طالبانو په قطر کې د خپل سياسي دفتر له لارې، چې درې کاله دمخه جوړ شوی، ددې خبرې پخلی وکړ چې پلاوی يې د ايران په بلنه هلته تللی دی.

د تهران او طالبانو اړيکې له پخوا راهيسې د مذهبي توپير له امله ترينگلې وې، ځکه طالبان سني مذهبه او ايراني حکومت د شيعه گانو په لاس کې دی. ايرانيانو د ١٩٩٦ –٢٠٠١ کلونو ترمنځ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مخالفو ځواکونو ملاتړ کاوه، چې د شمالي ټلوالې په نامه يادېده. په ١٩٩٨ کال کې يوولس تنه ايرانيان، چې زياتره يې په ښکاره ډول دپلوماتان وو، په مزارشريف کې ووژل شول. تهران طالبان ددې وژنو مسؤول وبلل.    

په داسې حال کې چې د وروستنيو خبرو اترو جزئيات څرگند نه دي، پاکستانۍ اکسپرس ټريبيون ورځپاڼې د يو نامعلوم طالب چارواکي له خولې ليکلي، ايران په افغانستان کې د شيعه هزاره توکمه لږکيو په اړه اندېښنه څرگنده کړې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له سخت تبعيضي چلن سره مخامخ وو.   

سرچينې زياته کړې، طالبانو ډاډ څرگند کړ چې د افغانستان ټولې قومي ډلې به د ناتو له وتلو وروسته په افغاني سياست کې رول ولري. په غبرگون کې هغوی له ايران څخه غوښتي چې [د ناتو] له وتلو وروسته د هغوی د مخالفينو ملاتړ ونه کړي. 

له آی ډبليو پي آر سره په يوې تليفوني مرکې کې د طالبانو وياند، قاري محمديوسف احمدي نوموړي رپوټونه بې بنسټه وبلل.

هغه وويل: "پر دې موضوعگانو اصلا هيڅ خبرې نه دي شوې. ايران ته د طالبانو له سفر څخه موخه په نوموړي کنفرانس کې گډون کول و، هغسې چې دمخه [په ٢٠١٢ کال کې] طالبانو د جاپان او فرانسې په کنفرانسونو کې گډون کړی و. زموږ موخه دا وه چې په نړيوال ستيژ د طالبانو د قانوني ادعا سپيناوی وشي او د افغانستان او سيمې د موضوعگانو په اړه معلومات وړاندې شي."

هغه زياته کړه په ايران کې يې د افغاني کډوالو پرموضوع خبرې اترې کړي او رسمي ډاډ يې تر لاسه کړی چې تهران به له هغوی سره په چلن کې نرمښت راولي. دا موضوع د گڼو افغانانو ستره اندېښنه ده چې په ايران کې خپل خپلوان لري او يا زياتره په ناقانونه لارو د کار کولو په موخه هغه هېواد ته سفر کوي.

له تېرو دولسو کلونو راهيسې د کډوالو او په افغانستان کې د ايراني فرهنگ د ترويج او مذهبي اغېز د پراخولو په گډون د يو شمېر موضوعاتو په اړه له تاوتريخوالي سره سره کابل تل هڅه کړې له تهران سره ښې اړيکې ټينگې کړي. د ايران فرهنگي او مذهبي اغېز يوه حساسه موضوع ده. په دې وروستيو کې د کابل پوهنتون محصلينو او مدني ټولنو د تهران د ادعا شوي اغېز په اړه ستر لاريونونه وکړل او قهرجنو لاريون کوونکو د ايران بيرغ ته اور واچاوه.

له پرله پسې غوښتنو سره سره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د ولسمشر دفتر له آی ډبليو پي آر سره له مرکې کولو ډډه وکړه. کابل تل له بهرنيو هېوادونو سره د طالبانو اړيکي غندلي او ټينگار يې کړی چې دا راز خبرې اترې او غونډې بايد يوازې د [افغان] حکومت له لارې سرته ورسيږي. 

د افغانستان د پارلمان غړې، شکريې بارکزۍ د دوه گوني چلن له امله د ايران غندنه وکړه.

هغې وويل: "په دې خوځښت ايران څرگنده کړه چې په افغانستان کې به د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره له هيڅ راز هلو ځلو څخه دريغ ونه کړي. هغوی تر ټولو سخت دريځو افراطي سني طالبانو ته خپل لاس اوږد کړی، په داسې حال کې چې دننه په ايران کې سنيانو ته آن د عبادت کولو اجازه نه ورکوي."

څارونکي وايي د تهران او طالبانو له پخوانۍ دښمنې سره سره گډو گټو، تر ټولو دمخه د هغوی گډ غليم، متحده ايالتونو هغوی يو بل ته نژدې کړي دي.

سياسي شنونکي، وحيد مژده يادونه وکړه چې د تېرو درېو کلونو راهيسې د طالبانو او تهران د پټو اړيکو په اړه خبرې کيږي.

هغه وويل: "طالبانو په خپل دې سفر خپله خپلواکي وښوده. که له بلې زاويې وليدل شي، هغوی نړۍ ته دا هم وښوده چې د افغانستان د ربړې هواری د هغوی له شتون پرته ناشونی دی."

مژده وويل، ايران هم له نوموړې غونډې څخه گټه پورته کړه، په دې معنا چې ايران د سوريې په کورنۍ جگړې کې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ تورن دی.

هغه وويل: "ايران په ځانگړي ډول په سوريه کې د [علويانو] شيعه گانو په ملاتړ تورن دی. په دې خوځښت هغه [ايران] هڅه وکړه نړۍ ته وښيي چې ايران د سنيانو او همدارنگه د متحده ايالتونو د هر دښمن ملگری دی، نه يوازې دا چې ځانته د شيعه گانو ملاتړ کوي."

هغه وويل، څنگه چې متحده ايالتونو پر ايران هر راز فشار راوړی دی، هغه هېواد [ايران] هم په خپل واک کې، د طالبانو په گډون، له هر ډول وسايلو څخه د امريکايانو په وړاندې گټه اخيستې ده.

مژده زياته کړه، د زورورو تر منځ په لوبه کې ښکېل عادي افغانان کومه گټه نه پورته کوي.

هغه وويل: "دا خوځښتونه د افغانانو په خير نه دي، خو موږ د سولې له تامين پرته بله چاره نه لرو. که نه، نو له ٢٠١٤ کال وروسته به له ډېر ناوړه حالت سره مخامخ شو."

د جاوېد کوهستاني په نامه يو بل سياسي شنونکی هم د طالبانو او ايران تر منځ پخوانيو اړيکو ته گوته نيسي، خو وايي هغه بيخي محرم و، ځکه طالبان له شاتگ څخه اندېښمن وو.

هغه وويل، ايران د سوريې د جگړې له پېلېدو راهيسې، د حزب الله د غړو له لارې چې د اسد په گټه جنگيږي، د خپلې څرگندې لاسوهنې له امله زړور شوی، ځکه د متحده ايالتونو له سخت غبرگون سره مخ شوی نه دی.

هغه وويل: "ايران ته څرگنده شوې چې د افغانستان او عراق د جگړې او د نړۍ په نورو برخو کې د ښکيلتيا او د اقتصادي ستونزو له امله متحده ايالتونه او د هغه متحدين نشي کولای د ايران په وړاندې د جگړې لاره غوره کړي. نور نو ايران له متحده ايالتونو څخه نه ډاريږي."

طالبانو ته د ايران بلنه د افغانستان دولتي دريځ ته د مستقيمې ننگونې په معنا کتل کېدای شي. نوموړي دا هم زياته کړه: "دا د دې معنا نه ده چې گوندې طالبان بيا واک ته رسيږي."

داسې نښې نښانې ليدل شوي چې [ايران ته] سفر د ياغيانو د ليکو په منځ کې هم توپيرونه راپارولي دي.

له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې، جيش المسلمين پخواني مشر، سيد اکبراغا خبريالانو ته وويل: "دا کار ټول افغان ولس او طالبانو ته زيان دی. د هغې تر څنگ دا ناشونې ده چې د ايران له لارې په افغانستان کې سوله تامين شي."

د طالبانو وياند، احمدي نوموړې تبصرې د يو شخصي نظر په توگه رد کړې، ويې ويل: "هر فرد د تبصرې کولو حق لري او هره تبصره د هغه فرد په ديد پورې محدوده ده."

نوموړې غونډې د عادي افغانانو په ليکه کې هم د اندېښنې سپرغۍ وشيندلې.

د کابل اوسيدونکي او په ښار کې د سړک د غاړې يو سابه پلورونکي، فردوس وويل: "ايران د پاکستان په پرتله [د افغانانو] ډېر ناوړه دښمن دی. هغه هېواد په سلگونه، آن په زرگونه افغانان ووژل، په افغاني ماشومانو ډېر شاقه کارونه کوي، افغان کډوال په ډېرو ناوړو حالتونو ځوروي. افغاني ماشومان يې له خپلو کورنيو څخه جلا کړي او له هېواده يې شړلي دي، ځوانان يې په نشه يي توکو روږدي کړي او په دې هېواد کې يې د قومي او مذهبي تفرقې اور بل کړی دی." 

هغه دوام ورکړ: "له دې ټولو بدمرغيو سره سره افغان حکومت هغه [ايران] د ځان متحد گڼي. دا غوره ده چې د هغه شيطاني څېره نوره هم افغان حکومت او نړۍ ته بربنډه شي."

مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا يوه روزل شوې خبرياله ده.