Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

له سختو شرايطو سره سره د افغان په دارالايتامونو کې د شموليت ارزښت

داسې ادعاگانې موجودې دي چې د يتيمانو په موسسو کې په بهر کې د زده کړې په موخه د کوچنيانو په شاملولو کې له کورني تړاوونو څخه کار اخيستل کيږي
By Mina Habib
Conditions at the orphanage in the Alauddin district of Kabul appear good, in contrast to the Tahia-e Maskan facility. (Photo: Mina Habib)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالې، مينا حبيب ليکنه

شپاړس کلن نورالله د تهیه مسکن په دارالايتام کې د تگ پر مهال په لاره پرته ډبره په لغته وهي او د ماشومانو منځ ته ځان رسوي چې د ځانونو د تودولو په موخه د لمر پيتاوي ته ناست دي. 

نورالله زړې جامې اغوستې وې، خبرو ته زړه نازړه و، ډارېده چې د دارالايتام کارکوونکي به يې واوري.

په پای کې يې وويل: "په يتيمخانه کې شرايط سم نه دي، خو په اړه يې څوک څه نشي کولای. آيا پوهيږې چې له يخنۍ څخه څومره په تکليف يو؟ شپه او ورځ په يخو خونو کې تر شړيو لاندې پراته يو."

هغه  د وتلو په حال کې وويل: "دا يوازنۍ ستونزه نه ده. دلته نورې ډېر ستونزې شته، خو څوک يې نوم په خوله نشي اخيستلای."

سره له دې چې د کابل په دې دارالايتام کې د ٤٥٠ تنو ماشومانو لپاره د ژوند شرايط ستونزمن دي، خو شموليت پکې له دې امله ښه دی، چې يو شمېر کولای شي د ټاکلي عمر له پوره کولو وروسته بهر ته د زده کړو لپاره لاړ شي.

ماشومانو او کارکوونکو آی ډبليو پي آر ته وويل، ډېری ماشومان د پنجشېر او بدخشان له ولايتونو څخه دي او د کورني تړاوونو له مخې په دارالايتام کې شامل شوي دي.    

په دارالايتام کې د بدخشان يو اوسيدونکي ماشوم، چې ويې غوښتل نوم يې وانخيستل شي، وويل، نه يوازې دا چې مور او پلار دواړه يې ژوندي دي، بلکې کورنۍ يې هم بېوزلې نه ده.

هغه وويل: "په دې دارالايتامونو کې په بهر کې د زده کړو زمينه ډېره برابر ده. له دې امله مې پلار په پارلمان کې له خپل يو ملگري څخه وغوښتل چې دلته مې شامل کړي، چې له يوه سکالرشپ څخه گټه واخلم."

يو پخواني کارکوونکي، چې هغه هم ونه غوښتل ونومول شي، وويل، ډېرې ماشومان د پنجشېر او بدخشان ولايتونو دي او د دې لپاره دلته شامل شوي چې په بهر کې د زده کړو چانس ورته برابر شي.

هغه وويل: "په پارلمان کې د پنجشېر او بدخشان استازو د کابل ماشومان له خپلو حقونو څخه بې برخې کړي دي. آيا هغوی کوم ښه کار نه لري، چې ويې کړي؟ داسې کوم ځای نشته چې دا قانون جوړوونکې دې پکې لاس ونه وهي."

د کار او ټولنيزو چارو په وزارت کې د دارالايتامونو رئيس، سيد عبدالله هاشمي وويل، دا سکالرشپونه د افغان حکومت او يا کوربه هېوادونو له خوا چمتو شوي دي. هغه وويل، په تېرو درېو کلونوکې د افغانستان د دارالايتامونو له ښوونځيو څخه فارغ شويو ٦٧ کوچنيانو په هند، پاکستان او ترکيې کې د زده کړې بورسونه ترلاسه کړي دي. 

هغه وويل: "د لوړو زده کړو وزارت خپل پنځه سلنه بورسونه دارالايتامونه ته ځانگړي کړي. هغه څوک  چې د دې بورسونه وړ پېژندل کيږي، ټول لگښت يې د حکومت له خوا ورکول کيږي. کوربه هېواد د سکالرشپ نور لگښتونه پرغاړه اخلي."

هاشمي زياته کړه، د هغه اداره اندېښمنه ده چې چارواکي له خپل واک څخه په ناوړه گټې اخيستنې ماشومان د تهيه مسکن په دارلايتام کې شاملوي. نوموړي زياته کړه چې د هغه ادارې د شمول ډېره ښه  تگلاره جوړه کړې ده.  

هغه وويل: "د موجودو ماشومانو په منځ کې څه کم لس سلنه هغه يې د پنجشېر او له شپېتو سلنه څخه زيات يې د بدخشان دي."هغه زياته کړه، اصلي بېوزلي ماشومان له دې بهير څخه وتلي دي، ځکه قانون جوړوونکي او آن حکومتي وزيران خپلو خپلوانو ته د لومړيتوب حق ورکوي.

د لسو تنو ماشومانو په ډله کې، چې آی ډبليو پي آر ورسره په دارلايتام کې خبرې وکړې، اوو تنو يې وويل، هغوی د پنجشېر او بدخشان اوسيدونکي دي. 

د کار او ټولنيزو چارو د وزارت معين، واصل محمد نور نوموړې ادعاگانې رد کړې چې گوندې د شمال ختيځو ولايتونو ماشومانو ته دې د ځايي ماشومانو په پرتله لومړتيوب ورکړ شوی وي.  

هغه وويل: "څنگه چې پخوا په پنجشېر او بدخشان کې دارالايتامونه، نه وو، ډېری يتيمان له نوموړو ولايتونو څخه نيول شوي وو."

سره له دې چې د کابل په دارالايتام کې د شمول په اړه زياته هڅه کيږي، خو ماشومان د شرايطو د خرابوالي په اړه خبرې کوي.

د دارلايتام خونې د لمده بل بوی کوي، بسترې يې چټلې او د ودانۍ دننه د پوره روښنايۍ وسايل نشته. يو شمېر ماشومان انگيري چې گوندې له ياده وتلي او ټول مړاوي اوځبېښلي بريښي. 

څوارلس کلن حکيم الله وويل: "کافي خواړه نه لرو، دا ځای روغ ځای نه دی. کله چې ناروغ شو، سم چلن راسره نه کيږي. په کلينيک کې يوازې د پاريستامول گولۍ راکوي او بس. کله چې له پښو وغورځيږو، نو هله مو روغتون ته وړي."

د تهيه مسکن د دارلايتام رئيس، عطيع الله وهاج ومنله چې د ژمې په مياشتو کې د تودوخې وسايل نه وي، خو لامل يې په ښار کې د برښنا عمومي کمښت په گوته کړ. 

هغه وويل: "دا ستونزه په ټول کابل کې شته. موږ په سړو خونو کې کار کوو."هغه زياته کړه، که بودجه موجوده وي، په يوشمېر خونو کې د لرگو بخارۍ ايښودل کيږي. 

د دارالايتام د کلينيک په اړه وهاج وويل، کلينيک ښه سمبال دی، کارکوونکي د غوښتنې په صورت کې ماشومان هغې ته وړي. د تهيه مسکن په دارالايتام کې خواړه ښايي لوړه معيار ونه لري، خو د هغه د ادعا له مخې له کفايت څخه زيات دي.

هغه وويل: "موږ د غذايي رژيم له مخې کار کوو. له وېش دمخه خواړه د نوکريوالود ډاکټر له خوا معاينه کيږي او له هغه وروسته ورکول کيږي."

وهاج د يو شمېر ماشومانو دا ادعاگانې هم ونه منلې چې په موسسه کې له فزيکې سرغړونو سره مخامخ کيږي.

هغه وويل: "موږ له ماشومانو سره د ماشومانو د حقونو له ټولو ملي او نړيوالو قوانيو سره سم چلن کوو. هيڅوک د ماشومانو د وهلو حق نه لري."

له دې سره سره فرهاد، چې اصلي نوم يې نه دی، آی ډبليو پي آر ته وويل، د ډېرو کوچنيو اشتباهگانو له امله ماشومان وهل کيږي.

هغه وويل: "کارکوونکو مو په کيبلونو، برښنايي مزو او لرگو وهي."نوموړي زياته کړه، کله چې له ډېرو کوچنيو ماشومانو سره دا چلن کيږي، هيڅوک مداخله نه کوي.

فرهاد وويل، ماشومان مينې ته اړتيا لري، نه وهلو ته.

په تهيه مسکن کې يو ښوونکي، چې ١٢ کاله سابقه لري، وويل، که کوم ماشوم اشتباه وکړي، نه وهل کيږي، خو د تشنابونو، د خوب د خونو او د انگړ د پاکولو په څېر کارونه ورباندې سرته رسول کيږي. 

نوموړي وويل: "دا کارونه د هغوی د اصلاح لپاره کيږي."زياته يې کړه، هره ورځ د يو سم مهالوېش له مخې پای ته رسيږي.

هغه وويل: "موږ تل د هغوی د ښوونيز پروگرام د پلي کېدو څارنه کوو. موږ زده کوونکي نه پرېږدو چې وخت يې خوشې تېر شي."هغه په دوام وويل، پر معمولي مضامينو سربېره يتيمان کمپيوټر، ساينس، ارت، خطاطي، د انگليسي ژبې او نور حرفوي کورسونه لولي.

تهيه مسکن  د کابل شمال لويديځ ته پروت دی. په هغې کې ځوانان او تنکي ځوانان شامليږي. د کابل په سويل لويديځې څنډې، علاوالدين کې د پروت دارالايتام شرايط تر دې غوره دي.

په هغې کې ٣٥٠ تنه نجونې او هلکان اوسيږي، بسترې يې ښې او سوتره او د لوبو ډگر يې پاک دی.

هلته د ماشومانو لويه اندېښنه داده چې له دارالايتام څخه له وتلو وروسته به څه کوي.

اوولس کلنې نوريې، چې له تېرو اوو کلنو راهيسې دلته اوسيږي، وويل: "دلته هر شی منظم دی. زموږ يوازنۍ اندېښنه داده، کله چې له دولسم ټولگي څخه فارغې شو او دارالايتام پرېږدو، چېرته لاړې شو."هغې وويل، غواړي په بهر کې زده کړه وکړي.

يوه بدخشاني اتلس کلن هلک، اميد وويل: "اوس چې زه له دولسم ټولگي څخه فارغيږم، نه پوهيږم چېرته لاړ شم. زه د استوگنې کوم ځای نه لرم. نه پوهيږم څه وکړم. حکومت بايد دې ستونزې ته هم پام واړوي."

په افغانستان کې شاوخوا اويا دارالايتامه شته، چې نيمايي يې دولتي او پاتې يې شخصي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون د دې پخلی وکړ چې په دارالايتامونو کې له ماشومانو سره ناوړه چلن يوه عامه خبره ده. په سيمه ييز دفتر کې د نوموړي کميسون د کوچنيانو د حقونو ملاتړې کارکوونکې، حنيفې معروف وويل، وهل په دارالايتامونو او نورو ښوونځيو کې يوه عادي خبره ده. 

هغې وويل: "کميسون داسې د وهلو پېښې ثبتې کړې دي. سره له دې چې کميسون د پوهنې له وزارت سره د پوهاوي يو ياداشت لاسليک کړی دی، چې له مخې يې بايد په ښوونځيو او دارالايتامونو کې ماشومان ونه وهل شي، خو له بده مرغه دا کار دوام لري."

هغې هم ومنله چې په دارالايتامونو کې ماشومان زياتره د هغوی د اړتياوو له مخې نه، بلکې د تړاوونو له مخې شامليږي.

په دارالايتامونو کې شامليدل سخت کار دی.

په يوې زړې بورقې کې تاوه اووه پنځوس کلنه زينب د کار او ټولنيزو چارو د وزارت د دروازې مخې ته له خپل اته کلن لمسي سره منتظره ناسته ده.

هغه وايي، له دوو مياشتو راهيسې ځي او راځي چې خپل لمسې د کابل په يوه دارالايتام کې شامل کړي، خو څه نتيجه يې نه ده ورکړې.

هغې وويل: "که دارالايتام ته لاړه شم، راته وايي چې وزارت ته لاړه شه. کله چې وزارت ته لاړه شم، نو راته وايي چې د دارالايتامونو رياست ته لاړه شم. ستړې ستومانه شوې يم. که ارتباط ونه لرم هيڅ شی به مې په لاس رانشي. هېڅ خپل نه لرم څوک ورته راولم؟"

مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آر روزل شوې خبرياله ده.